له امام حسين سره د خلکو د جنګيدو علتونه(۳

د عاشورا پاڅون او د اسلامي معارفو ژوندي کول

 د پيغمبر(ص) له وفاته وروسته که څه هم اسلامي خلافت په غلطه لاره روان شو خو د اسلامي احکامو قوت په ټولنه کې محفوظ پاتې شو ځکه چې لا د پيغمبر اصحاب په خلکو کې موجود وو او د هغوي په غوږونو کې د رسول الله مبارک کلام انګازې کولې. او چا جرات نه شو کولی چې په ښکاره د اسلام له احکامو سره مخالفت وکړي. مثلا يوه ورځ دوهم خليفه د خلکو د ازمويلو لپاره منبر ته وخت او وې ويل که يوه ورځ زه د اسلام له احکامو وغړيږم تاسو به څه کوئ؟ ايا بيا به هم زما اطاعت کوئ؟ په دې وخت کې يو عرب پاڅيده توره يې راوويسته او وې ويل: که يوه ورځ ته کوږ شې په دې توره به دې نيغ کړو.[11] 

نو په هغه وخت کې د اسلام له احکامو سره د جوت مخالفت زمينه نه وه برابره. په هغه وخت کې جوړ شوي بدعتونه هم په دې ډول وو چې خلک له اسلام سره د هغو مخالفت ته نه متوجې کيدل، ځکه چې پخپله يې د پيغمبر سيرت او کړه ليدلي او د هغه حضرت ويناوې يې اوريدلې وې، او د هغه حضرت د وينا او سيرت مخالفت يې نه شو زغملاي.

د عثمان له وخته حالات ورو ورو بدل شول او خبره دې حد ته ورسيده چې معاويه په رسمي ډول د ايران او روم د بادشاهانو په شان حکومت کاوه او ځان يې د مسلمانانو د اختيار خاوند ګاڼه. په داسې حالت کې که امام حسين هغه شان چلند کولاي څنګه چې د خلفاوو په زمانه کې امام علي کړي و نو هيڅ اثر يې نه درلود او چا د هغه خبرو ته پام نه کاوه ځکه چې د اسلام په باره کې د خلکو معرفت او پوهه او د هغوي ايمان او محرک کمزوري شوي و. د پيغمبر له وخته د پنځوسو کلونو په تيريدو سره په مسلمانانو کې نوي نسل پيدا شوي و چې اسلام يې سم نه پيژانده او د اسلام په احکامو او ښوونو يې عمل ته څه خاصه ګروهنه نه درلوده. په داسې حالاتو کې د اسلامي ټولنې د مشر لپاره نوې فرائض پيدا کيږي. معاويه د مدينې له خلکو د يزيد لپاره چې ټولو پيژنده او د هغه له اخلاقو او فاسدو کړو خبر وو بيعت واخسته بې له ګوته په شمير کسانو ټولو د هغه بيعت وکړ.

د اول او دوهم خليفه په زمانه کې د اسلام له احکامو سره جوت مخالفت نه و شوي له دې امله که ويل به يې چې دا کار د خداي او د پيغمبر د سنت مخالف دی خلکو به ورنه ځان ساته، خو د دريم خليفه عثمان په وخت کې خلک د بيت المال د لوټ مار او خوړلو کتونکي وو او د امام علي په وينا خلکو ليدل چې د حکومت چاروالي (د هغه څاروو په شان چې د سپرلي واښه خوري، بيعت المال نغري)[12] خلکو ليدل چې خليفه يو ګورنر ټاکي او هغه ځانته ماڼۍ جوړوي او په سلګونو مريان او وينځې اخلي، ډير مالونه راغونډوي او هيڅوک په هغه اعتراض هم نه کوي. د دغو کارونو په ليدلو سره ورو ورو د هغو قباحت ختم شو او خلکو دا خيال کاوه چې د دغه شان کارونو کول دومره باک نه لري. ځکه چې که باک يې لرلے نو واکمنانو او د مسلمانانو د خليفه استازو او ګورنرانو به داسې نه کول. اخر خبره دې ته ورسيده چې يزيد په ښکاره شراب څښل له سپيو او بيزوګانو سره به يې لوبې کولې او چا پرې اعتراض نه کاوه. حال دا چې له دې مخکې حالت داسې و چې که ثابته به شوه چې يو کس شراب څښلي دي نو په متروکو به وهل کيده خو په دغه وخت کې د مسلمانانو خليفه هره ورځ شراب څښل. په داسې حالاتو کې که امام حسين يوازې په دې نصيحت بسنه کړې وای چې اي خلکو ګناه مه کوئ، څوک چې شراب څښي جهنم ته به ځي چا به د هغه خبرو ته پام نه و کړي او که په دغه خبره يې ټنيګار کړي واي کيداي شي ترور کړي يې واي. لکه څرنګه يې چې امام حسن (ع) ته د هغه د ميرمنې په لاس زهر ورکړل معاويه ډير شخصيتونه په زهرجنو شاتو سره ووژل هغه به ويل: اِنّ للهِ جُنودا مِنَ العَسل[13] خداي د شاتو لښکريان لري. معاويه حتیٰ خپل نزدې دوستان ټرور کول. که امام حسين په داسې حالاتو کې يوازې په موعظې فرهنګي فعاليت او د مسلو په بيانولو بسنه کړې واي هيڅ اثر يې نه کاوه.

 په داسې حالاتو کې چې نه د جهاد او پوځي فعاليت شرايط برابر وو او نه درس او موعظې اغيز کاوه د امام حسين لپاره يوازې يوه لاره پاتې وه او هغه د اسلام د ژغورلو لپاره له خپل مقام او عزته استفاده وه. ځکه چې لا په خلکو کې داسې کسان وو چې امام حسن او د هغه ورور امام حسين يې د پيغمبر په اوږو ليدلي وو او شاهدان وو چې پيغمبر څومره له هغوي سره مينه لرله د هغوي خوله او غاښونه به يې ښکلول او خلکو ته به يې د هغوي په هکله سپارښتنه کوله او فرمايل به يې: هر چا چې له دوي سره مينه وکړه له ما سره يې مينه کړې ده او هر چا چې له دوي سره دشمني وکړه له ماسره يې دشمني کړې ده.[14] له دې امله خلکو لا د زړه په تل کې د پيغمبر له کورنۍ سره مينه لرله او که څه هم د هغوي پيروي يې نه کوله خو په فطري ډول يې له اهل بيتو سره مينه لرله. حتیٰ د يزيد په ماڼۍ کې چې کله د هغه وينځې او ميرمنې خبر شوې چې د کربلا اسيران د پيغمبر د کورنۍ غړي دي اعتراض يې وکړ.

په دې اساس هغه حضرت له موجودو شرائطو په استفادې او تدبير سره دا حرکت په دې ډول برابر کړ چې له خپل پاڅون او شهادته ډيره استفاده وکړی شي. له هغو شرايطو چې د امام حسين لپاره برابر شول دا وو چې د کوفې ـ د امام علي د پلازمينې ـ خلک چې کلونه کلونه يې له منبره د امام علي ويناوې اوريدلې وې کله چې پوه شول چې ټاکل شوې ده يزيد د هغه حضرت د خلافت په مسند کښيني له ځان سره يې فکر وکړ چې د دغه کار د مخنيوي لپاره بله هيڅ لاره نيشته بې له دې چې امام حسين کوفې ته وبلي او د حکومت منلو ته يې اړباسي.

د امام حسين له زمانې سره زمونږ د زمانې ورته والي

نن سبا د ايران ټولنه د اسلام د لومړيو وختونو له ټولنې او د امام حسين له زمانې سره ډير مشابهت لري. او که څوک وغواړي اسلامي ټولنه له خپلې اصلي لارې وغړوي بايد له دريو اوزارو يعنې لالچ ورکولو او تطميع، ګواښ او تبليغ يا پروپاګندې استفاده وکړي. بي شماره منافقان د اسلامي انقلاب د ختمولو لپاره په هيواد کې دننه له هماغه چلونو او کارونو کار اخلي چې د اسلام د لومړيو وختونو منافقانو د امام حسين په هکله استعمالول. البته نن سبا د منافقانو پر خيانت سربيره د بهرنيو هيوادونو مرستې هم ورسره يو ځاي شوي دي. که څه هم نيغ په نيغه رول داخلي منافقان لوبوي او د امريکا په شان قدرت نيغ په نيغه لاسوهنه نه کوي. خو په داخل کې عوامل او ګوډاګيان پيژني او هغوي د تبليغاتي وسيلو، مالي مرستو او نورو اوزارونو لکه د فتنې ترور او بلوا په جوړولو سره مزبوتوي.

له هماغې لارې چې د اسلام دښمنانان وتوانيدل اسلام داغي او منحرف کړي او اخر يې امام حسين شهيد کړی شو نن هم د اسلام دښمنان غواړي دا غورځنګ له خپلې لارې کوږ کړي.

نن سبا د ډله ايزو رسندونو وسايل لکه مطبوعات د تبليغاتو تر ټولو لويې وسيلې دي. چې په هغو کې حقيقتونه اپوټه ښيي او له تومت او تورونو کار اخلي. په تيره بيا هغه يرغلونه چې د اسلام د دښمنانو په هدايت او ملاتړ سره د ديني سپيڅلتياوو په خلاف کيږي او د اسلام ضروري او بديهي احکام چيلنجوي. د اسلام پراختيا ته په پام سره دغه دشمنې لا پيچلې شوي دي. له دې امله هغه کسان چې خدمت کوي اجر يې زيات دی لکه څرنګه چې هغه کسان چې خيانت کوي، ګناه يې لويه ده. ځکه چې نن سبا د خيانت او خدمت دايره لويه شوې ده. هغه وخت چې معاويه د خلافت په ګدۍ کښيناست په يو شمير داسې کسانو يې حکومت کاوه چې د نر اوښ او د اوښې فرق يې نه شو کولاي.[15] هغه د جمعې لمونځ د شورو (چهارشنبې) په ورځ وکړ او چا اعتراض ونه کړ.[16] په کوفې کې د بني اميه وو يو لوي امير وليد بن عقبه د سهار لمونځ د نشې په حالت کې څلور رکعته وکړ. کله يې چې هغه ته وويل چې څلور رکعته دې وکړل، وې ويل چې نن مې طبيعت برابر و که زړه مو غواړي چې نور هم درته وکړم.[17] که څه هم نن سبا د هغو ځوانانو چې په انقلاب کې لوي شوي دي غولول اسان کار نه دي خو د دښمنانو چلونو او سازشونه هم پيچلې شوي دي.

د امام حسين له زمانې سره د نننۍ ټولنې د پرتلې وړ يو بل اړخ د انسانيت ډيرو ټيټو درجو ته د ځينو کسانو غورځيدل او په مقابل کې د انسانيت ډيرو لوړو درجو ته د ځينو کسانو رسيدل دي. په حقيقت کې د عاشورا په پيښه کې ځينې کسان په رذالت کې دې حد ته ورسيدل چې بيلګه يې له هغې مخکې د جاهليت په دوران کې نه پيدا کيده. په عربو کې له اسلامه مخکې د حرمله هومره ظالم او شقي سړي نه پيدا کيږي چې د يو شپږ مياشتني ماشوم مرۍ چې د ځنکدن  په حال کې و او د عمر وروستۍ شيبې يې وې په درې سره زهر جن غشي سره پرې کړي.

قران مجيد دغه مطلب ته اشاره کوي او فرمايي: [18] (هغه آيتونه چې له قرانه مو نازل کړي دي د مومنانو لپاره شفا او رحمت دي خو د ظالمانو لپاره بې له تاوان او خسرانه بل څه نه زياتوي.)

قران لکه څنګه چې مومنان هدايتوي د ظالمانو فساد ګمراهي او کفر هم زياتوي د فطرت په نړې کې د قران مثال د باران د اوبو په شان دی که باران په داسې ځاي کې چې ګلونه کيږي ووريږي تازه او خوشبو داره ګلونه زياتيږي، خو په هغه ځاي کې چې زهرجن بوټي کيږي هلته د باران ورښت سبب شي چې دغه بوټي نور زهرجن شي. د هغه وخت په ټولنه کې هم د اسلام د راتګ په سيوري کې ځينې لوړ رتبه کسان لکه ابوذر، ميثم تمار عمار او سعيد بن جبير وغيره وروزل شول همدا راز داسې کسان چې د عاشورا په شپه يې امام حسين ته وويل که اويا ځله شهيدان شو بيا هم ارمان لرو چې ستا  په ملګرتيا کې شهيدان شو[19] خو له بل پلوه قساوتونو او ظلمونو هم وده وکړه په دې ډول چې داسې کسان پيدا شول چې د خداي هدايت يې تر پښو لاندې کړ او د خداي له رحمته يې مخ واړوه. او اخر يې شقاوت او سخت زړه توب نور هم زيات شو.

سرچینې

[11] . مراجعه وکړئ: سيد محمد قطب  عدالت اجتماعي در اسلام، تر جمه محمد علي ګرامي،  سيد خسرو شاهي 3۶۷ مخ.

[12] . يوه خبره تر هغه وخت ارزښت ضده ګڼل کيږي چې قباحت يې په ټولنه کې له مينځه نه وي تللاي، مثلا هغه وخت چې د پهلوي حکومت اراده لرله په  ايران کې بې حجابي دود کړي په اوله کې د چا باور نه کيده چې يوه ښځه چې اواز يې نامحرمو نه دي اوريدلاي او مخ يې نه دي ليدلاي بې پردې په خلکو کې ښکاره شي خو کله چې په اوله کې يې جشن جوړ کړ او د ښار يو څو لويو او مشهورو کسانو چې په حکومت پورې يې زړه تړلي و يا ويريدل چې کوم خطر ورته پيښ نه شي خپلې ښځې بې پردې دغه جشن ته  راوستې او د دغه جشن له  جوړيدو وروسته د هغوي تصويرونه خپاره شول ورو ورو د بې پردګۍ قباحت له مينځه لاړ په دې ډول چې ډيرو ميرمنو په خپله خوښه څادرې وغورځولې.

[13].  محمد باقر مجلسي، بحار الانوار  ۳۳ ټوک،  ۵۸۹ مخ ، ۳۰ باب.

[14] . خوارزمي، مقتل الحسين، ۱ ټوک،  ۱۴۱ مخ.

[15].  مسعودي، مروج الذهب، دريم ټوک، ۴۱ او ۴۲  مخونه.       

[16] . همدغه تير سند

[17].  تير سند، ۲ ټوک،  352 مخ.

[18]. اسرا / 82 ایت

[19].  شيخ مفيد الارشاد، ۲ ټوک،   ۹۲ مخ.

کلیدي کلمې: