له امام حسين سره د خلکو د جنګيدو علتونه(۲

۳. متشابه مفاهيم د فتنه جوړولو لپاره يو لاس وند

هغه کسان چې غواړي په ټولنه کې فتنه جوړه کړي حق او باطل له يو بل سره ګډ وډوي چې په ټولنه کې د خبرې د مشتبه کولو زمينه برابره کړي دا کسان ښکلې او غولوونکي شعارونه ورکوي او له دې سره په يو وخت له هغو سره ناحقه خبرې هم تړي په دغه شان موردونو کې له متشابهو ناڅرګندو او داسې الفاظو استفاده کوي چې څو معناوې لري. او هغه الفاظ چې روښانه دي او څوک پکې غلطي نه کوي نه استعمالوي.

دا کسان په ويناوو بحثونو ليکونو کتابونو او شعارونو کې داسې الفاظ کاروي چې څو څو معناګانې لري. په دې ډول لکه څرنګه چې د دغو کلماتو صحيحې معنې اخستلاي شو او ښه مصاديق ورته په نظر کې نيول کيداي شي د هغو لپاره د باطلې يا داسې معنا چې باطل مصداقونه هم لري تصور کيږي. په نننۍ زمانه کې د ازادۍ اصطلاح د دغه ډول الفاظو ښه مصداق دي او هر څوک چې د ازادۍ لفظ اوري مشتبه معنا يې ذهن ته راځي خو د حق او باطل د ګډوډولو په وخت نه ويل کيږي چې ايا له دغه ازادې مطلب له خداي عقل دين او انساني ارزښتونو ازادي ده او که نه له جهل د اسارت له بندونو او له شيطاني وسوسو ازادي مقصد دي. که څرګند وويل شي چې له ازادۍ يې مطلب د اسارت له بندونو ازادي ده دا شعار په هيچا بد نه لګيږي ځکه چې هيڅوک نه غواړي چې پردي خلک دې په هيواد واکمن وي يا يې په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي غوره دا ده چې يوه ټولنه پخپله په خپل برخليک واکمنه وي او نور خلک د هغوي په چارو کې لاس ونه وهي خو له خدايه ازادي بيا هيڅ کله ښه کار نه دي او ځانونه د خداي له بندګۍ نه شو ازادولاي. له عقل او ارزښتونو ازادي هم داسې ده.

امير المومنين په يو بل ځاي کې فرمايي: اِنّمَا سُمّيتِ الشّبهَةُ شُبهةَ ِلاَنّهَا تَشبَهُ الحَقّ[5]  شبهې ته ځکه شبهه وايي چې له حق سره شباهت او ورته والي لري. که باطل له حق سره ورته والي نه درلود او له يو بله يې پيژندل اسان واي نو فتنه به نه جوړيده په دې اساس بايد ووايو چې فتنې د حق او باطل د مخلوطلو په نتيجه کې جوړيږي.[6]

کومو کسانو چې د امام حسين په زمانه کې د بني اميه وو واکمنانو وغولول هغوي هم د دغه ډول دوه ګونه خبرو او مبهمو تبليغاتو تر اغيز لاندې راغلي وو.

دغه فتنه ګرې کورنۍ حق او باطل له يو بل سره ګډ کړ او له مبهمو او غير شفافو کلماتو يې کار واخست چې خلک په ګمراهۍ او حيرانۍ کې پاتې شي او دوي بيا په مناسب فرصت کې له دغه لالهاندۍ او ګمراهۍ استفاده وکړي. نو له دې امله ده چې د حق او باطل روښانول اهميت لري.

۴. په قران د خپلې رايې تپل

د اسلام په لومړيو وختونو کې د خلکو د انحراف يو بل عامل په خپله رايه د قران تفسير او په دغه اسماني کتاب د خپلې رايې او نظر تپل وو تاسو ته پته ده چې د پيغمبر لپاره د معصوم ځاي ناستي يو بل حکمت د خلکو د انحراف مخنيوي، په غلطه لاره د هغوي د تللو مخه نيول او د قران د نظر بيانول دي.

خو د خداي د رسول له وفاته وروسته په لومړۍ ورځ د خلکو د حرکت لاره بدله شوه. امير المومنين د خپل حکومت او د خلفاوو د حکومت په ديرشو کلونو کې ډيرې هڅې وکړې. چې د خلکو فکر سم کاندي او د هغوي د فکري بې لاريو مخه ونيسي خو يوې وړې ډلې نه شول کولاي د داسې ډلې په مقابل کې چې د هيواد ټول سياسي پوځي قدرت يې په لاس کې درلود دومره اغيزه نه شي کولاي. هغه امام حتیٰ خلافت ته له رسيدلو وروسته د هغو خلکو په ټول کې چې له دوي سره يې بيعت وکړ. په ځلونو د هغوي له ناپوهۍ، غفلت او بې پامۍ ګيله وکړه. د دوي د پنځو کلونو د ظاهري خلافت په دوران کې هم دوي ته کافي فرصت په لاس ورنه رغی چې خپل ټول وخت د خلکو په تعليم او تربيت ولګوي. مثلا د صفين لوي جنګ په دغه وخت کې وشو چې ډير وخت يې واخسته او پکې يو لک مسلمانان ووژل شول. دغه جنګ او داسې نورو جنګونو امير المومنين ته هيڅ فرصت په لاس ور نه کړ چې هغه حضرت د خلکو د شعور او د پوهې د سويې د لوړولو هڅه وکړي، سره له دې کله کله به امير المومنين له فرصته په استفادې سره ځينې خطبې ورکولې او خلک به يې له غلطيو او انحرافاتو غړول.

هغه حضرت په دغو خطبو کې په ډيرو مواردو کې په عجيبو تعبيراتو سره د داسې کسانو نوم اخلي چې خلک بې لارې کوي دا په داسې حال کې دي چې لا د خداي د رسول له وفاته څو لسيزې نه وې تيرې. امام په داسې يو خطبې کې وفرمايل. شبهې ته يې ځکه د شبهې نوم ورکړي چې له حق سره شباهت لري. خو د خداي د وليانو څراغ يقين او راهنمايي يې د هدايت نښې او علامتونه دي. خو د خدای دشمنان په داسې حالاتو کې خلک ګمراهۍ ته بلي او د هغوي راهنما او نښه ړوندوالي دے.[7] 

کله چې د ټولنې په فرهنګي فضا کې مبهم او تياره ماحول جوړ شي او شبهه ناکې خبرې دود شي يوازې ډير لږ کسان چې د خداي وليان او لوړ او تکړه عالمان دي له يقين او هدايته برخمن کيږي او د شبهې له تياره فضا نجات مومي. ته وای په دې لاره کې د هدايت لپاره ځينې نښې يو خاص لوري ته لګيدلي دي او د خداي وليان د خپل باطني نورانيت په مرسته د حق او باطل نښې له يو بله جدا کوي او د حق په لور روانيږي.

خو د خداي دشمنانان په دغه شبهه ناکو شرايطو کې هم پخپله د باطل په لور ورځي او هم نور ګمراهې ته بلي. په دغه لاره کې د هغوي راهمنايي ړوندوالی دی. له ړوندوالي تر کومه حده د لارې به موندلو کې کار اخستلاي شو؟ د دوي زړونه دومره ړانده دي او د هدايت رڼا له دوي داسې اخستل شوې ده چې هيڅ لارښوونکي نه لري. او نور خلک هم د ګمراهې په لور بلي. په دې اساس کله چې شبهه پيدا شي او فکري او فرهنګي فضا تياره  او مشتبهه او توره شي. يوازې د خداي وليان دي چې د يقين په مرسته له شبهې ژغورل کيږي. خو نور هماغه راز په ګمراهۍ او حيرت او لالهاندی کې پاتې کيږي.

اميرالمومنين (ع) فرمايي: او بل چې عالم ورته ويل کيږي ـ په داسې حال کې چې عالم نه دی ـ د خدای کتاب په خپله رايه تفسيروي او حق يې له خپل هوس او خوښې سره برابر کړي دي. نو د هغه ظاهر د انسان دي خو زړه او باطن يې د حيوان. نه د حق او هدايت لاره پيژني چې پيروي يې وکړي او نه ګمراهي پيژني چې ځان ترې وساتي. [دا سړي] د ژونديو مړي دي.[8] که دغو خبرو د هغه وخت په ټولنه کې مصداق نه درلود امير المومنين به نه بيانولې. هغه حضرت د داسې کسانو خبره کوي چې ځانونو ته عالمان وايي حال دا چې له علمه هيڅ برخه نه لري. او د انحرافي افکارو يوه ټولګه يې راغونډه کړې ده چې هغو ته علم وايي. دغو کسانو د نورو ګمراهۍ او نادانۍ راغونډې کړي او وياړي یې چې د نورو له خبرو خبر دي او ګمان کوي چې همدا علم دی! داسې کسان چې پخپله له حقيقي علمه بې برخې دي قران د خپلې رايې مطابق تفسيروي.

او د هغه مطالب د خپل نظر په اساس معنا کوي. دا رايي د ګمراهيو ټولګې دي. دوي چې ځانونو ته عالم پوه او فلسفي وايي د دوي ظاهر او شکل د انسان دي خو د حيوان زړه لري. د دوي د کوششونو نتيجه او سرمايه د شبهو مجموعه ده چې د علم په نامه يې راغونډه کړې ده. د امام علي(ع) په وينا دا کسان ژوندي نه دي بلـــــکه مړي دي چې ځانونه يې په ژونديو کې ځاي کړي دي.

امام علي د داسې کسانو له لاسه ژاړي ځکه چې دوي سبب شوي چې سطحي نظره خلک چې په مسايلو سم نه پوهيږي په هغوي مين شي. په تيره بيا هغه وخت چې د دوي خبرې په ښکلې او ادبي پيکټ کې وړاندې شي کله چې دغه شبهه اچوونکي افکار په ټولنه کې خپاره شي په ټولنه کې د حقيقي معلوماتو او ثابتو عقيدو سويه ټيټيږي په تيره بيا هغه وخت چې دا خبرې د داسې کسانو له خولې واريدل شي چې ځانونه يې په ټولنه کې عالمان معرفي کړي دي په داسې حالاتو کې خلک په شک کې الويږي او له ځانه پوښتنه کوي چې په دغو متضادو خبرو کې کومې ومني ورو ورو د هغوي عقيده کمزورې شي. او د فکر او عقيدې په ضعف کې ښکيل شي په دې طريقه هغه کسان چې له دغو خلکو په ناوړه استفادې پسې وي ښه لمړۍ او ښکار لاسته راوړي، ځکه چې د دغو کسانو عقيدې او افکار کلک منطقي او عقلي بنياد نه لري. هغوي له نورو ځينې خبرې اوريدلي او هغه يې خوښې شوي دي او له دې امله چې د هغوي له حالاتو سره هم برابرې وي په دغو خبرو يې باور کړای ځکه چې طبعا انسان هغه څه چې په طبیعیت يې برابر وي زر او په اسانه مني.

۵  بدليدونکي ټولنيز حالات

د رسول الله مبارک له وفاته وروسته هغه حالات چې هغه حضرت پيدا کړي وو په يو ډول بدل شول. او همدا راز هغه وخت چې امام علي ظاهري خلافت لاسته راوړ هم حالات يو قسم ته بدل شول. دا بدلونونه هغو کسانو پيدا کول چې په يو ډول له پيغمبر سره نزدې وو ځينې د پيغمبر سخرونه او ځينې يې د پيغمبر بيبيانې وې او د طلحه او زبير په شان کسان د پيغمبر نزدې اصحاب ګڼل کيدل. دا مسله د خلکو د حيرانۍ بې لارۍ او لالهاندۍ سبب ګرځيدله په داسې حالاتو کې چې شبهې په ټولنه کې دود شوې وې او په ظاهره عالمان د خلکو په ګمراه کولو لګيا وو امام علي علیه السلام بايد د خلکو پام دې ته اړولی وای چې د هغوي عقيدې او عمل غلط دي. او ډيرې هغه خبرې چې په تيرو پنځه ويشت کلونو کې هغوي ته ويل شوي او هغه کارونه چې د دغو اعتقاداتو په بنياد شوي غلط دي. خو د امام علي(ع) د خلافت موده تر دې لنډه وه چې دا ټول انحرافات او غلطۍ اصلاح کړي. او ډير وخت يې په جنګ کې تير شو.

د پيغمبر په زمانه کې هم له کفارو او مشرکانو سره ډير جنګونه وشول د امير المومنين د وخت جنګونو د پيغمبر د وخت له جنګونو سره فرق درلود د امام علي د وخت جنګونه د مسلمانو ډلو تر مينځ وشول، له داسې ډلو سره چې د يوې مشره د پيغمبر اکرم (ص) بي بي وه او د جنګ کومانده د رسول الله مبارک دوو لويو اصحابو په غاړه درلوده چې يو يې د هغې د تره زوي و. د امير المومنين(ع) په وخت کې دا جنګونه دومره اوږده شول چې خلک ستړي شول له همدې امله د امام حسن(ع) په وخت کې د سولې وړاندیز سملاسي ومنل شو. امام حسين هم له داسې نسل سره مخامخ و چې له اسلامي تعليماتو او معارفو پوره نه وو خبر. په درسته ټولنه کې داسې کسان پيدا شوي وو چې انحرافي افکار او شبهې به يې خپرولې او خلکو به له هغوي اغيز اخسته ورو وور خبره دې حد ته ورسيده چې هغه کس چې ټاکل شوې وه د پيغمبر د خلافت په مسند تکيه ووهي په ښکاره د اسلام د اوامرو په خلاف عمل کاوه او شراب يې څښل داسې يو کس به د اسلام د احکامو د خپراوي مسوول کيده او خلکو به يې بيعت کاوه. اخر نه يوازې د شام بلکه د مدينې خلکو هم بې له يو څو تنو له يزيد سره بيعت وکړ. په داسې شرايطو کې د نظر بدلون او د فکر څپڅپانتيا طبيعي خبره وه.

د امام حسين په زمانه کې حالات په دې ډول وو چې په ټولنه کې ثابته او کلکه فکري مبنا او بنياد نه و پاتې چې خلک پرې تکيه وکړی شي ثابت او محکم ارزښتونه نه وو پاتي چې په هغو باور شوی وای ټول باورونه او ارزشونه کمزوري شوي وو په داسې حالاتو کې که ځينو کسانو به کمزوري استدلال سره يوه خبره منله نو له دې امله چې کلکه فکري سرچينه يې نه لرله ډیر زر به مضطرب او لالهانده شول. په دې منځ کې د کوفې خلک چې د امام علي له وينا سره يې خاصه مينه درلوده او د شام د خلکو له شور ماشوره هم ليرې وو او لا په هغوي کې ويښ ضميرونه موجود وو د اموي حکومت په مشکلاتو ښه پوه شوي وو او د معاويه د حکومت خطرې يې احساسولې. له بل پلوه يې د شام خلک هم د صفين په جنګ کې پيژندلي وو او د هغوي له چل ولونو خبر وو له دې امله اول د خپلو الهي ضميرونو او سالم فطرت په اساس دې نتيجې ته ورسيدل چې د معاويه او تر هغه هم بدتر د يزيد په شان کس له واکمنې د خلاصي لپاره ښه دا ده چې له امام حسين سره د خليفه په توګه بيعت وکړي او په دې ډول يې امام حسين ته بلنه ورکړه. خو همدغو خلکو نه کلک ايمان درلود او نه يې سم معرفت او پوهه او په دوې کې يوازې يوه روغه فطري ګروهنه پيدا شوې وه. چې پياوړې عقلي بنياد او جرړه يې نه درلوده. دوي همدا راز کلک مذهبي او انساني احساسات چې د دوي د ايمان او باور ملاتړي وي نه درلودل له همدې امله ډیر زر مضطرب او لالهانده شول او خپل نظر يې بدل کړ. دغه وخت و چې عبيد الله بن زياد کوفې ته ورغي او په داسې جامه کې کوفې ته ورغي چې خلکو فکر وکړ چې امام حسين راغلی دی. عبيدالله په داسې حال کې چې خپل مخ يې پټ کړی ؤ له يو شمير کسانو سره کوفې ته ننوت او په دارالاماره يې قبضه وکړه. له هغه وروسته يې د کوفې د خلکو د ايمان له کمزورۍ په ناوړه استفادې او ويرولو او لالچ ورکولو سره هغوي د امام حسين له ملګرتيا منعې کړل. هغه د قبيلو او تپو مشران به تحفو او ‌ډاليو سره کرار کړل. خلک يې هم د کوفې په جومات کې راغونډ کړل او هغوي ته يې وويل چې ټولو مسلمانانو له يزيد سره بيعت وکړ او نن د حق حکومت د يزيد حکومت د هر څوک چې له هغه سره مخالفت وکړي د اسلام او اسلام حکومت مخالف دی هغه وويل ماته دنده راکړل شوې ده چې د داسې بلواوو او خپل سريو مخه ونيسم او زه نه پريږدم چې په دې ښار کې څوک بې له يزيده له بل چا سره بيعت وکړي. په دې ډول عبيدالله بن زياد خلک له امام حسين سره له ملګرتيا وغړول همدا راز يې حکم ورکړ چې د مسلم بن عقيل او هاني بن عروه په شان کسانو چې د غورځنګ مشران ګڼل کيږي د خلکو په مخکې سرونه ووهل شي او د هغوي بدنونه په کوڅو کې وګرځول شي. خلک هم د دغه حالت په ليدلو وويريدل او له ميدانه وتښتيدل.

اوس دا پوښتنه پيدا کيږي چې که څه هم طبيعي ده چې سست ايمانه کسان چې کمزورې عقيدې لري په داسې حالاتو کې په تندۍ سره له ګواښونو وويريږي او شاتګ وکړي. خو ولې دغو کسانو په امام حسين تورې راوويستې او له هغه سره وجنګيدل.

۶. لالچ او نفاق د کربلا د غميزې اصلي لاملونه

د امام حسين علیه السلام په وخت کې د خلکو د انحراف ځينې عوامل لالچ ورکول او تطميع وه. که هغه وعدې چې د عمر سعد په شان کسانو ته ورکړل شوې وې نه واي هيڅ کله به د هغه په شان کس له امام سره جنګ ته نه و تيار شوي عمر بن سعد عام کس نه و د هغه پلار سعد بن ابي وقاص يو لوي صحابي او د خلفاوو په وخت کې د پوځ کوماندان و. سعد هغه کس و چې ايران يې فتح کړ او په قادسيه جنګ کې بريالي شو[9] له دې امله يې ډير پلويان درلودل او د ايران په مرکز د حکومت کانديد و. په هغه زمانه کې ايران په ټولو اسلامي هيوادونو کې يوه ښه او ايډياله صوبه ګڼل کيده د ري د حکومت يعنې د ايران د مرکز وعده عمر بن سعد ته ورکړل شوې وه په هغه وخت کې په حکومت کې يوازې د قانون اجرا کول نه وو شامل بلکه حاکم به (مالک الرقاب) او ټول هيواد خلکو او بيت المال خاوند و. او په خپله خوښه به يې په هغه کې تصرف کولاي شو. په بله ژبه د بني اميه وو په زمانه کې حکومت ديکتاتوري او سلطنتي و. ځينو کسانو لا له هماغه پيله ايمان نه درلود او يوازې د دنياوي چارو په تمه يې د اسلام اظهار کړي و.

 نو د دې پوښتنې ځواب چې خلک څرنګه دې ته تيار شول چې امام حسين ووژني دا دي چې ځينې په پيسو واخستل شول ځينې نور بيا به ګواښ او د بني اميه وو د ظالمانه وژلې له ويرې او بلاخره اکثره او عام خلک د معاويه په تبليغاتو او شيطاني چلولونو وغوليدل. په داسې حالاتو کې د خلکو لپاره د شعوري انتخاب څه لاره نه پاتې کيده له دې امله کله چې مسلم ابن عقيل کوفې ته لاړ او خلکو ته يې مسائل بيان کړل خلک له هغه سره شول خو ډير زر يې خپل بيعت مات کړ او د امام استازے يې د دشمن په وړاندې يوازې پريښوده. په دې ډول هغه کسان چې پخپله يې امام حسين ته ليکونه ليکلي وو او هغه يې د حکومت منلو ته بللي و په کربلا کې د هغه حضرت په وړاندې ودريدل او په امام يې تورې راوويستلې بلکه د پيغمبر د لمسي د وينې د بهيولو لپاره له يو بله مخکې شول په دې ‌طريقه وو چې د عاشورا په سهار کله چې عمر سعد غوښتل خپل لښکر د امام حسين د خيمو په لور روان کړي لمونځ يې وکړ او بيا يې وويل:

يا خيل الله ارکبي و بالجنه ابشري[10] (اي د خداي سپرو په خپلو اسونو سپاره شئ او د جنت زيري واخلئ)

عمر سعد د دې لپاره چې حکومت لاسته راوړي د امام حسين وژل يې جنت ته د رسيدو لاره وګڼله!

دا تاريخي حقيقتونه د ټولو انسانانو لپاره قيمتي عبرتونه دي امام حسين يو زر ديارلس سوه کاله مخکې شهید شو او عمر سعد هم له منځه لاړ خو نه د امام حسين لاره او نه د يزيد او عمر سعد نظر له مينځه تللای دی. نو د دغو دوو لارو مصداقونه بايد وپيژنو او په دې هم پوه شو چې د دنيا او اخرت عزت د خدای د بندګۍ او د امام حسين د لارې په منلو کې دی.

سرچینې

[5]. شيخ حر عاملي وسائل الشيعه،  ۲۷ ټوک، ۱۶۱ مخ .

[6] . په دې اساس کوم کسان چې په رښتيا د اصلاح او سمونې ارادي لري او فتنه ګر نه دي او نه غواړي د اصلاح له کلمې ناوړه استفاده وکړي. بايد هڅه وکړي چې الفاظ په سم ډول خلکو ته وړاندې کړي او حق او باطل له يو بله جدا کړي او له (اصلاح غوښتنې) خپل مقصد روښانه کړي. حال دا چې کله په دوي کې ځینو ته وويل شي له دغو کلماتو خپل مطلب واضح کړئ، ځواب ورکوي چې خلک پخپله د هغه معنا معلوموي. او مونږ اوس دا لغات په کلي او مبهم ډول استعمالوو وروسته به خلک په خپله پوه شي چې د اصلاح په شان د کلمې مطلب څه دی، حال دا چې که دوي کوم بد غرض ونه لري بايد ووايي چې له افساده د دوي په خيال څه مطلب دے. او نن کومه چاره فاسده ده چې دوي غواړي هغه اصلاح کړي. که اساسي قانون بايد اصلاح شي نو هغه کومه برخه ده چې اصلاح ته ضرورت لري.؟ البته هغوي په خپله پوهيږي چې مقصد يې څه دی او د خلکو د غولولو لپاره دا ډول خبره کوي. کوم اعتراض چې دوي په اساسي قانون لري دا دي چې په اساسي قانون کې راغلي دي د ايران قوانين بايد اسلامي وي له اصلاح د دوي مطلب له اساسي قانونه د اسلام او ولايت فقيه ليرې کول دي.

د رهبرۍ ستر مقام په ‌‌‌‌ډاګه هغه موارد چې بايد اصلاح شي په ګوته کړي دي او فرمايي: نن  مونږ  بايد د فقر،  توپير، بډو اخستلو او  فساد په زمينو کې اصلاح ته ضرورت لرو.)  ايا له دغه ډول صفا او ښکاره خبرو سره څوک مخالفت کوي؟ ايا په دغه صفا خبرو سره څوک ګمراه کيږي؟ دا خبرې د ټولو انسانانو فطري غوښتنه او د ټولو انبياوو او  اورياوو غوښتنه ده. ټول غواړي چې له فقر، بيوزلۍ توپير  ظلم  بې انصافۍ  ناوړه استفادې او بډو اخستلو سره مقابله وشي. او کومې چارې چې د دغو مواردو لپاره ضروروي دي اصلاح شي، البته دا اصلاحات ښه دي. خو ځينې کسان خپل مقصد په ډاګه نه بيانوي، ځکه چې اراده لري حق او باطل له يو بل سره ګډ وډ کړي چې له هغو ناوړه استفاده وکړاي شي که يو کس په حقيقت کې د ټولنې د اصلاح په فکر کې وي بايد صفا خبره وکړي او هڅه وکړي ابهامات  او شکونه ختم شي. چې څرګنده شي حق څه دي او باطل څه دي. او خلک  په اسانه خپله لاره انتخاب کړي. هر څوک چې غواړي يو تعبير او اصطلاح له ابهاماتو سره مطرح کاندي ناوړه اراده لري. هر څوک چې خپله خبره صفا او بې له څه ابهام او شک پاتې کولو کوي او په جار خبره کوي په دې ډول چې مطلب او مصاديق يې ښکاره وي بې غرضه کس ديځکه چې خپله خبره صفا کوي او په خپل کلام کې ابهام نه پريږدي.

[7]. اِنّمَا سُمّيتِ الشّبهَةُ شُبهةَ ِلاَنّهَا تَشبَهُ الحَقّ فاما اوليا، الله فضياوأهم فيها اليقين و دليلهم سمت الهدی و اما اعداءالله فدعاءهم فيها الضلال و دليلهم العمي (ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغه، . ۲ ټوک،  ۲۹۸ مخ)

[8]. و اخر قد تسمی عالما وليس به قد حمل الکتاب علی ارائه و عطف الحق علی اهوائه فالصوره صوره  انسان و القلب قلب حيوان لا يعرف الهدی فيتبع  ولا باب العمي فيصد عنه و ذلک ميت الإحياء،  (تير سند  ۱ ټوک ۳۸۲ مخ)

[9]. ابن اثير، اسد الغابه في معرفة الصحابه، ۲ ټوک،  ۲۹۰ او ۲۹۲ مخونه.

[10] . ابي مخنف، وقعة الطف، تحقيق  استاد محمد هادي يوسفي غروي، ۱۹۳مخ.

کلیدي کلمې: