له امام حسين سره د خلکو د جنګيدو علتونه(۱

کربلا د پيښې شننه

هغه ټول کسان چې له امام حسين سره په جنګ کې شريک وو داسې مسلمانان وو چې په ظاهره يې لمونځونه کول او په هغوي کې هيڅ بت پرست يهودي يا مسيحي کس نه و. د مسعودي په قول هغه ټول د کوفې (د امام علي د حکومت د مرکز) خلک وو او په هغوي کې حتیٰ يو کس هم د شام نه و [1] خو څرنګه ممکنه ده چې يو شمير کسان چې هم يې لمونځونه کول هم يې روژې نيولې او هم يې د اسلام په لومړنيو وختونو کې د اسلام د دشمنانو په خلاف جنګونه کړي وو او ډير يې په دې لاره کې ژوبل شوي و د رسول الله مبارک بچي چې اوس هم له سلګونو کلونو وروسته يې چې څوک نوم اوري په هغه مينيږي، د اسلام د پيروۍ او د اسلامي خلافت د بچولو په نامه ووژني، هغه کسان چې څو مياشتې مخکې يې هغه ته بلنه ورکړې وه چې راشه په مونږ حکومت وکړه. نو د دغه دومره لوي بدلون علت څه دی او ولې په انسان کې داسې بدلون پيدا کيږي؟

هغه بدلونونه چې په انسان کې پيدا کيږي په ځينو عواملو پورې تړلي دي دا عوامل د انسان د اختياري کړو په بڼه خپلولو کې اغيزمن دي. د انسان په اختياري کړو کې چې د هغه په اراده ذهني تياري او انګيزې سره تر سره کيږي، دوه ډوله عوامل دخالت لري، لومړي ډول فکري او نظري عوامل دي، په دې معنا چې انسان له هر کاره مخکې په تيره بيا په پيچلو سياسي او ټولنيزو چارو کې ضروري دي د هغه په هکله فکر وکړي او د هغه مباني مبادي او مقصد معلوم کړي البته هر کس د خپل فکري وس او استعداد مطابق د مسايلو تجزيه او تحليل کوي مثلا کوم کسان چې ژور فکر لري مسايل ښه پوره جاجوي او د هغه اصلي جرړو ته رسيږي او کوم کسان چې سطحي فکر کوي د چارو په ظاهر بسنه کوي خو داسې کسان هم د خپلو کارونو لپاره دلايل وړاندې کوي په دې اساس کله چې يو انسان د يو کار اراده کوي په تيره بيا که دغه کار خطر هم ولري بايد ښه غور ورباندې وکړي او د هغه د کولو لپاره قانعوونکي دليل ولري لکه څرنګه چې د اسلام جنګياليو په جهاد کې د شرکت او له شهادته د هرکلي لپاره قوي انګيزه او محرک درلود او په ژور معنوي فکر او مقصد سره ميدان ته ورتلل، د دې په مقابل کې د انقلاب مخالفان هم د خپلو کارونو لپاره توجيه او تفکر لري.

دغه عوامل د انسان په شناخت او بصيرت پورې اړه لري انسان بايد دې نتيجې ته ورسيږي چې ايا دا کار يې صحيح او د دې قابل دي چې پانګونه پرې وشي. يا د هغه لپاره د مال او ځان او عمر لګول توجيه نه لري. دا افکار د انسان په خداي باندې په عقيدې د ځان په خلقت او په دې جهان او له دې وروسته جهان په عقيدې پورې راګرځي او دا چې ايا له مرګه وروسته کومه بله نړۍ شته او که نه.؟ او که بل جهان وي د دې نړۍ ژوند او د بلې نړۍ ژوند په خپلو کې څه رابطه لري؟ دا خبرې بايد د انسان لپاره حل شي چې هغه وکولاي شي د خپلو باورونو او عقيدو په اساس فيصله وکړي.

د عواملو بله ډله د انسان په کړو پورې اړه او دخالت لري چې د انسان د عقيدې او فکر له دايرې بهر دي په دې معنا چې کله انسان له ځينو چارو سره مينه او ورته ګروهنه لري او هغه کوي، حال دا چې کيداي شي دغه کارونه له فکري نظره بد او نا خوښ وګڼي مثلا اکثره کسان چې سيګرټ څکوي پخپله په دې باور لري چې د سيګرټو استعمال ناخوښ کار او د هغوي د سلامتيا لپاره تاواني دي خو بيا هم د سيګرټو له څکولو خوند اخلي.

دا موضوع شناختي عواملو ته نه جاروځي. بلکه دلته يو بل عامل لاس لري چې په انسان کې د يو کار د کولو ګروهنه او دلچسپي پيدا کوي پوهان وايي چې اول ډول عوامل د انسان عقل او دوهم ډول عوامل عشق ته جاروځي او د عشق سرچينه لري  په علمي ژبه، لومړي ډول عوامل شناخت او پيژندنې او دوهمه ډله عوامل په ګروهنو دلچسپيو ميلان او انګيزو پورې تړښت لري. دا دوه ډلې عوامل د انسان په ښو او بدو کارونو کې اغيزمن دي نو که تفکر او بصيرت او سمو استدلالونو ولاړ وي مونږ سمې او ښې نتيجې ته رسوي چې ابدي نيکمرغي هم په ځان پسې لري خو که په فکر کې کوږوالي او انحراف وي او انسان د بنياد کاڼي غلط کيږدي او د خپل فکر بنسټ او بنياد په غلطو مقدماتو ودروي نو د هغه د کاميابۍ او نيکمرغۍ هيله نه شي کيداي. ځکه چې که د فکر بنيادي توکي غلط او ناسم وي هغه ټول افکار به چې له دې وروسته راځي غلط او بې ځايه وي.

د تمايلاتو او ګروهنو په برخه کې هم دا خبره صادقه ده که د انسان ګروهنې او محرکات يو لوي هدف ولري ممکنه ده په سمه لاره هدايت شي يا د لارې په کږليچونو کې ورک او بې لارې شي مثلا انسان د ډوډۍ له خوړلو سره مينه او ګروهنه لري حال دا چې هر خواړه د هغه لپاره ښه نه دي له دې امله هغه د ډوډۍ خوړولو ته خپله ګروهنه داسې هدايتولاي شي د انسان د سلامتيا او روغتيا سبب شي. هغه د لوږې په وخت داسې خواړه کارولي شي چې د هغه د سلامتيا لپاره ښه وي يا د بدو عادتونو په وجه چې د تلقيناتو تبليغاتو اشتهارونو او نورو خاصو لاملونو لکه کورنۍ او چاپيريال په وجه حاصليږي د ګډ د خوږې غوښې په ځاي د ځينو حرامو حيواناتو غوښه وخوري چې حتیٰ خوندورې هم نه دي. مطلب دا چې په انسان کې د ډوډۍ د خوړول غريزه او ګروهنه موجوده ده خو د دغه ګروهنې د لوري ټاکل پخپله د انسان په لاس کې دي.

د شناخت او پيژندنې په مسله کې هم ممکنه ده د انسان فکر منحرف شي او دا چاره د هغه په کړو او سلوک کې ناوړه اغيزه وشيندي. لکه څرنګه چې په ګروهنو او تمايلاتو کې کله کله د انسان ګروهنې د غلط لورې (سمت) په طرف ځي او بدې نتيجې لري دا دوه ډلې عوامل د انسان په ټولو وګړنيزو او ټولنيزو کړو کې پيژندلاي شو. نو لکه څرنګه چې د انسان شخصي او وګړنيز اعمال په ځينو فکري او نظري بنيادونو او يو لړ ګروهنيزو او تمايلاتي بنسټونو ولاړی دي ټولنيز مسايل هم د خاصو قواعدو او قوانينو تابع دي.

په جزيرة العرب کې د خداي د رسول د بعثت په وخت خلک چې د اسلام د راتګ له حقيقت سره مخامخ وو له دوو مختلفو زاويو يې دې مسلې ته کتل. په هغه زمانه کې مختلفو عواملو د فکري او نظري مسايلو ګروهنو تمايلاتواو انګيزو په جوړيدو کې رول درلود د دغو افکارو او محرکونو ترکيب بيلا بيلې نتيجې لرلې چې يو هم له هغو د منافقانو په نامه د ډلې پيدا کيدل وو. د کربلا د پيښې په جرړه موندلو کې لاندينيو عواملو ته اشاره کولاي شو.

۱. ناروا او بې ځايه تقليد

د انسان په عمل کې د بې لارۍ يو لوي لامل له پلار نيکونو او تيرو خلکو ناروا او بې ځايه تقليد دي لکه څرنګه چې د رسول الله مبارک د وخت ځينو خلکو د خپلو پلار نيکونو د عقايدو د تقليد په وجه د پيغمبر (ص) په رسالت ايمان نه راوړه. هغوي له هغه حضرت سره د بحث او خبرو اترو او تحقيق  لپاره کومه انګيزه او د دليل او معجزې د غوښتنې لپاره کوم محرک هم نه درلود دغه سطحي نظره کسان د سستو او بې بنياده فکر ي بنسټونو د لرلو په وجه په دې حد کې نه وو چې په دې برخه کې تحقيق او څيړنه وکړي. لکه څرنګه چې زمونږ په زمانه کې هم خلک د خپلو عقيدو لپاره په دليل او برهان پسې نه ګرځي په هغه زمانه کې هم ډيرو خلکو له فکري نظره کمزورۍ لرلې او نه يوازې د رسول الله مبارک پيغمبري يې نه منله بلکه د خداي په وجود يې هم عقيده نه لرله او د بتانو عبادت هم د هغوي لپاره يو دود ؤ لکه څرنګه چې زمونږ په هيواد کې ځينې داسې دودونه شته او ځينې کسان بې له دې چې معقول دليل ولري د هغه پيروي کوي.[2]

د اسلام له پراختيا وروسته ډير خلک بې له کافي دليل او مدرکه مسلمانان شول مثلا که د يوې قبيلې مشر به مسلمان شو نو ټوله قبيله به ورپسې مسلمانه شوه. او که بله ورځ به دغه مشر کافر او مرتد شو نورو به هم د هغه په تقليد اسلام ته شا کړه. د دې خبرې دليل دا وه چې هغوي د منطق او عقلي دليل له مخې اسلام نه و منلاي. البته د دې خبرې يادونه ضروري ده چې تقليد په کلي ډول بد څيز نه دي او که د انسان له ژونده تقليد ووځي ټولنيز ژوند ورانيږي  خو هغه څه چې بد او ناخوښ دي بې دليله او ړوند تقليد دے.

۲. په شناختونو او ګروهنو کې بې لاري

لکه څرنګه چې مخکې مو وويل ټول وګړنيز او ټولنيز انحرافونه د انسان په کړو کې دوو اغيزمنو عواملو ته راګرځي: په تفکر کې بصيرت او پيژندنه کې انحراف او بل هم په ګروهنه انګيزې او اجتماعي جاذبې کې انحراف. که د انسان تفکر صحيح وي او د هغه باطني کششونه هم په سمه لاره روان وي دنيا ورته جنت کيږي. د ټولنيز ژوند ستونزې چې د انسان په کړو او اعمالو پورې مربوطيږي کله هم په فکري بنيادونو کې د غلطۍ يا په بله ژبه د نادانۍ او ناپوهۍ له امله وي. مثلا کله يوه خبره انسان ته سمه نه وي حل شوې خو هغه فکر کوي چې په دغه خبره ښه پوه شوي دی. امام خميني هم په خپلو خبرو کې ډير وخت دا خبره تکرار کړې چې: ښاغلي متوجې نه دي، دوي دا تعبير د هغه کس په هکله کاروه چې په يوه چاره به سم نه و پوه شوي. کله هم انسان په يوه خبره ښه پوهيږي خو زړه يې نه غواړي چې د خپلې پوهې مطابق په هغه عمل وکړي. کله داسې وي چې انسان پوهيږي چې کار يې له عقل او منطق سره برابر نه دي او د ټولنې لپاره تاواني دي خو د خپل هوس او هوا د سړولو لپاره هغه کار کوي کوم عوامل چې د اسلام په لومړيو وختونو کې د دا ډول بې لاريو سبب شول له دغو دوو ډلو وتلي نه وو.

د اسلام د لومړنيو وختونو په لغت کې د (فتنې) اصطلاح په دا ډول حالت دلالت درلود. په هغه زمانه کې دا تعبير هغه وخت کارول کيده چې خلک به په غلطو ټولنيزو چارو او دودو اخته کيدل او ځينې نور کسان به يې هم له ځان سره بې لارې کول لکه څرنګه چې په قران کې دا تعبير په ځلونو کارول شوی دی.[3] امير المومنين(ع) هم په نهج البلاغه کې د فتنې په هکله ډيره ښکلې وينا لري. دوي فرمايلي دي (د فتنو سرچينه هغه هوسونه دي چې پيروۍ يې کيږي او بدعتي نظرونه او احکام دي چې په هغو کې د خداي له کتاب سره مخالفت شوي دي.

د هغو په اساس ځينې خلک له ځينو نورو سره د خداي له دينه پرته د بل دين په بنياد مينه کوي. نو که حق له باطل سره نه واي ګډ وډ شوي حقيقت پلټونکو ته کومه ويره نه وه او که حق له باطل سره له مشکوکيدو او مشتبه کيدو خوندي پاتې واي د دشمنانو ژبه به له هغه ليرې پاتې شوې وه. خو ځينې له دې اخستل کيږي او ځينې له هغې په دغه وخت کې شيطان په خپلو دوستانو بريالي کيږي او يوازې هغه کسان ژغورل کيږي چې د خداي رحمت يې ملګری وي.[4] 

د امير المومنين (ع) د وينا مطابق ټولنيزې فتنې دوه سرچينې لري: اول هغه هوسونه چې په انسان کې پيدا کيږي که انسانانو خپل هوسونه کنټرولولاي او په سمه لاره روانولاي شواي او په هغو په عمل کې يې د اعتدال له لارې کار اخستلای شواي داسې فتنې به نه رامنځته کيدې. دوهم لامل هم هغه مسلې دي چې د دين په نامه پيدا کيږي حال دا چې له دين سره هيڅ تړاو نه لري. په دين پورې د دغو بدعتونو تړل د هغو ساده خلکو د غولولو لپاره دي چې په دې باور کوي چې دا څيزونه د دين برخه دي حال دا چې داسې نه ده او دا ټول بدعت ګڼل کيږي (آراء تبتدع) يعنې هغه نوښتونه چې د دين برخه ګرځول کيږي حال دا چې د دين برخه نه دي. په داسې موقعو کې د دين مخالفت کيږي کله چې دا نوې رايې د دين په نامه خلکو ته وړاندې شي قران پريښودل کيږي او د خلکو تر منځ په اړيکو کې د ديني معيارونو خيال نه ساتل کيږي دا وخت دي چې ټولنيز اړيکي د دين په مخالفو چارو بدليږي او که ځينې کسان د باطل پيروي کوي له دې امله ده چې فتنه ګرانو ځينې حق عناصر د باطل په ټولګې کې ځاي کړي دي چې خلک غولوي او باطل ته يې بيايي او په دې ډول هغه کسان چې د فتنې اراده لري باطل له حق سره ګډ وډوي او خلکو ته يې وړاندې کوي، که يو کس غواړي د ګلونو غنچه برابره کړي له هر بوټي يو ګل شوکوي او بيا دغه ګلونه له يو بل سره يو ځاي کوي که ټول ګلونه بدبوي او زهرجن وي څوک يې نه اخلي خو که په دغو بدبويه او زهري ګلونو کې يو څو د ښه بوي ګلونه کيښودل شي کيداي شي ځينې کسان يې واخلي او په دې تصور چې خوشبو داره ګلونه دي که بوي يې کړي کيداي شي مسموم شي. دغه مثال ته په پام سره په داسې شرايطو کې چې حق له باطل سره ګډ وي شيطان کولاي شي ځينې کسان ښکار کړي په خلکو کې هغه خلک د شيطان ښکار کيږي او غوليږي چې د حق او باطل په ګډوډي نه پوهيږي او دوکه خوري او له حقه د باطل د جدا کولو لپاره پوره پوهه نه لري. د دوي سترګې په مثبتو ټکو لګيږي او د حق عناصر هغوي ځانته جذب کوي خو له دې غافله دي چې د دغه حقه عناصرو په منځ کې زهرجن او مسموم عناصر هم شته چې د دوي د زوال او تباهۍ سبب ګرځي. په دې منځ کې يوازې هغه کسان نجات مومي چې د الهي تقدير او محکم نظام او حکمت په اساس د حق د پيدا کولو لټه وکړي او هغه ومومي دوي د شيطان له افتونو خوندي پاتې کيږي.

سرچینې

[1]. مروج الذهب، دريم ټوک، ۷۳مخ.

[2] . لکه څرنګه چې نن سبا ځينې ديني لږکي ځيني کارونه د خپل دين د دود او  دستورو په توګه تر سره کوي  او ځينې کسان بيا هڅه کوي د هغوي دودونه په  خلکو کې دود کړي. مثلا په وروستيو کلونو کې يې هڅه کړې ده د چهار شنبه سوري رسم چې د زردتشتيانو دود دے په يو ملي دود بدل کړي او په مسلمانانو کې يې خپور کاندي. دا په داسې حال کې دي چې د دغه کار لپاره هيڅ صحيح فکري مبنا او محرک نيشته او يوازې له خپلو نيکونو ړوند تقليد دے.

[3] . د فتنې په هکله ځينې ايتونه دا دي (خو کج زړي، د فتنه جوړولو او د تاويل په طلب کې د هغه په متشابهاتو پسې ګرځي. (ال عمران، ایت ۷) .

(که په دې سپارښتنې عمل ونه کړئ لوي فساد او فتنه به جوړه شي. (انفال، ایت ۷۳) (که له تاسو سره  تللي واي  ستاسو لپاره يې بې له فساد او فتنې بل څه نه راوړل او په تاسو کې به يې درز جوړاوه او ستاسو په حق کې به يې فتنه جوړوله  او ستاسو په منځ کې جاسوسان لري  او خداي تعالیٰ د ظالمانو له (احواله) خبر دي. (توبه، ایت ۴۷)

[4] . اِنّمَا  بُدِءَ وُقُوعُ الفِتَنْ اهواء تتبع و احکام تبتدع يخالف فيه کتاب الله و يتولی عليها رجال رجالا علی غير دين الله فلو ان الباطل خلص من مزاج الحق لم يخف علی المرتا دين ولو ان الحق خلص من لبس الباطل انقطعت عنه السن المعاندين و لکن يوخذ من هذا ضغث ومن هذا ضغث فيمزجان فهنا لک يستوي الشيطان علی اوليائه و ينجو الذين سبقت لهم من الله الحسنی (ابن ابي الحديد، شرح نهج البلاغه،  ۳ ټوک، ۲۴۰ مخ).

کلیدي کلمې: