له ابوقره سره د امام رضا عليه السلام مناظره

ابوقره د حضرت امام رضا عليه السلام د وخت نوميالی مسيحى ؤ د حضرت امام رضا عليه السلام يو شاګرد صفوان بن يحيى وائى: ابوقره له ما وغوښتل چې له امام رضاعليه السلام سره ووينم او ما ته د ليدو لار اواره كـړه ابوقره امـام عليه السلام تـه ور غی او د دينى احكامو، حلالواوحرامو تپوسونه ئې كول او خبره د توحيد مسلې ته ورسيده او پوښتنه يې وكړه:

مونږ ته روايت شوﮮ دﮮ چې خداﮮ خپل ديدار اوخبرى له دوو پيغمبرانو سره كړى (او په پيغمبرانو كى يې همدا دوه غوره كړى) خبرې يې له حضرت موسى عليه السلام سره او ديدار يې له حضرت محمد صلی الله عليه و اله وسلم سره شوﮮ دﮮ (نو له همدى امله خداﮮ پاك ليدل كيږى)

امام رضا عليه السلام: كه داسى وى؛ نوبيا هغه كوم پيغمبرو چې پيريانو او انسانانو ته يې وويل چې سترګې خداﮮ پاك نشى ليدې، د مخلوقاتو هومره پوه د هغه د درك او په ذات د پوهيدلو وس نلرى،ورته او شبيه نه لرى مګر خپله حضرت محمد صلی الله عليه و اله وسلم داسې ندى ويلى؟

ابوقره: هو، همداسې يې ويلى دى.

امام عليه السلام: نوبيا څنـګه كيدى شى چې پيغمـبرصلی الله عليه و اله وسلم خلكو ته ووائى چې دا سـترګې خداﮮ نشى ليدى، د مخلوقاتو هومره پوهه دهغه پـه ذات له پوهيدو بى وسه ده او هغه سارﮮ نلرى   او بيا دغـه  پيغمبرعليه السلام په خپله ووائى چې ما پـه دوو سترګو خداﮮ ليدلی او په هغۀ مې علمى احاطه موندلى ده او هغه د يو انسان په شكل (د ليدو وړ ) دﮮ؛ نو ايا حيا به نلرى؟ بې دينه او په زړه ړانده وګړى په حضرت پيغمبرصلی الله عليه و اله وسلم پورى داسى څه نه شى تړلى چې هغه يو څيز ووائى او بيا يې په خلاف خبره وكړى.

ابوقره: خداﮮ پاك په خپله په قران مجيد (سوره نجم _13) كې فرمائى:

ولقد راه نزله اخرى، او پيغمبر يو ځل بيا خداﮮ وليد"

امام عليه السلام: په همدى ځاﮮ كى يو بل ايت (سوره نجم _11) دﮮ چې پيغمبر اكرم عليه السلام هغه څه چې وليدل بيانوى او فرمائى:

ما كذب الفواد ماراى: "د هغه زړۀ هغه څه ئې چې وليدل هيڅ كله دروغ نه وائى" يعنى د پيغمبراكرم عليه السلام زړۀ هغه څه چې سترګو يې وليدل دروغ ونه ګڼل.

بيا خداﮮ پاك په همدغه سوره (18 ايت) كى د هماغه څه چې حضرت محمد صلی الله عليه و اله وسلم وليدل خبر وركوى او فرمائى:

لقد راى من ايات ربه الكبرى "هغه د خپل پروردګار د ايتونو او نښو نښانو يوه برخه وليده"

نو هغه نسى نسانى جى پيغمبراكرم صلی الله عليه و اله وسلم وليدې د خداﮮ پاك له ذاته پرته دى. او بيا خداﮮ پاك ( سوره طه110 ايت) كسى فرمائى:

و لا يحيطون به علما "هغوى په هغه باندى احاطه او پوهه نلرى"؛ نو ځكه كه په سترګو خداﮮ پاك وليدل شې نو بيا به هغه رسائى او پوهه هم پيدا شى (پداسې حال كى چې پـه تير ايت كى فرمائى چې په هغه پوهيدل ناممكن دى)

ابو قره: نو بيا تاسو روايتونه (چې وائى پيغمبر اكرم صلی الله عليه و اله وسلم خداﮮ وليد) دروغ ګڼئ؟

امام عليه السلام:كه روايتونه د قران مجـيد په خـلاف وى نودروغ يي ګڼواو هغه څه چـي مسلمانان پـرې يوه خـوله دى دا دې چې د خداﮮ پاك په ذات علمى احاطه ناممكنه ده او سترګې د هغه ذات نه شى دركولې او هغه د هيڅ څيز په شان نه دﮮ.(وګورئ: اصول كافى 1/95-96 مخونه-باب فى ابطال الرويه لومړى حديث)

همدارنګ صفوان وائى:ابوقره له امام رضا عليه السلام نه پوښتنه وكړه چې ايا تاسو منئ چې خداﮮ محمول (وړل شوﮮ څيز) دﮮ؟                 

امام رضا عليه السلام:په هر محمول (وړل شوى) يو فعل(وړل) اجرا كيږى چې بل ته ئې نسبت كيږى اومحـمول هغه اسم دﮮ چـي معنا يي نقص (نيمګړتيا) او په حامل (وړونكى) څيز باندې تكيه ده او كلـه چې وائى : زبر، زير، پاس، لانـدې (چې زبراو پـاس د بشپړتيا او ستاينى دليل دﮮ او زير او لاندې نقـص او نيمګړتيا راښيئ او روا نده چې خداﮮ پاك د تغيير او بدلون  وړ وګرځى)

خداﮮ پاك د هر څيز "حامل" او ساتندو دﮮ او د محمول كلمه (پرته له دى چې په بل يې ډډه وهلى وى) بل مفهوم نلرى (نو ځـكه روا نده چـې خداﮮ پاك محمول وى) او له هيڅ مومن اوريدل شوى نه دى، چـې په خپله دعا كـى خداﮮ پاك په "اﮮ محموله" جملې سره ياد كړى.

ابوقره: خداﮮ په قران كې فرمائى:

و يحمل عرش ربك فوقهم يومئذ ثمانيه"په هغه ورځ به ستا د پروردګار عرش اته كسان اوچت كړى وړى" (سوره حاقه 17 ايت)

او همدارنګ فرمايى: الذين يحملون العرش"هغه كسان چې عرش وړى"    (سوره غافر7 ايت)

امام رضاعليه السلام: عرش، د خداﮮ پاك نوم نه دﮮ؛ بلكـى عرش د علم او قدرت نوم دﮮ او هغه عرش چې هر څه پكـى دى؛ نو بيا خداﮮ پاك د عرش او وړلو نسبت ځان ته نه دﮮ كړﮮ بلكى له ځانه پرته فريښتو ته يې كړﮮ دﮮ.

ابوقره: په يو روايت كى راغلى دى چې هر كله خداﮮ پـه غصه شى؛ نو د عرش وړوونكى فريښتې په خپلو اوږو د خداﮮ د غصى درونوالی احساسوى او په سجده پريوځى او چې د خداﮮ غصه سړه شى؛ نو اوږې يې سپكې شى او خپل وړومبى ځاﮮ ته بيرته وګرځى، ايا دا روايت دروغ ګڼئ؟

امام رضا عليه السلام: (د روايت په ردولو سره) اﮮ ابوقره! ماته ووايه كله چې خداﮮ پاك په شيطان لعنت ووايۀ او پرى غصه شو؛ نو ايا تر اوسه پورې خداﮮ پاك له شيطان نه راضى شوﮮ دﮮ؟ نه بلكى تل په شيطان او لارويانويې غصه دﮮ نو ستا له وينا سره سـم لازم دى چې له هغه وخته تـراوسه پورى د عرش وړوونكى فريښتى په سجده وى، په داسي حال كى چې داسې نه ده نوڅرګنده  شوه چي عرش دخداﮮ نوم ندﮮ نوته څنګه جرات كوى چې د خپل خداﮮ حالات اوړيدونكى وښي او د مخلوقاتو به شان يې بولې پـه داسى حال كى چې هغه ذات له دا ډول نسبتونو نه پـاك او لـرې دﮮ ثابت او نه بدليدونكی ذات دﮮ، ټول موجودات د هغه د قدرت په قبضه كى دى او تر تدبير لاندى ېې دي، ټول ورته اړ دى او هـغه هيڅ چاته اړتيا نلرى. (وګورئ: اصول كافى 1/130-131)