لمونځ د مومن معراج (2

۳۱ کلنه مسلمانه میرمن ایوت بالداچینا یوه آسټرالیائۍ میرمن ده چې په څیړنې او پلټنې سره ئې سمه لاره موندلې ده ، وائی زه په انجیل سره لویه شوې وم ، خو دا مو درک کاوهّ چې د هغه زیاتې برخې د خداي کلام نه دی ، ډیره موده کیدله چې د بیلا بیلو مکتبونو مطالعه مو کوله .یوه شپه کله مې په کوټې کې د قرآن آسماني کتاب پرانیست ، نو د هغه په سر کې مود حمد سوره ولیدله . له هماغې شیبې چې په انګریزي ژبې ژباړه مو ئې لوستله نو پوهه شوم چې دا دانسان کلام نه دی . د ټکو معنا او د بیان روده داسې وه چې په هغې کې مو د خدا ي د کلام قدرت او جذبه حس کوله . د حمد سوره په ډير روښانه ډول او له کوم شک پرته د توحید او د مهربان خالق وحدانیّت ئې مطر ح کاوه . په هغه وخت کې زما د ذهن حیرانتیاوې او شکونه ختم شول . تر سهار پورې قرآن ولوست . د هغې شپې په سبا کله مو د اذان غږ واوریده نو زما لپاره دومره په زړه پورې ؤ چې ما هم ورسره زمزمه کاوه .څه موده وروسته له نورو مسلمانانو سره د جمې لمانځه ته لاړم . کله د جماعت امام د حمد سوره په لوړ غږ سره لوستله ،نو دا احساس چې واحد خداي مو موندلی وی ، زما ټول وجود ئې له تاندوالي او خونده ډکاوه . که څه هم د لمانځه په لومړنيو حرکتونو او ټکو سمه نه پوهیدم خو له نورو سره برابره او په یوه وخت پرتم او ولوله زما لپاره ډیره میننه ناکه او انګیزه راپارونکي وه . په خاصې مینې سره مو د لمانځه کلمې په انګریزي ټکو سره په کاغذ لیکلې او زمزمه کولې مو . ترجیح مو ورکاوه چې په جمې لمانځه کې ګډون وکړم ځکه چې زما لپاره ډیر جالب او د دلچسپۍ وړ ؤ

دوستانو په مخکیني پروګرام کې مو د جمې لمانځه په باب د لمانځه بشپړ طریقه در معرفي کړه او د اسلامي ټولنې د اتحاد او انسجام لپاره د هغو له ګټه ورو آثارو سره بلد شوو . ومو وئیل د هرې ورځې واجب لمانځونه هم ځان ته او هم د جمې په بڼه کیدلی شي . خو ځيني لمنځونه دي چې یوازې په جمې سره لوستل کیږی لکه د جمعې لمونځ ، نو د اوسنۍ برخې په دوام کې مو له جمعې لمانځه په زړه پورې دستورو سره بلدوو نو تر پايه راسره مله ووسئ

دوستانو جمعه ورځ د اسلام په دین کې د عبادت ، پاکۍ ، د اجتماع او د خلکو د چټۍ ورځ ده . پّه دغې ورځې خلک آرام کوي او یا سیل ته او د دوستانو ا و خپلوانو د لیدو کاتو لپاره ځي او د اونۍ له نورو ورځو زیات دغه ورځ په عبادت ، جوړونې او نیکو کارونو کې تیروي . په حقیقت کې په دغه ورځ هر مسلمان هڅه کوي خپله پوهه معرفت او خبریدا زیاته کړي او ځواک نوی کړي ،څو راتلونکي اونۍ په تاندوالي سره پیل کړي

د جمعې ورځې یو ښکلی عمل د جمعې لمانځه د دستورو جوړول او په دغو پرتمینوو دستوروکې د خلکو شتون دی . د هرې جمعې ورځې ماسپښین د یوه ښار او کلي مسلمانان سره غونډيږی او د لمانځه په ځایونو کې د جمعې لمونځ ترسره کوی . د جمعې لمونځ دوه رکعته دی . او د ماسپیښین لمانځه په ځاي ادا کیږي په دغه لمانځه کې لومړی د جمې امام د خلکو پّ وړاندې دریږی او دوې خطبې لولي د د جمعې لمانځه امام پّ لومړۍ خطبې کې د مهربان خداي له حمد او ثنا وروسته د اخلاقو او فضیلت په باب خبرې کوي او خلک تقوا او له ګناهانو ډډه کولو ته بولي . په دوهمې خطبې کې د جمعې لمانځه د د نړۍ د اوسنیو مسئلو په تیره بیا د اسلامي نړۍ مهمې ستونزې بیانوي .

د جمعې لمانځه د خطبې د لوستلو په وخت لمومځ ګوزار باید غلي کیني او په ارام سره د امام خطبې واوري .د جمعې لمانځه له خطبو وروسته د دوه رکعته د جمعې لمونځ ادا کیږی . حضرت امام رضا علیه سلام د جمعې لمانځه د خطبو د فلسفې په باب فرمائی :، دا اجتماع او خطبې ددې لپاره دي چې د جمعې امام په هره جمعه ورّځ خللکو ته وعظ او نصیحت وکړي ، دوي د خداي اطآعت او نیکوکارونو ته وهڅوي او له ګناه او بدو کارونو ئې وغړوي . مسلمانان د خپلو ټولنیزو او دیني ګټو په باب خبر کړي او د ټولنې ټول خلک د ښو کارونو په لار روان کړي . هغه ټولنیزې خطرې او فسادونه چې د رامینځته کیدا په حال کې دي بیان کړي او د هغو دسیسو او پایلو په باب چې اسلامي ټولنه ګواښي ، ایشواکونې وکړي .

د جمعې لمانځه په آدابو کې راغلي دي چې هرچرته یو عادل وکوال حکومت په لاس کې واخلي ، نو د هغه د حومت په حدودو کې باید د جمعې لمونځ قايم شي . که د جمعې لمونځ قايم شي ، همدا چې د جمعې د آذان په زړه پورې غږ پورته شي ، خلک له کاره لاس اخلي او د جمعې لمانځه ځاي ته ځي . خدآي وندمتعال د جمعې سورې په ۹ آیت کې راغلي دي ،

:، ائ هغه کسانو چې ایمان مو راوړئ کله چې د جمعې لمانځه لپاره غږ وشي نو د د خدا ي د ذکر په لور ودانګۍ . او پیر پلور پریږدئ چې دا د تاسو لپاره غوره ده که پوهیږئ؛.

د جمعې سورې لسم آیت هم یادونه کوي چې د لمانځه له ختمیدا وروسته خلک له خدايه روزي وغواړي او هغه ډیر یاد کړي . په دغه آیت کې راغلي دي:، کله چې لمونځ ختم شي ، نو پر مځکه خوره شئ ااو د خدآي له فضله وغواړئ او خدآي ډير یاد کړئ ښائ بریالي شئ ؛.

په اسلام کې د حمعې لومړنی لمونځ مدینې ته د اسلام د کران پیغمبر له هجرته وروسته ترسره شو . کله چې پیغمبر اکرم مدینې ته تلو ، نو د : قبا په نامه یوه ځاي کې چې د عربانو د یوې واړې قبیلې د اوسیدو ځاي ؤ ،ودریده یوشمیر خلک د هغه بزرګوار د لیدو او د الهي پیغمبر د هرکلي لپاره له نورو سیمو قبا ته ورغلل پیغمبر تر څو ورځو پورې په قبا کې ایسار شو او د خلکو په مرستې سره ئې د قبا جومات جوړ کړ . دا لومړنی اسلامي جومات ؤ چې مسلمانانو جوړ کړ د جمعې په ورځ پیغمبر اکر م او د هغه بزرګوار ملګرو له قبا مدینې ته حرکت وکړ او هغې درې ته ورسیدل چې د عربانو د یوې بلې قبیلې د اوسیدو ځاي ؤ . کله ماسپښین شو ، نو پیغمبر اکرم په دغه ځاي کې د جمعې لومړنۍ لمونځ ادا کړ .

پیغمبر اکرم په پیل کې د مسلمانانود صفونو په وړاندې ودریده او هغوي لپاره ئې د هغوي لپاره ئې د اسلام د نوي نیالګي په باب او د هغه په وړاندې د مسلمانانو دندېو په اړه په دوو خطبو کې وینا وې وکړې . له دې وروسته له خپلو ملګرو سره ئې دوه رکعته لمونځ ادا کړ . له دغې ورځې وروسته د جمعې لمونځ قايم شو او د مسلمانانو د اونیز پروګرام برخه شو

د خداي پاک رسول د جمعې لمونځ د ګناهانو د بخښل کیدا سبب بللی دی . د حضرت امام صادق علیه سلام له نظره ، د جمعې لمانځه په لاره کې یو انسان هم ګام نه پورته کوي مګر دا چې د هغه په بدن خداي تعالی اوور حرام کړي :.

دوستانو د ایران د اسلامي انقلاب له بری وروسته په ایران کې د جمعې لمونځ دود شو . د جمعې لومړنی لمونځ د تهران پوهنتون کې د خداي بخښلي آیت ا.. طالقاني په امامت د لسګونو زره خلکو په ګډون سره ادا شو اوس چې د ایران د اسلامي انقلاب د بري څه د پاسه دیرش کلونه تیریږی ، د جمعې لمونځ د ایران په بیلا بیلو ښارونو کې هماغه ولولې او عظمت سره ادا کیږی . هر ې جمعې ورځې د جمعې لمانځه د ادا کیدو د ځاي په لور د ښارونو ټوله لارې له ماشومانو ښځو او سړیو ډکې وي او په تاندوالي او خوښۍ سره په داسې حال کې چې پاکې او ښکلي جامې ئې اغوستي وي د جمعې لمانځه د قايمولو لپاره په بیړه روان وي .

په حقیقت کې په ایران کې دجمعې لمونځ دولسي غونډیدا یو لوي مرکز دی د جمعې په لمانځه کې ټول پرهیزګارۍ او تقوا ته بلل کیږی ، پرې دې سربیره د لمانځه په خطبو کې د ایران او د نورو مسلمانو ملتونو مهمې مسئلې هم څیړل کیږی . د دوي تر څنګ د جمعې لمانځه د ادا کیدو ځايونه د اطلاع رسونو ،د ولسي مرستو د غونډولو او د نور عام المنفعه کارونو لپاره مرکزونه هم دي

********************************************

کلیدي کلمې: