لمونځ د مومن معراج (1)

په اسلام کې لمونځ د خداي پاک په وړاندې تعظیم اوټيټيدا ده چې د ټولو خوبیانو،کمالاتو او ښکلاؤسرچینه ده . دغه ډول لمنځ او عبادت انسان د کمال، نیکۍ او ښکلا په لور کاږی او دلالوړو فضايلو د ترلاسه کولوپه لور ئې حرکت ته تیار وي . په دې اساس د ایران لوي شاعر حافظ پخپلو شعرونو کې دغه منظره په ډير ښه ډول انځور کړې ده هغه وائی : زمونږ په ضمیر کې له دغه دوست پرته بل څوک نشته او دغه دواړه نړۍ دښمن ته و رکړه ځکه چې دمونږ لپاره دغه دوست کافي دی؛

دوستانو په مخکینیو برخوکې مو د دوه رکعتي لمونځ د ادا کولو څرنګوالي ته اشاره کړې . درې رکعته او څلور رکعته لمونځونه هم په همدغه طریقه لوستل کیږی . یوازې په دریم او څلورم رکعتونوکې د قیام په حالت کې د حمد او سورې په ځاي تسبیحات اربعه وئیل کیږی یعنی د خداي یاد او ذکر درې ځله تکراریږی چې په دې ډول دی

: سبحان الله والحمد الله ولا اله الا الله والله اکبر ،پاک دی خداي او ستاینه او قدرونه خداي پاک ته مخصوصه ده او له خداي پرته بل معبود نشته او خداي پاک تر دې ډير لوړ دی چې تعریف ئې وکړائ شو ؛

لمونځ هم په فرادا ډول يا ځان ته اداکیږی او هم له یوه بل سره یوځاي د جماعت په بڼه ، البته دټولنیزو اړیکو پیاوړتیا ته د اسلام د خاص پام په دلیل ټینګار شوی دی چې لمونځ په جومات او یا بل خاص ځاي کې په جماعت سره ادا شي . قرآن پاک د بقرې سورې په ۴۳ آیت کې خلک زکواة، لمانځه او جماعت ته بولی او فرمائي : لمونځ قائم کړئ او زکواة ورکړئ او له رکوع کونکو سره یوځاي رکوع وکړئ (او لمونځ له جماعت سره وکړئ )

په دغه آیت کې د رکوع کونکو ټکی د جمې لمانځه ته اشاره ده . خداي پاک په دغې بلنې سره ټول د وحدت او همغږۍ وخوا ته بولي . انسانان هرڅومره همغږي او وحدت ولري د جمې پر فضا له واکمن معنویت او د یووالي له برکته ګټه پورته کوي نو ځکه په روایتونو کې راغلي دي کله چې د لمونځ ګوزارو په جمې کې پر یوه کس د خداي رحمت وریږی ، نو نورخلک هم ورسره شاملیږی ، په تیره بیا که د هغوي اتحاد او اجتماع د خداي په لاره کې او د هغه د رضا لپاره وي . د اسلام دګران پیغمبر یوه اهل بیت حضرت امام رضا علیه سلام په جمې د لمانځه اداکولو ته ډير اهمیت ورکوي او فرمائی : په شریعت کې دجمې لمانځه دلیل دادی چې خداي پاک ته د اخلاص او د هغه د عبادت ، توحید او اسلام په څیر ارزښتونه د عامو خلکو نندارې ته ړاندې کیږی او په خلکو کې جوت او ظاهر دي .

د جمې لمانځه ادا کول دمسلمانانو په شخصي او اجتماعي ژوند کې ډير مثبت او ارزښمن آثار لري . د جمې لمونځ پر دې سربیره چې د ورورګلوۍ د روح د پیاوړتیا او د صفونو د پیاوړتیا سریزه ده ، له یو بل سره د انسانانو د مینې او بلدتیا سبب کیږی . په حقیقت کې د جمې لمانځه د قائمولو لپاره د خلکو غونډيدل یوه مینه ناکه ټولګه جوړوي چې په هغې کې د مودت روح ترسترګو کیږی او خلک د یوبل له ستونزو او مشکلاتو خبریږی . د جمې لمونځ د مسلمانانو ترمینځ د ټولنیز ې ملګرتیا زمینه برابروي .

د جمې لمونځ د مسلمانانو د قدرت او د هغوي د انسجام او مینې ښودنه کوي . په جمې لمانځه کې خلک په برابرو او متحدو صفونو کې دریږی او چټي پرګنیز امتیازونه او دغه راز اجتماعي او اقتصادي موقعّیتونه څنګته کیږی . په عین حال کې په زړونو کې د صمیمیت او دوستۍ روح ژوندی کیږی . په خلکوکې د نظم او انضباط رامینځته کیدا او د وخت پیژندګلوي هم د جمې لمانځه نوره ګټې دي .

د جمې لمانځه رغنده اغیزو ته په پام سره ددغه لمونځ د قايمونکو لپاره ډیر اجرونه او ثوابونه ذکر شوي دي . د دیني روایتونو په اساس د هر هغه ګام لپاره چې د جومات او دجمې لمانځه په لور اخستل کیږی،ډيرې ثوابونه او حسّنې په نظر کې نیول شوي دي . د خداي رسول فرمائي : او خداي او د هغه فرښتې پر هغو کسانو چې د جمې لمانځه لومړي صفونه له یوه بل سره یوځاي کوی درود استوي ؛،

په نیمه شپه له خداي پاک سره راز او نیاز او د شپې روڼول د خداي پآک له رسول سره ډير محبوب او خوږ عمل دی . په عین حال کې د اسلام ګر ان پیغمبر د جمې لمانځه ته دومره ارزښت ورکاوه او تل به ئې خپل ملګري او اصحاب د جمې لمانځه ادا کولوته هڅول او دغه ډول سپارښتنې به ئې ورته کولې :، که د سهار لمونځ په جمې سره ادا کړم، نو دا زما په نظر تر سهار پورې تر عبادت او دشپې تر روڼولو غوره دی :،

د جمې لمانځه د اداکولو لپاره لمونځ ګوزار قیبلې ته مخ کوي او په منظمو او یو شان صفونو کې په لمانځه دریږی . یو کس وړاندې دریږي او خلک په هغه پسې اقتدا کوي چې هغه کس د جماعت امام بلل کیږی . په دغه لمونځ کې د جماعت امامد اول او دوهم رکعتونو حمد او سوره لولي او نور لمونځ کونکي د هغه قراء ت ته غوږ کیږي ،خو د لمانځه نوره برخې سره یوځاي ادا کوي او د هغو ذکرونه هم لولي

داسلام په سیاسی اجتماعي نظام کې ، هغه کس چې د جمې مشري په غاړه لري باید له یولړ ښو اخلاقواو فضّیلتونو برخمن وي څو د هغه فضایل نور تر اغیز لاندې راولي . په جمې لمانځه کې هم امام باید په علم، تقوا او عدالت کې پر نورو برلاسه وي . حضرت امام صادق علیه سلام فرمائی : د جماعت امام یو داسې رهبر دی چې تاسو د خداي په لور بیائي ، نو فکر وکړئ چې په چا پسې اقتدا کوئ

د قرآن پاک د اعراف سورې په ۳۱ آیت کې راغلي دي : ائ د آدم بچیانو،جومات ته د تلو په وخت خپله ښکلا هم له ځان سره یوسئ ، امام صادق علیه سلام ددغه آیت پهّ تفسیر کې دجماعت ښه امام د جماعت ښکلاګڼي هماغه ډول چې لمونځ ګوزار د پاکو جامو په اغو ستلو ، د عطرو په لګولو او په اطمنان او وقار سره جوماتونو یعني د خداي کورونو ته ښکلا وربخښي

د شپې یوه برخه تیره وه د ایران لوي فلسوف طبیب او متفکر بو علي سینا تر دې مهال نه ؤ توانیدلی د هغې مسئلې لپاره چې په ورته پیښه وه کوم ځواب پیدا کړي . بلاخره له ځایه پاڅیده ، وضو ئې وکړ ، په لمانځه ودریده او له مهربان او قدرتمن خداي سره ئې راز او نیاز پیل کړ .. کله ئې لمونځ ختم کړ ، نو هماغه راز د لمانځه په مصلې کیناسته او په هغه عجیبه کراري سره ئې چې په زړه کې ئې احساسوه ، یو ځل بیا د هغې پیچيلي مسئلې په باب چې ورسره مخامخ ؤ په فکر کې شو لا څو دقیقې نه وې تیرې چې ځواب ئې ومونده او د خداي مننه ئې وکړه . ابن سینادخپل ژوند په شرحې کې لیکلي دي : کله په یوې موضوع کې پاتې راتلم نو جومات ته تلم او لمونځ به مې کاوه او د نړۍ د خالق په درګاه کې به مې ژړا کوله ددې لپاره چې ممکنه ده زما د مشکل غوټه راته خلاصه کړي :، ممکنه ده د تاسو لپاره هم دغه ډول پیښه شوي وي چې د خپلې ستونزې د حل لپاره مولمانځه او لمنځ ته مخه کړي وي. له دغه ډاده لا زیات خوند نور څه وي چې د پنځون خالق ، یوه واحد او مهربان خداي له دې پرته چې زمونږ رازونه نورو ته وښئ او هغوي ته ئې ایشوا کړي ، زمونږ د خبرو اوریدونکی او زمونږ هیلو ته ځواب ویونکی دی