قيامت او د عملونو دوسيه

شیعه باوري دِي چې په هغه ورځ به مونږ ته زمونږ د عملونو نامې (عمل نامې) راکول کيږي، دنيکانو عمل نامې به په ښي لاس او د بدانو به په کيڼ لاس کې ورکول کيږي صالح مومنان  به د خپلو عمل نامو په ليدلو سره خوشاليږي او بدکاري به ډير انديښمن او خپه وي لکه څرنګه چې قرآن مجيد فرمايي «فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَءُوا كِتَابِيَهْ *إِنِّي ظَنَنْتُ أَنِّي مُلاقٍ حِسَابِيَهْ *فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ  *فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ  *قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ *كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الأيَّامِ الْخَالِيَةِ *وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيَهْ؛ خو هغه کسان چې عمل نامه يې ورته په ښي لاس کې ورکړې ده (له خوشالى به) غږ کوي چې اي (د قيامت خلکو) زمونږ عمل نامه واخلئ او وې لولئ،ماته يقين و چې د عملونو حساب کتاب به راسره کيږي، او هغه به په يو خوښ ژوند کې وي _ خو   هغه کس چې د عملونو پاڼه يې په کيڼ لاس کې ورکړي وي وايي:اي کاش چې زما عمل نامه يې نه واى راکړې»[1].

خو په دې کې چې د عملونو نامه څرنګه  ده؟ او څرنګه ليکل کيږي چې هيڅوک يې له مطالبو انکار نه  شي کولاى؟مونږ ته سمه روښانه نه ده، او لکه څرنګه چې مخکې هم اشاره وشوه اصولا معاد او د محشر ورځ  ځينې ځانګړتياوې لري چې د جزيياتو درک يې د نړۍ دخلکو لپاره مشکل بلکه ناممکن دی خو کليات يې معلوم او داسې دي چې انکار يې نه  شي کيدى.

 

[1] . الحاقه سوره ١٩ تر ٢٥ ايتونه.

کلیدي کلمې: