قرب الهي (خدای ته نږدې کېدل

درنو او قدرمنو دوستانو د قرب الهي يا خدای جل جلاله ته د نږدې کېدو د وسيلې په اړه يو په زړه پورې مطلب درته وړاندې کوو، هيله ده چې تر پايه راسره ملګري و اوسئ.

 د لمانځه آثار، دغه رغنده عبادت د لمونځ کونکي په ځان او روح کې ښکاره ده. دا چې لمونځ سړی مهربان او حکيم خالق ته نږدې کوي، دا د خدای پاک د ذکر ترټولو لوړه ځلا ده، چې هغه له بدو کارو منع کوي او  ښکلي الهي صفتونه په هغه کې وده کوي.

د خدای (ج) د رسول (ص)  تل پاتې معجزه، قرآن کريم، د انسان د ژوند د ښه کولو لپاره د ښکلو اصولو درلودونکی دی. د هدايت کتاب، د انسان مادي او معنوي ژوند په برکې نيسي. قرآن کريم انسان پېژندنه، ټولن پېژندنه، د امتونو تاريخ او د بشري اندونو په نورو حوزو کې، تر ټولو لوړ معارف وړاندې کوي. هرڅوک د وحی او نه تمامېدونکې خزانې څخه د خپلې وړتيا او درک په کچه ګټه پورته کوي. دغه سپېڅلی کتاب، د فصاحت او بلاغت او  د الفاظو، کليمو او د جملو د جوړښت د کارولو له پلوه بې جوړې دی. په ۲۳ کالو کې د قرآن کريم له نزول سره سره، د قرآن کريم د آياتونو د جملو او کليمو ترمينځ خاص معنا لرونکی پيوستون رامنځ ته کړی دی چې مخاطب حيرانوي. دا چې په اسلام کې لمونځ د دين د ستنې په توګه، د ځينو قرآني کلمو او آياتونو بيان دی، په دې پروګرام کې به هڅه وکړو چې خدای ته د نږدې کېدو لپاره، د لمانځه د معنايي ارتباط يوه برخه درته وړاندې کړو.

 لمونځ چې په عربي ژبه ورته ((صلوة)) ويل کېږي، د قرآن کريم د نزول په وخت کې يې هم شتون درلود او د ځانګړي عبادت د معنا په توګه کارول کېدو. د کعبې پر وړاندې د عربو ځينو مشرکينو، ځانګړي عبادتونه د صلوة په نوم ترسره کول. البته د هغوی لمونځ په اسلام کې د لمانځه له معنا او مصداق سره ډېر توپير درلود. په حقيقت کې جاهلو عربو د اسلام د ظهور په وخت کښې، لمونځ د ځانګړي عبادت په معنا پېژندلو. له دې امله هم د وحې په لومړنو آيتونو کې د لمانځه د کولو د امر په اوريدلو سره حيران نه شول، هغوی ته يوازې د لمانځه د کولو بڼه نوې او نا بلده وه. عفيف ګندي په اسلام کې د لومړني لمانځه په اړه وايي: ((زه يو سوداګر کس وم چې د حج لپاره مکې ته راغلم او عباس بن عبدالمطلب ته چې له هغه سره مې پخوانۍ  دوستي درلوده لاړم تر څو له نوموړي څخه د سوداګرۍ يوه اندازه مال وپيرم. يوه ورځ چې له عباس سره په مسجد الحرام کې وم، ناڅاپه مې يو کس وليد چې له خپلې خيمې يا کوره بهر شو او د کعبې پر لور پر لمانځه ودريد او له هغه وروسته مې يو داسې هلک وليد چې بلوغ ته نږدې و او هغه هم راغی او  د نوموړي تر څنګ ودريد، او له هغه دوو کسانو وروسته مې يوه مېرمن وليده چې د باندې راوتلله او پردې دوو کسانو پسې ودريده. او له دې وروسته مې وليدل چې هغه  کس رکوع ته لاړل او هلک او مېرمن هم له دې کسه پيروي وکړه او رکوع ته لاړل، هغه کس سجدې ته ولاړ. هغه دوه هم سجدې ته ورپسې ولاړل. ما چې دا حال وليد، خپل کوربه- عباس ته مې وويل: دا بيا کوم دين دی؟ ځواب يې راکړ: دا دين او  قانون زما د وراره، محمد بن عبدالله دی او عقيده لري چې  خدای هغه پيغمبر رالېږلی او هغه نور زما بل وراره، علي بن ابيطالب دی او هغه مېرمن هم د محمد مېرمن خديجه ده.))

 د صلوة کليمه، په قرآن کريم کې ډېر عظمت، سپېڅلتيا او ژور والی لري. دغه کليمه په قرآن کريم کې له ډېرو کليمو سره، مختلف معنايي ارتباط لري. د بېلګې په توګه کولای شوو چې د دعا، ذکر او تسبيح په شان کليمو ته اشاره وکړو. دعا په لغت کې د ويلو او حاجت غوښتلو په معنا ده. په عربي کې د ((صلوة)) يوه معنا دعا ده او ښايي پر لمانځه  د صلوة اطلاق له همدې  امله وي چې لمونځ پخپله يو ډول دعا او د خدای بلل دي، لکه په قرآني آيتونو کې چې دعا يو ډول عبادت ګڼل شوی دی. امام صادق (عليه السلام) د غافر سورت د ۶۰  آيت په استناد سره فرمايي: (( او ستا پروردګار وويل: ما ياد کړئ تر څو ستاسو  اړتا رفع کم)) دعا يې يو ډول عبادت معرفي کړې ده. البته بايد پام وشي چې لمونځ د خدای  پر لور حرکت او د خدای  پر لور لوړيدل دي، خو دعا دوه اړخيزه پاملرنه ده، ځکه چې په هغو کې، خدای  وعده ورکړې ده چې د دعا کونکي بلنه هغه وخت چې هغه وبولي قبولوي.(د بقره سورت: ۱۸۶ آيت) پر دې بنسټ څوک چې په ټول وجود سره خدای يادوي، رحمان خدای  حتماً د هغه ځواب ورکوي.

 د صلوة له کولو موخه ذکر او د خدای ياد دی او ذکر هم د صلوة روح او حقيقت دی. ذکر په ذهن، زړه  يا له ويرولو او غفلت وروسته په ژبه کې د يو شي د راوستلو په معنا دی. دغه کليمه په قرآن کريم کې په مختلفو بابونو کې له اويا ځله ډېر او په بېلا بېلو معناګانو کې کارول  شوی دی. د پنځګونو لمونځونو او نفلونو د کولو يوه ګټه، په دنيا کې د ژوندانه له ستونزو او جاذبو د انسان له وجوده د ګناه او غفلت د ګردونو څنډل دي. خدای  په حديث قدسي کې فرمايي: ((اې د آدم اولاده، ما د خلکو په مينځ کې ياد کړئ تر څو زه تاسو د غوره ډلې په مينځ کې ياد کړم.))

 تسبيح هم له هغو کليمو څخه ده چې په قرآن کريم کې د صلوة له کليمې سره معنايي ارتباد لري. تسبيح، د خدای ج پاک ګڼل دي. د صحابه و يوې ډلې د تسبيح ځينې آيتونه پر صلوة تطبيق کړي دي. د بېلګې لپاره، د پيغمبر اکرم صلی الله عليه واله له تره، د قرآن کريم ستر مفسر، ابن عباس (رض) څخه پوښتنه وشوه: آيا په قرآن کريم کې پنځګونه لمونځونه پيداکولای شئ؟  هغه وويل: هو او د روم سورت ۱۷ او ۱۸ آيتونه تلاوت کړل: ((  نو د خدای تسبيح ووايئ کله چې ماښام ته داخلېږئ او هغه مهال چې سهار ته داخلېږئ او ستاينه هغه لره ده په آسمانونو او په ځمکه کې، او په شپه کې او په هغه مهال چې ماسپښين ته تاسوو رداخلېږئ.)) ابن عباس توضيح ورکړې ده  چې د ماښام په پيل يعنې تمسون کې تسبيح د ماښام او ماخوستن لمونځونو ته اشاره  ده، د سهار په څرک يعنې تصبحون کې د سهار لمانځه ته اشاره ده او په مازيګر يعنې عشی کښې تسبيح د مازيګر لمانځه ته اشاره ده . او نيمه ورځ يعنې تظهرون کې ماسپښين لمانځه ته اشاره ده. مشهور مصری لغت پيژاند، ابن منظور باوري دی چې لمانځه ته ځکه تسبيح ويل شوې چې د خدای تعظيم او هر ډول بديو د هغه د پاکوالي په معنا دی.

مسجد له نورو هغو کليمو څخه دی چې له صلوة سره معنايي ارتباط لري. مسجد په قرآن کريم کې د خدای د ذکر او د خدای پروړاندې سجده کولو لپاره ځای دی. هم دا رنګه د سجود کليمه  چې له ځمکې سره په تماس کې ده هم په قرآن کريم کې مسجد بلل کېږي. د امام جواد عليه السلام په يوه وينا کې راغلي دي: ((له مسجده مراد په لمانځه کې د سجدې اووه ګوني غړي د ي.)) دغه اووه ګوني غړي عبارت دي له تندۍ، د لاسوو دوه ورغوي دوې ګونډې او د دواړو پښو د ګوتو سرونه. په ځينوآيتونو کې د مسجد لفظ ته اشاره په خپله لمانځه ته ده. مثلا ځينې مفسيرين پردې باور دي چې د اعراف سورة په ۳۱ آيت کې په لمانځه کې د ځان ښکولولو امر کوي ( اې د آدم اولاده! خپل زينت په هر لمانځه کې وکړئ)،  کولای شي د لمانځه ادا کولو په وخت کې ښکلا ته الهي ترغيب او  هڅول واوسي. په حديث کې دي چې امام حسن مجتبی (ع) د لمانځه په وخت کې خپلې ترټولو غوره جامې اغوستې او هم دې آيت ته د اشارې ترڅنګ يې فرمايل: ((خدای ښکلی دی او ښکلتيا خوښوي زه خپل خدای ته ځان سنګاروم.))

 له اسلامي شريعت سره سم، لمونځ ډېر ارکان او اجزاوې لري.    دغه اجزاوې لکه رکوع، سجده، قنوت او داسې نورې دي چې په قرآن کريم کې هم ذکر شوې دي. په ځينو آيتونو کې، رکوع  او سجده  صلوة يا لمانځه ته د اشارې لپاره کارول شوې ده. رکوع د بندګۍ او تواضع  له ښکاره کولو سره يو ځای د يو چا پر وړاندې د سرټيټول دي. په ديني عرف کې رکوع د لمانځه يو رکن دی. خدای ج فرمايي: (( .. . هغوی د رکوع او سجدې په حال کې وينې)) (سورت فتح، ۲۹  آيت) يا د آل عمران سورت په ۱۴۳ آيت کې حضرت مريم ته په خطاب کې فرمايي: ((اې مريم د خپل پروردګار لپاره دې خضوع او سجده وکړه او له رکوع کوونکو سره، رکوع وکړه)) په حقيقت کې په دې آيت کې پر رکوع امر، د لمانځه په شان عبادت امر دی. په ځينو قرآني آيتونو کې سجدې ته هم چې د رکوع په شان د لمانځه يو رکن دی، لمونځ  ويل شوی دی، لکه څنګه چې د قاف سورت په ۴۰  آيت کې فرمايي: (( او د شپې په يوه برخه کې او له سجدې وروسته (يعنې د لمانځه له ادا کولو وروسته) د هغه تسبيح ووايئ)). د هغو آيتونو په استناد چې د رکوع او سجدې په باب او  د هغو معناګانې بيان شوې، په ورځنيو لمونځونوکې د رکوع او سجدې د تکرار پر ارزښت پوهېدای شوو. ځکه چې د لمانځه روح د توانا خدای ج په مقابل کې د بنده خضوع او خشوع ده، او په همدې افعالو يعنې رکوع او سجوده کې ورايښت مومي. 

 هماغه ډول چې د پروګرام په پيل کې هم وويل شول، چې قرآن کريم نه يوازې د فصاحت او بلاغت او د معناګانو د رساوالي له امله، بلکې په آيتونو کې د غږملتيا له پلوه او د کلمو ترمينځ د معنايي ارتباط له پلوه هم معجزه لري. دغه معنايي ارتباط په لمانځه کې هم له ورايه ښکاري. لمونځ د بشر د تکامل او نيکمرغۍ وسيله ده او په قرآن کريم کې د لمانځه د اداکولو لپاره الهي امر، انساني کمال ته د رسيدو لپاره يو ډول مهرباني او رحمت دی. د دې رغنده عبادت آثار د لمونځ کوونکي کس په روح او ځان کې ښکاره دی. له دې جملې څخه دا چې لمونځ له دې امله چې سړی له مهربان او حکيم خالق سره نږدې کوي، د خدای د ذکر تر ټولو لوړه جلوه ده، هغه له بديو منع کوي او په هغه کې ښکلو الهي صفتونو ته وده ورکوي

کلیدي کلمې: