عاشورا غورځنګ، د اسلامي انقلاب بيلګه

د ايران اسلامي انقلاب هم داسې کسان وروزل چې د اسلام په تاريخ کې کم ساري دي د پيغمبر (ص) په زمانه کې د غسيل الملايکه حنظله کيسې به له انقلابه مخکې ځوانان حيرانول حنظله پيغمبر يو صحابي و چې له احد جنګه يو ورځ مخکې يې واده وکړ او د پيغمبر په اجازه يې لومړۍ شپه له خپلې ميرمنې سره تيره کړه او بله ورځ سهار احد غزا ته لاړ هغه له دې مخکې چې د جنابت د غسل وخت پيدا کړي په جنګ کې شهيد شو رسول الله مبارک د هغه په هکله وفرمايل: پرښتې وينم چې له اسمانه يې اوبه راوړي دي او حنظله لامبوي. په همدې مناسبت هغه په غسيل الملايکه (هغه کس چې ملايکو لامبولی وي) مشهور شو[20] د ايران د اسلامي انقلاب په بهير کې او د سپيڅلې دفاع په وخت د ايران خلکو د حنظله په شان ډير ځوانان وليدل او داسې ځوانان چې ارمان يې کاوه چې جنازه يې پيدا نه شي.[21]

له بل پلوه د ايران د اسلامي انقلاب په بهير کې داسې ملحده منافقان تربيت شول چې په شيطانې او نفاق کې يې بيلګه کمه پيدا کيږي. دا کسان په ټولنه کې احترام او موقعيت لري. ځکه چې هغوي پياوړې تبليغاتي دستګاوې او وسايل په لاس کې لري او د هغو په مرسته په خپلو موخو پسې دي. مثلا دغه کسان غيرت د تاوتريخوالي په نامه غندي او تساهل او له ګناهانو سترګې پټول دودوي. په دې ډول له خلکو غيرت اخلي چې هيڅوک د اسلام به اساساتو او ارمانو د ناځوانه يرغلونو په وړاندې اعتراض ونه کړي. او که څوک اعتراض وکړي هغه ته تاوتريخجن او تشدد پسند وايي. او شخصيت يې چيلنجوي. دا د لومړي عامل يعنې تبليغاتو اثر دي چې د معاويه د زمانې په شان ورنه پوره پوره کار اخلي. همدا راز له دوهم لامل يعنې د پيسو او مقام له لالچه د خپلو ګوندي اهدافو لپاره کار اخلي. له دې وروسته هم په مختلفو طريقو د خپلو مخالفانو د ګواښولو لمبر راځي.

اسلامي انقلاب د عاشورا له غورځنګه سرچينه واخسته او که امام حسين په هغه زمانه کې پاڅون نه و کړي د ايران اسلام انقلاب به هيڅکله نه و راغلي، خو له انقلابه وروسته ورو ورو د هغه وخت د ټولنې کمزورۍ په خلکو کې ښکاره او تکراريږي.

نن زمونږ په ټولنه کې داسې کسان شته چې د مسوولانو په ګناه، بدعت يا د دين د ضرورياتو په انکار اعتراض، غيبت ګڼي او وايي چې دا د اسلام حکومت د کمزوري کيدو سبب کيږي. لکه څرنګه چې معاويه هغه وخت چې امام حسين د يزيد فسق بيان کړ وويل چې ته د يزيد غيبت کوې.[22] که په واکمنانو د اعتراض ور خلاص نه وي د اسلام بنياد له مينځه ځي. او د معاويه کيسه تکراريږي او يو ځل بيا د دين په نامه پاچاهي ظلم په خلکو واکمنيږي امام حسين د داسې واکمن په مقابل کې چې د دين په خلاف يې عمل کاوه ودريد او په دې ډول يې دا دود په اسلامي ټولنه کې روان کړ. اول په نصيحت او موعظې سره او ورپسې په نورو طريقو سره. تر دې چې که د اسلامي ارزښتونو ساتنه د وينې ورکولو ته ضرورت لري مومن بايد سر ښندنې ته تيار وي. له همدې امله امام خميني فرمايل: مونږ هر څه چې لرو له امام حسينه يې لرو امام حسن او ا مام حسين دواړه امامان او د جنت د ځوانانو سرداران وو او امام حسين له ځانه د مشر ورور درنښت کاوه. خو دا چې مونږ امام حسين زيات يادوو دا دي چې د هغه حضرت لپاره داسې حالات پيدا شول چې يو ډول فداکاري يې غوښتله او دا شرايط او حالات نورو امامانو ته برابر نه شول. په همدې اساس هغه بزرګوار بيلګه وګرځيده داسې بيلګه چې د قيامت تر ورځې پورې کار ورکوي.

تر هغه وخته چې په خلکو کې داسې روحيه موجوده وي د اسلام دښمنان هغوي ته د تمې په سترګه نه ګوري. دښمن هغه وخت په اسلام حکومت کې نفوذ ته هيله من کيږي چې په ټولنه کې دا ډول روحيه کمزورې شي دلته ده چې دشمن پر هغوي په خپل بري ډاډ پيدا کوي. ځکه چې داسې خلک بيا له مرګه ويريږي.

امام خميني زمونږ په زمانه کې لومړی کس و چې خلکو ته یې دغه ډول درس ورکړ هغه وويل هميشه تقيه واجبه نه ده بلکه په ځينو ځايونو کې حرامه ده او انسان بايد د خپل سر تر حده ودريږي.

امام خميني زمونږ په زمانه کې د حسيني سنت ژوندې کوونکې و د هغه حرکت اسلام ته نوي روح او مسلمانانو ته نوي عزت ورکړ. هغه عزت چې د دوي د حرکت په برکت مسلمانانو ته نصيب شو د اسلام د څوارلسو سوو کلونو په تاريخ کې مثال نه لري[23]  دا عزت د امام حسين د پيروۍ په سيوري کې حاصل شو. د دغه روحيې ساتل سبب کيږي چې خداي تعالی زمونږ عزت زيات کړي. خو که دا روحيه له لاسه لاړه شي او د شهادت د جذبې په ځاي دنيا غوښتنه او راحت طلبي ارامښت غوښتنه راشي او د اقتصادي چارې او هوساينه د انسان لپاره تر ټولو مهمه چاره شي د ټولنې ځوړتيا له همدغه ټکي پيل کيږي. توجه پکار ده چې د خداي سنت او طريقه دا نه ده چې که يو قوم عزت لاسته راوړ خداي تعالی يې ورته تل وساتي د دغه عزت د بقا ضمانت تر هغه وخته ورکړل شوي دي چې خلک يې وساتي.

انقلاب او د بې لارۍ خطر

د بني اسراييلو کيسه په انقلاب کې د انحراف او کږلارۍ لپاره تر ټولو لوي د عبرت درس دي، خداي تعالی په قران کې د هيڅ يو قوم د بني اسراييلو هومره ستاينه نه ده کړې، خداي تعالی بني اسراييلو ته فرمايي:[24] (تاسو مو پر ټولو نړيوالو لوړ وګرځولئ).

خداي تعالی موسیٰ او هارون  راوليږل چې هغوي د فرعونيانو له ولکې خلاص کړي خو څه موده وروسته د ازميښت لمبر راورسيد. حضرت موسیٰ چې يو څو ورځې طور غره ته لاړ هغوي د سخوندر عبادت پيل کړ همدغه کسان چې خداي ورته عزت ورکړي و او فرمايلي يي وو چې  امر ورته وشو چې خپل مخونه پټ کړئ او په توره يو بل ووژنئ. بني اسراييل چې د سخوندر عبادت يې پيل کړي و په يو ورځ د يو بل په لاس ووژل شول. کله يې چې د خداي د امر پيروي ونه کړه د خالي په ورځ د ښکار له بنديز سره د مخالفت په وجه په دوې کې په زرګونه خلک مسخ شول او بيزوګانو په شکل شول. په يو بل آيت کې دوي ته په خطاب کې فرمايي:[25]  (هغه څه چې خداي تاسو ته درکړي دي د نړې هيڅ کوم خلکو ته يې نه دي ورکړي.)

خو په دغه خلکو کله يې چې د خداي د نعمتونو قدر ونه پيژاند الهي عذاب نازل شو. هغه خداي چې ارحم الراحمين دي د سزا په وخت اشدالمعاقبين هم دي. دا د خداي نه بدليدونکي دود او سنت دی چې که د نعمت قدر مو ونه کړ نعمت له تاسو اخستل کيږي. بايد له هغه ورځې وويريږو چې دا عزت په خطر کې ولويږي د اسلام په لومړيو وختونو کې د واکمنانو درباريانو عالمانو او خواصو او ناپوهه خلکو په لاس د مسلمانانو عزت په خطر کې ولويده اوس هم خطره په لومړۍ مرحله کې د حاکمانو لخوا اسلام ګواښي هغه ټول کسان چې په يو ډول د دغو کسانو په پياوړي کولو[26] کې اغيزمن وو په دغو ټولو ګناهونو کې تر هغه وخته چې پايلې او اثار يې پاتي وي شريک دي لکه څرنګه چې په روايتونو کې راغلي دي.

مَنْ سَنّ سُنّةْ سَيئةٍ کَانَ عَليه وَزْرُهُ وَ وِزْرَ مَنْ عَمِلَ بَهَا[27] (څوک چې د يو بد دود او کار بنياد کيږدي هم خپله ګناه په غاړه وړي او هم د هغه کس ګناه چې په دغه دود يې عمل کړی دی.

هم دا راز خداي تعالی فرمايي [28] (هر څوک چې د يو ناخوښه څيز يا کس سپارښتنه وکړي د هغه په شر کې هم ونډه لري.

ځينې کسان دا فکر کوي چې راي (ووټ) ورکول داسې کار دي چې يوازې په هغوي پورې مربوط دي حال دا چې داسې نه ده راي ورکول حق نه دی بلکه دنده او فرض دی. بايد په انتخاباتو کې شرکت وشي او اصلح کس وپيژندل شي. او رايه ورکړل شي. په راي ورکولو کې مسامحه او بې پروايي جايزه نه ده. د هوس له مخې رايه ورکول له اسلام سره لوبې دي. اول بايد تحقيق او څيړنه وشي چې کوم يو کس د هيواد د چلولو لپاره تر نورو زيات صلاحيت لري.

داسې يو کس ته چې غواړي د هيواد برخليک په لاس کې واخلي د داسې يو امانت سپارل د يوې جينۍ تر ودولو کم نه دي. کله چې تاسو غواړئ يوه جينۍ واده کړئ نو د غوښتونکي او هلک په هکله تحقيق کوئ ايا په ټولنه کې د يو اصلح کس د معلومولو لپاره همدغه يو څو پوسټرې او عکسونه او شعارونه چې په ديوالونو لګيږي کافي دي؟ راي ورکول يو فرض دي نه شخصي حق. په دې دنيا کې يو کس د راي ورکولو په وجه نه مواخذه کيږي خو د قيامت په ورځ هر کار چې ستا د راي په وجه شوی وي او هر اثر چې په هغه مرتب شوی وي انسان په هغه کې شريک دی. که دا اثر خير وي په ثواب کې يې شريک دے او که ګناه فساد فحشا بې عفتي بډې اخستل او نورې ګناهانې وي راي ورکوونکی په هغو کې هم شريک دی. هم دا راز له دې کاره خلاصون هم نيشته چې مثلا يو کس ووايي چې زه ووټ نه ورکوم ځکه چې دا يو فرض او دنده ده. که دا چاره يو حق و انسان له هغه استفاده کولاي شوه لکه څرنګه يې چې دغه حق پريښودلاي هم شو خو داسې نه ده راي ورکول يو شرعي او واجب مسووليت دی بايد اصلح کس وپيژندل او رايه ورکړل شي.

له تيرو بايد سبق واخستل شي که يو کس د ځينو ګناهکارو او مفسدو کسانو په پياوړي کولو کې شريک و بايد توبه وکړي او په کورنۍ کې په خبرو اترو کې او دوستانو ته د هغه کس په معرفي کولو کې بايد توجه ولري چې څوک مزبوتوي، د اسلامي حکومت خبره او د خلکو به ځان مال او ناموس د کسانو واکمنول ډيره لويه او مهمه شرعي چاره او دنده ده.

مونږ په کومه جبهه کې يو د حسين په سپايانو کې که د کوفې په لښکر کې

د کوفې د خلکو د روحيې له بيانولو وروسته اوس دا خبره پيدا کيږي چې ايا مونږ هم نن سبا له دې چې د کوفيانو په شان چلند وکړو په امان کې يو.؟ مونږ کوفيان بې وفا ګڼو او شعار ورکوو چې علي يوازې نه پريږدو قطعا زمونږ خلک دغه عقيده لري او دا شعار د زړه له کومي ورکوي. خو د زمانې پيښې داسې لوړتياوې او ځوړتياوې پيدا کوي چې د انسان روحيه بدلوي ځکه چې له دې مخکې نورو کسانو هم داسې خبرې کړې وې خو د زمانې د حالاتو او شرايطو د بدليدو په وجه يې فکر او باور بدل شو. ضروري ده چې هر پوه او هوښيار کس له ځان سره سوچ وکړي چې که د امام حسين په زمانه کې موجود و نو له کومې ډلې سره به و؟ ايا په رښتيا له دغه دوه اويا لږکي سره به و يا د کوفې او شام د ديرش يا هم يو لک شل زره کسيز لښکر کې به شامل و. يا په هغو کسانو کې چې بې پلوه پاتې شول. البته مونږ په زيارت کې وايو چې: يا ليتنا کنا معکم و نفوز معکم.... يا ليتني کنت معکم فافوز فوزا عظيما...... اي کاش مونږ هم په کربلا کې واي او د امام حسين په رکاب کې شهيداي شوے واي. ښايي دا ارمان د زړه له کومي وي خو ايا دا ډاډ لرلاي شو چې که په هغو شرايطو کې راګير شوي وو نو نظر او عقيده به مو نه وه بدله شوې؟ ايا دا يقين لرلاي شو چې په امام حسين به مو توره نه راويستله يا به بې پلوه نه پاتې کيدو.؟ لکه څرنګه چې ځينې کسان وو لکه عبيدالله بن حر جعفي چې اما م حسين پخپله له هغوي سره خبرې وکړې او هغوي یې ملګرتيا ته وبلل. امام حسين دغه کس ته ورغي او له هغه سره يې خبرې وکړې او هغه يې خپلو سپايانو ته وباله خو هغه په ځواب کې وويل چې خپل اس او توره تا ته درکوم. امام هم د هغه په ځواب کې وفرمايل توره او اس دې واخله او له دغه ځايه لاړ شه. که په دې ځاي کې پاتې شې او زمونږ د مرسته غوښتلو غږ واورې او له مونږ سره مرسته ونه کړې ځاي به دې جهنم وي. له دې ځايه وتښته چې زمونږ اواز وا نه اورې[29]  ايا که مونږ په هغه زمانه کې وو تر عبيد الله بن حر جعفي به مو ښه عمل کړي واي؟

که مونږ غواړو چې ځانونه وازمايو بايد وګورو چې هغه حالات چې په هغه وخت کې وو د هغې په شان زمونږ په زمانه کې هم شته که نه؟ که هغه شان حالات وي ايا په مونږ يې بده اغيزه کړې ده او که نه؟ ايا مونږ په رښتيا داسې يو چې ځانونه د امام حسين په ملګرو کې وشمارل شو؟ که هغه دلايل چې د کوفې خلک له امام حسينه ليرې شول زمونږ په ټولنه کې وي مونږ هم بايد وويريږو چې داسې نه وي هغه انحرافات زمونږ په ټولنه کې هم پيدا شي.

په هغو کې يو عامل د شناخت او پيژندنې کمزوري وه. که زمونږ عقيدې سطحي دي او منطقي او عقلي ملاتړ نه لري. بايد د خپل کار او عاقبت لپاره انديښمن ووسو. مونږ يوازې همدومره پوهيږو چې امام خميني و او له هغه وروسته بايد د هغه د ځاي ناستي په توګه د رهبرۍ د ستر مقام حضرت آيت الله العظمی خامنه اي خبره ومنل شي. خو په دې نه پوهيږو چې د ولي فقيه د اطاعت د واجبوالي دليل څه دی که د دې مسلې په دليل پوه نه شو، د يوې شبهې په مطرح کيدو سره زمونږ عقيده کمزورې کيږي، حال دا چې د امام علي (ع) د وينا مطابق د شبهې په مقابل کې د خداي د دوستانو نجات په دې دليل دی چې يقين لري او د هغوي عقيدې په قطعي او کلکو دليلونو ولاړې دي. که زمونږ په زمانه کې شبهه دود شوه، استاد په کلاس کې شبهه ناکې خبرې وکړې او چا ورته ځواب ور نه کړ د پوهنتون استاد په کلاس کې شبهه خپره کړه او چا څه ونه ويل که چا وويل چې دين د حکومتونو افيم دي او چا هغوي غلي نه کړل بايد وويريږو چې هغه بلا چې کوفيان ورسره مخامخ شول په مونږ هم راشي که د اسلام احکام تر پښو لاندې شول او خلک له دې مسلې په ارامه او بې پروايۍ سره تير شول بايد وويريږو داسې ورځ بيا رانه شي چې خلک دوباره د يزيد بيعت وکړي. تساهل او تسامح (بې پروايي) د بې دينې د کلتور مقدمه ده. که مونږ د دين د احکامو په مسله کې بې پروا شو بايد له هغه ورځې وويريږو چې هغه کانه چې له کوفيانو سره وشوه له مونږ سره هم وشي. که څه هم کيداي شي وويل شي چې د کوفې خلک په هغه وخت کې تر نورو ښه وو ځکه چې د مدينې د خلکو حالت په دې ډول و چې امام حسين له هغه ځايه وتښتيده د مدينې خلکو له هماغه اوله له يزيد سره بيعت وکړ حال دا چې کوفيانو اول سيد الشهدا د خلافت لپاره وباله.

يو لامل چې د کربلا د پيښې سبب شو په هغه زمانه کې د مسلمانانو د عقيدې او د فکر د بنيادونو کمزوري کيدل وو اوس بايد مونږ له تاريخه عبرت واخلو که د ولايت فقيه د ملاتړ شعار ورکوو که هغه بڼه کې په هغه وفادار پاتې کيداي شو چې زمونږ عقيده د منطقي او کلک دليل په اساس زمونږ په ذهن کې رسوخ وکړي، مونږ بايد له ولي فقيه د اطاعت په دليلونو ښه پوه شو. که نه وي د شبهو په لومه کې ګيريږو او ايمان به مو څپڅپانده شي. او شک به د هغه په ځاي راشي د شک په راتللو سره په يوه لاره کې مردانه او په کلکه ګام نه شو کيښودلاي. که يو ديارلس کلن هلک په ځان پورې لاس بم تړي او تر ټانک لاندې کيږي دا په دې وجه ده چې يقين لري چې د شهادت په وخت يې سر د امام حسين په ځولۍ کې دي او دا تفکر چې دا خبرې احساساتي او تبليغاتي شعارونه دي هماغه د ابوسفيان خبره ده چې (لا جنة و لا نار) که د پوهنتون استاد د الهياتو په پوهنځي کې وويل (معلومه نه ده چې هر څه چې خداي ووايي رښتيا دي او د خداي په رښتينوالي هيڅ دليل نه لرو) او که د هيواد د لوړ رتبه مسوولانو د تاييد وړ وينا وال وويل (په قران هم نيوکه کيدلاي شي او ټول قران زمونږ په لاس کې نيشته)[30] او ټول د دغه خبرې په وړاندې غلي شول ايا دا ډاډ لرلاي شو چې مونږ به د امام حسين په دوه اويا يارانو کې شامل وو؟

په دې اساس بايد هڅه وکړو خپل فکري او اعتقادي بنيادونه په مذهبي غونډو او رغنده محفلونو سره پياوړي کړو. او له بل پلوه د اسلام او انقلاب ارزښتونه ژوندي وساتو لکه څرنګه چې د نن زمانې شيطاني چلولونه د امام حسين له وخت سره ډير ورته دي. له هغو سره د مقابلې لاره هم هماغه لاره ده چې امام حسين مونږ ته وړاندې کړه. له دغه شيطاني عملونو سره د مقابلې لومړي شرط په دنيا پورې زړه نه تړل دي. امام حسين خپل بچيان دوستان او ملګري داسې وروزل چې کله ديارلس کلن  قاسم (ع) له امام حسينه وپوښتل چې ايا هغه به شهيد شي که نه؟ امام له هغه پوښتنه وکړه چې ستا په نظر مرګ څرنګه دي؟ قاسم وويل:

الموت احلی عندي من العسل.[31] (مرګ ماته تر شاتو زيات خوږ دی)

د قاسم دا خبره شعار نه و بلکه هغه، هغه څه چې د زړه په تل کې يې وو. په ژبه راوړل. له پيچلو شيطاني توطئو او سازشونو لپاره بايد په دنيا پورې له زړه تړلو ځان وساتو. چې د شـهادت او له مرګه د نه ويريدو روحيه پيدا شي. لکه څرنګه چې خداي تعالی فرمايي:[32] ([اي پيغمبره] ووايه اي يهوديانو، که ګمان کوئ چې تاسو د خداي دوستان يئ او نور خلک داسې نه دي نو د مرګ ارمان وکړئ)

ځکه چې که انسان له يو چا سره مينه کوي نو د هغه له ملاقات او کتنې سره هم مينه لري او د محبوب له ديداره نه تښتي. بايد عملا په دې لاره کې حرکت وکړو او خپل اوږده اميدونه او ارمانونه له ځانه ليرې کړو. د دنيا په پړق پړوق ونه غوليږو او د خداي  په لاره کې مرګ لوي وياړ وګڼو. په دې بڼه کې ده چې د غورځنګ ساتنه کولاي شو. دا هغه درس دي چې امام حسين انسانانو ته ورکړي دي. د شهادت غواړو ځوانانو به برکت وه چې انقلاب کامياب شو. ځوانانو په علي اکبر او قاسم پسې اقتدا وکړه او بوډاګانو په حبيب ابن مظاهر پسې، د اسلامي غورځنګ د بقا لپاره هم بايد دا روحيه وساتو او پياوړي يې کړو.[33]

سرچینې

 [20].  ابن اثير اسد الغابه في معرفة الصحابه،   ۲ ټوک،  ۵۹ مخ.

[21] . شيخ مصطفی رداني  پور چې يو اصفهاني طلبا و څو کاله مخکې يې په جبهې کې شرکت درلود تر دې چې د لښکر کوماندان شو لا يې واده نه و کړی ده ويل زما ارمان دا دے چې له سيدې جينۍ سره واده وکړم چې له بي بي زهرا (ع) سره محرم شم هغه لس زره تومانه قرض کړل او له يوې سيدې جينۍ سره يې واده وکړ . شيخ مصطفي له څو کاله جنګه وروسته د واده په دريمه ورڅ جبهې ته ستون شو او شهيد شو هغه له خدايه غوښتي وو چې جنازه يې پيدا نه شي او دا ارمان يې پوره شو.

[22] . ابن قتيبه، الامامه والسياسه، ۱ ټوک،  ۱۸۶ مخ.

[23] . مسلمانان په تيره بيا ايرانيان له انقلابه مخکې له ډير ذليل حالت سره مخامخ وو. زه چې کله ځينې مسلمانو هيوادونو ته تلم کله چې د هغه ځاي مسلمانان پوهيدل چې زه ايرانې يم ماته به يې ويل  (اخو اليهود) او مونږ ته يې هيڅ توجه نه کوله او حتی زمونږ د سلام ځواب به يې هم نه راکوه خو له اسلامي انقلابه وروسته ايرانيانو نه يوازې په اسلامي هيوادونو بلکه پخپله په امريکا کې هم د ډير لوي عزت خاوندان شول د امريکايي افسرانو سپينې ماڼۍ ته نزدې له دې امله چې ما د امام خميني جامه په تن وه  زما درنښت به يې کاوه!

[24] . بقره  (۲)،   ۴۷  او  ۱۲۲ مخونه.

[25] . مائده    (۵)،  ایت ۲۰.

[26] . هغه کسان  چې بدعت جوړوي اسلامي ضد قوانين په مقننه قوه کې تدوينوي او په مجريه قوه کې يې اجرا کوي په تيرو څو کلونو کې ډير بدعتونه جوړ شوي دي  لوړ رتبه مسوولانو اسلامي ضد کړنې کړي دي له هلکانو او جينکو يې حيا اخستې ده د چهار شنبه سوري په شان دودونه يې رواج کړي دي د هلک او جينۍ د اختلاط مسله يې پيدا کړې ده د دغو کارونو  تر شا هغه نخبه او پوه کسان وو چې د مال شتو او مقام تمه يې لرله او عام ناخبره خلک هم په هغوي پسې روان وو  او دغه ډول کسانو ته يې رايه ورکړه.

[27] . محمد باقر مجلسي، بحارالانوار،  ۷۱ ټوک،   ۲۰۴ مخ.

[28]. نساء  (۴)،  ایت ۸۵ .

[29] . شيخ مفيد،  ۲ ټوک،  ۸۲  مخ.

[30] ۱   پيام هاجر   ۲۹۶ شميره،  ۳، ۹، ۷۸ مخونه.

[31] . وسيلة الدارين في انصار الحسين (ع)،  ۲۵۳ مخ.

[32]  . جمعه  (۶۲) ایت  ۶

[33] . په يو ښار کله چې مې وينا وکړه د کور د مالک کور ته ستون  شو. د هغه ديارلس کلن زوي ماته وويل زه له تا سره خصوصي خبره لرم، ښايي د مور او پلار په مخکې شرميده کله چې له دغه ښاره ستنيدو هغه هلک راته وويل ما تر اوسه خپله خاصه تا ته نه ده کړې يوې غاړې ته شو او ومې ويل خبره دې وکړه وې ويل : ماته دعا کوه چې خداي مې شهادت په نصيب کړي .

کلیدي کلمې: