صراط او د عملونو تله ( ميزان )

مونږ په قيامت کې د صراط او ميزان د شتون عقيده لرو.

صراط هماغه پل دى چې د جهنم د پاسه جوړ شوى دى او ټول بايد له هغه تير شي، هو د جنت لاره له دوزخه تيريږي.

«وَإِنْ مِنْكُمْ إِلا وَارِدُهَا كَانَ عَلَى رَبِّكَ حَتْمًا مَقْضِيًّا*  ثُمَّ نُنَجِّي الَّذِينَ اتَّقَوْا وَنَذَرُ الظَّالِمِينَ فِيهَا جِثِيًّا؛ تاسو ټول به (بې له استثنا) دوزخ  ته داخل شئ، دا ستاسو د پرودګار حتمي او ارو مرو چاره ده، بيا به هغه کسان چې تقوا يې خپله کړې ده له هغه وژغورواو ظالمان به، په داسې حال کې چې په ګونډو شوي دي په  هغه کې پريږدو»[1]

له دغه سختې لارې تيريدل د انسانانو د عملونو په څرنګوالي پورې اړه لري لکه څرنګه چې په يو مشهور حديث کې راغلي دي : مِنْهُمْ مَنْ يَمُرُّ مِثْلَ البَرقِ، وَ مِنْهُمْ مَنْ يَمُرّ مثل عَدْوِ الفَرَسِ، وَ مِنْهُمْ مَنْ يَمُرُّ حَبْوا وَمِنْهُمْ مَنْ يَمُرُّ مَشْياً وَ مِنْهُمْ مَنْ يَمُرُّ مُتَعَلّقاً، قدْ تاْخُذُ النّار مِنهُ شَيْئاً وَ تَرَکَ شَيئاً،[ځينې به د بريښنا په شان له هغه تير شي او ځينې به  د ګړندي اس په شان،ځينې په لاسونو او زنګنو،ځينې د پياده وو په شان او ځينې به ورپورې  ځوړند شي (او تيريږي به) کله به د دوزخ اور له هغوي يو څه واخلي او کله به يې پريږدي][2]

خو ميزان لکه څرنګه يې  چې له نامې يې معلومه ده وسيله ده د انسانانو د عملونو د معلومولو او تللو لپاره، هو په هغه ورځ به د ټولو عملونه جاجول کيږي او دهر يو وزن او ارزښت به  ښکاره شي :

«وَنَضَعُ الْمَوَازِينَ الْقِسْطَ لِيَوْمِ الْقِيَامَةِ فَلا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَيْئًا وَإِنْ كَانَ مِثْقَالَ حَبَّةٍ مِنْ خَرْدَلٍ أَتَيْنَا بِهَا وَكَفَى بِنَا حَاسِبِينَ؛ مونږ به د قيامت په ورځ د عدل تلې قايمې کړو، او په هيچا به لږ شان ظلم هم نه کيږي،حتى که د غوښت ديوې دانې په اندازه يې هم نيک يا بد کار کړى وي مونږ يې حاضروو او  بدله يې ورکوو او کافي ده چې حساب کوونکي ووسو»[3]

«فَأَمَّا مَنْ ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ *فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَاضِيَةٍ *وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ؛ خو هغه کس چې په  هغه ورځ يې، د عملونو تله درنه وي په راضي ژوند کې به وي او د چا تله چې سپکه وي ځاي يې دوزخ دى»[4]

هو زمونږ باور دا دى چې په هغه جهان کې نجات او ژغورنه د انسانانو په  عملونو پورې تړاو لري، نه په  ارمانونو او خيالونو پورې، هر څوک په خپل عمل پړ دى او بې له تقوا او پاکۍ څوک نه شي ژغورل کيدى «كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِينَةٌ؛ هر انسان  په خپل  عمل پړ دى»[5]

دا د صراط او ميزان په  هکله مختصر شان وضاحت  وکه څه هم جزييات يې مونږ ته معلوم نه دي او لکه څرنګه چې مخکې مو هم وويل ځکه چې د اخرت دنيا تر دې نړۍ چې مونږ پکې ژوند کوو ډيره لوړه ده، د هغې د ټولو مفاهيمودرک کول زمونږ لپاره چې په دې مادي نړۍ کې يو مشکل يا ناممکن دي .

 

[1] . مريم سوره ٧١او ٧٢ ايتونه.

[2] . دا حديث په لږ شان توپير سره دشيعه او سنيانو په سرچينو  کې لکه کنز العمال ٣٩٠٣٦ حديث او قرطبي شپږم ټوک ٤١٧٥ مخ د مريم سورې د يو اويايم آيت په ذيل کې او صدوق په خپل امالي کې له امام صادقه (ع) نقل کړي دي . په صحيح بخاري کې هم يو باب ليدل کيږي د [الصراط جسر جهنم ] تر عنوان لاندې ( صحيح بخاري، اتم ټوک ١٤٦ مخ).

[3] . انبياء سوره ٤٧ آيت.

[4] . قارعه سوره، شپږم تر نهم ايتونه.

[5] . . مدثر سوره ٣٨ آيت .

کلیدي کلمې: