شیعه ولې خپلو امامانو ته معصوم وايی؟

ځواب: د شيعه ؤ د امامانو په عصمت (معصوم والي) چې ټول د پيغمبر اکرم اهل بيت دي ډير دليلونه موجود دي چې مونږ په کې يوازې يو دليل ته اشاره کوو.

د شيعه او سني پوهانو د روايتونو په اساس د خدای ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د خپل ژوند په وروستيو ورځو کې وفرمايل:

انی تارک فيکم الثقلين کتاب الله و اهل بيتی و انهما لن يفترقا حتی يردا علی الحوض [1]

زه په تاسو کې دوه درانه او قيمتي څيزونه پريږدم يو د خداي کتاب (قران مجيد) او بل زما اهل بيت دا دوه به له يوۀ او بله نه جدا کيږي تر دې چې د قيامت په ورځ د حوض کوثر تر څنګ ماته راورسيږي.

دلته يوه په زړه پورې نکته ده او هغه دا چې بې له شکه قران مجيد له هر ډول انحراف او غلطۍ په امان کې دے او څرنګه ممکنه ده چې د خداي پاک په وحي کې غلطي وشي حال دا چې نازلوونکے يې خداي پاک او روړونکے يې د وحي فرښته او تر لاسه کوونکے يې پيغمبر وي؟ ځکه چې د دريو واړو عصمت د لمر په شان روښانه دے او د نړۍ مسلمانان د خداي رسول د وحي د اخستلو او ساتلو او تبليغ په مقام کې له غلطۍ خوندي ګني او روښانه ده چې کله د خداي پاک کتاب داسې رښتينے او پايداره عصمت ولري د رسول د خداي اهل بيت به هم له هرې غلطۍ او تيروتنې پاک وي ځکه چې په دې حديث کې د پيغمبر عترت د امت د مشرۍ او لارښودنې لپاره له قران مجيد سره برابر ګڼل شوي دي او دا مقارنت حکم کوي چې دواړه د طصمت له نظره يو شان وي.

په بله وينا صحيح نه ده. چې يو غير معصوم کس يا کسان له قران مجيد سره برابر وګڼل شي. د امامانو د معصوموالي تر ټولو لوي دليل هماغه د رسول الله مبارک وينا ده. چې فرمايلي يې دي : لن يفترقا حتی يردا علی الحوض (دا دواړه په هدايت او رهبرۍ) کې هيڅ کله له يو او بله نه جدا کيږي تر دې چې د کوثر د حوض په غاړه ماته راورسيږي.

که اهل بيت له غلطيو او تيروتنو په امان کې نه وي او په ځينو مواردو کې خطا وکړي له قرانه چې خطا په کې لاره نه لري جدا کيږي او بې لارې کيږي حال دا چې خداي تعالی په سخته دا خبره نفي کړې ده.

البته د پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم په وينا کې د اهل بيتو مطلب ټول نسبي او سببي خپلوان نه دي ځکه چې په دې کې شک نيشته چې هغوي ټول له خطا پاک نه وو تو يوازي د عترت يوه خاصه ډله او خاص کسان دا وياړ لري او دا مقام او موقعيت  په هغوي کې په ګوته په شمير کسانو تطبيق کيږي او هغه هماغه امامان دي چې په تاريخ کې د امت د لاري مشالونه اود شريعت ساتندويي او د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم د سنتو ساتوونکي وو.  

 

[1] . مستدرک حاکم دريم ټوک 148 مخ ـــ الصواعق المحرقه 11 باب لومړے فصل، 149 مخ هم دې مضمون ته نزدې په کنزالعمال کتاب اول جزء باب الاعتصام بالکتاب والسنة 44 مخ او په مسند احمد پنځمه برخه 182 او 189 مخونه وغيره کې راغلي دي.

 

کلیدي کلمې: