سوره كافرون

بسم الله الرحمن الرحيم

شروع کوم د الله په نامه چې ډېر زيات مهربانه او پوره رحم لرونکې دے.

قُلْ يَا أَيُّهَا الْكَافِرُونَ (1)

ووايه (اے محمده!) اے کافرانو!

لَا أَعْبُدُ مَا تَعْبُدُونَ (2)

زۀ د هغه شي عبادت نه کوم چې تاسو يې عبادت کوئ

وَلَا أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ (3)

او نه تاسو عبادت کوئ د هغه څه چې زۀ يې عبادت کوم

وَلَا أَنَا عَابِدٌ مَّا عَبَدتُّمْ (4)

او نه زۀ د هغه شي عبادت کوم چې تاسو يې عبادت کړے دے.

وَلَا أَنتُمْ عَابِدُونَ مَا أَعْبُدُ (5)

او نه تاسو د هغه شي عبادت کوئ چې زۀ يې عبادت کوم

لَكُمْ دِينُكُمْ وَلِيَ دِينِ (6)

تاسو لره خپل دين دے او ما لره خپل دين.