سوره فيل

بسم الله الرحمن الرحيم

شروع کوم د الله په نامه چې ډېر زيات مهربانه او پوره رحم لرونکې دے.

أَلَمْ تَرَ كَيْفَ فَعَلَ رَبُّكَ بِأَصْحَابِ الْفِيلِ (1)

آيا تا ونه ليدل چې ستا رب د فيل (هتيانو) خاوندانو سره څه کړي ؤ.

أَلَمْ يَجْعَلْ كَيْدَهُمْ فِي تَضْلِيلٍ (2)

آيا د دوي مکر و فريب يې باطل او زيانمن ونۀ ګرځول

وَأَرْسَلَ عَلَيْهِمْ طَيْراً أَبَابِيلَ (3)

او په هغوي باندې يې ټولګي ټولګي مرغې (توتکرکي) راوليږلې

تَرْمِيهِم بِحِجَارَةٍ مِّن سِجِّيلٍ (4)

چې هغوي به يې په کودړکو (په اور کښې سره شوې خټه) کاڼو سره ويشتل.

فَجَعَلَهُمْ كَعَصْفٍ مَّأْكُولٍ (5)

نو هغوي يې د پائمال شويو وښو (ژويدلي وښو) په شان وګرځول.