سالم ملګري سره د دنيا او آخرت، خير

سالم او مثبت ملګرې د دنيا او اخرت د خير سبب دے په دې هکله يو ډېر مهم روايت له  حضرت مولى الموحدين اميرالمؤمنين على (عليه السلام) نقل شوې دے چې فرمايي:

«جُمِعَ خَيْرُ الدُّنيَا وَالاخِرَةِ فِى كِتْمَانِ السِّرِّ وَ مُصَادَقَةِ الأخيَارِ وَجُمِعَ الشَّرُّ فِى الإذَاعَةِ وَمُواخَاةِ الأَشْرَارِ».

د دنيا او اخرت خير د رازونو او په پټ ساتلو او د نيکو دوستانو سره په دوستۍ کښې راغونډ شوے دے او د ټولې بدۍ د رازونو په خپرولو او بدو سره په دوستۍ کولو کښې راغونډ شوے دے.

دا چې ډيره ټينګتيا کيږي، چې په خپل باطن کښې پيغمبرانو او امامانو (عليهم السلام) – چې اوس د انسانو تر مينځ فيزيکي وجود نه لري – دوستي او ملګرتيا کوئ او د خپلې زمانې پاکانو او نيکانو سره ناسته پاسته کوئ، د دې سبب دا دے چې ټول ښه صفتونه او حسنات په دغو بزرګانو کښې راغونډ شوي دي او دوي سره ناسته پاسته، که په ظاهر کښې وي او که په باطن کښې، انسان ته د هغه د وړتيا په اندازه ښه صفتونه رابدلوي او د هغوي وجود په انسان باندې په ظاهر او باطن کښې اثر کوي.

شيخ طوسى، هغه لوړ رتبه فقيه، مفسر او محقق او بې څارې پوهاند له  امام صادق (عليه السلام) روايت کوي چې هغه حضرت وفرمايل:

«نَحْنُ اصلُ كُلِّ خَيْر وَمِن فُرُوعِنَا كُلُّ بِرٍّ وَمِنَ البِرِّ التَّوحِيدُ وَالصلاَةُ وَالصِّيَامُ وَكَظْمُ الغَيْظِ وَالعَفْوُ عَنِ المُسىءِ وَرَحْمَةُ الفَقِير وَتَعَهُّدُ الجَارِ وَالإقْرَارُ بِالفَضْلِ لاِهْلِهِ وَعَدُوُّنَا أصْلُ كُلِّ شَرٍّ وَمِن فُرُوعِهِم كُلُّ قَبِيح وَفَاحِشَة فَمِنْهُم الكَذِبُ والبُخْلُ وَالنَّمِيمَةُ وَالقَطِيعَةُ وَأكلُ الرِّبَا وَأكلُ مَالِ اليَتِيمِ بِغَيْرِ حَقِّهِ وَتَعَدّى الحُدُودِ الَّتى أمَرَ اللهُ وَرُكُوبُ الفَواحِشِ مَا ظَهَرَ مِنهَا وَمَا بَطَنَ وَالزِّنَا وَالسَّرِقَةُ وَكُلٌّ وافَقَ ذَلِكَ مِنَ القَبِيحِ فَكَذِبَ مَنْ زَعَمَ أنَّهُ مَعَنَا وَهُوَ مُتَعَلِّقٌ بِفُرُوعِ غَيْرِنَا».

مونږ د هر يو خير جرړه يو او زمونږ له څانګو او پاڼو هره يوه نيکي ده او له نيکۍ توحيد او لمونځ او روژه او غصه څښل او د ګناهګار بخښل او فقير باندي احسان او ګاونډي ته پام او احسان او فضل کوونکي د فضل اقرار کول دي. او زمونږ دښمنان د هرې بدۍ او بدکارۍ جرړه دي او د هغوي له څانګو او پاڼو هره يوه بدي ده، او د هغې له بديو، دروغ او بخل، د يو خبرې بل ته وړل، خپلولي پريکول، سود خوري، د يتيم مال په ناحقه خوړل او د خدای له هغه حدونو تيريدل چې د هغې په هکله يې حکم کړی دی او په ظاهري او باطني ګناهونو اخته کيدل او زنا او غلا او هغه بدي چې د دې په شان وي، او هغه کس دروغ وويل چې دا دعوا وکړي چې له مو سره دے خو له مونږ پرته د بل چا په څانګو او پاڼو پسې اويزان وي.

کلیدي کلمې: