رب زما(۱۳

دولسم لوست
د قيامت د ثابتولو لپاره دويم دليل
  خداى تعالى، چې موږ پرې عقيده لرو يو حکيم او عليم خداى دى د هغه ټول کارونه د حکمت له مخې دي او د دې نړى او انسان د پيدايښت او انسانانو ته د عقل د ورکړې او ورته د استازيو او پېغمبرانو له راستولو يوه موخه او مقصد لري.
آيا د انسانانو د پيدايښت موخه دا ده، چې په دنيا کې څو ورځې له خپلو نفساني خواهشاتو سره سم ژوند وکړي، څو زره کيلو ګرامه ډوډې وخوري، څو زره ليټره اوبه وڅښي او له څو ورځو خوشحاليو يابد حاليو او بدمرغيو وروسته خاورو ته لاړ شي په رښتيا که د انسان د پيدايښت غرض دا وي؛ نو پکار ده، چې ووايو د هغه خلقت چټي او فضول دى حال دا چې زموږ پالونکى حکيم دى، ټول کارونه يې د حکمت له مخې دي، فضول او چټي چارې نه کوي.
نو که لږ فکر او سوچ وکړو دې پايلي ته رسېږو، چې دنيا ته د انسانانو د راتللو موخه يواځې دا لنډ ژوند او محدوده نړۍ نه ده؛ بلکې انسان د يو لامحدود او تل پاتې ژوند لپاره پيدا شوى، چې دا هماغه تر مرګ وروسته ژوند دى . قرآن شريف  [د مؤمنون سورت١١٥ آيت] همدې دليل ته اشاره کوي او وايي:
 أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لَا تُرْجَعُونَ
 ژباړه: او تاسو دا ګومان او خيال کړى، چې تاسو مو عبث او چټي پيدا کړى يئ او موږ ته به نۀ راګرځئ.
معاد او بيا راپاڅېدل جسمانى دي
د قرآن مجيد له آيتونو داسې معلومېږي، چې معاد او تر مرګ وروسته بيا ژوندي کېدل جسماني دي؛ يعنې د انسان روح بيا بدن ته راګرځي او انسان به د خپلو کړنو بدله ويني، يوه ورځ رسول اکرم صلى الله عليه وآله وسلم ته د اسلام يو مخالف [ابئ بن خلف] يو وروست هډوکى راوړ او په لاسونو کې يې داوړو په شان ومږه، ميده ئې کړ او بيا ئې هوا ته پوه کړ او ويې ويل، چې دا ميده او وروست هډوکى به څنګه راټول او بيا ژوندى شي؟ 
خداى تعالى خپل ګران رسول صلى الله عليه وآله وسلم ته وويل، چې د ده په ځواب کې ووايه،چې هماغه خداى، چې په لومړي ځل ئې دا هډوکۍ له خاورو پيدا کړى او ورته ئې ژوند ورکړې هماغه خداى به دا وراسته هډوکي بيا راغونډ او ژوندي کړي د يس سورت (٧٩) آيت:
قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ و َهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ [ابئ بن خلف] وائي څوک به دا وراسته هډوکي را ژوندې کوي (اى زما پېغمبره هغه ته) ووايه هماغه، چې په لومړي ځل ئې پيدا او ژوندي کړي دي بيا به ئې هم ژوندي کړي او هغه په هر خلقت خبر دى))
د انسان پر ژوند د قيامت د عقيدې اغېزې
 پر قيامت عقيده انسان د خپلو فرايضو او دندو د ترسره کولو لپاره هڅوي؛ ځکه داسې وګړي پوهېږي، چې د هغه هېڅ کړۀ نه ضايع کېږي او يو عادل او ځير خداى شته، چې د ټولو له ظاهر او باطنه خبر دى؛ نو داسې وګړي په خورامينې او هيلې خپلې دندې ترسره کوي او د ځان د سمولو او د نېکو کارونو د کولو هڅه کوي.
پر قيامت او لوى ورځې ايمان انسان ته د تل پاتې ژوند زېرى ورکوي او انسان پوهېږي، چې د دې محدود ژوند لپاره نه دى پيدا شوى او په مرګ سره له منځه نه ځي؛ بلکې پر داسې ژوند او پړاو پښه ږدي، چې د دې دنيا له ژونده ډېر پراخه دى او په دې هم پوهېږي، چې دا دنيا د آخرت لپاره، سريزه ده او د آخرت پراخ او لوى ژوند د انسان د دنياوي کړنو پايله ده او په بله وينا هماغه څه به رېبي، چې دلته يې کرلي وي.
قرآن مجيد په دې هکله وائي:
 ژباړه: څوک، چې د يوې ذرې هومره ښه کار وکړي؛ نو بدله به يې وويني او که څوک د يوې ذرې هومره بد کار وکړي، بدله به يې وويني.(سوره زلزال ایت نمبر ۷)
رحمان بابا څه ښه وائي: 
کار د ګلو کړه، چې سيمه دې ګلزار شي
اغزي مۀ کره په پښو کې به دې خار شي.
خوشحال بابا وايي:
حضر حق دى وبه شينه                    
نېک و بد به مــــــــــــو تلينه
اوېزانده به کـــــــا تله                        
عدالـــت به کــــــا په خپله
جبرائيل به وزن کاندي                    
چې کفى دا ترازو دى                        
برابره په هرســــــــــــــــودي
چې دا درسته دنيا واړه                    
څوارلس ځله به وي دواړه
د هر چا چې څه کردار وي                    
د اخيار که د اشــــــــــــرار وي
همګي به وزن کېـــــږي                      
جبرائيل به پرې خبرېږي
که نېکي زياته وي څومره                 
چې دږدنـــــــــــو دانه هومره
هغه کس به جنـــتي شي                      
په حساب به فرحتي شي
چې يې تله سپکه شينه                       
و دوزخ لــــــــــــــــره به ځينه
کتابښود:
په دې څېړنه کې له لاندې سرچينو ګټه اخېستل شوې ده:
١ – اصول اعتقادي اسلام – رضا استادي
٢ _ د خوشال خان خټک کليات _ عبدالقيوم زاهد مشواڼى
٣ _ د رحمان بابا کليات _ محکمه ثقافت صوبه سرحد
٤ _ انترنيټ
 

کلیدي کلمې:

اړونده منځپانګې