رب زما(۱۲

يوولسم لوست
معاد (قيامت)
د دين درېيم  اصل پر معاد؛ يعنې قيامت عقيده ده، د خپلو کړنو جزا او سزا ته د رسيدو لپاره يو بل ژوند او بيا راپاڅېدو ته معاد وايي.
پر قيامت ګروهه د انسانانو يوه پخوانۍ عقيده ده حتى په لرغونو قومونو کې د دې عقيدې نښې نښانې شته. د نړۍ په مشهورو مذهبونو کې ابدي او تل پاتې ژوند ته ستنېدل بنيادي اصل ګڼل کېږي.
  او هغه دين ته الهي دين نه شو ويلاى، چې پر قيامت عقيده نه لري. د نړۍ په ټولو قومونو او اولسونو کې د دې عقيدې سابقې او مخینې ته په پام سره ويلاى شو، چې پر قيامت باور لرل يوه فطري خبره ده، کېداى شي، چې څوک په ځينو خاصو حالاتو کې دا احساس وکړي، چې په مړيني يې د ژوند لړى پاى ته نه رسېږي او مرګ يې د ژوند د زنځير وروستۍ کړۍ نه ده او هغه د څو ورځو دنياوي او ستونز من ژوند لپاره نه دى پيدا شوى؛ بلکې دا توره شپه يو سبا لري او مرګ به د ابدي ژوند پر لور يوه کړکى وي.
پر معاد او قيامت عقيده يوه فطري چاره ده او موږ د مسئلې د وضاحت لپاره دلته يواځې دوه دليلونه راوړو.
له قيامت سره د خداى تعالى د عدل او حکمت اړيکه
 دا دنيا، چې انسان په کې ژوند کوي داسې نړۍ ده، چې بنيادونه يې پر عدل او انصاف ولاړ دي او خالق يې هم عادل او منصف دى او خپلو بندګانو ته ئې حکم کړى، چې خپل ژوند د عدل او انصاف پر بنياد تېر کړئ او له ظلم او زياتي ډډه وکړئ او د انسانانو د لارښوونې لپاره يې پېغمبران رالېږلي،چې هغوى ته د خير او شر لار وښيي.
هو د الهي حکمونو او د رسولانو د امرونو پر وړاندې خلک دوه ډلې کېږي:
(١) يوه ډله داسې ده، چې هغوى د زړۀ له اخلاصه خبره مني او د دين له نېغې لارې نه کږېږي او ځانونه له ککړتياوو، ګناهونو ، ناپاکيو او سپکو اخلاقو ساتي او يا لږ تر لږه په دې فکر کې وي، چې ځانونه پاک کړي.
(٢) بله ډله  داسې ده، چې په شهوتونو، ګناهونو او د خداى تعالى پر بندګانو باندې په ظلم کولو کې ډوب دي او د هغوى کړنې داسې دي، چې ته به وائي خداى تعالى دوى ته بيخې برنامه او د ژوند طريقه نه ده رالېږلې او نيغه لار يې ورته نه ده ښوولى د دوى د ژوند مقصد يواځې خوند اخېستل، شهوتونه، ګناهونه، چل ول او پر نورو ظلم او زياتى کول دي او دغې موخې ته د رسيدو لپاره له هيڅ جنايته ډډه نه کوي.
لکه په تاريخ کې لولو، چې پلانى واکمن(د تاريخ يوه بدنامه څيره) وائي: ((زه له دې ډېر خوند اخلم ، چې د خداى تعالى بندګان په اورکې واچوم او د هغوى چغې او سورې اورم؛ ځکه زما په خيال ربړول او په اور کې د خلکو چغې او سوري  ښه موسيقي ده.))
 يو دا انسان دى او يو بل انسان به در وښيو، چې وائي که د دنيا ټوله باچاهي راکړئ او رانه وغواړئ، چې پر يو وړوکې ميږي ظلم وکړم او له خولې ئې دانه واخلم؛ نو دا کار به ونه کړم.
همدا شان موږ په خپل ژوند کې داسې وګړي پېژنو، چې له رذالت، ناپاکۍ او ظلمه پرته بل کار نه لري او داسې کسان هم شته ،چې خپل ژوند او هوساينه ئې د مسلمانانو او انسانانو د خدمت لپاره بښلې ده.
نو آيا د خداى تعالى انصاف او عدل دا تقاضا کوي، چې دا دوه ډوله کسان يو شان او برابر دي؟
آيا هغه منصف او عادل خداى، چې د ټولو بندګانو کړنې ورته معلومې دي او د هر چا له ظاهر او باطن څخه خبر دى دغو دواړو ډلو ته په يوه سترګه ګوري؟!
سالم او روغ عقل وائي، چې دا دوه ډوله خلک له يو بل سره توپير لري او هر چاته بايد د خپلو کړنو بدله ورکړل شي. 
هغه ډله، چې پر خداى تعالى ايمان لري او نيکي يې کړې پکار ده، چې د نېکۍ بدله وويني او هغه کسان، چې پر الله تعالى ايمان نه لري، ظلمونه او ګناهونه يې کړى پکار ده، چې د دې کړنو سزا ته ورسېږي.
هو، د خداى تعالى عدل او انصاف د دې تقاضا کوي، چې نيک عمله او ښه کسان بايد له بدو او بدعملو کسانو سره توپير ولري.
بل خوا په دې کې هم شک نیشته، چې دا امتياز او د نېکانو بدله په دنياکې په پوره توګه نه ورکول کېږي؛ ځکه  موږ وينو ، چې ډېر بې ايمانه او بد عمله کسان په دې دنيا کې آرام او په مزو چړچو کې ژوند کوي او له دې دنيا خوندونه اخلي.
د دې په اپوټه او ډېر داسې ايمانوال او نېک عمله کسان وينو، چې خپل ټول عمر يې د خداى تعالى په عبادت، د خلکو او ټولنې په خدمت، لارښوونه او ښو چارو کې تېر کړى او خپلې ټولنېزې او وګړنيزې دندې ئې پوره کړي؛ خو بيا هم په ډېرو سختيو، ستونزو، غريبۍ، ربړولو او بندونو کې عمر تېروي او په همدې حال کې مړه هم شي؛ نو دې ته په پام سره د خداى تعالى عدالت او حکمت دا تقاضا او غوښتنه لري، چې پکار ده يوه بله دنيا وي، چې نېکان په کې د خپلو نېکو چارو ښه بدله او بدان او کافران په کې د خپلو کړنو سزا وويني.
او دا بله دنيا هماغه د قيامت او د بيا راپاڅېدو ورځ ده، چې په ټولو آسمانې اديانو او په تېره بيا په اسلام کې پرې ايمان ضروري دى او د دين يو بنيادي اصل ګڼل کېږي.
خوشحال بابا وايي:
لکه ګورو ته چې يون شـــــــته
پس له مرګه بيـــــا ژوندون شته
خداى په هر چاره قـــــــــادر دى
بل ژوندون تـــــــــــــــــر والا زر دى
چې په دا باندې څوک شک کا
ځان به درســـــــت له کفر ډک کا
په آواز د صـــــــــــــــــــور له ګوره
پاڅــــــــــــــېدل دي زما وروره
صور شپېلۍ د اسرافـــــيل ده
لوى د پونـــــــــسو لکه ميل ده
فراخي يې زما لا لــــــــــــــــــه
چې سړى ځــــــــــي په زر کـاله
څلور ښکر د صور يادېــــــــــږي
هر يو ښکر يې جهـــــــــــان کېږي
د عمل نامــــــــې به واشـــــــــي
په هر لوري به غــــــــــــــــوغا شي
څوک نېکبخت څوک به بدبخت وي
د بدبخت حساب به سخت وي
چې نامه په ښــــــــي لاس ورکه
نور قيامت به پرې اختـــــــــــــر کا
چې نامه په کيـــــــــڼ لاس مومي
نو دوزخ لـــــــــــــــــــــره به درومي
د ده مخ په واړه تـــــــــــــــــور وي
درست وجود به يې تور سکور وي
د نېکبخت مخ به تــــــــــابان وي
تر مهتاب به لا رخشــــــــــــان وي
راضي من به ځنې خدا شي
جنتــــــــــونه به يې ځــــاى شي
تل به اوســــــي په جنت کې
په خوښــيې په راحـــــــــــت کې
ورسره بـــــــه وي تل حورې
په هر دم ورته حضـــــــــــــــــورې

کلیدي کلمې:

اړونده منځپانګې