رب زما(۱۱

لسم لوست
وروستى پيغمبر
   ومو ويل، چې وروستى پېغمبر د اسلام ګران استازى حضرت محمدبن عبدالله صلى الله عليه وآله وسلم دى هغه مبارک په څلويښت کلنۍ کې پر پېغمبرۍ وګومارل شو.
رحمن بابا وايي :
نبوت په محمد باندې تمام شه
نشته پس له محمده انبيــــــــــا
تاريخ ګواهي ورکوي، چې آنحضرت صلى الله عليه وآله وسلم په خپل ټول عمر کې حتى يوه شېبه هم د بوتانو عبادت نه دى کړى او له خداى پاک سره يې شريک نه دى ګرځولى.
آنحضرت صلى الله عليه وآله وسلم په داسې وخت کې د خداى تعالى لخوا پر پېغمبرۍ او د خلکو په لارښوونه مبعوث او وګومارل شو، چې انساني نړۍ پر ګډوډۍ، جنګ، ورور وژنه، خرافاتو،افسانو او چټياټو اخته وه.
هغه مبارک خپله پېغمبري اعلان کړه او د ثابتولو لپاره ئې زيات شمېر معجزې او شواهد راوړل. د پېغمبر اکرم په معجزو کې يوه داسې ژوندۍ، ښکاره، او مضبوطه معجزه هم وه، چې اوس يې هم پر پېغمبرۍ ټينګه شاهدي ورکوي دا ژوندى سند او تل پاتې معجزه قرآن شريف دى، چې اوس هم  د ځلانده لمر په شان ځلېږي او د خپلو منوونکيو زړۀ روښانه کوي.
قرآن شريف (د تکوير سورت  ٢٢- ٢٧ آيتونه) په زغرده وائي، چې: زما راوړونکى يو عادي انسان نه دى او زه د هغه فکر نه يم جوړ کړى؛ بلکې زما راوړونکى يو داسې ستر شخصيت دى، چې له غيبو او د دې نړۍ له خالق سره اړيکې لري او خداى تعالى هغه د انسانانو د لاښوونې لپاره راستولى دى.
و َمَا صَاحِبُكُم بِمَجْنُونٍ او ستاسې ملګرى [پېغمبر] ليونى نه دى.
وَلَقَدْ رَآهُ بِالْأُفُقِ الْمُبِينِ او په يقين چې هغه (د وحې امين = جبرئيل) د روښانه څنډو په لمن كې ليدلى دى.
وَمَا هُوَ عَلَى الْغَيْبِ بِضَنِينٍ او هغه د پټو (خبرو په ويلو كې) بخيل نه دى.
وَمَا هُوَ بِقَوْلِ شَيْطَانٍ رَجِيمٍ او دا ( قرآن) د شړل شوي شيطان خبره نه  ده.
فَأَيْنَ تَذْهَبُونَ نو چېرته ځئ؟!
إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرٌ لِّلْعَالَمِينَ دا (قرآن) نړيوالو ته له پند پرته بل څه نه دى؛
  د اسلام پېغمبر صلى الله عليه وآله وسلم به ويل:
((اى  خلکو! زه د خداى پاک لخوا پر پېغمبرۍ ګومارل شوى يم او دا قرآن زما پر پېغمبرى ژوندى او څرګند ګواه دى که زما په دې خبره کې شک لرئ تاسو ټول راغونډ شئ او د يو او بل په لاسنيوى د قرآن د سورتونو په شان يو سورت جوړ کړئ که تاسو بريالي شوئ او له ما سره مو سيالي وکړه؛ نو بيا زما پېغمبري مه منئ؛ خو که بريالي نه شوئ، چې هېڅ کله به نه شئ؛ نو پوه شئ، چې زه د خداى او مخلوق تر منځ يوه واسطه او رابطه يم او د هغه پېغمبر يم، چې تاسو د نېکمرغۍ او کمال لورې ته بوځم.))
په هغه زمانه کې ټولو ليکوالو او شاعرانو په تېره بيا هغو کسانو، چې په فصاحت او بلاغت کې بې ساري او بې مثاله استادان وو، نه يواځې دا، چې د قرآن مجيد د سورتونو په شان يې يو سورت جوړ نه کړ؛ بلکې ټولو په خپلې بې وسۍ او عاجزۍ اعتراف وکړ او له هغه وخته تر اوسه سره له دې، چې د اسلام دښمنانو د اسلام پر خلاف له ټولو وسايلو کار اخېستى؛ خو له قرآن سره د مقابلې وس نه لري، چې په شان يې يو آيت جوړ کړي.
د لا اله الا الله محمد رسول الله کلمه د انسان پر سږو کښل شوى ده.
د شاتو د مچيو پر ګبوڼي د حضرت محمد(ص) نوم کښل شوى دى.
پر يو ډول نباتي تخم د "الله" تعالى او حضرت "محمد" (ص) نومونه کښل شوي دي.
پر څاروي د حضرت "محمد(ص) "نوم کښل شوى دى.
په ځنګل کې په ونو د "لااله الا الله محمد رسول الله"کلمه کښل شوى ده.
  
قرآن تل پاتې معجزه
    قرآن شريف نه يواځې د فصاحت، بلاغت، د ژبې خوږوالي، جمله بندۍ، جوړښت، روحي جذابيت او زړۀ راښکون له نظره معجزه ده ؛ بلکې له نورو ډېرو اړخونو هم د معجزې حيثيت لري،چې دلته ورته لنډه اشاره کوو: 
(١) ټول تاريخ پوهان يوه خوله دي، چې د اسلام قدرمن پېغمبر((امي)) ؤ (يعنې له چا ئې زده کړه نه وه کړې) او تر څلويښت کلنۍ پورې، چې پر پېغمبرۍ مبعوث او وګومارل شو، له هېڅ استاد يې لوست نه وويلى، د اسلام پېغمبر صلى الله عليه وآله وسلم به خلکو ته په قرآن شريف کې د تېرو ډېرو پېغمبرانو قصې او پېښې لوستې البته د تېرو د قصو لوستل پخپله معجزه نه ده؛ خو دا قصې او پېښې چې [د تېرې او نوې زمانې] د مسيحيانو او يهوديانو په کتابونو کې راغلي؛ نو که موږ د قرآن دا برخه د يهوديانو او عېسايانو د پخوانيو او اوسنيو وختونو له ليکنو سره پرتله کړو له دې لارې پوهېداى شو، چې قرآن معجزه او آسماني کتاب دى؛ ځکه که د يهوديانو او عيسايانو د پخوانيو او اوسينو وختونو [د دوى اوسني کتابونه هغه کتابونه نۀ دي، چې حضرت موسى او حضرت عيسى عليهماالسلام د خداى له لورې راوړي؛ بلکې هغه اصلي کتابونه له منځه تللي دي] کتابونو ته مراجعه کوو؛ نو ګورو چې د دغو کتابونو ليکوالو د ډېرې ناپوهۍ په وجه د خداى د پېغمبرانو قصې[چې د تاريخ ډېر لوړ او تکړه شخصيتونه وو او قصې يې هم له پنده ډکې دي] د افسانو، خرافاتو او چټياتو په ډول بيان کړي او په دغو قصو او پيښو کې ئې حقايق دومره ګډوډ کړي، چې الهي پېغمبران تر عامو انسانانو هم ټيټ انځور شوي دي؛ خو چې قرآن مجيد لولو؛نو د دغو پاکو پېغمبرانو قصې او د ژوند پېښې داسې بيان شوي، چې ټولو ته د پند او عبرت وړدي.
او په همدې دليل هېڅ څوک نه شي ويلاى، چې د اسلام پېغمبر حضرت محمدصلى الله عليه وآله وسلم ، قرآن مجيد د يهوديانو او مسيحيانو له کتابونو جوړ کړى او د قرآن په شکل يې خلکو ته راوړاندې کړى دى.
قرآن مجيد چې د پېغمبرانو قصې بيانوي؛ نو يو شمېر حقايقو، اخلاقي خبرو او سبقونو ته هم اشاره کوي او د هغوى قصې او د ژوند پېښې يې په رښتونې توګه بيان کړي، چې وهم ورته لار نه شي موندلاى،
که دا قرآن وحې نه وي او له بل څه جوړ شوى وي؛ نو د پېغمبرانو د قصو په بيانولو کې به يې هماغه خرافات او ګډې وډې خبرې راخېستې واى لکه، چې د تورات او انجيل ليکوونکيو او د عربو قصه ويوونکيو راخېستې او د پېغمبرانو په قصو کې يې دروغ او غلطې خبرې ننه ايستي دي. تاسو د حضرت آدم ، بي بي هوا، حضرت ابراهيم ، حضرت  يعقوب او حضرت عيسى (عليهم السلام) قصې، چې په تورات او انجيل کې راغلي د قرآن شريف له قصو سره پرتله کړئ بيا به په حقيقت پوه شئ او دا لنډه مقايسه ثابتوي، چې د اسلام پېغمبرصلى الله عليه وآله وسلم د وحې له لارې حقايقو ته رسېدلى دى بايد ووايو، چې د يهودو او مسيحيانو په پخوانيو او اوسنيو کتابونو کې د دې پېغمبرانو قصې دومره سپکې، رسوا او شرموونکى دي، چې قلم يې له ليکلو شرمېږي؛خو همدا قصې او د ژوند پېښې په قرآن شريف کې په ډېره غوره طريقه بيان شوي، چې په کې علمي او اخلاقي حقايق نغښتي دي.
( ٢ ) د قرآن شريف د اعجاز د ثابتولو بله لار په هغه کې راغلي قوانين دي، چې دا قوانين دومره پاخه، سم او تللي دي، چې د وخت تېرېدلو او د انساني ټولنو او معاشرې بدلېدو ورته هېڅ زيان نه دى رسولى. قرآن شريف د انساني ټولنې لپاره ځانګړى اقتصادي نظام او قانون راوړى، چې په ټولو زمانو کې د انسانانو د غوښتنو ځواب ويلاى شي که د قرآن په يواځې يو اقتصادي اصل ((د سود پر حراموالي)) عمل وشي؛ نو د ټولنې طبقاتي اختلافونه او ګډ وډۍ به لرې  شي.
يو نالوستى او انپړ، خلکو ته حتى نيم غوندې صحيح قانون هم نه شي راوړى دا خو لا څه چې يو داسې سم اقتصادي نظام راوړاندې کړي، چې د ډول، ډول اقتصادي نظامونو په پيداکېدو سره نه يواځې هغه ته کوم تاوان نه رسيږى؛ بلکې د وخت ماهرانو او پوهانو د دغه نظام په سموالي ګواهي ورکړي او دغه قانون خپلو منوونکيو ته (که عملي يې کړي)، عظمت او عزت وربخښي.
قرآن مجيد په خلکو کې شتمني عادلانه ويشي، چې که عملي شي؛ نو په ټولنه کې به بېوزلي او لوږه پاى ته ورسېږي.
قرآن شريف د معاشرې او ټولنې د هوساينې او آسانتيا لپاره ډېر ټينګ او ښه جزائي قوانين لري،چې د انسان هوساينه تضمينوي.
د اسلام پوځي نظام او جنګي برنامه دومره پرمختللې ده، چې آن د دښمن د ناموس او حقوقو خيال په کې ساتل شوى دى.
غرض دا چې اسلامي حقوق دومره پراخ او هر اړخيز دي، چې د انسان له پيدايښته تر مړينې پورې ورته قانون لري او د هر څيز لپاره که څومره وړوکې هم وي يو حکم او سپارښتنه لري.
آيا يو نالوستى انسان هغه هم په داسې حالاتو کې، چې وحشت، نا پوهۍ، بې علمۍ او وهمياتو ګرده ټولنه نيولې وي پرته له دې، چې د غيبو له نړۍ سره اړيکې ولري انسانيت ته داسې ځلاند، بشپړ او تل پاتې قوانين راوړاى شي؟!
د اسلام ستريا او د قرآن اعجاز يواځې پر همدې خبرو نه رالنډېږي؛ بلکې نور داسې ډېر ګواهان او دليلونه شته، چې موږ پوهوي، چې قرآن مجيد يو الهي استاد او لارښود دى او برنامه يې اسماني ده.
چا له يوه اسلامي عالم نه پوښتنه وکړه: داسې ولې ده، قرآن چې څومره اورېدل کېږى؛ نو هومره ورسره غوږونه بلدېږي، او څومره، چې لوستل او نورو ته ښوول کېږي بيا هم نه زړېږي؟ بلکې د دې په اپوټه او پر عکس ورځ په ورځ يې تازه توب او نوي توب زياتېږي؟
عالم ورته وويل: ((دا ځکه، چې قرآن شريف د يوې خاصې زمانې او مهال لپاره نه دى نازل شوى؛نو ځکه په ټولو زمانو او وختونو کې نوى او تازه دى.))
هو، که موږ قرآن د خپل  ژوند برنامه وګرځوو؛ نو شک نشته، چې نېکمرغه به شو او لکه څنګه ،چې د اسلام په لومړيو وختونو کې مسلمانانو له قرآنه د لاروۍ په برکت په لنډه موده کې د ستر عزت او ترقۍ خاوندان شول؛ نو موږ به هم د تير په شان خپل برم بيا راژوندى کړو؛ خو مسلمانانو قرآن هېر کړى او له همدې امله نن پر دې حال اخته دي.

کلیدي کلمې: