رب زما(۱۰

نهم لوست
پيغمبران معصوم دي
  په دې خو پوه شو، چې د پېغمبرانو د راتلو يو مقصد د خلکو لار ښوونه ده؛ خو په دې کې هم شک نشته، چې که يو لارښود پخپله په ګناه ککړ وي؛ نو خلک پاکۍ او پاکلمنۍ ته نه شي رابللى. له دې امله ضروري ده، چې الهي پېغمبران له هر ډول ګناه، تېر وتنو او ناوړه کارونو پاک وي، چې خلک هم د هغوى په لاروۍ د نېکمرغۍ لار ومومي.
 په بله ژبه که څوک نور خلک رښتيا ويلو او امانت ساتلو ته رابولي؛ خو په خپله دروغجن وي يا کله کله دروغ وائي او په امانت کې خيانت کوي؛ نو خبره يې پر خلکو اغېزنه کوي همدا راز که پېغمبران له خطا او ګناه پاک نه وي او خلک دا احتمال ورکوي، چې کېداى شي دوى په خپلې وينا د الهي احکامو په بيانولو کې تېروځي؛ نو د هغوى خبره په پوره ډاډ سره نه مني او په پايله کې د هغوى سمه لاروي نه کېږي او د راتلو مقصد يې نه پوره کېږي. هو خداى تعالى داسې انسانان، چې له شرک او ګناه پاک نه وي د خپلې پېغمبرۍ او استازيتوب لپاره نه غوره کوي؛ بلکه هغوى د دې ستر مقام لپاره ټاکي، چې له هر ډول ککړتيا پاک وي او په راتلونکې کې هم له ګناه او خطا بچ او خوندي وي.
پېغمبران بايد د معجزې خاوندان وي
څوک چې روغ فطرت لري؛ نو ادعا بې دليله نه مني او که چا يوه ادعا بې دليله ومنله عقل او پوهه يې نيمګړې ده؛ له دې کبله لازمه ده، چې ټول الهي پېغمبران د خپلې پېغمبرۍ د ادعا د ثابتولو لپاره يو دليل او ګواه ولري او دا خبره ثابته کړي، چې دوى د خداى تعالى استازي دي.
يو دليل، چې د غيبو له نړۍ او پاک رب سره د پېغمبرانو اړيکې ثابتوي معجزه ده. معجزه هغه کار ته وائي، چې کول يې په هغو شرايطو او حالاتو کې، چې پېغمبر يې کوي د نورو د وس کارنه وي؛يعنې يو کار يواځې پېغمبران وکړاى شي او نور يې نه لکه د مړيو ژوندي کول او يا د ظاهري وسايلو له کارولو پرته د لاعلاجه ناروغيو علاجول.
په دې باب يو اسلامي مشر وائي: ((هر پېغمبر بايد له ځان سره يو شاهد ولري، چې پر رښتينولى يې دليل وي))
او معجزه پخپله يوه څرګنده شاهده ده، چې خلک  پرې د پېغمبرۍ د ادعا په رښتيا او دروغو پوهېداى شي.
خوشحال بابا وايي:
محمـــد چې پېغمبر دى
ستا په کوم دليـــــــل باور دى
دليــــــل دا چې معـــجزات
لري دى بې نهايـــــــــــــــــات
معجـــــــزه يې قرآن دى
چې راغلـــــى په ښه شــــان دى
عــرب ډېر فصيح زبان وو
دانشمند د خپــــــــــــل آوان وو
اتفـــــاق يې په دا کارو
لــــه قرآنه يې انـــــــــــــــــکارو
مدعي د مصـــطفى وو
په بطــــلان يې په غوغـــــــاوو
څه که دين د ده باطــل کړو
ســــــــحرګر يايې چــې بل کړو
جدلونه يې بر پـــــــاى کړه
کوششونه يـــــــــې په راى کړه
يو آيت لــــــــــــــکه قرآن و
چا ونه وې هســـــــــــــې ګران و
په دا کار کې سر ګردان شول
اخر خاورې د قرآن شـــــــــــول
همګي واړه عاجز شول
د رسول په دين فايز شـــــــــول
قرآن درست واړه متين دى
معجزه تر بې وســــــــين دى
د عيسى معجزه دا وه
د مړده وو په احيــــــــــــــــــا وه
د موسى عصـا به مار شوه
يابه ونه په اثمــــــــــــــــار شوه
معجزه د محـــــــــــــمد شته
يو قــــرآن دې کې سرمد شـــته
که تر شرق تر غربـــــــــه واړه
فصيحان ســــــــــازه کا غـــاړه
يو آيت لــــــــــــکه قرآن دى
رابه نه وړي هــــــسې ګران دى
په اعجاز يې کړه دوه نيمه
هومره اوه ځمـــکې جــــسيمه
بل ګويا ورته کــــــــباب شه
بل يې لاس چـــــشمه د آب شه
بل سوسمـــــــــار ورنه خبر
په ښــــــکاره وکړه نــــــــــــادر
په عجــــــــــــاز يې وبله پور
اوبه ښې شــــــــوې تلخې شور
په فراق د ده نالانـــــــــــــــــــه
د مسجد ستنــــــــه شـــوه جانه
په هوا وو اووه پاســـــــــــــــه
غر د ده د سر د پاســـــــــــــــــه
چې يې وبلله ونــــــــــــــــــــه
ورته راغله لــــــــــــــــويه پلنه
ده به وښېيــــــــــــل څيزونه
چې به ورک شول په ملکونه
معجزې يې وې بې شماره
زه يې څوکښم درتــــــــــه ياره
که يې کښم کتاب اوږدېږي
دانايان به خود پوهـــــــــــــېږي

کلیدي کلمې: