راځئ چې صحيح اسلام وپېژنوو

          ترجمه: انور شاهين خانخېل            
د اسلام د قدرمن رسول (ص) د رسالت بنياد د معافۍ، بخښنې او نرمۍ په ستنو ولاړ ؤ او تر هغه چې اعتقاداتو او الهي حدودو ته به څه زيان نه رسېدۀ له مشرکانو او کتابيانو سره به يې د نرمۍ او مهربانۍ سلوک کوۀ. د هېوادونو سرمشرانو ته د ليکونو ليکل، د مبليغونو لېږل، خبرې اترې کول، د مشرکانو او کتابيانو له قبيلو سره د سولې او دوستۍ د معاهدې کول او نويو مسلمانانوته له جنګي غنيمتونو څخه ونډه ورکول په دې زمينه کښې د خداے د ګران رسول (ص) له ځينو اقداماتو څخه وو.

حقيقت دا دے چې هغه ټولنه چې په هغه زمانه کښې ورسره د خداے ګران رسول (ص) مخامخ ؤ ګڼ شمېر او پراخه مشکلات لرل. د قدرت او اقتدار جوړښت د قبيله اي نظام په بنياد ؤ او د جهالت رسوماتواو عقائدو د خلقو په ذهنونونو او کردارونو باندې ژور اثر کړے ؤ. نو ځکه حضرت محمد مصطفی (ص) به کله کله د دين د ابلاغولو لپاره له ډېرو زياتو جدي خنډونو سره مخامخېدۀ چې له دغو څخه يو خنډ له پېغمبراکرم (ص) او مسلمانانو سره د کفارو دښمني او جنګونه وو. کله کله به دغو حالاتو پېغمبراکرم (ص) مجبوروۀ چې د کافرانو له سرمشرانو سره د فوځي مقابلې له لارې چلند وکړي. البته د هغه حضرت د رسالت تقاضا دا وه چې حتی د جنګ له شېبو څخه هم د انساني او اسلامي ارزښتونو د ترويج او د شرک او غېرالله د پرستش اوعبادت د نفي او د خلقو له ذهنونو څخه د جهالت و خرافاتو د ختمولو لپاره استفاده وکړي. کله به چې سختو او بولهوسو دښمنانو په ټينګار سره خپل ټول ځواکونه سنبالول او په مسلمانانو به يې يرغل کوۀ نو د خداے ګران رسول (ص) به په دې فکر کښې ؤ چې د خداے پاک د معرفت يوه دريڅه د هغوي مخې ته خلاصه کړي او د هغوي د وجود ظلمت او تيرې د ايمان په رڼا سره روښانه او هغوي د اسلام له

بې له شکه د خداے د ګران رسول (ص) په سيرت کښې يوه اصلي انګېزه د ګمراه انسانانو اصلاح او هدايت ؤ او که کولې يې شول په سوله او ارامښت سره دغه هدف ترلاسه کړي نو هيڅکله به يې د جنګ لاره نه غوره کوله. د مثال په توګه په ((بني قَينقاع)) نومې جنګ کښې له دې مخکې چې د خداے ګران رسول (ص) له يهودو سره په جنګ لاس پورې کړي هغوي يې هم د هغوي په بازار کښې راغونډ کړل او ورته يې وفرمايل: ((اے د يهودو ډلې! له خدايه اوريږئ چې هغه څه چې د قرېشو په سر راغلل ستاسو په سر رانۀ شي. اسلام قبول کړئ چې په امان کښې شئ. تاسو پوهيږئ چې زۀ مرسل نبي يعنې د خداے پاک لخوا رالېږلے شوے پېغمبر يم او دا تاسو په خپلو کتابونو کښې موندي دي او په تاسو د خداے ژمنه ده.))

د خېبر په جنګ کښې چې کله د خداے قدرمن رسول (ص) د لښکر قومانداني د حضرت علي (ع) لاسو ته وسپارله نو داسې يې وفرمايل: ((ورو ورو تګ کوه چې هغوي ته نزدې شې. بيا هغوي اسلام ته راوبله او د هغو حقوقو چې خداے د هغوي لپاره فرض کړي دي ورته خبر ورکړه. په خداے قسم که يو کس هم ستا په لاسو هدايت شو او اسلام يې قبول کړ نو ستا لپاره له هغه څه نه غوره دي چې ټول د سرو وېښتو اوښان ستا شي.

د خداے ګران پېغمبر (ص) د جنګ په مېدانونو کښې هم د اخلاقي اصولو پابند ؤ. له دغو نمونو څخه يوه هغه واقعه ده چې د بدر په جنګ کښې رامنځته شوه.په دغه جنګ کښې مسلمانانو زر تر زره د بدر کويانو ته ورسېدل او د ترټولو نزدې کوئي ترڅنګ يې مورچل جوړ کړ، خو د پېغمبراکرم (ص) په حکم يې خپلو دښمنانو ته اجازه ورکړه چې هغوي هم په ازادۍ سره اوبو يوسي. د جنګي اسيرانو بخښل او معاف کول هم په جنګونو کښې د پېغمبراکرم (ص) له اخلاقي مکارمو څخه وو. د مکې معظمې په فتح کښې له وينې بيونې څخه مخنيوے او عامه معافي هم د دښمنانو د هدايت په غرض له هغوي سره د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) د کريمانه سلوک يوه څرګنده نښه ده. د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) به چې کله جنګ ته مجبور شو نو لښکريانو ته به يې د دې چارو د خيال ساتنې نصيحت کوۀ.

وړومبې دا چې دښمنان دې اسلام ته رابلل شي، که يې قبول کړ نو د هغوي اسلام دې ومنل شي، که يې نۀ قبلوۀ نو هغوي دې د مسلمانانو په پناه کښې اوسېدو او د جِزيې ادا کولو ته رابلل شي. خو که دښمنانو په جنګ ټينګار کوۀ نو په خداے باندې په توکل سره دې ورسره جنګ وکړي او په عامه خلقو دې تېرې ونه کړي او له حلال غوښو څاروو څخه دې د خپل ضرورت مطابق اندازه باندې بسنه وکړي.

د اسلام قدرمن پېغمبر (ص) د لوظونو او معاهدو ډېر پابند ؤ. که به يې يو قام او قبيلې سره د سولې او دوستۍ معاهده کوله نو په بشپړه توګه به يې د هغې خيال ساتۀ او مسلمانانو به د هغې قبيلې په خلقو تېرے نه کوۀ. خو په داسې صورت کښې چې يوې قبيلې به د سولې د معاهدې خلاف ورزي کوله نو پېغمبراکرم (ص) به په هغې معاهدې باندې د ژمن پاتې کېدو څه دليل نه لرۀ او دا موضوع به يې هغوي ته اعلانوله. البته حتی په داسې مواردو کښې به هم د خداے ګران رسول (ص) له ناڅاپه او ناګهانه حملې ډډه کوله. البته د جاهليت په دوران کښې به معمولاً جنګونه سهار وختي شروع کېدل، خو کله کله به د يوې قبيلې د لوټلو لپاره په هغې باندې د شپې او ناڅاپه حمله کېده. د خداے ګران رسول (ص) د داسې نامړدۍ له جنګونو سره مخالف ؤ. خو هغه حضرت به په هغو جنګونو کښې چې د اسلام له دښمنانو سره به کېدل د ناڅاپۍ له حربې څخه د يو جنګي تاکتيک په توګه استفاده کوله، خو په دا ډول چې عامه خلقو ته زيان ونه رسي.

په هغو جنګونو کښې چې په ښارونو او استوګن سيمو کښې رامنځته کيږي په عامه توګه ښځې او ماشومان له خطر سره مخامخ وي. اسلامي اخلاق حکم کوي چې مسلمان لښکريان دې دغو عامه خلقو ته صدمه ونه رسوي. له دغو خلقو سره جنګ په هغه صورت کښې جائز دے چې کله هغوي د مسلمانانو د وژلو لپاره وسلې ته لاس کړي او مسلمان لښکريان وژل غواړي. امام جعفر صادق (ع) فرمائي: ((د خداے ګران رسول (ص) به چې هر کله غوښتل چې لښکريان وليږي نو هغوي به يې راوغوښتل او ځان ته به يې مخامخ کښېنول او ورته به يې فرمايل: ((د خداے په نامې سره، د خداے په مرستې سره ،د خداے په لار کښې او د خداے د پېغمبر په دين باندې (په ايمان سره) روان شئ. په غنيمتونو کښې خيانت ونکړئ، د چا د مثله کولو او اندامونو د پرې کولو کوشش ونکړئ، په کار کښې چل ول او دهوکه ونکړئ، بوډاګان، ماشومان او ښځې مه وژنئ او ونې مه پرې کوئ.))

بې پناه او بې اسرې خلقو ته د زيان نه رسولو په اړه د خداے د ګران رسول (ص) زياتې سپارښتنې د هغه حضرت د حق مدارۍ، عظيم روح او انساندوستۍ ښودونکې دي. د خداے ګران رسول (ص) به د خداے له دښمنانو سره د جنګ په مېدان کښې هيڅکله په اخلاقي اصولو سترګې نه پټولې. د جنګ په مېدان کښې يې بې مثاله مېړانه او پرېکنده توب لرۀ، خو چلند يې له نورو جنګياليو نه بل شان ؤ. او چې کله به دښمنان د جنګ په مېدان کښې د خداے له ګران رسول (ص) سره مخامخېدل نو د هغه حضرت له قرآني خوئي څخه متاثره کېدل او ورباندې به مئينېدل. د تاريخي رپوټونو له مخې د پېغمبر اکرم (ص) دښمنانو په ځلونو د هغه حضرت په ښو اخلاقو اعتراف کړے دے.

نور هغه موارد چې پېغمبر اکرم (ص) به د جنګ په مېدان کښې پرې تاکيد کوۀ، د هغو کسانو نه وژل وو چې په زور جنګ ته لېږل شوي يا په اجرت نيول شوي وو.د جاهليت د دوران د فوځي قوانينو په بنياد په جنګ کښې به د قبيلې د سړيو ګډون کول ضروري ؤ، خو ځينو سرمايه دارو او شتمنو کسانو چې به يې نه غوښتل په جنګ کښې ګډون وکړي ځينې کسان په پېسو نيول او د ځان په ځاے به يې د جنګ محاذ ته لېږل او ورته به يې مزدوري ورکوله. د خداے ګران رسول (ص) مسلمانانو ته حکم کړے ؤ په اجرت نيول شوي او غلامان مه وژنئ.

په جنګ کښې د رسول اکرم (ص) د تاکيد وړ يو بل اصل د پېغام رسوونکي تحفظ ؤ. د ويلوده چې د پېغام رسوونکي وژل د عربو قبيلو او ډلو ترمېنځ يو رائجه چاره وه. خو پېغمبراکرم (ص) مسلمانان له دې کاره منعې کړي وو. د حدېبيې د سولې په واقعه کښې د مکې درې تنه مشران پېغمبراکرم (ص) ته د قرېشو د مشرانو د پېغام رسولو او خبرو اترو لپاره هغه حضرت ته راغلل او په پوره امنيت کښې يې د خداے له ګران رسول (ص) او مسلمانانو سره کتنه او خبرې اترې وکړې. "عُروَه بن مسعود ثقفی" چې د طائف سيمې يو مشر ؤ په دغه کتنه کښې د پېغمبراکرم (ص) له داسې کريمانه اخلاقو او له هغه حضرت سره د خپلو اصحابو له عاشقانه احترام او قدرونې دومره متاثره او پرې مئين شو چې د تلو په وخت يې وويل: ((ما د ايران له باچا، د روم له قېصر او د حبشې له نجاشي باچا سره د هغوي په ماڼو کښې ليدل کتل کړي دي. په خداے مې دې قسم وي چې د هيڅ باچا په ماڼۍ کښې مې د هغه د درباريانو او ملګرو ترمېنځ د محمد (ص) په شان محبوبيت او قدرونه ونه ليدله.))

عروه بيا وروسته مسلمان شو او د خداے له ګران رسول (ص) څخه يې اجازه واخېسته چې طائف ته لاړ شي او خپل خپلوان اسلام ته دعوت کړي. د خداے ګران رسول (ص) ورته وفرمايل: (( په دې ويرېږم چې هسې نه هغوي دې ووژني، عروه د خداے له ګران رسول (ص) څخه له اجازې اخېستو وروسته طائف ته لاړ او هغوي يې اسلام ته دعوت کړل، خو د طائف خلقو له هغۀ سره مخالفت وکړ او هغه يې شهيد کړ.

د جنګ مېدان د جګړې او زور آزمائنې ډګر دے. په جنګ کښې هره خوا خپل فوځي توان ازمائي. که په جنګ کښې کمزوري يا ماتې رامنځته شي يا وياړ کوونکې کاميابي په برخه شي نو په هر حال کښې پکار نه دي دښمنانو ته بد رد وويل شي. بد رد ويوونکي تل د ټولنې ترټولو پست او پرېوتي کسان وي او بدرد ويل او کنځل کول د انسان د باطني کمزورۍ ښودنه کوي. اسلام په هر حال کښې په غوره سلوک او چلندونو باندې تاکيد کوي او په ديني تعليماتو کښې يې کنځل او بد رد ويل ناخوښه چاره بللې ده.

په هغو وختونو کښې چې د خداے ګران رسول (ص) په مکه مکرمه کښې ژوند کوۀ دښمنانو به يې په شان کښې سپکاوے او توهين کوۀ. په کاڼو به يې ويشتۀ او په مختلفو طريقو سره به يې هغه حضرت زوروۀ. خو په دغه ټوله موده کښې له پېغمبراکرم (ص) څخه حتی يوه هم ناسنجيده خبره نه ده اورېدل شوې. په هغه زمانه کښې د سختو جنګونو او د مسلمانانو او د پېغبراکرم (ص) د نزديو خپلواکونو په اړه د مشرکانو د څرګندو جنايتونو او زياتيو باوجود به هغه حضرت د اخلاقي اصولو خيال ساتۀ. د پېغمبراکرم (ص) له ارزښتناکو کوششونو څخه يو دا ؤ چې د هغې زمانې د خلقو د خبرو ادبيات يې بدل کړل. په جاهلو عربو کښې دا رسم ؤ چې په جنګونواو جګړو کښې به يې يو بل ته کنځلې او بد رد ويل. خو د خداے قدرمن رسول (ص) خلق له دې بد کاره او يو بل ته له کنځلو او بدوردو منعې کړل او په دې حقله يې وفرمايل: ((مشرکانو ته بد رد مه وائئ (او حراميان ورته مه وائئ) ځکه چې هر قوم د ځان لپاره (يو ډول) وادۀ لري.)

کلیدي کلمې: