د ځوانۍ فرصت

له فرصته د استفادې معنا

فرصت یعنې هدف ته د رسیدو لپاره د ضروري حالاتو برابریدل او له فرصته استفاده یعنې له برابرو حالاتو د ګټه پورته کونې په لاره کښې هڅه او کوشش.  په دې دنیا کښې هیڅ مخلوق بې حساب کتابه او بې ګټې نه دی او هیڅ کومه نتیجه له موجودو حالاتو د استفادې په لاره کښې له هڅې او کوشش پرته نه ترلاسه کیږي. محصل او زده کونکی باید د ښوونځي له مساعدو شرایطو او امنه چاپیریال او سلامتیا او له معلم او کتاب او مناسب فرصته ګټه پورته کړي او په جدیت سره د علم د ترلاسه کولو هڅه وکړي څو علمي درجو ته ورسیږي. او ناروغه کس ته هم پکار دي چې د طبیب، درملو او روغتون شتون سلامتیا ته د رسیدو لپاره یو فرصت وګڼي. له فرصتونو او مساعدو حالاتو ګټه پورته کول په ټولو مادي او معنوي چارو کښې د انسان د کامیابۍ اساسي بنیاد دی. رسول اکرم صلی الله علیه و آله وسلم فرمایلي دي: ستاسو په ژوند کښې ځینې داسې شیبې راځي چې د خدای له ژوند بخښونکې وږمې سره مخامخیږئ. نو له هغو فرصتونو د ګټه پورته کونې او د الهی فیض په لاره د ځان د سمونې کوشش وکړئ.[1]

د فرصتونو زر تیریدل

کوم فرصتونه چې په ټولو مادي او معنوي چارو کښې د انسان په ژوند کښې پيښیږي، ناپایداره او زر تیریدونکي وي او ممکنه ده چې په ډیرې وړې لټۍ سره له لاسه ووځي. رسول الله مبارک فرمایي: د چا مخې ته چې د خیر ور خلاص شو، هغه دې غنیمت وګڼي او له فرصته دې استفاده وکړي ځکه نه دی خبر چې دغه ور پرې کله بندیږي.[2]

د ځوانۍ د فرصت د غنیمت ګڼلو ضرورت

د ځوانۍ پړاو د انسان په ژوند کښې یو ډیر ګرانبیه او ارزښتناک فرصت دی چې مختلف وجوهات لري او هغه دا دي:

د دې پړاو ځانګړي او منفرد خصوصیات

ځواني د ځواک مرکز او د ښکلا څرګندونکې ده، له وجد او تاندوالي ډکه او له مینې او هیلې ډکه ده. د ځوانانو بدني ځواک، د بدن هر اړخیزه وده، کلک هډونه او فولادي او مضبوط اعصاب د کار او فعالیت لپاره تر ټولو ښه وسیله ده. د انسان معنوي ځواک هم د ځوانۍ په پړاو کښې په پوره زور سره څرګندیږي. د بدن د اندامونو له ودې او ترقۍ سره په یو وخت د ځوانانو په وجود کښې تاوده جذبات او احساسات هم راویښیږي او هغوي نه ستړي کیدونکو فعالیتونو ته اړباسي. د بدني او روحي قواو په غوړیدو سره د ترقۍ او بشپړتیا ډیر غوره عوامل د ځوانانو په واک کښې راځي چې که سم کار ترې واخلي نو خوشبخت او نیکمرغه کیږي. له بلې خوا ځوانان له ډیرو سختو روحي پریشانیو او اروايي خوابدیو سره مخ کیږي دا شان چې په یو وړوکي غفلت سره ممکنه ده د تل لپاره بدبخت شي.

د انسان په ټول ژوند باندې د دې پړاو اغیزه

د ځوانۍ له فرصته سمه استفاده یا د هغې ضایع کول، د انسان په ټول عمر اغیزه کوي او ښې یا بدې پایلې یې د عمر تر پاې پورې رول لوبوي. کوم معلومات چې ځوانان په مختلفو علمي او فني برخو کښې زده کوي، هغه پانګه ده چې ټول عمر ترې کار اخلي. دا شان هغه غوره یا ناغوره خلقیات هم چې په دې ورځو کښې یې ترلاسه کوي، په ټول ژوند کښې یې له خلکو سره د معاشرت او چلند پروګرام ګرځي.

د ځوانۍ د ورځو زر تیریدا

د ځوانۍ ارزښتناک فرصت د ژوند د نورو ګټه ورو فرصتونو په شان لنډ او زر تیریدونکی دی او غرغنډې وهونکې لمبې یې څو کاله پس یخیږي. دا زر تیریدنه او بیرته نه راستنیدنه د دې پړاو اهمیت لا زیاتوي. له دې امله کوم ځوانان چې په لټۍ او سستۍ سره د خپل عمر تر ټولو غوره او ښې ورځې داسې په اسانه ضایع کوي، د سزا او ترټنې وړ دي. امام جعفر صادق علیه السلام د (او لم نعمرکم ما یتذکر فیه من تذکر)[3] آیت په هکله فرمایلي دي چې دا آیت د هغو ځوانانو ترټنه ده چې د اتلسو کالو عمر ته رسیدلي دي او د خپلې ځوانۍ فرصت جدي نه ګڼي.[4]

د ځوانۍ له فرصته د ګټه پورته کولو مخې ته مهم خنډونه

په خواشینۍ سره په پرمختللو او د ودې په حال کښې هیوادونو کښې د مور او پلار او روزونکو د ناسمو روزنو او هم د ټولنیز اخلاقي فساد په وجه ډیر ځوانان له نیغې لارې غړیدلي او عملاً یې اخلاقي او انساني مقرراتو ته شا کړې او د ځوانۍ ګرانبیه فرصت په ناپوهۍ او عیش عشرت کښې له لاسه ورکوي. حقیقت دا دی چې د ځوانۍ د فرصت په وړاندې هم د نورو فرصتونو په شان یو لړ خنډونه او ستونزې شته چې دلته دوو مهمو خنډونو ته اشاره کیږي:

۱ . په تیر وخت افسوس کول او له راتلونکي څخه اندیښنه

د تیر شوي وخت افسوس او ارمان او له راتلونکي څخه اندیښنه او پریشاني هغه خنډونه دي چې که د چا په روح کښې نفوذ وکړي نو هوډ او فیصله یې ماتوي او هغه ویروي. ځیني ځوانان کله چې د لټۍ او سستۍ په وجه یو کار نه شي ترسره کولی لکه په امتحان کښې نه پاس کیږي، د تیر وخت د افسوس خوړلو او له راتلونکي د اندیښنې په وجه یې فکر پریشانه کیږي. افسوس خوري چې ولې یې سبق نه دی ویلی او اندیښمن وي چې که یو ځل بیا فیل شي نو څه به کوي. دا دوه خطرناک فکرونه د ځوان په حساس روح باندې دومره دباو راوړي چې د درس او سبق ویلو تاندوالی یې ختمیږي. د دې روحې ناروغۍ درملنه یوازې په سم حساب کتاب او د ضمیر په کرارولو سره کیدی شي. ځوانان باید ځانونه په دې پوه کړي چې تیر وخت یې چې هر څنګه و، تیر شوی دی او بیا نه راستنیږي او د تیر وخت ارمان کول هیڅ ګټه نه لري. د راتلونکي په هکله هم پاملرنه پکار ده چې د هر کس راتلونکی د هغه په روان حالت پورې تړاو لري او که نن خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي نو یو ځلانده راتلونکی به ولري. حضرت علي علیه السلام فرمايي: د تیرو وختونو افسوس او ارمان په زړه کښې مه راویښوئ ځکه چې تا هغو بریاو ته له چمتو کیدو منعه کوي چې مخکښې دې پرتې دي.[5] او د راتلونکي سبا غم او فکر دې په موجوده نن باندې مه ورتپه او د نن ورځې بار دې هسې مه دروندوه.[6] له دې امله د فرصت غنیمت یعنې موجودو حالاتو ته د انسان پاملرنه او د دنیاوي او اُخروي نیکمرغۍ په ګټه د هغو صحیح استعمال.

۲ . په تخیّلاتو کښې غرقیدل

یو بل لامل چې د ځوانۍ په دوران کښې د فرصتونو د ضایع کیدو سبب کیږي چټي ګروهنې او غیرحقیقي خیالات دي. مشران د خپلو زده کړو تجربو په وجه که د خپل ښه او بد راتلونکي فکر وکړي نو نسبتاً حقیقي او امکان لرونکي پروګرامونه به ولري خو ځوانان د خپل راتلونکي په هکله د ویرې، هیلې، آرزو او مینې په بنیاد یو خیالي او وهمي لرلید جوړوي. کله کله د خپل سبا د کامیابۍ فکر کوي او په خپل سوچ او خیال کښې یو زړه راکښونکی جنت تخلیقوي او چټي ورپورې زړه تړي ا کله کله د خپلې ماتې او ناکامۍ سوچونه کوي او له خپلو بدمرغیو یو سوزونکی جهنم جوړوي او نهیلي کیږي. د دې چټي تخیلاتو اغیزه د ژوند له حقیقته غفلت او د هغه موجود فرصت ضایع کول دي چې له مساعدو حالاتو ډک وي.

البته تخیلاتو ته د ځوانانو دا طبیعي ګروهنه د ذهن په پراختیا او د خلاقیت د ځواک په غوړیدا کښې هم ګټه ور اثر لري. دا نفسیاتي حالت د تخلیق او نوښت حس ژوندی کوي او هغه د نوي کیدو لپاره سنبالوي خو په دې شرط چې له حده تیر نه شي او صحیح خیال یې وساتل شي.

د ځوانۍ په پړاو کښې د ځوانانو دنده

لپاره د دې چې ځوانان د ځوانۍ طوفاني او خطرناک پړاو په سلامتیا سره تیر کړي او له خپلو وړتیاو او ځواک څخه زیات نه زیات کار واخلي، باید تل دوو ټکیو ته پام ولري.

۱ . د خپلې طبیعي وضعې پيژندل

ځوانانو ته پکار دي چې خپل طبیعي حالت وپیژني او د دې دوران په نیمګړتیاو خبر شي. باید پام یې وي چې په ځوانۍ کښې عقل کمزوری او احساسات ګرم وي او د ځوانانو زیاتره فیصلې د احساس له مخې وي او دا هغه ستر خطر دی چې تل دوي ګواښي.

۲ . د ځوانۍ د فرصت غنیمت

همدا شان دې د ځوانۍ فرصت غنیمت وګڼي. د تیر شوي او راتلونکي وخت فکر دې له ذهن څخه وباسي او یوازې روان وخت ته دې فکر وکړي، کوشش دې وکړي چې د ځوانۍ له موجودو ځواکونو څخه د علم او اخلاقو د زده کولو په لاره کښې کار واخلي او له ځانه یو غوره انسان جوړ کړي او ځان د یو عزت دار او ویاړمن ژوند لپاره سنبال کړل.

 

[1]- محجه البیضاء، پنځم ټوک، پنځلسم مخ.

[2]- مستدرک، دویم ټوک، ۳۵۰ مخ.

[3]- آیا تاسو ته مو دومره عمر در نه کړ چې که څوک ځان ته تذکر او یادونه کول وغواړي، نو یادونه دې وکړي؟

[4]- تفسیر برهان، ۸۸۰ مخ.

[5]- غرر الحکم، ۲۸۹ مخ.

[6]- غرر الحکم ۸ ۲مخ.

کلیدي کلمې: