د ځوانۍ ارزښت

الله جل جلاله په خپل کتاب قرآن مجید کښې فرمايي:

﴿ اللَّهُ الَّذِي خَلَقَكُمْ مِنْ ضَعْفٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ ضَعْفٍ قُوَّةً ثُمَّ جَعَلَ مِنْ بَعْدِ قُوَّةٍ ضَعْفًا وَشَيْبَةً يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَهُوَ الْعَلِيمُ الْقَدِيرُ﴾

«خدای هغه دی چې تاسو یې له کمزورتیا (نطفې) وپنځولئ بیا یې له کمزورتیا وروسته ستاسو لپاره د قوت پړاو وګرځوه او یو ځل بیا یې د کمزورۍ او بوډاتوب پړاو وګرځوه، څه چې وغواړي پنځوي یې او هغه خبر او توانمن دی».[1]

د ژوند درې پړاونه

د انسان د ژوند د لوړو ژورو ټولګه درې پړاونه لري: ماشومتوت، ځواني او بوډاتوب. بنیادم د ژوند د لارې په وهلو کښې د هغه غرختونکي په شان دی چې یوه ورځ د غره څُوکې ته د رسیدو لپاره په ختو وي او بله ورځ په کوځیدو وي څو د غره کوزې برخې ته ورسیږي. په غره باندې په ختلو کښې چې هره ورځ تیریږي لید او نظر یې لاپراخیږي او لاډیرې منظرې لیدی شي خو د کوزیدو په لاره کښې یې د نظر ساحه هره ورځ محدودیږي تر دې چې ټولې ښایسته منظرې یې له سترګو پناه کیږي.

د ځوانۍ ورځې د ژوند ترټولو لوړو منزلونو ته رسیدل دي او د ځوانانو د سترګو په وړاندې ښکلې منظرې او په زړه پورې لرلیدونه او هیلې ډیرې وي. د ماشومتوب، ځوانۍ او بوډاتوب مختلف پړاونه د انسان د طبیعي ژوند په پروګرام کښې د بشپړیدو پریکنده قانون او نه انکاریدونکی الهي سنت دی چې د دې بحث په سر کښې راغلي مبارک آیت بیان کړی او درې واړه یې د توانمن خدای په ارادې پورې تړلې بللي دي.

د ځوانۍ د وختو ځانګړتیاوې

 د ځوانۍ شپې ورځې د ځلیدو او د ژوند د غوړیدو او د خوشالۍ، قوت، امید، کوشش او هیجان دوران دی. د هر مملکت یوه ډیره ستره پانګه د هغه انساني ځواک دی او د هر هیواد ترټولو مهم انساني ځواک د هغه ځوان نسل دی. د کروندو آبادي، د زیرمو رایستل، د آبادیو جوړول او د پولو او سرحدونو دفاع په شان ټولې چارې د ځوان نسل په غاړه دي. د ځوانۍ په رارسیدو سره د ماشومتوب او وړوکوالي دوران تیریږي او انسان د شخصي مسئولیت چاپیریال ته ننوځي او د عمومي دندو د ترسره کولو ذمه واري یې په غاړه کیږي. بلوغ او ځوانۍ ته په ټولو ولسونو او قومونو کښې خاصه پاملرنه شوې ده او په ځینو قومونو کښې د ځوانۍ د دوران پیلیدل له یو لړ ځانګړو مراسمو سره مل وي.

د ځوانۍ اهمیت

 نن سبا د نویو علمونو پرمختګ او هم د صنعتي ژوند له امله رامینځته شویو چټکو بدلونونو د ځوان نسل اهمیت زیات کړی دی او ځوانانو په ټولو سیاسي، ټولنیزو، صنعتي او اخلاقي څانګو کښې ستره برخه ترلاسه کړې ده. د اسلام مبین دین هم ځوان نسل ته ځانګړی پام لري او ځوانان یې له مادي او معنوي، رواني او روزنیز، اخلاقي او ټولنیز او دنیاوي او اخروي نظره تر بشپړې خیال ساتنې لاندې راوستي دي. د اسلام قدرمنو اولیاو ځوان، د خدای یو ستر نعمت او د انسان په ژوند کښې د نیکمرغۍ یوه غټه پانګه ګڼلې ده. حضرت علي علیه السلام ځواني او سلامتیا دوه داسې ستر نعمتونه بولي چې یوازې د نشتوالي په وخت یې ارزښت معلومیږي. همدا شان د اسلام ګران قدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) او همدا شان په یو بل حدیث کښې امام جعفر صادق علیه السلام د لقمان حکیم له قوله فرمایلي دي: د ځوانۍ د استعمال او تیرولو د څرنګوالي په هکله پوښتنه په هغو ډیرو مهمو پوښتنو کښې شامله ده چې د قیامت په ورځ به کیږي.

د ځوانۍ په دوران کښې افراط او تفریط: په اوسنۍ زمانه کښې د ځوانانو او د هغوي د ارزښت او اهمیت موضوع د ټولو نړیوالو پام ځانته اړولی دی او په دې منځومان کښې ځینو کسانو له تندلاریتوب او افراطه کار اخیستی دی او ځوانان یې له حقیقي او وړ اندازې له لوړ کړي دي او ځینو بیا تفریط کړی او ځوانان یې د کچه توب او د علمي او عملي تجربې د نشتوالي په وجه له خپل حقیقي حده ټیټ کړي دي خو ځینو خلکو د ځوانانو د کمال او هم د نیمګړتیا اړخونو ته په پام سره اعتدال یعنې مینځ لاریتوب لاره خپله کړې ده.

موریس ویس وايي

 ځواني د انسان یو قیمتي ارزښت دی خو یوازې ارزښت ممکن نه دی. نن سبا ځیني دا باور لري چې د ځوانانو پرتم او ګرمي د کمال حد ته رسوي او مطلوب او غوره کمال هغه دی چې مونږ باید له دې ځواک څخه زیات نه زیات کار واخلو. دا فکر یوه خطرناکه ګمراهي ده ځکه چې د دې دوران د لوړو کیفیتونو لیدل پکار نه دي مونږ د هغه له نقصانونو غافل کړي. پر دې سربیره که افراط یا زیاتی کول وغواړو نو ډیر زر په ځوانانو کښې د ځان لیدنې، سترو ادعاو او احمقانه غرور او کبر او ناوړتیا روح پیدا کیږي. باید هیر نه کړو چې ځواني خپله د ژوند یو ارزښت دی او د نورو ارزښتونو په شان پکار دي د هغې درجه بندي په نظر کښې وساتل شي او د نورو لوړو ارزښتونو پیروي هم وشي.

ځوانانو ته د پيغمبر پاملرنه

د ځوانۍ د حقیقي ارزښت پيژندل او د هغه ښکلا او بدرنګۍ ته پاملرنه د ځوانانو د نیمکرغۍ اساسي شرط او د هغه له فعال ځواک څخه د سمې ګټه پورته کونې لاره ده. لپاره د دې چې د ځوانانو د حقیقي حد په پيژندنه کښې په خطا او غلطه لاره لاړ نه شو او په خپل بې ځایه قضاوت سره له افراط یا تفریط سره مخ نه شو او د ځوانانو د حقیقي ارزښت په هکله په واقع بینۍ سره قضاوت وکړو، ضروري ده چې په دې مهمه چاره کښې الهي تعلیمات د خپلې نفي او اثبات معیار وګرځوو او د اسلام د عالي قدره مشرانو له حقیقي لارښوونې ګټه پورته کړو. د هیواد په مهمو چارو کښې د لایقو ځوانانو د ځواک کارول د لوړو الهي تعلیماتو مطابق کار دی. رسول اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) په ګڼو مواردو کښې د مملکت مهم کارونه وړ او لایقو ځوانانو ته سپارلي وو او په ډاګه به یې هم په خوله او هم په عمل کښې د هغوي ملاتړ کوه او د هغه چاپیریال د ناروا افکارو او جاهلانه تعصبونو په وړاندې ودریده. د لازیاتو معلوماتو لپاره د رسول الله مبارک دریو اعمالو ته اشاره کوی شو:

وړومبی: له هجرته په مخکښې پړاو کښې د مصعب بن عمیر د پیغمبر اکرم (ص) یو صحابي و چې په ځوانۍ کښې ډیر ښایسته او حیاناک او د لوړ همت خاوند و. هغه د رسول الله په اسماني ویناو میئن شو او بلآخره یې د اسلام مبین دین قبول کړ. د پیغمبر د دعوت او بلنې له په ډاګه کیدو وروسته د دوي خبرې ورو ورو په ټول جزیرة العرب کښې خورې شوې او د مدینې خلک هم د اسلام له اساس او پروګرامونو خبر شول. یوه ورځ له مدینې نه د خزرج قبیلې دوه محترم کسان مکې ته راغلل او د هغه حضرت د لنډو او اغیزمنو خبرو له اوریدو وروسته یې په ډاګه اسلام راوړه. بیا یې له پیغمبر اکرم(ص) وغوښتل چې یو کس د خپل استازي په توګه له دوي سره مدینې ته ولیږي چې خلکو ته قرآن ورزده کړي او د اسلام دین ته یې دعوت کړي. څرګنده وه چې که له دغه فرصته په ښه توګه ګټه پورته شي او د پیغمبر اکرم استازی په صحیح او عالمانه توګه د اسلام دین د مدینې خلکو ته معرفي کړي دا شان چې هغوي اسلام ومني نو یوه ستره کامیابي به د مسلمانانو په ګټه کیده ځکه چې د مکې د محدود او ساډوبونکي ماحول په وړاندې د تبلیغ او مبارزې لپاره یو مهم مرکز ترلاسه کیده او د اسلام د تعلیماتو د خپرولو او د شرک او ظلم د بیخ ایستلو لپاره زمینه برابریدله. پر دې سربیره دا وړومبی ځل و چې د اسلام مشر له مکې بهر ته د خپل رسمي استازي د لیږلو فیصله کوله. بې شکه چې دغه استازی باید له هر اړخه وړ او لایق وی څو وکړی شي هم د مدینې د قبیلو ترمینځ پراخ اختلافات ختم کړي او د مینې او مهربانۍ چاپیریال رامینځته کړي او هم د اسلام مقدس تعلیمات داسې تبلیغ کړي چې د خلکو په زړونو اثر وکړي او د زړه له اخلاصه ایمان راوړي. د اسلام مشر له ټولو زړو او ځوانو مسلمانانو څخه مصعب بن عمر د خپل استازي په توګه غوره کړ او هغه یې د دې مهمې دندې د ترسره کولو لپاره مدینې ته ولیږه. مصعب چې د پیغمبر اکرم(ص) یو ځوان صحابي و، د ایمان په تاودوخې او د ځوانۍ په ولولې سره مدینې ته لاړ او په پوره خلوص او هوډمني سره یې خپل کار پیل کړ. د هغه ګرمو ویناوو، د قرآن د تلاوت ښایسته غږ، غوره اخلاقو او د اختلافاتو په هواري کښې یې عاقلانه تدبیر خلک سخت تر اغیزې لاندې راوستل او لږه موده نه وه تیره چې ډیر خلک مسلمانان شول. حضرت محمد مصطفی(ص) پوهیده چې په مدینې ښار کښې بوډاګان او درانه شخصیتونه ډیر دي او د هغوي لپاره د یو ځوان د حکمونو منل ډیر ګران دي خو غوښتل یې چې خپل منونکي په عملي توګه پوه کړي چې د اسلام په مکتب کښې د مملکت د سترو دندو د سپارلو بنیادي شرط د عمر زیاتوالی نه بلکې صلاحیت او وړتیا ده.

دویم: مدینې منورې ته د رسول الله مبارک په هجرت سره اسلام پياوړی شو او د مسلمانانو تربټولو ستر ارمان د مکې فتح کول او د مشرکانو له منګولو د مقدسې کعبې شریفې خلاصول او د ډول ډول بتانو له سپیره شتونه د هغې پاکول وو چې د خدای تعالی په امر دا ستر ارمان هم پوره شو. د مکې له فتحې لږه موده وروسته د حنین جنګ پیښ شو او رسول اکرم سره له خپلو سرتیرو له مکې څخه وتلو ته مجبور شو چې د جنګ میدان ته لاړ شي. خو د ښار د اداره کولو لپاره باید یو لایق ولسوال ټاکل شوی وی چې د خلکو په کارونو د غور نه علاوه د دښمنانو او نورو احتمالي ګډوډیو مخه ونیسي. د اسلام ګرانقدره پیغمبر(ص) د عتاب بن اسید په نامه یو ۲۱ کلن ځوان غوره کړ. په داسې ستر مقام د دغه ځوان د ټاکل کیدو په وجه د مکې مشران خفه او خوابدي شول او ویې ویل چې رسول اکرم زمونږ د سپکاوي لپاره یو کچه ځوان د عرب په شیخانو امیر کړی دی. دا خبرې د رسول الله مبارک غوږو ته ورسیدې او دوي په یو لیک کښې د هغه ځوان د اطاعت په ضرورت باندې په یو ځل بیا ټینګار سره د خلک د بې ځایه اعتراض ځواب داسې ورکړ: په تاسو کښې دې هیڅ یو د عتاب ځواني د اعتراض اساس نه ګرځوي ځکه چې د انسان د سترتوب اندازه د هغه معنوي کمال او فضیلت دی نه یې د عمر او مشرۍ کبر.  دغه ځوان د پيغمبر اکرم(ص) تر وفاته پورې د مکې ولسوال او مشر و او په مختلفو ډګرونو کښې یې ډیر ښه خدمات وکړل.

دریم: پيغمبر اکرم حضرت محمد مصطفی(ص) د خپل عمر په وروستیو ورځو کښې مسلمانان د روم له ځواکمن هیواد سره جنګ ته تیار کړل. د مسلمان پوځ ټول لوړ رتبه افسران او امرا، د مهاجرینو او انصارو ټول مشران، ټول عرب شیخان او باشخصیته کسان په دې ستر لښکر کښې موجود وو. رسول اکرم(ص) د دغه ستر او مهم لښکر قومنداني اسامة بن زید ته ورکړه چې عمر یې اتلس کاله و. دې ناڅاپه ګمارنې ډیر کسان حیران او وویرول او داسې ګونګوسې تر غوږو شوې چې دا کچه ځوان څنګه د اسلام د مخکښو او مخینه لرونکو مهاجرینو په قومندانۍ غوره شوې دی؟ رسول اکرم(ص) د دې خبرو په اوریدو سره په قهر شو او منبر ته وخاته او د خدای تعالی جل جلاله له حمد او ثنا وروسته یې د اسامه په وړتیا او د ټولو لخوا د هغه د اطاعت په ضرورت ټينګار وکړ. د لایقو ځوانانو په ملاتړ باندې د رسول الله مبارک ټینګار د مسلمانانو په عامه افکارو ډیره ژوره اغیزه وکړه او هغوي ورو ورو په خپلې تیروتنې پوه شول.

له دې دریو تاریخي نمونو په ښه توګه استفاده کیږي چې د اسلام په اسماني مکتب کښې د ځوان نسل ارزښت د کمال او پام وړ دی او البته د ځوانانو د غوره کولو اصلي شرط د هغوي صلاحیت او وړتیا ده او په همدې وجه د زړو او مشرانو شکایت یوازې د هغوي د ځوانۍ له امله و او هیڅ کله یې دا ونه ویل چې ګني نالایقه دي.

 

[1]. 30 سورت، 54 آیت.

کلیدي کلمې: