د ځوانانو احکام 4

د زکات احکام

 396-  مسأله: که حيوان په ټول کال د بيابان واښه وخوری زکات ئی واجب دی. که ټول کال يا يو مدت کرل سوی يا لو سوی واښه وخوری زکات نلری.

397-  مسأله: د سره زر او نقری زکات هغه وخت واجب کيږی چی د سکی په ډول وی او په هغه معاملی وسی، بناپر دی هغه څه چی نن ښځی د زيور په ډول ګټه اخلی، زکات نلری.

398-  مسأله: زکات ورکول د عباداتو دی او بايد هغه څه چی ورکوی د زکات په نيت او د قربت په قصد وی.

399-  مسأله: د زګات مصرف اته ځای دی چی کولای سی هغه په ټولو يا برخو ځايو د هغو مصرف کړی او بعضی ځايونه ئی عبارت دی.

- فقير او مسکين.

- پورور چی نسی کولای خپل پور ورکړی.

- هغه نامسلمانان چی که هغوته زکات ورکړسی د اسلام په دين علاقه مند او نژدی کيږی يا په جګړه کی د مسلمانانو سره مرسته کوی.

- د خدای (جل جلاله) په لار، يعنی په هغو کارو چی ګټه ئی ټولو مسلمانانوته رسيږی او هغه څه د اسلام د پاره ګټه ولری، لکه د مسجد، پل او سړک جوړول.[1]

د اخستلو او خرڅول احکام

400-  مسأله: د معاملی د احکامو زده کول په هغه مقدار چی احتياج ورته سته، واجب دی.

401-  مسأله: د لهو د آلاتو رانيول او خرڅول چی فقط په حرام ګټه کيږی، حرام دی.

402-  مسأله: که يو شی چی کيږی حلاله ګټه ځينی يوسی په دی شرط خرڅ کړی چی په حرام مصرف وسی: لکه انګور پدی شرط خرڅ کړی چی د هغه څه شراب جوړ کړی، د هغه معاملی حرام او بناپر احتياط واجب باطل دی.

403-  مسأله: رانيول او خرڅول، ساتنه، ليکل، لوستل او درس ورکول د ګمراه کوونکی کتابو حرام دی، مګر هغه زمان چی د صحيح مقصد او هدف د پاره وی، مثلاً د هغه د اشکالواوعيبو د ځواب ورکول د پاره.

404-  مسأله: د يو جنس خرڅول چی د بل شی سره ګډوی پدی شرط چی هغه شی معلوم نه وی،خرڅونکی هم ورانيوونکی ته ونه وائی حرام دی، مثلاً شيدی د اوبو سره ګډ کړی او خرڅ کړی (دغه عمل ته په معامله کی غشّ (غير اصولی) وائی).

405-  مسأله: په معامله کی بايد د هغه جنس ښه والی او بدوالی چی خرڅيږی يا رانيول کيږی معلوم وی ليکن د ښه والی او بدوالی او نه ويل ئی د خلګوپه ميل او غوښتنی نسبت و هغه جنس ته تأثير ونلری لازم ندی.

 406-  مسأله: د دوو همډول جنس رانيول او خرڅول، چی په وزن يا پيمانه خرڅوی په ډيريو تر بل (ربا) او حرام دی، لکه چی يو ټن غنم ورکړی او يو ټن او 200 کيلوګرام غنم واخلی، يا يو من وريجی ورکړی او يو من وريجی او سل تومان واخلی.

407-  مسأله: مستحب دی خرڅوونکی د رانيونکی په منځ په قيمت توپيری پری نږدی او د جنس په قيمت سختی ونه کړی او د معاملی د منځه تلل غوښتنی قبول کړی.

408-  مسأله: قسم خوړل په معامله کی که رښتيا وی مکروه او که درواغ وی حرام دی.

د معاملی د منځه وړل او پښيمانيدل:

409-  مسأله: په برخو ځايو خرڅونکی يا رانيونکی کولای سی معاملی د منځه يوسی او پښيمانه سی.

- رانيونکی يا خرڅونکی خطا وتلی وی.

- د معاملی په وخت تر ټاکلی وخت قبول کړی وی هر دواړه يا يو د هغو وکولای سی معاملی د منځه يوسی، مثلاً د رانيول او خرڅول په وخت ووائی: تر دری ورځی وروسته هر څوک پښيمانه سو کولای سی بيرته ورکړی.

- رانيونکی او خرڅونکی د معاملی د محل او ځايه څه تللی نه وی؛ مثلاً د مغازی د خاوند څه يو شی رانيولی دی، د مخه تر دی چی د هغه ځای څه ولاړسی کولای سی هغه بيرته ورکړی.

- هغه شی چی رانيولی دی معيوب يعنی خراپ وی او پسله معاملی وپوهيږی.

- خرڅونکی د خپل جنس د پاره چی رانيونکی هغه ندی ليدلی صفتونه بيان کړيدی او وروسته معلوم سی هغه ډول نه وی، ووائی دغه کتاب 200 ورقی لری وروسته معلوم سی لږ دی.

410-  مسأله: که پسله معاملی د مال عيب وپوهيږی او سمدستی ونه وائی بناپر احتياط واجب د معاملی د منځه وړل حق نلری، مګر کله چی د مسألی حکم ئی نه پوهيدل.

قرض (پور)

قرض ورکول د مستحبی کارو څه دی چی په قرآن او روايتو د هغه په باره ډير سفارش سويدی او قرض ورکونکی د قيامت په ورځ ډير ثواب به ولری.

د قرض ډولونه:

1- مدت لرونکی: يعنی د قرض ورکول په وخت معلوم سويدی چی قرض نيونکی څه وخت خپل قرض ورکړی.

2-  بی له مدت: هغه قرض چی د ورکول وخت په هغه کی معلوم نه وی.

د قرض احکام:

 411-  که قرض مدت لرونکی وی پور غوښتونکی د مخه تر هغه مدت پای ته رسيدل نسی کولای خپل پور وغواړی.

412-  مسأله: که قرض مدت لرونکی نه وی پور غوښتونکی هر وخت وغواړی کولای سی د خپل پور غوښتنه وکړی.

413-  مسأله: که د قرض د ورکول وخت رارسيدلی وی يا قرض بيله مدت وه او پور غوښتونکی خپل پور وغواړی، واجب دی چی قرض دار که توان ولری خپل قرض ورکړی او که ورکول ئی وزنډوی، ګناه کاره دی.

414-  مسأله: که قرض ورکونکی شرط وکړی پسله يو مدت، مثلاً يو کال وروسته، ډير ونيسی يا يو کار د هغه د پاره وکړی ربا او حرام دی، لکه چی سل زره  تومنه ورکړی او شرط وکړی چی پسله يو کال يو سل و شل زره تومنه ونيسی.

415-  مسأله: که قرض ورکونکی شرط نه وی کړی چی ډير ونيسی ليکن پخپله قرض دار ډير تر قرض ورکړی اشکال نلری او مستحب دی.

امانت داری:

که انسان خپل مال و يو څوک ته ورکړی او ووائی: وتاته امانت دی، او هغه هم قبول کړی، بايد د امانت داری په احکام عمل وکړی.

د امانت داری احکام:

416-  مسأله: څوک چی نسی کولای د امانته څه ساتنه وکړی بناپر احتياط واجب جايز ندی يو مال په امانت قبول کړی.

417-  مسأله: څوک چی يو مال امانت پريږدی، هر وخت کولای سی هغه بيرته واخلی او څوک چی امانت قبولوی هر وخت کولای سی هغه وخاوندته ئی ورکړی.

418-  مسأله: څوک چی امانت قبولوی، که د هغه د پاره مناسب ځای نلری، بايد مناسب ځای هغه ته جوړ کړی: مثلاً که امانت پيسی دی او په کور کی نسی کولای وساتی، بانک ته وسپاری.

419-  مساله: امانتدار يو ډول د امانته څه ساتنه وکړی چی خلګ ونه وائی په امانت  خيانت او يا د هغه په ساتنه ټنبلی کړيدی.

420-  مسأله: هر کله د خلګو امانت د منځه ولاړسی.

الف – که امانتدار د هغه په ساتنه ټنبلی کړيوی، بايد د هغه په ځای خاوندته ئی ورکړی.

ب: که امانتدار د هغه په ساتنه ټنبلی ندی کړی په يو سبب د منځه تللی دی، مثلاً هغه سيل وړی دی، امانت دار ضامن ندی او لازم ندی د هغه په ځای ورکړی.

421-  مسأله: امانتدار نسی کولای د امانته څه ګټه واخلی، مګر د هغه د خاوند په اجازه.

عاريه:

عارئی هغه دی چی انسان خپل مال وبل چاته ورکړی چی د هغه څه ګټه واخلی او د هغه په ځای شی هم د هغه څخه و نه غواړی؛ لکه هغه چی خپل بايسکل يو چاته ورکوی چی په هغه خپل کورته ولاړسی او بيرته راوګرځی.

 422-  مسأله: څوک چی يو شی عارئی ورکړی دی هر وقت وغواړی کولای سی هغه بيرته واخلی او هغه څوک هم عارئی کړيدی هر وخت وغواړی کولای سی هغه بيرته ورکړی، که بيرته اخيستل د عارئی نيونکی د تاوان سبب کيږی، بناپر احتياط واجب مهلت بايد ورکړی.

423-  مسأله: هر وخت هغه مال چی عارئی کړيدی د منځه ولاړسی يا معيوب سی: که د هغه په ساتنه ټنبلی نه وی کړی يا د هغه څخه ډير ګټه نه وی اخيستی ضامن ندی. ليکن که د هغه په ساتنه ټنبلی کړيوی يا د هغه څخه ډير ګټه اخيستی وی بايد د هغه تاوان ورکړی.

424-  مسأله: که د مخه شرط کړی وی چی هر ډول تاوان پر هغه مال راسی عاريه کونکی ضامن دی، بايدد هغه تاوان ورکړی.

ورک سوی يا پيدا سوی شيان:

425-  مسأله: څوک که يو شی پيدا کړی او وانخلی، خاصه وظيفه پر هغه نسته.

426-  مسأله: يو شی که پيدا کړی او واخلی خاص احکام لری پدی شرح:

که قيمت ئی تر 6/12 نخود سکه داره[2] نقری لږ وی او هغه شی نښه ولری او خاوند ئی معلوم نه وی کولای سی د ځان د پاره واخلی، ليکن هر وخت خاوند ئی پيدا سو، بناپر احتياط واجب بايد د هغه په ځای خاوند ته ئی ورکړی.

او که قيمت ئی تر 6/12 نخود سکه داره نقری لږ نه وی او نښه لری چی کولای سی په هغه خاوندئی پيدا کړی، بايد تر يوه اوته هر ورځ او پسله هغه هره اوته يوه پلا اعلان وکړی او څرنګه چی تر يو کال اعلان وکړ او خاوندئی پيدا نسو کولای سی په قصد د دی چی ( هر کله خاوندئی پيدا سو و هغه ته ورکړی) د ځان د پاره واخلی يا د هغه د پاره وساتی چی هر وخت پيدا سو هغه ورکړی يا د خاوند له خوائی صدقه ورکړی، ليکن احتياط مستحب هغه دی چی د خاوند له خوائی و هغه فقيرته چی سيد نه وی صدقه ورکړی.

427-  مسأله: که پوهيږی اعلان کول ګټه نلری او يا د خاوند د پيدا کيدل څه ئی نااميده دی په ډول چی اعلان کول ئی بی ګټه شميرل کيږی اعلان لازم ندی.

428-  مسأله: که د انسان بوټ يوسی او بل بوټ د هغه پر ځای پريږدی که څه هم پوهيږی هغه بوټ چی پاته دی د هغه چا مال دی چی بوټ ئی وړيدی او پوه سی چی په قصده وړيدی او راضی دی چی بوټ ئی د هغه پر ځای واخلی او هغه هم نسی پيدا کولای، که د خاوند د پيدا کيدل څه ئی مأيوسه دی يا هغه ته سخت وی، کولای سی هغه د خپل بوټ پر ځای واخلی، ليکن که د هغه بوټ قيمت تر خپل بوټ ئی ډيروی بايد هر وخت خاوند ئی پيدا سو د هغه د قيمت ډيروالی ېی ورکړی او که د خاوند د پيدا کيدل څه ئی نااميده سو بايد د هغه د قيمت ډيروالی د هغه د خوا و هغه فقيرته چی سيد نه وی صدقه ورکړی.

429-  مسأله: که يو څوک چی بوټ ئی وړيدی ګمان وکړی چی بوټ ئی په قصده ندی وړی يا ګمان وکړی هغه بوټ چی پاته دی د هغه چا مال ندی چی بوټ ئی وړی دی او هغه نسی پيدا کولای بايد د هغه د خاوند پلټنه وکړی او که د پيدا کيدل څه ئی نااميده سو، که قيمت ېی تر 6/12 نخود سکه داره نقری لږ وی کولای سی د ځان د پاره واخلی او که ډيروی بايد تر يو کال اعلان وکړی او پسله يو کال بناپر احتياط واجب د شرع د حاکم په اجازه د هغه د خاوند له خوا و هغه فقيرته چی سيد نه وی صدقه ورکړی.

غصب:

غصب هغه دی چی انسان په ناحق او د ظلم او ستم په واسطه د نورو مالونه اوددوی حقوق  تر لاس لاندی کړی.

غصب د لويو ګناهانو څه دی او کوونکی د هغه د قيامت په ورځ په سخت عذاب اخته او ګرفتاره کيږی.

430-  مسأله: که انسان يو شی غصب کړی سر بيره پر هغه چی يو حرام کار کړيدی، بايد هغه و خاوندته ئی ورکړی او که هغه شی د منځه ولاړسی، بايد د هغه په ځای ورکړی.

431- مسأله: که يو شی ئی چی غصب کړيدی خراپ کړی بايد د هغه د قيمت توپير هم ورکړی.

432- مسأله: که يو شی ئی چی غصب کړيدی توپير هغه ته ورکړی وی او بهتره سوی وی؛ لکه چی غصب سوی بايسکل ئی جوړ کړی وی که د مال خاوند ووائی چی په دغه ډول راکړه، بايد هغه ته ورکړی، او نسی کولای د خپل زحمت د پاره حقوق ونيسی، او حق نلری هغه ته توپير ورکړی چی لکه لومړی ئی وسی.

خوړل او څښل:

خدای (ج) ښکلی طبيعت، بعضی حيوانان، ميوی او سابه د انسان په اختيار قرار ورکړی دی، تر څو چی د هغو څه د خوړل، څښل، کالی، کور او نور اړتيا د پاره ګټه واخلی، ليکن د انسانانو د ځان د ساتنی او د هغو د جسم او روح د روغتيا د پاره او د نسل د پاتيدل او د نورو په حقوقو احترام، قوانين او مقررات قرار ورکړيدی چی دلته هغه چی په خوړونکو او څښونکو اړه لری آشنا کيږی.

433- مسأله: د هغه شی خوړل چی د مرګ سبب کيږی يا د انسان د پاره ډير تاوان لری حرام دی.

434- مسأله: د نجس شی خوړل او څښل حرام دی.

435- مسأله: د خټی خوړل حرام دی.

436- مسأله: د حضرت سيد الشهداء امام حسين (عليه السلام) د تربت لږ څه خوړل د شفا د پاره اشکال نلری، ليکن ښه دی چی تربت به اوبو حل سی تر څو چی ګډ او محو سی او پسله هغه وڅښی.

437- مسأله: پر هر مسلمان واجب دی چی بل مسلمان نژدی دی د وږی او تږی څه ومری، ډوډی او اوبه ورکړی او د مرګه څه وژغوری.

د ډوډی (طعام) خوړل آداب:

438- مسأله: دغه کارونه د ډوډی په خوړل مستحب دی:

1- لاسونه د مخه او پسله ډوډی پريمينځی.

2- د ډوډی په اوله (بسم الله) او په پای (الحمدلله) ووائی.

3- په راسته لاس ډوډی وخوری.

4- کوچنی ګولی واخلی.

5- ډوډی ښه وژوئی.

6- ميوی او سابه د مخه تر خوړل په اوبو پريمينځی.

7- هر څونفر چی پر دسترخوان ناست دی، هر څوک خپل د مخه څه ډوډی وخوری.

8- ميزبان (د کور خاوند) د مخه تر ټولو په ډوډی خوړل شروع وکړی او پسله ټولو لاس وکاږی.

439- مسأله: دغه کارونه د ډوډی په خوړل مکروه دی:

1- د موړ په حال ډوډی خوړل.

2- ډير ډوډی خوړل.

3- نوروته کتل د ډوډی خوړل په وخت.

4- تود طعام خوړل.

5- پو کول په هغه ډوډی چی خوری.

6- د ډوډی پری کول په چاړه.

7- د ډوډی ايښودل د ظرف لاندی او هر ډول بی احترامی.

8- د ميوی ليری اچول د مخه تر دی چی ټول ئی وخوړل سی.

د ابو څښل آداب:

440- مسأله: د اوبوپه څښل دغه کارونه مستحب دی:

1- په ورځ، په ولاړ اوبه وڅښی.

2- د اوبو د څښل د مخه (بسم الله) او وروسته (الحمدلله) ووائی.

3- په دری نفسه (سا) اوبه وڅښی.

4- پسله څښل د (اوبو) حضرت امام حسين (عليه السلام)، خاندان او ياران ئی ياد کړی او قاتلان د هغو لعن کړی.

441- مسأله: د اوبو په څښل دغه کارونه مکروه دی.

1- ډير اوبه څښل.

2- د غوړ ډوډی وروسته اوبه څښل.

3- په چپه لاس اوبه څښل.

4- په شپه، په ولاړ اوبه څښل.

د حيوان د سر پری کول احکام

442- مسأله: د حيوان د سر پريکول دستور دادی چی حلقوم (دنفس لار) او مری (د ډوډی لار) او دوه شاهرګه چی د حلقوم په دوو خواو دی او هغوته اربعه اوداج (څلور رګه) ويل کيږی، د غاړی لاندی راوتلی برخه په کامل ډول پری کړی او که هغو سوری کړی، کافی ندی.

د حيوان د سر پری کول شرايط:

443- مسأله: د حيوان سر پری کول (ذبح) شپږ شرطه لری:

1- څوک چی د حيوان سر پری کوی مسلمان وی.

2- د حيوان سر د اوسپنی په آلاتو پری کړی.

3- د حيوان د سر د پری کول په وخت، مخ، لاس، پښه او نس ئی د قبلی وخواته وی.

4- د حيوان د سر د پری کول په وخت د خدای (ج) نوم يوسی او که يواځی (بسم الله) ووائی کافی دی.

5- د حيوان د سر پری کول وروسته يو حرکت وکړی چی معلوم سی ژوندی ؤ يا دا چی په معمول اندازه د هغه د بدنه څه وينی راووځی، داحکم په هغه وخت دی چی د حيوان د سر پری کول په وخت مشکوک وی چی مړ دی يا ژوندی، او بيله دی لازم ندی.

6- د حيوان وژل د سر د پری کول د ځايه څه وی او بناپر احتياط واجب، جايز ندی چاړه د غاړی پر شا ننباسی او سر د شا د خوا پری سی.

د اسلحی سره ښکار:

444- مسأله: که وحشی حلال غوښی حيوان په هغه شرايط چی بيان ئی کيږی د اسلحی په واسطه ښکار کړی او مړ سی پاک او حلال دی.

- د ښکار سلاح لکه توره او چاړه پريکونکی وی، يا لکه نيزه او مرمی يا غښی تيره وی چی په سبب د دی چی تيره دی د حيوان بدن څيری کړی.

- څوک چی حيوان ښکاروی مسلمان وی.

- اسلحی د ښکار د پاره په کار يوسی، او که بل ځای نښه ونيسی او په نامعلوم ډول و حيوان ته وخوری حلال ندی.

- د اسلحی د کار وړل په وخت (مثلاً د مرمی د غښی وهل په وخت) د خدای (ج) نوم يوسی.

- پسله دی چی حيوان ئی ووهل، ژر د حيوان وخواته ورسی، او هغه وخت حيوان ته ورسيږی چی مړ سوی وی يا د هغه د سر پريکول د پاره وخت نه وی. بناپر دی که تراوسه ژوندی دی او د هغه د سر پريکول د پاره وخت سته که د هغه سر پری نکړی او هغه مړسی، حرام دی.

ماهی (کب) نيول:

445- مسأله: که پولک لرونکی ماهی د اوبو څه ژوندی ونيسی او د اوبو د باندی مړسی، پاک او خوړل ئی حلال دی. او که په اوبوکی مړسی، که څه هم بدن ئی پاک دی ليکن خوړل ئی حرام دی، مګر داچی د ماهی نيونکی په تور په اوبوکی مړسی، هغه وخت خوړل ئی حلال دی.

446- مسأله: هغه ماهيان چی پولک نلری، که څه هم ژوندی د اوبو څه ونيول سی او د اوبو د باندی مړسی حرام دی.

447- مسأله: څوک چی ماهی نيسی، لازم ندی مسلمان وی او لازم ندی د خدای (ج) نوم يوسی، ليکن مسلمان بايد وپوهيږی چی هغه ئی ژوندی نيولی دی او د اوبو د باندی مړ سويدی.

ازدواج (واده)

ليدل:

يو د الهی نعمتو، د بينائی قدرت دی انسان بايد د دغه لوی نعمت څه د خپل او خپل هم ډولو د ترقی او کمال په لار ګټه واخلی او هغه دنامحرمانو د ليدنی څخه وساتی، که څه هم د طبيعت او د هغه ښکلا ليدل که د نورو په حقوقو تجاوز نوی اشکال نلری. ليکن د خپل د ليدنی ساتل و نورو او د ځان ساتنه د نامحرمانو د ليدنی څه خاص احکام لری چی دلته برخی د هغو بيانوو.

محرم او نامحرم:

448- مسأله: محرم هغه څوک دی چی هغه ته ليدل، هغه محدوديت چی نسبت و نورو خلګوته سته، دغه ته نسته او ازدواج د هغه سره حرام دی.

449- مسأله: دغه کسان پر نارينه او هلکان محرم دی:

- مور او انا (د مور او پلار مور).

- لور او اولاد د لور (لمسی) او اولاد د هغه.

- خور.

- خورزه (د خور لور) اولاد د هغه.

- وراره (د ورور لور) اولاد د هغه.

- عمه (خپل عمه، د پلار او مور عمه ئی).

- خاله (خپل خاله، د پلار او مور خاله).

دغه کسان د نَسَبی خپلوی په سبب سره محرم دی.

بل جمعيت هم د ازدواج په سبب پر هلکان او نارينه محرم کيږی، د هغو د جمعی څه دی:

- ماندينی.

- د ماندينی مور.

- د پلار ماندينی (اندر مور).

- د زوی ماندينی (مژور). ليکن د ورور ماندينی (وريندار) اود ماندينی خور نامحرم دی.

450- مسأله: دغه کسان پر نجونی او ښځی محرم دی.

- پلار او نيکه.

زوی او د زوی زوی (لمسی) او زامن ئی.

- ورور (د ورور زوی) او زامن ئی.

- خورزه ( دخور زوی) او زامن ئی.

- اکا (خپل اکا، د پلار او مور اکائی).

- ماما (خپل ماما، د پلار او مور ماما).

دغه کسان د نَسَبی خپلوی په سبب سره محرم دی.

بل جمعيت هم د ازدواج په سبب پر نجونی او ښځی محرم کيږی، د هغو د جمعی څه دی:

- ميړه.

- د ميړه پلار او د ميړه نيکه.

- د لور ميړه ( زوم) ليکن د خور ميړه او د ميړه ورور محرم ندی.

بيله دغه کسانو چی بيان سو امکان سته نور کسان هم د ازدواج په سبب په خاص شرايط يو پر بل محرم سی چی په فقهی مفصل کتابو راغلی دی.

451- مسأله: که يوه ښځه په هغه شرايط چی په فقهی کتابو راغلی دی، يو ماشوم ته شيدی ورکړی، هغه ماشوم پر هغی ښځی او نور کسان محرم کيږی چی د ډير پوهيدل د پاره کولای سی د توضيح المسائل په رسالی مراجعه وکړی.

نوروته ليدلو احکام:

452- مسأله: بيله ميړه او ماندينی د هر انسان کتل و بل ته که د خوند اخيستل د پاره وی حرام دی، څه هم جنس وی؛ لکه د نارينه کتل وبل ته يا هم جنس نه وی؛ لکه د نارينه کتل و ښځی ته څه محرم وی يا نامحرم او د بدن و هر ځای ته وی دغه حکم لری.

453- مسأله: هلکان او نارينه کولای سی د هغو ښځو چی پر هغو محرم دی و ټول بدن ته يواځی عورت ئی بيله خوند اخيستل وګوری.

454- مسأله: هلکان او نارينه نسی کولای د نامحرم ښځی وريښتان او بدن ته وګوری ليکن کتل ولاسو او مخ په هغه اندازه چی په اوداسه پريمينځل کيږی که دخوند اخيستل په قصد نه وی اشکال نلری.

455- مسأله: نجونی او ښځی کولای سی بيله خوند اخيستل د نامحرم نارينه سر، مخ او غاړه په هغه اندازه چی په معمول ډول نه پټوی وګوری.

د ازدواج په باره څو مسألی:

456- مسأله: څوک چی د همسر د نه درلودل په واسطه په حرام لويږی، مثلاً نامحرم ته ګوری، واجب دی ازدواج وکړی.

457- مسأله: په ازدواج کی بايد مخصوصه صيغه ئی وويل سی او يواځی د هلک او نجلی رضايت او علاقه درلودل کافی نه دی بناپر دی تر هغه وخت چی د ازدواج صيغه ونه ويل سی نه محرم کيږی او د نورو نامحرمو ښځو سره توپير نلری.

458- مسأله: که د ازدواج عقد (نکاح) يو حرف غلط وويل سی په يو ډول چی د هغه معنی توپير وکړی، عقد باطل دی.

459- مسأله: د هغه نجلی سره چی د انسان خور يا ورينداری د هغه د ورور د شيدی څه هغی ته کامل شيدی ورکړيدی، نسی کولای ازدواج وکړی، همدا ډول که د انسان خورزه يا وراره يا د خور لمسی يا د ورور لمسی هغی نجلی ته شيدی ورکړی وی.

460- مسأله: که يو بالغ شخص د يو نابالغ هلک سره لواط وکړی د هلک مور او خور پر هغه حرام کيږی. ليکن که دواړه نابالغ وی يا مفعول بالغ وی يا شک وکړی بالغ وه يا شک وکړی دخول سويدی که يه، پر هغه نه حرام کيږی.

461- مسأله: که يو څوک د يوی ښځی سره چی عمه او خاله ئی نه وی زنا وکړی، احتياط واجب هغه دی چی د هغی د لوره سره ازدواج ونه کړی. ليکن که يوه ښځه نکاح وکړی او د هغی سره نژدی توب وکړی پسله هغه د هغی د موره سره زنا وکړی هغی ښځی پر هغه نه حرام کيږی، او که د مخه تر هغه چی د هغی سره نژدی توب وکړی د هغی د موره سره زنا وکړی، احتياط واجب هغه دی چی د هغی ښځی څه جلا سی.

د سلام ورکول احکام:

462- مسأله: سلام کول و نورته مستحب دی، ليکن ځواب ئی واجب دی.

463- مسأله: سلام کول و هغه څوک ته چی د لمونځ کول په حال کی دی، مکروه دی.

464- مسأله: که يو څوک ولمونځ کونکی ته سلام وکړی بايد هغه ډول چی هغه سلام کړيدی ځواب ورکړی؛ مثلاً که ويلی دی: (سلام عليکم) د هغه په ځواب ووائی: (سلام عليکم)، ليکن په ځواب د (عليکم السلام) ووائی: (سلام عليکم).

465- مسأله: څوک چی لمونځ کوی جايز ندی و نوروته سلام وکړی.

466- مسأله: سلام ته بايد سمدستی ځواب ورکړسی.

467- مسأله: که دوه نفره په يو وخت سلام وکړی يو اوبل ته، پر هر يواجب دی چی د سلام ځواب و بل ته ورکړی.

468- مسأله: سلام کول کافرته مکروه دی او که هغه مسلمان ته سلام ورکړی، احتياط واجب هغه دی چی د هغه ځواب ووائی: (عليک) او يا فقط ووائی: (سلام).

د سلام کول آداب:

469- مسأله: مستحب دی سپور و پياده ته، ولاړ وناست ته، لږ جمعيت و ډير جمعيت ته او کشر و مشرته سلام وکړی.

470- مسأله: مستحب دی بيله لمونځ د سلام ځواب بهتره تر هغه ورکړی يعنی که څوک ووائی: (سلام عليکم) مستحب دی په ځواب ئی ووائی (سلام عليکم و رحمة الله).

471- مسأله: د نارينه سلام کول و ښځی ته مکروه دی، مخصوصاً وځوانه ښځی ته.

د قرآن احکام:

472- مسأله: قرآن هميشه بايد پاک وی او د قرآن پاڼی او ليک نجس کول حرام دی او که نجس سی بايد سمدستی هغه په اوبو پريمينځی.

473- مسأله: که د قرآن جلد (پوښ) نجس سی او په قرآن بی احترامی وی، بايد هغه په اوبو پريمينځی.

د قرآن د ليکو لاس وهل (لمس کول):

474- مسأله: د بدن د يو ځای رسيدل د قرآن په ليکنی د هغه څوک د پاره چی اودس نلری، حرام دی.

475- مسأله: د قرآن په ليکنی لاس وهل د آياتو، کليماتو، حروف او حرکات په منځ کی توپير نسته.

476- مسأله: په هغه شی چی قرآن پر هغه ليکل سويدی، د کاغذ، مځکه، ديوال، او ټکر په منځ کی توپير نسته.

477- مسأله: د قرآنی په ليکنی توپير نسته چی په قلم ليکل سويدی يا چاپ يا ګچ يا بل شی.

478- مسأله: که قرآنی ليکنی په قرآن کی هم نه وی لاس وهل ئی حرام دی. که يوه آيه د قرآن په بل کتاب ليکل سوی وی، بلکه يو کليمه ئی په يو کاغذ کی وی، يا نيمه کليمه ئی د قرآنی د پاڼی يا د بل کتاب څه پری سوی وی بياهم لاس وهل بيله اودس حرام دی.

479- مسأله: په لاندی ځايو، د قرآنی د ليکنی لاس وهل په حساب نه راځی او حرام ندی.

- د پلاستيک يا د ښيښی د شا لاس وهل ئی.

- د قرآن د جلد، پاڼی او د ليکنی اطراف لاس وهل.

- د قرآن د ترجمی لمس په هر لغات وی، (ليکن د خدای (ج) د نوم لمس کول په هر لغات چی وی، د هغه څوک د پاره چی اودس نلری حرام دی، لکه د خدای کلمه).

480- مسأله: هغه کلمات چی د قرآن او بيله قرآن په منځ کی مشترک يعنی يوه معنی لری، لکه (مؤمن)، (الذين) که ليکونکی د قرآن په قصد ليکلی وی بيله اودس لمس ئی حرام دی.

481- مسأله: د قرآن د ليکو لاس وهل پر جُنب حرام دی.

482- مسأله: جُنب انسان نبايد د قرآن سجدی لرونکی سوری ووائی (تفصيل ئی په 121 مسألی تيرسو).

قسم خوړل:

483- مسأله: که يو څوک د خدای (ج) په يو نوم لکه (خدای) او (الله) قسم وخوری چی يو کار وکړی، يا ونکړی: مثلاً قسم وخوری چی دوه رکعته لمونځ وکړی، واجب دی په هغه عمل وکړی.

484- مسأله: که په قصده په هغه قسم چی خوړلی دی عمل ونه کړی بايد کفاری ورکړی اوکفاری ئی يو د دغه دری عمله دی:

- يو غلام آزادول.

- لس فقير موړول.

- لس فقير پټول. او هيڅ يو د دغو ونسی کولای پر ځای کړی، بايد دری ورځی پرله پسی روژه ونيسی.

485- مسأله: څوک چی قسم خوری که خبره ئی رښتيا وی قسم خوړل ئی مکروه دی او که درواغ وی، حرام او د لويو ګناهانو څه دی.

متفرقی مسائل:

486- مسأله: انسان که د يو څوک په مخ چپلاخه يا بل شی ووهی چی مخ ئی سورسی، بايد 5/1 مثقال شرعی سکه دار طلا (سره زر) هغه ته ورکړی او که کبود سی 3 مثقال، او که تور سی 6 مثقال، او هر شرعی مثقال 18 نخود دی.

487- مسأله: که د يو څوک بدن بل ځای ئی (بيله مخ) د وهل په واسطه سور يا کبود يا تور سی بايد نيم د هغه چی په د مخه مسألی وويل سو ورکړی.

488- مسأله: د هغه حيوان وژل چی تاوان رسوی او د چا مال ندی؛ لکه مار او لړم، اشکال نلری.

489- مسأله: که يو شی و صنعت کارته ورکړی چی جوړ کړی او خاوندئی رانسی هغه يوسی، څرنګه چی صنعت کار پلټنه وکړی او خاوندئی پيدا نکړی، بايد بناپر احتياط واجب هغه د خاوند په نيت ئی وهغه فقيرته چی سيد نه وی صدقه ورکړی.

490- مسأله: هغه ديوال چی د دوو نفرو مال دی، لکه شريکی ديوال د دوو کور په منځ، هيڅ يو د هغو حق نلری بيله اجازی د بل شريک هغه جوړ کړی ياد وسپنی ګاډر سر پر ديوال کښيږدی يا پر ديوال ميخ ووهی، ليکن هغه کارونه چی معلوم دی شريک راضی دی، لکه تکيه وهل او کالی اچول پر ديوال اشکال نلری او که شريک ئی ووائی پدی کارو راضی نه يم، د دغو کارو کول هم جايز ندی.

491- مسأله: که د ګاونډی د ونی ريښی د انسان په ملک (مځکه، باغ، کور او نور) راسی، د ملک خاوند کولای سی چی د ونی د خاونده څه وغواړی چی د ونی ريښی وګرځوی يا پری کړی او که د ونی خاوند دغه کار ونکړی، پخپله کولای سی د هغو مخ نيوی وکړی او که د ونی د ريښی څه تاوان هغه ته ورسيږی کولای سی د ونی د خاونده څه ونيسی.

492- مسأله: ميوه دار ونی که ښاخی ئی د باغ د ديوال د باندی راوتلی وی، که انسان ونه پوهيږی خاوندئی راضی دی که يه، نسی کولای د هغه ميوی وشکوی او که ميوی ئی پر مځکه توی سوی وی نسی کولای هغه واخلی.

493- مسأله: هغه جايزی چی بانک بعضو کسانو ته چی د سپما په صندوق کی پيسی ايږدی ورکوی که شرط نه وی کړی چی شی ورکړی او بانک د خلګو د تشويق د پاره د ځانه ورکړی او تاوان ئی چاته ونه رسيږی حلال دی.

494- مسأله: د ږری خرول او ماشينول که د خرول په ډول وی بناپر احتياط واجب حرام دی او پدی حکم ټول خلګ يو ډول او د خدای (ج) حکم د خلګو د مسخری په سبب توپير نکوی، څوک چی تازه او نوی بالغ سويدی او خپل ږره ونه خرئی خلګ هغه مسخری کړی، څرنګه چی خپل ږره وخرئی يا داسی ماشين کړی چی د خرول په ډول وی حرام دی.

495- مسأله: استمنا کول حرام دی، يعنی انسان د ځانه سره يو کار وکړی چی منی د هغه څه راووځی.

496- مسأله: هغه آواز چی مخصوص د بازيګری او د لهوی د مجلسو دی غنا او حرام دی او که نوحه يا روضه يا قرآن هم په غنا ووائی حرام دی، ليکن که هغه په ښه آواز ووائی چی غنا نه وی اشکال نلری.

497- مسأله: بازی په هغه وسيلی چی معمولاً د قمار وسيلی شميرل کيږی، لکه (قاب او تخته نرد[3]) حرام دی، بلی وسيلی لکه منچ[4] او توپ (ګند) چی معمولاً د قمار وسيلی نه شميرل کيږی بازی په هغه اشکال نلری. سطرنج او پاسور (ورقی) هم که د قمار وسيلی حساب سی بازی په هغو مطلقاً حرام دی او الا اشکال نلری.

498- مسأله: لاس وهل او چکو کول د جشن او نطق کول په مجلسو چی په مسجدو، حسينيئی او مشاهد (زيارتونه) کی نه وی، که د تشويق او مشروع (جايز) امر د پاره وی او د نور حرام سره يو ځای نه وی اشکال نلری.

د يادوړ: هغه چی پدی کتاب راغلی دی ټول احکام ندی، بلکه د احکام ډير برخی چی په اوله درجه د ځوانانو نياز او غوښتنه وه، پدی رسالی راغلی دی او د ډير توضيح او معلومات د پاره د توضيح المسائل په رسالی مراجعه وسی

 

[1] . د زکات د مصرف په نورو ځايو د پيژندل د پاره کولای سی د توضيح المسايل د رسالی په 1973 مسألی مراجعه وکړی.

[2] . د 6/12 نخود  نقری قيمت، نن په بازار کی حدوداً 3100 ريال   يعنی 310 تومنه  دی  (د1381 هجری شمسی کال په پسرلی

[3] . د قمار يو ډول وسيلی دی.

[4] . يو ډول بازی د ماشومانو د پاره دی.