د ځوانانو احکام 3

روژه:

يو بل د واجبو کارو او د اسلام برنامو د انسانانو د باطن جوړل د پاره (روژه) ده، روژه هغه ده چی انسان د سهار د اذان څه تر مغرب (ماښام) پوری د خدای (جل جلاله) د فرمان د اطاعت د پاره د برخو کارو چی شرح ئی به راسی پرهيز وکړی يعنی ځان وساتی.

د روژی نيت:

357- مسأله: روژه د عباداتو دی او بايد د خدای (جل جلاله) د فرمان د په ځای کول د پاره ونيول سی او دا هغه د روژی (نيت) دی.

358- مسأله: انسان کولای سی د رمضان د مياشتی په هره شپه د صبا د روژی د پاره نيت وکړی او ښه دی چی د مياشتی په اوله شپه هم د ټولی مياشتی د روژی نيت وکړی.

359- مسأله: لازم ندی د روژی نيت په ژبه ووائی، بلکه د ومره چی د خدای (جل جلاله) د دستور په ځای کول د پاره د سهار د اذان څه تر مغربه پوری يو کار چی روژه باطلوی ونه کړی، کافی دی.

د روژی مبطلات (باطلول:

360- مسأله: روژی لرونکی بايد د سهار د اذانه څه تر مغربه پوری د برخو کارو څه پرهيز وکړی او که يو د هغو په ځای کړی، روژه ئی باطل کيږی. په مجموع د دغو کارو (د روژی مبطلات) ويل کيږی، چی د هغو د جَمعی څه دی:

* خوړل او څښل .

* غليظ (تيره) دوړی رسيدل و حلق ته .

* ټول سر ننه ايستل په اوبوکی.

* قی کول (دخولی د لاری ګرځول).

* درواغ تړل په خدای (جل جلاله)، پيغمبر (صلی الله عليه و آله وسلم) او معصوم امامانو (عليهم السلام).

* پاتيدل پر جنابت، حيض او نفاس د سهار تر اذان پوری.

* استمنا.

بيله هغه چی وويل سو، نور کارونه هم روژه باطلوی چی د هغو د پيژندل د پاره د توضيح المسائل د رسالی په 1632 مسألی 266 صفحی مراجعه وکړی.

د روژی د مبطلاتو احکام

خوړل او څښل:

361- مسأله: که روژی لرونکی په قصده يو شی وخوری يا وڅښی روژه ئی باطل کيږی.

362- مسأله: که څوک يو شی په قصده چی دغاښو په منځ کی ئی پاته سويدی تير کړی روژه ئی باطل کيږی.

363- مسأله: د خولی د اوبو تيرول روژه نه باطلوی هر څو هم ډيروی.

364- مسأله: که روژی لرونکی د هيريدل په سبب (په ياد ئی ندی چی روژه لری) يو شی وخوری يا وڅښی روژه ئی نه باطل کيږی.

365- مسأله: انسان نسی کولای د ضعيفی په خاطر روژه وخوری ليکن که ضعف ئی دومره دی چی معمولاً نه کيږی د هغه طاقت راوړی د روژی خوړل اشکال نلری.

پيچکاری (ستن) وهل:

366- مسأله: روژی لرونکی بايد د سيرم او پيچکاری وهل د طعام او خوراک پر ځای ځان وساتی، ليکن نور پيچکاری اشکال نلری.

غليظ د وړی رسيدل و حلق ته:

367- مسأله: که روژی لرونکی غليظی د وړی وحلق ته ورسوی روژه ئی باطل کيږی څه خوراکی دوړی وی لکه وړه، يا بيله خوراکی لکه خاوره.

368- مسأله: غليظ بخار او د تنباکو او سګريت دود بناپر احتياط واجب روژه باطلوی.

ټول سر ننه ايستل په ابوکی:

369- مسأله: که روژی لرونکی په قصده ټول سر په اوبوکی ننه باسی بناپر احتياط واجب روژه ئی باطل کيږی.

370- مسأله: که روژی لرونکی بی اختياره په اوبوکی ولويږی او د هغه ټول سر اوبه ونيسی يا هير کړی چی روژه لری او سر په اوبو ننه باسی روژه ئی نه باطل کيږی، ليکن هر کله چی پوه سو بايد سمدستی سر د اوبو څه راوباسی.

قی کول:

371- مسأله: هر کله روژی لرونکی په قصده قی وکړی که څه هم د ناروغی په سبب وی روژه ئی باطل کيږی.

372- مسأله: که روژی لرونکی پوه نسی روژه لری يا بی اختيار قی وکړی روژه نه باطل کيږی.

د روژی کفاری او قضا

د قضا روژه:

373- مسأله: که څوک د رمضان د مياشتی روژی د يو عذر په خاطر (ناروغی، سفر او نور) ونه نيسی بايد پسله د رمضان د مياشتی قضائی ونيسی.

د روژی کفاری:

374- مسأله: څوک چی بيله عذر خپل روژی په يو د مبطلاتو د روژی باطل کړی، بايد قضا ئی ونيسی او يو د دغو کارو هم وکړی او دا هغه د روژی کفاری دی.

* يو غلام آزادول.

* دوی مياشتی روژی نيول چی  يوديرش ورځی بايد پرله پسی وی.

* شپيته فقير موړول يا يو (مد طعام[1] ورکول و هر يوته.

څوک چی کفاری پر هغه واجب کيږی يو د لوړ کارو په ځای کړی، او ځکه چی په اوس زمان (غلام) په فقهی معنی د هغه نه پيدا کيږی، دوهم يا دريم مورد په ځای کوی او که هيڅ يو د دغو نسی کولای، بايد 18 ورځی روژی ونيسی يا څو مد طعام (په هغه مقدار چی کولای سی) و فقيرته ورکړی. او که هيڅ يو نسی کولای په ځای کړی، هرڅومره د دغه دوو چی کولای سی عمل وکړی او که هغه هم نسی کولای په ځای کړی، بايد استغفار وکړی ليکن احتياط واجب هغه دی چی که وروسته وکولای سی کفاری ورکړی.

د روژی د کفاری او قضا احکام:

375- مسأله: لازم ندی د روژی قضا فوری (سمدستی) ونيسی، ليکن بناپر احتياط واجب بايدد راتلونکی کال تر رمضان پوری ونيسی.

376- مسأله: انسان نبايد د کفاری په ورکول تنبلی وکړی، ليکن لازم ندی هغه فوری ورکړی او که څو کاله پر هغه تيرسی شی پر هغه نه اضافه کيږی.

377- مسأله: که د يو عذر په سبب لکه سفر، روژی ندی نيولی او پسله رمضان عذرئی د منځه ولاړسی او د راتلونکی کال تر رمضان پوری په قصده د هغه قضا ونه نيسی، بايد سر بيره پر قضا، د هره ورځ د پاره يو مد طعام و فقيرته ورکړی. او که په عذر قضائی ونه نيسی بناپر احتياط واجب، سر بيره پر قضا يو مد طعام هم وفقيرته ورکړی.

378- مسأله: که د ناروغی په سبب نسی کولای روژی ونيسی او هغه ناروغی د راتلونکی کال تر رمضان پوری دوام ولری قضائی د منځه ځی، ليکن د هره ورځ د پاره بايد يو مد طعام وفقيرته ورکړی.

د مسافر روژی:

379- مسأله: هغه مسافر چی بايد څلور رکعتی لمونځونه په سفر دوه رکعته وکړی نسی کولای په هغه سفر روژی ونيسی، بايد قضائی ونيسی. او هغه مسافر چی خپل لمونځ کامل په ځای کوی، لکه هغه چی شغل ئی سفر دی بايد په سفر روژه ونيسی.

380- مسأله: که روژی لرونکی پسله غرمی مسافرت وکړی بايد خپل روژی پای ته ورسوی او صحيح دی.

381- مسأله: که روژی لرونکی د مخه تر غرمی مسافرت وکړی کله چی د (ترخص حد) ته ورسيږی، يعنی وهغه ځای ته ورسيږی چی د ښار د اذان ږغ وانوری او ديوالونه ئی ونه وينی بايد خپل روژی باطل کړی او که د مخه تر هغه روژی باطل کړی، سربيره پر قضا، بناپر احتياط واجب کفاره هم لری.

382- مسأله: مسافرت د رمضان په مياشت اشکال نلری، ليکن دکه روژی د فرار (تښتی) د پاره وی مکروه دی.

383- مسأله: که مسافر د مخه تر غرمی خپل وطن ته ورسيږی يا وهغه ځای ته ورسيږی چی غواړی لس ورځی هلته پاته سی، څرنګه چی تر هغه وخت، يو کار چی روژه باطلوی ونه کړی، بايد هغه ورځ روژه ونيسی او که يو کار کړيدی، روژی د هغه ورځ واجب ندی او وروسته بايد د هغه قضا ونيسی.

384- مسأله: که مسافر پسله غرمی خپل وطن يا وهغه ځای ته چی غواړی لس ورځی پاته سی ورسيږی، نبايد هغه ورځ روژه ونيسی.

د فطری زکات:

385- مسأله: پسله پای ته رسيدل د رمضان مبارکه مياشت، يعنی د فطر د اختر په ورځ، بايد د خپل مال يو مقدار د فطری دزکات په نامه وفقيرته ورکړ سی.

د فطری د زکات مقدار:

386- مسأله: د فطری د زکات مقدار پخپله د انسان د پاره او هغه کسان چی ډوډی خوړنکی ئی دی، لکه ماندينی او اولاد، هر نفر يو صاع (تقريباً دری کيلو) دی.

387- مسأله: د فطری د زکات جنس، غنم، وربشی، خرما، کشمش، وريجی، جواری او لکه د هغو، او که پيسی يو د هغو ورکړسی کافی دی.

خمس

د مسلمانانو د اقتصادی (مالی) وظايفو څخه يوئی، خمس ورکول دی چی په برخو شيانو بايد يو پر پنځمه برخه د هغو د معلوم او ټاکلی مصارفو د پاره خپل د تقليد مرجع ته ورکړی.

388- مسأله: په اوه شی، خمس واجب دی.

1- د کسب او کار ګټه.

2- کان.

3- ګنج.

4- جنګی غنيمتونه.

5- هغه جواهر چی د لمبيدل پواسطه  په درياب کی په لاس راسی.

6- حلال مال ګډسوی په حرام.

7- مځکه چی ذمی کافر[2] د مسلمان څه رانيسی.

389- مسأله: خمس ورکول هم لکه لمونځ او روژی د واجباتو دی او ټول بالغ او عاقل کسان چی يو د اوه ګونی شرايط ولری، بايد په هغه عمل وکړی. يو د هغو شرايطو چی د ټولنی ډير خلګ په هغه کی راځی (خمس يو عمل دی چی د انسان او کورنی د کال د خرڅ څخه اضافه راسی).

اسلام د خلګو په کار او کسب احترام ايښی دی او پخپله د دوی د نياز تأمين (پوره کيدل) ئی پر ورکول د خمس د مخه نيولی دی، بناپر دی هر څوک په ټول کال کولای سی خپل د ټول نياز خرڅ د خپل ګټی څخه تأمين کړی او د کال په پای که شی د هغه د پاره اضافه نه راغی، خمس ورکول پر هغه واجب ندی، ليکن پسله هغه چی په عادی او معمول ډول او د خپل د نياز په اندازه، ژوندانه ئی تير کړل يعنی نه ډير مصرف وکړل او نه پر ځان ټينګ ونيول، که په پای کی هم يو شی اضافه راغی يو پر پنځمه برخه دهغه چی اضافه راغلی دی بايد د معلومو مصرفو د پاره ورکړی او څلور پر پنځمه برخه د هغه د ځان د پاره وساتی.

د خمس احکام:

390- مسأله: تر څو چی د مال خمس ورنکړی نسی کولای په هغه تصرف يعنی تر لاس لاندی کړی، يعنی هغه طعام چی خمس ولری نسی کولای وخوری او په هغه پيسی چی خمس ئی ندی ورکړی، نسی کولای يو شی رانيسی.

391- مسأله: خوراکه چی د کال د ګټی څخه د خپل کال د مصرف د پاره رانيولی دی، لکه وريجی، غوړی، چای که د کال په پای کی ډير راسی بايد د هغه خمس ورکړی.

392- مسأله: که يو نابالغ ماشوم سرمايه ولری او د هغه څه ګټه پلاس راسی بايد (پلار او نيکه) ئی  په احتياط واجب د هغه خمس ورکړی.

د خمس مصرف:

393- مسأله: د مال خمس بايد دوه برخه سی نيمی ئی چی د امام زمان (عجل الله تعالی فرجه الشريف) برخه دی بايد خپل د تقليد مرجع  يا نماينده ته ئی ورکړی او بل نيمی بناپر احتياط واجب بايد د تقليد د مرجع په اجازه و فقير سيد يا يتيم سيد او يا هغه سيد چی په سفرکی درمانده وی ورکړی.

زکات

د مسلمانانو د اقتصادی مهمو وظيفو بل يو ئی زکات ورکول دی د زکات اهميت دومره بس دی چی په قرآن مجيد پسله لمانځه هره پلا راغلی دی او د ايمان او نجات عامل نښه بلل سويدی. په ډيرو روايتو چی د معصومينو (عليهم السلام) څه نقل سويدی راغلی (څوک چی زکات ورنکړی د دين څه وتلی دی).

زکات هم لکه خمس معلوم او ټاکلی ځايونه لری يو ډول ئی هر کال د فطر د اختر په ورځ ورکول کيږی او يواځی پر هغه کسان چی توان او قدرت د ورکول ئی (د مالی په نظر) لری واجب دی د دغه ډول زکات مسايل د روژی د بحث په پای کی تيرسو. بل ډول، د مالو زکات دی، ليکن داسی ندی چی د خلګو ټول مالونه پدغه قانون کی شامل وی. بلکه يواځی نه (9) شی دی چی زکات لری.

394- مسأله: هغه مالونه چی زکات ورکول ئی واجب دی عبارت دی: غنم، وربشی، کشمش، اوښ، غوا، پسه، سره زر(طلا) او نقری.

 

[1] . مد طعام تقريباً لس سيره (750 ګرام) غنم، وربشی او لکه د دغو دی.

[2] . مسيحيانو، يهوديانو او زرتشتيانو چی د اسلامی حاکم سره تړون کړيدی تر څو چی ټاکلی ماليات ورکړی او يو خاص شرايط چی په فقهی مفصل کتابو راغلی دی قبول کړيدی او په مقابل، مال او ځان د هغو په امان دی دوی (ذمی کافر) دی.

کلیدي کلمې: