د ځوانانو احکام 2

لمونځ:

د لمانځه اهميت:

لمونځ ډير مهم دينی اعمال (عمل) دی چی که د خدای (جل جلاله) په درګاه کی قبول سی، نور عبادتونه هم قبول کيږی او که لمونځ قبول نسی، نور اعمال هم نه قبول کيږی.

هغه ډول چی انسان په شپه ورځ پنځه ځلې خپل ځان د اوبه په وياله کی پريولی خيره پر بدن ئی نه پاتيږی، پنځه ګونی لمانځه هم انسان د ګناهونو څخه پاک کوی. ښه دی انسان لمونځ په لومړی وخت وکړی، څوک چی لمونځ سپک وشماری لکه هغه څوک دی چی لمونځ نه کوی. پيغمبر اکرم (صلی الله عليه و آله وسلم) وفرمايل: (څوک چی ولمانځه ته اهميت او قدر ور نکړی او هغه سپک وشماری د آخرت د عذاب مستحق دی) يعنی په قيامت عذاب هغه ته ورکول کيږی.

لمونځ کوونکی ښه دی هغه کارونه ونه کړی چی د لمانځه ثواب کموی، مثلاً د خوب وهلی په حالت لمونځ ونه کړی او په لمانځه کی و آسمان ته ونه ګوری، بلکه هغه کارونه چی د لمانځه ثواب ډير وی وکړی، مثلاً پاکه کالی واغوندی خپل ځان خوښبويه کړی، خپل غاښونه مسواک کړی او وريښتان ژمونځ کړی.

د لمانځه اقسام (ډولونه(:

د لمانځه د احکام او مسايل د پوهيدل د پاره، لومړی يادؤ چی لمونځ يا واجب دی يا مستحب. واجب لمونځونه هم پر دوه برخه دی، برخی د هغو ورځنی تکليف دی چی بايد شپه ورځ او په مخصوصو زمانو او وختو پر ځای سی او برخی نور لمونځونه دی چی کله وختو په خاص سبب واجب کيږی او دايمی او ورځنی وظيفی ندی.

ورځنی واجب لمونځونه:

151- مسأله: د هره ورځ لمونځونه، پنځه لمونځه او مجموع اوه لس رکعته دی.

سهار لمونځ: دوه رکعته.

غرمی لمونځ: څلور رکعته.

مازديګر لمونځ: څلور رکعته.

ماښام لمونځ: دری رکعته.

ماخُستن لمونځ: څلور رکعته.

د ورځنی لمونځو وختونه:

152- مسأله: د سهار د لمانځه وخت د سهارد آذانه څخه د لمر تر طلوع (راوتل) پوری دی چی پدی مدت کی بايد پرځای سی او هر څه چی د سهار و آذان ته نژدی وی ښه دی.

د غرمی او مازديګر د لمانځه وخت د شرعی غرمی څه تر مازديګر پوری دی چی د يو څلور رکعتی لمونځ په ځای کول په اندازه په لومړی وخت مخصوص د غرمی د لمانځه او په دغه مقدار چی مغرب (ماښام) ته پاته وی مخصوص د مازديګر د لمانځه دی.

د ماښام او ماخُستن دلمانځه وخت د ماښامه څه د شپی تر نيمائی پوری دی چی د يو دری رکعتی لمونځ په ځای کول په اندازه پسله مغرب مخصوص د ماښام د لمانځه او د يو څلور رکعتی لمونځ په اندازه چی د شپی ونيمائی ته پاته وی، مخصوص د ماخُستن د لمانځه دی.

د سهار د لمانځه لومړی وخت:

153- مسأله: د سهار و آذان ته نژدی د شرق د خوا يوه سپينه د لوړ وخواته حرکت کوی چی هغه ته (لومړی فجر) وائی، کله هغه سپينه پراختيا پيدا کړله (دوهم فجر) او لومړی وخت د سهار لمونځ دی.

د غرمی دلمانځه لومړی وخت:

154- مسأله: که لرګی يا لکه هغه په ولاړه پر مځکه قرار ورکړ و سهار چی لمر طلوع کوی سيوری ئی د غرب وخواته لويږی او هر څه لمر لوړيږی سيوری ليږيږی، کله چی سيوری ئی و ډير مقدارته ورسيد او مخ په ډيريدو سو (شرعی غرمه) او د غرمی لومړی وخت دی.[1]

مغرب (ماښام(:

155- مسأله: ماښام هغه وخت دی چی د لمر د غروب (لويدل) وروسته چی د شرق له خوا سور والی پيدا کيږی، پر سر تيرسی.

نيمه شپه:

156- مسأله: د نيمی شپی د محاسبی د پاره چی دماخُستن د لمانځه د وخت پای په لاس راځی، احتياط واجب هغه دی چی د غروبه (ماښام) څه د سهار تر آذان په منځ کی فاصله پر دوو برخو ويش کړو.[2]

د لمانځه د وخت احکام:

157- مسأله: هغه لمونځونه چی ورځنی نه وی معلوم وخت نلری او په زمان مربوط لری چی په يو سبب او علت هغه لمونځ واجب سی، لکه د آيات لمونځ د زلزلی، کسوف، خسوف يا حادثی په وخت کی، او د ميت لمونځ هغه وخت واجب کيږی چی يو مسلمان د دنيا څخه ولاړسی يعنی مړ سی.

158- مسأله: که ټول لمونځ د مخه تر وخت پر ځای سی او يا په قصده د مخه تروخت لمونځ شروع کړی، باطل دی. (که لمونځ په خپل وخت سی په اصطلاح وائی لمونځ (اداء) دی او که لمونځ پسله وخته وسی په اصطلاح وائی (قضا) سويدی.

159- مسأله: انسان بايد لمونځ د هغه په ټاکلی وخت پر ځای کړی او که په قصده په هغه وخت پر ځای نکړی ګناهکار دی.

160- مسأله: مستحب دی انسان لمونځ په لومړی وخت پر ځای کړی او هر څه په لومړی وخت نژدی وی ښه دی مګر دا چی د هغه زنډول په يو دليل ښه وی، مثلاً صبر وکړی چی لمونځ په جماعت وکړی.

161- مسأله: که دلمانځه وخت لږ وی پدی ډول چی که وغواړی دلمانځه مستحبات پر ځای کړی دلمانځه يوه برخه پسله وخته ويل کيږی بايد مستحبات پر ځای نکړی، مثلاً که وغواړی قنوت و وائی، وخت تيريږی، بايد قنوت ونه وائی.

162- مسأله: انسان بايد د مازديګر لمونځ پسله د غرمی لمونځ او د ماخُستن لمونځ پسله د ماښام لمونځ پر ځای کړی. او که په قصده د مازديګر لمونځ د غرمی د لمانځه د مخه او د ماخُستن لمونځ د ماښام د لمانځه د مخه پر ځای کړی باطل دی.

قبله:

163- مسأله: کعبه چی د مکی په ښار او په مسجد الحرام کی قرار لری (قبله) ده او لمونځ کوونکی بايد مخ په هغه لمونځ وکړی.

164- مسأله: څوک چی د مکی د ښارد باندی او ليری د هغه دی که يو ډول ودريږی چی وويل سی مخ په قبله لمونځ کوی کافی دی.

په لمانځه کی د بدن پټول:

165- مسأله: هلکان او نارينه په لمانځه کی بايد عورت پټ کړی او ښه دی د نو (ناف) څخه تر زنګانه پوری پټ کړی.

166- مسأله: نجونی او ښځی بايد ټول بدن پټ کړی ليکن د لاسو او پښو پټول تر موټ او مخ په هغه مقدار چی په اوداسه بايد ومينځل سی لازم ندی که څه هم پټول ئی هم اشکال نلری. هر څه ښځی او نجونی کولای سی په لمانځه پښی تر بجلکه پټ نکړی ليکن د نامحرم په مقابل کی بايد هغه پټ کړی.

167- مسأله: د لمونځ کوونکی کالی بايد د غه شرايط ولری.

- پاک وی (نجس نه وی).

- مباح وی (غصبی نه وی).

- د مردار د غړو څخه نه وی: لکه د هغه حيوان پوست چی د اسلام د دستور په ډول ذبح (حلال) سوی نه دی جوړ سوی نه وی، حتی کمربند، خولی او د ساعت بند.

- د حرام غوښی حيوان څخه نه وی، مثلاً د پړانګ يا د ګِدری د پوسته څخه جوړ سوی نه وی.

- که لمونځ کوونکی نارينه دی کالی ئی سره زر بافته يا خالص ابريښم نه وی.

168- مسأله: سربيره پر کالی د لمونځ کوونکی بدن هم بايد پاک وی.

169- مسأله: که انسان پوه سی بدن يا کالی ئی نجس دی، ليکن د لمانځه په وخت هير کړی او په هغه لمونځ وکړی لمونځ ئی باطل دی.

170- مسأله: پدی ځايوکی، که په نجس کالی يا بدن لمونځ وکړی صحيح دی.

- ونه پوهيږی بدن يا کالی ئی نجس دی او پسله لمانځه پوه سی.

- د هغه زخم (ټپ) په واسطه چی پر بدن ئی دی، بدن يا کالی ئی نجس سويدی، پريولل يا بدليدل ئی هم سخت دی.

- د لمونځ کوونکی بدن يا کالی په وينی نجس سويدی ليکن مقدار د نجسی لږ تر دِرْهَم (په اندازه د دوی ريالی سکی) دی.[3]

- مجبور وی چی په نجس کالی يا بدن لمونځ وکړی؛ لکه اوبه د هغه د مينځل د پاره نلری (د توضيح المسائل د رسالی په 819 مسأله کی راغلی دی.

171- مسأله: که د لمونځ کوونکی کوچنی کالی، لکه دستکلی او جوراپی نجس وی، او يا نجس کوچنی دسمال په جيب کی ولری، که د مردار يا حرام غوښو د غړو څخه نه وی اشکال نلری.

172- مسأله: د عبا او ډير پاک او سپين کالی اغوستل، ځان خوښبويه کول او د عقيق انګشتری په لاس کول په لمانځه کی مستحب دی.

173- مسأله: خيرن، تنګ (کوچنی) او تور کالی اغوستل او هغه کالی چی د مخ عکس يا رسم لری او د کالی د غوټی خلاصيدل په لمانځه کی مکروه دی.

د لمونځ کوونکی ځای:

174- هغه ځای چی لمونځ کوونکی لمونځ پر هغه کوی بايد لاندی شرايط ولری.

1- مباح وی (غصبی نه وی.

2- بی حرکت وی (لکه موټر د حرکت په حال کی نه وی).

3- ځای ئی تنګ او چت ئی لنډ نه وی تر څو چی وکولای سی قيام، رکوع او سجود په صحيح ډول وکړی.

4- هغه ځای چی تندی ايږدی (د سجدی په حال) پاک وی.

5- د لمونځ کوونکی ځای که نجس دی داسی لوند نه وی چی و بدن او کالی ته ئی ورسيږی.

6- هغه ځای چی تندی ايږدی (د سجدی په حال) د هغه د پښو د ځای ډير تر تړلی څلور ګوتی کښته يا لوړ نه وی او که مځکه لوړ او کښته (شيب) ئی لږ وی اشکال نلری[4].

175- مسأله: د نقليئی په وسيلوکی لمونځ کول چی د انسان د حرکت او ځای په ځائی سبب نه کيږی او انسان په هغه وسيلوکی آرامتيا لری لکه بيړی، الوتکه، ريل ګاډی چی د لمانځه شرايط مراعت سی لکه قبله اشکال نلری. ليکن که په معمول ډول د دريدل او آرامتيا سره توپير ولری لکه قايق (کوچنی بيړی) او تيز رفتاره کوچنی موټر صحيح ندی، مګر د ضرورت په حال او د وخت د تنګی په خاطر.

176- مسأله: نامحرم نارينه او ښځی په يو ګوښه ځای کی چی بل څوک نسی کولای هلته ورسی، خلاف د احتياط دی او احتياطاً لمونځ هلته نسی کولای، ليکن که يو د هغو په لمانځه مشغول وی او بل يو ننوځی لمونځ ئی اشکال نلری.

177- مسأله: لمونځ کول په هغه ځای کی چی د ګناه مجلس دی، مثلاً هلته شراب څښی، قمار کوی او يا تار وهی خلاف د احتياط دی.

178- مسأله: انسان بايد ادب مراعت کړی او د حضرت پيغمبر (ص) او امام  (ع) د قبرو د مخه لمونځ ونکړی او څرنګه چی لمونځ کول بی احترامی وی حرام دی او لمونځ هم باطل دی.

179- مسأله: مستحب دی انسان واجب لمونځونه په مسجد کی وکړی، او په اسلام پر دی مسأله ډير سفارش سويدی.

د مسجد احکام:

180- مسأله: هغه مسألی چی رابسی، حضور په مسجد او لمونځ کول په هغه کی په اهميت ئی پوهيږو.

- مسجدته ډير تلل مستحب دی.

- هغه مسجد ته تلل چی لمونځ کوونکی نلری مستحب دی.

- د مسجد ګاونډی که عذر ونه لری، مکروه دی غير له مسجد لمونځ وکړی.

- مستحب دی انسان د هغه چا سره چی مسجدته نه راځی ډوډی ونه خوری په کاروکی د هغه سره مشوری ونه کړی ګاونډی ئی ونه سی د هغه څخه ښځه ونه کړی او هغه ته ښځه ور نکړی.

181- مسأله: دغه کارونه د مسجد په باره حرام دی:

- د مسجد زينت (ښايسته) کول په سره زر (طلا).

- د مسجد خرڅول، که څه هم نړيدلی او خراب سوی وی.

- د انسان او حيوان د عکس رسمول.

- د مسجد نجس کول، او که نجس سی بايد سمدستی تطهير او پاک کړی.

182- مسأله: دغه کارونه د مسجد په باره مستحب دی.

- ژر تر ټولو مسجدته تلل او وروسته تر ټولو د مسجد څخه راوتل.

- د مسجد څراغ روښانه کول.

- د مسجد پاک کول (نظافت کول).

- د ننوتل په وخت کی، لومړی راسته پښه کښيښول د مسجد په دننه کی.

- د وتل په وخت کی د مسجد څه، لومړی چپه پښه د باندی کښيښول.

- د مسجد د احترام او تحيت مستحبی لمونځ دوه رکعته په ځای کول.

- ځان خوښبويه کول او ښه کالی اغوستل د مسجد د تلل د پاره.

183- مسأله: دغه کارونه د مسجد د پاره مکروه دی.

- تيريدل د مسجد څخه په نامه د لار، بيله دی چی هلته لمونځ وکړی.

- د پزی اوبه او د خولی ناړی اچول په مسجد کی.

- بيديدل په مسجد کی، مګر د ناچاری په حال.

- ناری وهل او آواز لوړول په مسجد کی، مګرد آذان د پاره.

- رانيول او خرڅول په مسجد کی.

- تلل و مسجدته د هغه چا د پاره چی وږه يا پياز خوړلی وی او د خولی بوی ئی خلګ ته آواز ورکوی.

د لمانځه د پاره حاضرتيا (آمادګی):

اوس پسله زده کول د اوداسه غسل، تيمم، دلمانځه وخت، پټول او دلمونځ کوونکی ځای مسائل د لمانځه شروع (پيل) ته  آماده کيږو.

اذان  او اقامه:

184- مسأله: مستحب دی لمونځ کوونکی د ورځنی لمونځو د مخه لومړی آذان او پسله هغه اقامه ووائی، او وروسته خپل لمونځ شروع کړی.

اذان:

الله اکبر  (4) ځلې.

اشهد ان لا اله الا الله (2) ځلې.

اشهد ان محمد رسول الله (2) ځلې.

اشهد ان علياً ولی الله (2) ځلې.

حی علی الصلاة (2) ځلې.

حی علی الفلاح (2) ځلې.

حی علی خير العمل (2) ځلې.

الله اکبر (2) ځلې.

لا اله الا الله (2) ځلې.

اقامه:

الله اکبر (2) ځلې.

اشهد ان لا اله الا الله (2) ځلې.

اشهد ان محمد رسول الله (2) ځلې.

اشهد ان علياً ولی الله (2) ځلې.

حی علی الصلاة (2) ځلې.

حی علی الفلاح (2) ځلې.

حی علی خير العمل (2) ځلې.

قد قامت الصلاة (2) ځلې.

الله اکبر (2) ځلې.

لا اله الا الله (1) ځلې.

185- مسأله: (اشهد ان علياً ولی الله) د آذان او اقامی برخه نده، ليکن ښه دی چی پسله (اشهد ان محمد رسول الله) د قربت په قصد وويل سی.

د اذان او اقامی احکام:

186- مسأله: اذان او اقامه بايد د لمانځه وخت رسيدلی وی وويل سی او که د مخه تر وخت وويل سی باطل دی.

187- مسأله: اقامه بايد پسله اذان وويل سی او که د اذان د مخه وويل سی صحيح ندی.

188- مسأله: د اذان او اقامی د جملو په منځ کی بايد ډير فاصله نسی او که د هغو په منځ کی ډيرتر معمول فاصله واچوی بايد هغه د سره ونيسی.

189- مسأله: که د جماعت د لمانځه د پاره اذان او اقامه ويل سوی وی څوک چی په هغه جماعت لمونځ کوی د خپل لمانځه د پاره نبايد اذان او اقامه ووائی.

190- مسأله: که انسان د جماعت د لمانځه د پاره مسجدته ولاړسی او ووينی د جماعت لمونځ پای ته رسيدلی دی او د جماعت د لمانځه د پاره اذان او اقامه ويل سويوی تر هغه وخته چی د جماعت صفونه او خلګ پر ځای وی. د خپل لمانځه د پاره نبايد اذان او اقامه ووائی.

191- مسأله: مستحبی لمونځ اذان او اقامه نلری.

192- مسأله: مسحب دی په لومړی ورځ چی اولاد و دنياته راځی په راسته غوږکی ئی اذان او په چپه غوږ کی ئی اقامه ووائی.

193- مسأله: مستحب دی څوک چی داذان د پاره ټاکل کيږی، عادل، وخت پيژندونکی او لوړ آواز ولری.

د لمانځه اعمال:

194- مسأله: لمونځ د (الله اکبر) په ويل شروع کيږی او په (سلام) پای ته رسيږی.

195- مسأله: هغه څه چی په لمانځه پر ځای کيږی يا واجب دی يا مستحب.

196- مسأله: د لمانځه واجبات يوولس دی چی برخه ئی رکن (اساس) او برخه ئی رکن نه دی.

د لمانځه واجبات عبارت دی: نيت، قيام (دريدل)، تکبيرة الاحرام، رکوع، سجود، قرائت، ذکر، تشهد، سلام، ترتيب، موالات.

د لمانځه رکن عبارت دی: 1- نيت، 2- تکبيرة الاحرام، 3- قيام د تکبيرة الاحرام په وخت کی او متصل قيام په رکوع؛ يعنی دريدل تر رکوع د مخه، 4- رکوع، 5- سجود.

د رکن او غير د رکن په منځ کی توپير:

197- مسأله: د لمانځه ارکان، اساسی غړی ئی شميرل کيږی او که يو د هغو پر ځای نسی او يا ډير سی که څه هم په اشتباه (سهوی)  وی، لمونځ باطل دی. نور واجبات که څه هم په ځای کول ئی لازم دی ليکن که په سهوی لږ يا ډير سی لمونځ باطل نه دی. ليکن که په قصد ترک (پريښول) سی يا ډيرسی لمونځ باطل دی.

د لمانځه د واجباتو احکام:

نيت:

198- مسأله: لمونځ کوونکی د لمانځه د پيله څه تر پايه پوری بايد و پوهيږی چی څه لمونځ کوی او هغه بايد د خدای (ج) د فرمان دپه ځای کول د پاره پر ځای کړی.

199- مسأله: نيت په ژبه راوړل لازم ندی ليکن که په ژبه هم وويل سی اشکال نلری.

200- مسأله: لمونځ بايد د هر ډول ريا او ځان ښکاره کوله څخه ليری وی، يعنی لمونځ يواځی د خدای (ج) د دستور سرته رسول د پاره پر ځای کړی او څرنګه چی ټول لمونځ يا برخی د هغه د خدای د پاره نه وی باطل دی.

تکبيرة الاحرام:

201- مسأله: هم هغه ډول چی تير سو لمونځ د (الله اکبر) په ويل شروع کيږی او هغه ته (تکبيرة الاحرام) وائی. (ځکه چی پدغه تکبير دی چی ډير کارونه چی دلمانځه د مخه جايزؤ، پر لمونځ کوونکی حرام کيږی، لکه خوړل، څښل، خنديدل او ژړيدل).

202- مسأله: مستحب دی لمونځ کوونکی د تکبيرة الاحرام د ويل په وخت کی او د لمانځه د منځ تکبيرو، لاسونه تر غوږو لوړ يوسی.

قيام:

203- مسأله: قيام يعنی دريدل. لمونځ کوونکی بايد تکبيرة الاحرام او قرائت په آرامتيا او د قيام په حال ووائی.

204- مسأله: که رکوع هير کړی او پسله حمد او سوره د سجدی په نيت کوږ سی او په يادئی راسی چی رکوع ندی کړی بايد ودريږی او رکوع ته ولاړسی او که بيله دی چی ودريږی د کوږ والی په حال رکوع ته ولاړسی ځکه چی متصل قيام په رکوع ئی پر ځای ندی راوړی، لمونځ ئی باطل دی.

205- مسأله: لمونځ کوونکی د دريدل په وخت کی بايد دواړی پښی پر مځکه کښيږ دی، لازم ندی د بدن دروند واله پر دواړو پښو وی او که پر يوه پښه هم وی اشکال نلری.

206- مسأله: څوک چی په هيڅ ډول حتی په لکړه يا ديوال په واسطه نسی کولای په ولاړه لمونځ وکړی، بايد په ناسته او مخ په قبله لمونځ وکړی او که په ناست هم نسی کولای د بيديده په حالت پر ځای کړی.

207- مسأله: واجب دی پسله رکوع په کامل ډول ودريږی او وروسته سجدی ته ولاړسی او که دغه قيام په قصده ترک سی لمونځ باطل دی.

208- مسأله: د ورځنی لمونځو په لومړی او دوهم رکعت کی، بايد انسان لومړی حمد او پسله هغه د قرآن يو کامله سوره (لکه د توحيد سوره) ووائی.

د حمد سوره: بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحيمِ * اَلْحَمْدُللهِ رَبِّ الْعالَمينَ * اَلرَّحْمنِ الرَّحيمِ * مالِكِ يَوْمِ الدّينِ * إِيّاكَ نَعْبُدُ وَإِيّاكَ نَسْتَعينُ * إِهْدِنَا الصّـِراطَ الْمُسْتَقيمَ * صِراطَ الَّذينَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِ الْمَغْضُوبِ عَلَيْهِمْ وَلاَ الضّآلـّينَ.

د توحيد سوره: بِسْمِ اللهِ ا لرَّحْمنِ ا لرَّحيمِ * قُلْ هُوَ اللهُ اَحَدٌ * اَللهُ الصَّمـَدُ * لَمْ يَلِدْ وَ لَمْ يوُلَدْ * وَلَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُواً اَحَدٌ.

او د لمانځه په دريم او څلورم رکعت کی بايد فقط د حمد سوره يا اربعه تسبيحات وويل سی او احتياط واجب هغه دی چی تسبيحات دری ځلې ووائی.

اربعه تسبيحات: «سُبْـحانَ اللهِ وَ الْحَــمْدُللهِ وَ لا اِلـهَ اِلاّ اللهُ وَاللهُ اَكْـبَرُ».

د قرائت احکام:

209- مسأله: د لمانځه په دريم او څلورم رکعت کی بايد حمد يا تسبيحات په کښته آواز وويل سی.

210- مسأله: د غرمی او د مازديګر د لمانځه لومړی او دوهم رکعت قرائت هم بايدپه کښته آواز وويل سی.

211- مسأله: هلکان او نارينه د سهار، ماښام او ماخُستن د لمانځه په لومړی او دوهم رکعت کی حمد او سوره په لوړ آواز ووائی، ليکن نجونی او ښځی که نامحرم کسان د دوی آواز نه اوری، کولای سی لوړ ووائی، او که يه بناپر احتياط واجب بايد کښته ووائی.

212- مسأله: که په هغه ځای کی چی لمونځ بايد لوړ ووائی، په قصد کښته ووائی او يا په هغه ځای کی چی بايد کښته ووائی، په قصد لوړ ووائی لمونځ ئی باطل دی، ليکن که هير کړی يا مسأله ونه پوهيږی، صحيح دی.

213- مسأله: که د حمد او سوری په منځ کی پوه سی سهوی کړی دی، مثلاً بايد لوړ ووائی ليکن کښته ويلی دی، لازم ندی هغه مقدار چی ويلی دی، سر دوباره ووائی.

214- مسأله: انسان بايد لمونځ زده کړی چی غلط پر ځای نکړی او څوک چی هيڅ نسی کولای صحيح زده کړی، بايد هر ډول چی کولای سی پر ځای کړی او احتياط مستحب دی چی لمانځه په جماعت پر ځای کړی.

رکوع:

2ځلې- مسأله: په هر رکعت د حمد او سوری د قرائت وروسته لمونځ کوونکی بايد په هغه اندازه کوږ سی چی وکولای سی لاس پر زنګون کښي دی، دغه عمل ته رکوع وائی او واجب دی د رکوع په حال ذکر ووائی.

216- مسأله: په رکوع کی هر ذکر وويل سی کافی دی پدی شرط چی لږ تر دری ځلې (سبحان الله) يا يوه ځلې (سبحان ربی العظيم وبحمده) نه وی.

217- مسأله: د رکوع د ذکر په حال کی بدن بايد آرام وی.

218- مسأله: که د مخه د هغه چی د رکوع په مقدار کوږ سی او بدن آرام ونيسی په قصد د رکوع ذکر ووائی لمونځ باطل دی.

219- مسأله: که د واجب ذکر د تماميدل د مخه په قصد د رکوع څخه سر پورته کړی لمونځ ئی باطل دی.

سجود:

220- مسأله: لمونځ کوونکی بايد د مستحب او واجب لمونځو په هر رکعت پسله رکوع دوی سجدی وکړی.

221- مسأله: سجده هغه ده چی تندی، د لاسو دوی ارغوی، د زنګانه سر، د پښو دوو لويو ګوتو سر پر مځکه کښيږ دی او د واجب سجدی په حال کی دی ذکر ووائی.

222- مسأله: په سجده کی هر ذکر ووائی کافی دی پدی شرط چی لږ تر دری ځلې( سبحان الله) يا يوه ځلې (سبحان ربی الاعلی وبحمده) نه وی.

223- مسأله: د سجدی د ذکر په حال کی بدن بايد آرام وی.

224- مسأله: که څوک د مخه تر دی چی تندی ئی په مځکه ورسيږی او آرام ونيسی، په قصد د سجدی ذکر ووائی، لمونځ ئی باطل دی او که هير کړی وی بايد سر دوباره د آرامتيا په حال ذکر ووائی.

225- مسأله: لمونځ کوونکی بايد پسله تماميدل د لومړی سجدی د ذکر کښينی ترڅو چی بدن آرام ونيسی او سر دوباره سجدی ته ولاړسی.

226- مسأله: که لمونځ کوونکی د ذکر د خلاصيدل د مخه په قصد سر د سجدی څخه پورته کړی لمونځ ئی باطل دی.

227- مسأله: کله چی د سجدی ذکر وائی يو د اوو غړو د مځکی څخه پورته کړی لمونځ ئی باطل دی ليکن کله چی د ذکر په ويل مشغول ندی، که غيرله تندی نور ځايونه د مځکی څخه پورته کړی او بيرته کښيږ دی اشکال نلری.

228- مسأله: که د پښو د لويو ګوتو سره نوری ګوتی هم پر مځکه وی، مانع نه لری.

229- مسأله: لمونځ کوونکی بايد په سجده کی تندی پر مځکه او يا هغه څه چی د مځکی څخه شنه کيږی ليکن خوړنکی او اغوستونکی ندی، لکه لرګی او د درختی پاڼه کښيږ دی.

230- مسأله: سجده پر معدنی شيان لکه سره زر، سپين زر، عقيق او فيروژی صحيح ندی.

231- مسأله: سجده پر هغه شيان چی د مځکی څه شنه کيږی او د حيوان خوراک دی، لکه پرور او واښه صحيح دی.

232- مسأله: سجده پر کاغذ که څه هم د پنبی څخه جوړ سوی وی صحيح دی.

233- د سجدی د پاره تر هر څه بهتره د حضرت امام حسين (ع) تربت (خاوره) دی او پسله هغه پدی ترتيب:

- خاوره.

- ډبره.

- واښه.

د هغه څوک وظيفه چی نسی کولای په معمول ډول سجده وکړی:

234- مسأله: څوک چی نسی کولای تندی په مځکه ورسوی، بايد دومره چی کولای سی کوږ سی او مُهر (تربت) په لوړ ځای کښيږ دی او سجده وکړی، ليکن د لاسو ارغوی، زنګانه او د پښو ګوتی بايد په معمول ډول پر مځکه يا پر ميز کښيږ دی.

235- مسأله: که نسی کولای کوږ سی، بايد د سجدی د پاره کښينی او په سر اشاره وکړی، ليکن احتياط واجب هغه دی چی دومره تربت پورته ونيسی چی تندی پر هغه کښيږ دی.

د قرآن واجب سجدی:

236- مسأله: د قرآن په څلورو سوروکی د سجدی آيه سته چی که انسان آيی ولولی يا کله چی نور هغه لولی و هغه ته غوږ ونيسی پسله پای ته رسيدل د هغه آيی سمدستی بايد سجده وکړی.

237- مسأله: هغه سوری چی د سجدی آيه لری:

- د سجدی سوره 32 ،ځلې  آيه.

- د فصلت سوره 41،37  آيه.

- د نجم سوره 53 ،62  آيه.

- د علق سوره 96،19 آيه.

238- مسأله: که سجده هير کړی، هر وخت په يادئی راغی، بايد سجده وکړی.

239- مسأله: که د سجدی آيه د راديو، ټيپ او لکه د هغه څخه واوری بناپر احتياط واجب سجده بايد وکړی.

240- مسأله: که د سجدی آيه د لودسپيکر څخه چی د انسان آواز رسوی واوری، واجب دی سجده وکړی.

241- مسأله: پدی سجده کی ذکر ويل واجب ندی، مستحب دی.

تشهد:

242- مسأله: د واجب لمونځو په دوهم او آخر رکعت کی لمونځ کوونکی بايد پسله دوهمه سجده کښينی او د بدن د آراميدل په حال، تشهد ووائی، يعنی ووائی:

«اَشْهَـدُ اَنْ لا اِلـهَ اِلاّ اللهُ وَحْـدَهُ لا شَـريـكَ لَـهُ، وَ اَشْهَـدُ اَنَّ مُحمَّـداً عَبْدُهُ و رَسوُلُهُ، اَلّلهُمَّ صَلِّ عَلى مُحمَّد وَ الِ مُحمَّـد».

د لمانځه سلام:

243- مسأله: د لمانځه په آخر رکعت، پسله تشهد د ناستی په حال او بدن آرام وی بايد سلام ورکړی او لمانځه پای ته ورسوی، او مستحب دی چی لومړی ووائی: «اَلسَّلامُ عَلَيْكَ اَيُّهَا النَبيُّ وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَكاتُهُ».

او واجب دی چی ووائی: «اَلسَّـلامُ عَلَيْكُـمْ وَ رَحْمَـةُ اللهِ وَ بَـركـاتُـهُ».

او يا ووائی: «اَلسَّلامُ عَلَيْنا وَ على عِبادِاللهِ الصّالِحينَ». «اَلسَّـلامُ عَلَيكُم وَ رَحْمَـةُ اللهِ وَ بَرَكـاتُـه».

ترتيب:

244- مسأله: لمانځه بايد پدی ترتيب پر ځای سی: نيت، تکبيرة الاحرام، قرائت، رکوع، سجود، او په دوهم رکعت کی پسله سجود تشهد ووائی او په آخر رکعت پسله تشهد، سلام ورکړی.

موالات:

245- مسأله: موالات، يعنی دلمانځه برخی پرله پسی په ځای کول او فاصله نه اچول د هغو په منځ کی.

247- مسأله: د رکوع او سجود اوږ دول او د لويو سوری لوستل، موالات د منځه نه وړی.

قنوت

248- مسأله: د لمانځه په دوهم رکعت کی مستحب دی، پسله حمد او سوری او د مخه تر رکوع، قنوت ووائی، يعنی لاسونه پورته کړی او د مخ و مقابل ته ونيسی دعا يا ذکر ووائی.

249-  مسأله: په قنوت کی هر ذکر ووائی که څه هم يو (سبحان الله) وی کافی دی او کولای سی دغه دعا ووائی: «رَبَّنا اتِنا فِي الدُّنْيا حَسَنَةً وَفِي الاخِرَةِ حَسَنَةً وَقِنا عَذابَ النَّارِ».

د لمانځه تعقيب:

تعقيب، يعنی مشغوليدل په ذکر، دعا او قرآن پسله دلمانځه سلام.

250- مسأله: ښه دی انسان د تعقيب په حال مخ په قبله وی.

251- مسأله: لازم ندی تعقيب په عربی وی، ليکن ښه دی هغه تعقيبات چی د دعا په کتابو دستور ورکړيدی، ووائی.

252- مسأله: د هغو دعاوی څه ‍‍ چی د لمانځه د تعقيب د پاره ډير سفارش س‍‍ويدی د حضرت فاطمی زهرا (س) تسبيح دی، يعنی : 34 ځلې (الله اکبر)، 33 ځلې (الحمد لله) او33 ځلې (سبحان الله) ويل)

د لمانځه مبطلات (هغه کارونه چی لمونځ باطلوی:

253- مسأله: دوولس شی لمونځ باطلوی او هغوته مبطلات وائی.

- لومړی: هغه چی دلمانځه په منځ کی يو د شرطو د هغه د منځه ولاړسی، مثلاً د لمانځه په منځ کی کالی يا بدن ئی نجس سی.

- دوهم: هغه چی دلمانځه په منځ کی په قصده يا په سهوی ياد ناچاری په خاطر يو شی چی اودس يا غسل باطلوی مخ ته راسی، مثلاً بولی د هغه څه راووځی. ليکن څوک چی نسی کولای د بولی او غايط د راوتله څخه ځان وساتی، که دلمانځه په منځ کی بولی يا غايط د هغه څخه خارج سی څرنګه چی د اوداسه د احکامو په دستوراتوکی ويل سويدی[5] عمل وکړی، لمونځ ئی نه باطليږی او که د لمانځه په منځ کی د مستحاضی د ښځی څخه وينی خارج سی که د استحاضی په دستور عمل کړی وی لمونځ ئی صحيح دی.

-  دريم: خبری کول.

- څلورم: خنديدل په لوړ آواز.

-  پنځم: ژړيدل.

-  شپږم: مخ ګرځول د قبلی څخه.

-  اوم: خوړل.

-  اتم: څښل.

-  نهم: يو کار کول چی د لمانځه ډول د منځه يوسی.

- لسم: د لمانځه ارکان لږ يا ډيرول.

-  يوولسم: لاس پر لاس کښيښول.

- دوولسم: پسله حمد آمين ويل.

د لمانځه د مبطلاتو احکام:

خبری کول:

254-  مسأله: که لمونځ کوونکی په قصده يوه کلمه ووائی چی معنی ولری چی يو حرف وی يا ډير او وغواړی په هغه يوه معنی ورسوی، لمونځ ئی باطل کيږی.

255- مسأله: که د هيريدل له رويه خبری وکړی، يعنی پام ئی نه ؤ چی د لمانځه په حال کی دی، لمونځ نه باطل کيږی.

256- مسأله: ټوخيدل او پرشی وهل  لمونځ نه باطلوی.

257- مسأله: په لمانځه کی نبايد وچاته سلام وسی، ليکن که څوک ولمونځ کوونکی ته سلام وکړی واجب دی د هغه ځواب ورکړی او بايد په ځواب، سلام مقدم ولری، يعنی ووائی (سلام عليکم) او نبايد (عليکم السلام) ووائی.

خنديدل او ژړيدل:

258- مسأله: که لمونځ کوونکی په قصده آواز لرونکی خندا وکړی يا د دنيائی کار د پاره په قصد په لوړ آواز وژاړی لمونځ ئی باطل کيږی ليکن که د خدای (جل جلاله) د بيری يا د آخرت (قيامت) د پاره وژاړی اشکال نلری بلکه د ډير ښه اعمالو څخه دی.

259- مسأله: تبسم لمونځ نه باطلوی.

مخ ګرځول د قبلی څخه:

260- مسأله: که په قصده دومره د قبلی څخه مخ وګرځوی چی ونه وائی مخ په قبله دی، لمونځ ئی باطل دی.

261- مسأله: که په قصده يا په سهو شا و قبلی ته کړی يا د قبلی وراسته يا چپی خواته وګرځی،

لمونځ ئی باطل دی.

خوړل او څښل:

262- مسأله: که لمونځ کوونکی يو شی وخوری يا وڅښی په هغه ډول چی ونه وائی لمونځ کوی، لمونځ ئی باطل دی.

263- مسأله: که لمونځ کوونکی يو شی وخوری يا وڅښی که څه هم د لمانځه ډول د منځه ولاړ نسی بناپراحتياط واجب لمونځ ئی باطل دی.

د لمانځه اصل د منځه تلل:

264- مسأله: که د لمانځه په منځ کی يو کار وکړی چی دلمانځه اصل او ډول د منځه يوسی، لکه لاس وهل، په هوا غورځيدل او نور، هر څو د هيريدل له رويه وی، لمونځ ئی باطل دی.

265- مسأله: که دلمانځه په منځ کی دومره چپ پاته سی چی دلمانځه د اصل څخه خارج سی، لمونځ ئی باطل کيږی.

266- مسأله: د واجب لمونځ پريښول (دلمانځه ماتول) حرام دی، مګر د ناچاری په حال، لکه دغه ځايونه: د ځان ساتل، د مال ساتنه، او د بدنی او مالی تاوان مخ نيول.

267- مسأله: د خلګو پور ورکول د پاره لمونځ ماتول پدی شرايط اشکال نلری.

1- د لمانځه په منځ کی نسی کولای پور ورکړی.

2- پور غوښتونکی خپل پور غواړی.

3- د لمانځه وخت لږ ندی، يعنی کولای سی پسله پور ورکول، لمونځ په خپل وخت پر ځای کړی.

268- مسأله: د لمانځه ماتول د هغه مال د ساتنی د پاره چی اهميت نلری، مکروه دی.

269- مسأله: هغه کارونه چی په لمانځه کی مکروه دی، عبارت دی:

1- د سترګو پټول.

2- په لاسو او ګوتو بازی کول.

3- د ذکر، سوری يا حمد د ويل په وخت کی سکوت کول (چپيدل) د بل څوک د خبری د اوريدل د پاره.

4- هر کار چی خضوع او خشوع (نرمی) د منځه يوسی.

5 -  مخ ګرځول په لږ مقدار وراسته يا چپه خواته (ځکه چی ډير مقدارئی لمونځ باطلوی.

د اذان او اقامی ترجمی:

* «اَللهُ اَكْبَرُ»؛ خدای (ج) تر هر شی او هر څوک ډير لوی دی.
* «اَشْهَدُ اَن لااِلهَ اِلاَّ اللهُ»؛ شاهدی ورکوم چی غير د نړی پروردګار بل خدای نسته.
* «اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّداً رَسُولُ اللهِ»؛ شاهدی ورکوم چی محمد (صلی الله عليه و آله وسلم) د خدای پيغمبر دی.
* «اَشْهَدُ اَنَّ عَليّاً وَلىُّ الله»؛ شاهدی ورکوم چی علی بن ابی طالب پسله پيغمبر ولی او حجت د خدای دی.
* «حَيَّ عَلَى الصّلاةِ»؛ ژر سی (تلوار وکړی) د لمانځه وخواته.
* «حَيَّ عَلَى الفَلاح»؛ ژرسی د نجات او خلاصی و خواته
* «حَيَّ عَلَى خَيرِالعَمَلِ»؛ ژرسی د ښو کارو وخواته
* «قَدْ قامَتِ الصَّلاةُ»؛ لمونځ شروع سو.
* «اَللهُ اَكْبَرُ»؛ خدای تر ټولو ډير لوی دی.
* «لااِلهَ اِلاَّ اللهُ»؛ غيرله د نړی پروردګار بل خدای نسته.

د لمانځه ترجمی:

* تكبيرة الاحرام: «اَللهُ اَكْبَرُ»؛ خدای تر هر څوک او هر شی ډير لوی دی.
* حمد: «بِسْمِ اللهِ الرَّحْمنِ الرَّحيمِ»؛ د بخښونکی مهربان خدای په نامه.
* «اَلْحَمْدُلله رَبّ ِ ا لْعالَمينَ»؛ د خدای مخصوص حمد او ثنا، د ټول عالم (نړی) پروردګار دی.
* «الرّحمنِ الرَّحيمِ»؛ بخښونکی مهربان خدای .
* «مالِكِ يَوْمِ الدّينِ»؛ د قيامت يعنی د ثواب او عذاب د ورځی خاوند.
* «ايّاكَ نَعْبُدُ وَ ايّاكَ نَسْتَعينُ»؛ يواځی تا عبادت کوو او يواځی ستا څه مرسته غواړو.
«اِهْدناالصِّراطَ الْمُستَقيمَ»؛ موږ لارښوونه و فرماياست په صحيح او مستقيم لار.
* «صِراطَ الَّذينَ اَنْعَمْتَ عَلَيْهِم»؛ د هغو کسانو په لار چی هغوته دی نعمت ورکړيدی.
* «غَيْرِالْمَغضُوبِ عَلَيْهِم وَلاالضّالّينَ»؛ نه د هغو کسانو لار چی غضب پر هغو سويدی او نه د ګمراهانو.
* سوره: «بِسْمِ ا للهِ ا لرَّحْمنِ ا لرَّحيمِ»؛ د بخښونکی مهربان خدای په نامه.
* «قُل هُوَاللهُ اَحَدٌ»؛ و وايه خدای يو او يواځی دی.
* «اللهُ الصَّمَدُ»؛ بی نياز خدای.
* «لَمْ يَلِدْ وَ لَمْ يوُلَدْ»؛ هغه خدای چی اولاد نلری او د بل چا اولاد ندی.
* «وَ لَمْ يَكُنْ لَهُ كُفُواً اَحَدٌ»؛ او هيڅ څوک، د هغه همتا او هم ډول ندی.
* د ركوع ذکر: «سُبْحانَ رَبِّي الْعَظيمِ وَ بِحَمْدِهِ»؛ خپل لوی خدای پاک بولم او ثنا او صفت کوم.
* د سجود ذکر: «سُبْحانَ رَبِّي الاَْعْلى وَ بِحَمْدِهِ»؛ خپل خدای چی تر ټولو لوړ دی، حمد او ثنا کوم او پاک بولم.
* اربعه تسبيحات : «سُبْحانَ اللهِ وَالْحَمْدُلله وَلا اِلهَ اِلاّ اللهُ وَاللهُ اَكْبَرُ»؛ خدای پاک دی، حمد او ثنا مخصوص د خدای دی، غير له د نړی پروردګار بل خدای نسته او خدای تر ټولو ډير لوی دی.
* تشهّد او سلام: «اَشْهَدُ اَنْ لا اِلهَ اِلاّ اللهُ وَحْدَهُ لا شريكَ لَهُ»؛ شاهدی ورکوم چی غير له پروردګار بل خدای نسته او يواځی او بی همتا دی او ملګر نلری.
* «وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحمّداً عَبْدُهُ وَ رَسوُلُه»؛ او شاهدی ورکوم چی محمد (ص) د خدای (ج) رسول او بنده دی.
* «الّلهُمَّ صَلِّ على مُحَمَّد وَ الِ مُحمّد»؛ خدايا پر محمد او خاندان ئی درود وليږه.
* «السَّلامُ عَلَيْكَ اَيُّهاالنَّبيُّ وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَكاتُهُ»؛ د خدای برکات، رحمت او درود پر تا ای پيغمبره 
* «اَلسَّلامُ عَلَيْنا وَ على عِبادِاللهِ الصّالِحينَ»؛ درود پر موږ (لمونځ کوونکی) او د خدای (ج) پر صالح بندګانو باندی.

* «اَلسَّلامُ عَلَيْكُمْ وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَكاتُهُ»؛ درود پر تاسی او د خدای (ج) رحمت او برکات پر تاسی.

د لمانځه شکيات:

کله ممکن دی لمونځ کوونکی د لمانځه په يوه برخه شک وکړی: مثلاً نه پوهيږی تشهدئی ويلی دی که يه او يا نه پوهيږی يوه سجده پر ځای کړيدی يا دوی سجدی او کله د رکعتو په تعداد چی ويلی دی شک کوی، مثلاً نه پوهيږی چی په دريم رکعت لګيا دی يا په څلورم.

په لمانځه د شک د پاره، خاص احکام سته چی ټول بيان د هغه ددی ليکنی د توان څخه خارج دی، ليکن په لنډ ډول د شک ډولونه او د هر يو د احکام په بيان پيل کوو.

د لمانځه په برخوکی شک:

270- مسأله: که لمونځ کوونکی د لمانځه د برخو د يوی برخی په په ځای کول شک وکړی، يعنی نه پوهيږی هغه برخه ئی پر ځای کړيدی که يه، که وروستنی برخه ئی ندی پيل کړی، يعنی تراوسه پوری د هغه برخی څخه ندی تيرسوی بايد هغه پر ځای کړی. ليکن که پسله داخليدل په وروستنی برخه شک راغلی دی، يعنی د هغه د ځايه څخه تير سويدی، پدی ډول شک اعتنا (توجه) نه کيږی او لمونځ ته ادامه ورکوی او صحيح دی.

271- مسأله: که پسله دی چی د لمانځه يوه برخه پر ځای سو په صحيح توب د هغه شک وکړی، يعنی نه پوهيږی هغه برخه ئی چی پر ځای کړيدي، صحيح پر ځای سويدی که يه، پدی ډول په خپل شک پروا او توجه نه کوی، يعنی بنا ايږدی پر صحيح توب د هغه او لمانځه ته ادامه ورکوی او صحيح دی.

هغه شکونه چی لمونځ باطلوی:

272- مسأله: که په دوه رکعتی لمانځه کی يعنی د سهار لمونځ يا د ماښام د لمانځه د رکعتو په شمير شک وسی لمونځ باطل دی.

273- مسأله: که د يو يا ډير تر يو رکعت په منځ کی شک وکړی، مثلاً يو او دوه يا يو او دری لمونځ باطل دی.

274- مسأله: که په لمانځه پوه نسی څو رکعته ئی ويلی دی، لمونځ باطل دی.

275- مسأله: هر کله يو د هغو شکو چی لمونځ باطلوی مخ ته راسی بايد يو مقدار فکر وکړی او که شی يادئی نه راغی او شک پاته سو، لمونځ ماتوی او سر دوباره شروع کوی.

276- مسأله: هغه شکونه چی نبايد په هغو توجه وکړی:

- په مستحبی لمانځه کی شک.

- د جماعت په لمانځه کی شک.

- د لمانځه د سلام وروسته شک.

- د لمانځه د وخت د تيريدو وروسته شک.

277- مسأله: څرنګه چی د شک ډير خوا لمونځ باطلوی بنا پر لږ کښيږ دی، مثلاً که د سهار په نافلی که شک وکړی چی دوه رکعته ئی ويلی دی يا دری رکعت، بايد بنا کښيږ دی چی دوه رکعته ئی ويلی دی او که د شک ډير خوا لمونځ نه باطلوی، مثلاً شک وکړی چی دوه رکعته ويلی دی يا يو رکعت، د شک په هره خوا عمل وکړی، لمونځ ئی صحيح دی.

278- مسأله: د جماعت په لمانځه که د جماعت امام د لمانځه د رکعتو په شمير شک وکړی، ليکن مأموم شک ونه لری او امام پوه کړی چی څوم رکعت دی، د جماعت امام نبايد په خپل شک توجه وکړی. او همدغه ډول که مأموم شک وکړی ليکن د جماعت امام شک ونه لری هم هغه ډول چی د جماعت امام لمونځ پر ځای کوی، هغه هم عمل وکړی او لمونځ ئی صحيح دی.

279- مسأله: که پسله سلام د لمانځه شک وکړی چی لمونځ ئی صحيح ؤ که يه مثلاً شک وکړی رکوع کړيدی که يه، يا پسله څلور رکعتی لمونځ شک وکړی چی څلور رکعته ويلی دی يا پنځه رکعته په خپل شک توجه ونه کړی، ليکن که د شک دواړی خوائی باطل وی، مثلاً پسله سلام د څلور رکعتی لمونځ شک وکړی چی دری رکعته ويلی دی يا پنځه رکعته، لمونځ ئی باطل دی.

280- مسأله: که د لمانځه د وخت دتيريدل وروسته شک وکړی چی لمونځ کړيدی که يه، يا ګمان وکړی چی ندی کړی، په ځای کول ئی لازم ندی. ليکن که د وخت د تيريدل د مخه شک وکړی چی لمونځ کړيدی که يه، يا ګمان وکړی چی ندی کړی، بايد هغه لمونځ پر ځای کړی، بلکه که ګمان وکړی چی لمونځ کړيدی، بايد هغه پر ځای کړی.

د احتياط لمونځ:

281- مسأله: په هغو ځايوکی چی د احتياط لمونځ واجب کيږی لکه د دری او څلور په منځ کی شک، بايد پسله د لمانځه دسلام، بيله دی چی دلمانځه  اصل د منځه يوسی او يا يو د لمانځه مبطلات پر ځای کړی ولاړسی بيله اذان او اقامی تکبير ووائی او د حتياط لمونځ وکړی.

282- مسأله: د احتياط د لمانځه توپير د نور لمونځو سره:

- د هغه نيت نبايد په ژبه راوړی.

- سوره او قنوت نلری (که څه هم دوه رکعتی وی).

- په کښته آواز ويل کيږی او احتياط واجب هغه دی چی (بسم الله) هم په کښته آواز ووائی.

283- مسأله: که يو رکعت د احتياط لمونځ، واجب وی، پسله سجدی تشهد وائی او سلام ورکوی او که دوه رکعته واجب سويدی، نبايد په لومړی رکعت تشهد او سلام ووائی، بلکه يو بل رکعت هم بايد (بيله تکبيرة الاحرام) ووائی او د دوهم رکعت په پای تشهد ووائی او سلام ورکړی.

د سهوی د سجدی کيفيت:

284- مسأله: په هغه ځايوکی د سهوی سجدی واجب کيږی، لکه د څلور او پنځه په منځ کی شک د ناستی په حالت، بايد د لمانځه د سلام وروسته و سجدی ته ولاړسی او ووائی: «بسم اللهِ و بِاللهِ وَ صلَّى اللهُ على محمّد و الِهِ» يا «بِسْمِ الله وَ بِاللهِ اَلّلهُمَّ صَلِّ عَلى مُحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد» ليکن ښه دی ووائی: «بِسْمِ اللهِ وَ بِاللهِ اَلسَّلامُ عَلَيْكَ اَيُّها النَّبِيُّ وَ رَحْمَةُ اللهِ وَ بَرَكاتُهُ»  پسله هغه کښينی او بيرته سجدی ته ولاړسی او د لوړ ذکرو يوئی ووائی وروسته کښينی او تشهد او سلام ووائی.

د مسافر لمونځ:

285- مسأله: انسان بايد په سفر کی څلور رکعتی لمونځونه دوه رکعته قصر (يعنی مات) پر ځای کړی، پدی شرط چی مسافرت ئی تر اته فرسخه لږ نه وی ( شرعی اته فرسخ تقريباً 45 کيلومتر دی).

286- مسأله: مسافر که د هغه ځای چی لمونځ ئی کامل دی، لکه وطن بايد څلور فرسخه ولاړسی او څلور فرسخه راو ګرځی، پدی سفر هم لمونځ ئی قصر دی.

287- څوک چی مسافرت ته ځی، هغه وخت لمونځ ئی بايد قصر پر ځای کړی چی اقلاً په هغه مقدار ليری سی چی د هغه ځای اذان وانه وری او د هغه ځای ديوالونه ونه وينی او که د مخه تر هغه چی پدی مقدار ليری سی وغواړی لمونځ پر ځای کړی بايد کامل پر ځای کړی.

288- مسأله: که و يو ځای ته ځی چی دوی لاری لری، يوه لارئی لږ تر اته فرسخ او بله لارئی اته فرسخه يا ډير تر هغه وی که د هغه لار چی اته فرسخه وی ولاړسی لمونځ بايد قصر پر ځای کړی او که د هغه لار چی اته فرسخه نه وی بايد لمونځ څلور رکعتی پر ځای کړی، مثلاً که د وطن څخه و يوی کلی ته ځی چی دوی لاری لری، يوه لارئی څلور فرسخه دی او بله لارئی دری فرسخ، که د لومړی لار (څلور فرسخ) څخه ولاړسی او د هغی لاری بيرته راوګرځی، لمونځ ئی د لاری په منځ او په هغه کلی که قصر دی. ليکن که د دی لاری څخه ولاړسی او د بلی لار چی (دری فرسخه) دی راوګرځی او يا د دوهمی لار( دری فرسخه) څخه ولاړسی او د هغی لاری راوګرځی ځکه چی د سفر جمع لږ تر اته فرسخه دی لمونځ د لاری په منځ او په هغه کلی کی کامل دی.

289- مسأله: د سفر پدی ځايوکی لمونځ کامل دی.

1- دمخه تردی چی اته فرسخه ولاړسی، د خپل وطن څخه تيريږی او يا په يو ځای کی لس ورځی پاتيږی.

2- لومړی قصد نه درلود چی واته فرسخی سفرته ولاړسی او بيله قصد دغه مقدار لارئی تللی دی لکه چی يو څوک د يو ورک شی پسی ګرځی.

3- دلار په منځ کی د سفره څخه وګرځی، يعنی د مخه تر رسيدل و څلور فرسخی ته د تلل څخه ئی پښيمان سی.

4- څوک چی شغل او کارئی مسافرت دی لکه د ريل ګاډی او د هغه موټرانو چی د ښار د باندی ځی دريور، پيلوت، کښتی وان (په هغه سفر چی شغل ئی دی).

5- څوک چی حرام سفرته ځی، لکه هغه سفر چی د ځلېر او مور د آزار او عذاب سبب وی.

290- مسأله: هغه کسان چی د دوی شغل او کار په سفر کی دی لکه محصلين چی د تحصل او درس د پاره بل ښارته ځی او معمولاً د جمعی په ورځ خپل وطن ته راځی يا معلمان، دولتی کارکوونکی او کاريګران چی هره ورځ د خپل وطن څخه د کار او شغل د پاره د شرعی مسافت او فاصلی په اندازه ځی او شپه بيرته راګرځی بناپر احتياط د دوی  لمونځ قصر دی او د دوی روژی صحيح ندی مګر داچی د کار په ځای د لس ورځی قصد وکړی.

291- مسأله: پدی ځايوکی لمونځ کامل دی.

- په وطن کی.

- په هغه ځای کی چی قصد لری لس ورځی پاته سی.

- په هغه ځای چی ديرش ورځی په شک پاته سويدی، يعنی معلوم نه ؤ چی پاتيږی يا ځی او تر ديرش ورځی پدغه حالت پاته سوی او هيڅ ځای ته هم ندی تللی، پدی ډول بايد پسله ديرش ورځی لمونځ کامل په ځای کړی.

وطن چيری دی؟:

292- مسأله: وطن، هغه ځای دی چی انسان د خپل ژوندانه د پاتيدل د پاره ټاکلی دی، څه هلته ودنياته راغلی او د پلار او مور وطن ئی وی، يا په خپله هغه ځای د ژوندانه د پاره ټاکلی دی.

293- مسأله: اولاد تر هغه وخته پوری چی مستقل سوی ندی، که د پلار او مور سره د هغو په وطن کی ژوند کوی د پلار او مور وطن د هغه وطن هم دی، که څه هم هلته ودنياته نه وی راغلی او پسله هغه چی په ژوندانه کی مستقل سو، که بل ځای د دايمی ژوندانه د پاره وټاکی هغه ځای وطن ئی کيږی. بناپر دی د مثال په ډول پلار او مور چی په اصل اصفهانی دی، اولاد د هغو چی په اصفهان کی د هغو سره ژوند کوی ځکه چی اصفهان د پلار او مور وطن دی، اصفهان د هغه د پاره هم د وطن حکم لری او که  اصفهان ته ولاړسی هلته بايد لمونځ کامل په ځای کړی. بلی که اولاد د هغو په بل ښارکی ژوند وکړی او هيڅ کله د پلار او مور سره په اصفهان کی ژوند نه دی کړی هلته د اولاد وطن نه کيږی.

294- مسأله: ترڅو چی انسان د خپل غيرله اصلی وطن د دايمی پاتيدل قصد ونه لری هلته وطن ئی نه حسابيږی.

295- مسأله: که قصد لری په هغه ځای کی چی اصلی وطن ئی ندی يو مدت پاته سی او پسله هغه بل ځای ته ولاړسی هلته وطن ئی نه حسابيږی، لکه يو محصل چی يو مدت د تحصيل د پاره په يو ښارکی پاتيږی.

296- مسأله: که انسان بيله دايمی پاتيدل قصد او بيله تلل قصد په يو ځای کی دومره پاته سی چی خلګ هغه د هغه ځای وبولی،هغه ځای د وطن حکم  لری.

297- مسأله: که يو ځای ته ولاړسی چی د مخه وطن ئی ؤ ليکن اوس د هغه ځايه څخه مخ ګرځولی دی يعنی تصميم نيولی دی چی نور د هستوګنی د پاره هلته ورنسی نبايد لمونځ کامل په ځای کړی که څه هم بل وطن د ځان د پاره ټاکلی نه وی.

298- مسأله: مسافر چی خپل وطن ته راځی کله چی يو ځای ته ورسيږی چی د خپل وطن ديوال ووينی او د اذان ږغ واوری، بايد لمونځ کامل په ځای کړی.

د لس ورځی قصد:

299- مسأله: مسافر چی قصد کړيدی لس ورځی په يو ځای پاته سی، که تر لس ورځی ډير هلته پاته سی ترڅو چی سفر ندی کړی، بايد لمونځ ئی کامل پر ځای کړی او لازم ندی سر دوباره دلس ورځی پاتيدل قصد وکړی.

300- مسأله: که مسافر د لس ورځی د قصده څخه وګرځی.

الف: د څلور رکعتی لمونځ د په ځای کول د مخه د خپل قصده وګرځی، بايد لمونځ قصر په ځای کړی.

ب: پسله په ځای کول د يو څلور رکعتی لمونځ که د خپل قصده څه وګرځی، ترڅو چی هلته دی، بايد لمونځ کامل په ځای کړی.

د قضا لمونځ:

د قضا لمونځ، هغه لمونځ ته ويل کيږی چی پسله وخت په ځای سی.

301- مسأله: انسان بايد واجب لمونځونه د هغه په معلوم وخت په ځای کړی او که بيله عذر لمونځ ئی قضا سی ګناهکاره دی او بايد توبه وکړی او د هغه قضا هم په ځای کړی.

302- مسأله: په دوو ځايو د لمانځه قضا په ځای کول واجب دی.

الف: واجب لمونځ پر وخت ئی په ځای کړی نه وی.

ب: پسله وخت متوجه سی هغه لمونځ چی په ځای کړيدی باطل ؤ.

303- مسأله: څوک چی د قضا لمونځ لری نبايد د هغه په په ځای کول تنبلی وکړی، ليکن واجب ندی ژر هغه په ځای کړی.

304- مسأله: د هغه څوک د ورځنی لمونځونو قضا چی د خپل د قضا کيدل ترتيب پوهيږی بناپر احتياط واجب بايد په ترتيب په ځای سی، مثلاً څوک چی يوه ورځ د مازديګر لمونځ او پسی ورځ د سهار لمونځ ندی کړی، بايد لومړی د مازديګر لمونځ او پسله هغه د سهار د لمونځ قضا په ځای کړی. څوک چی يو لمونځ د هغه څخه قضا کيږی په احتياط واجب سره د پسی واجب لمونځ د مخه بايد د هغه قضا په ځای کړی او پدی ځای کی د ترتيب مراعت لازم ندی.

305- مسأله: څوک چی پوهيږی د قضا لمونځ لری ليکن د هغو تعداد نه پوهيږی، مثلاً نه پوهيږی چی څلور ؤ يا پنځه، که لږ ئی په ځای کړی کافی دی.

306- مسأله: که د هغو تعداد ئی پوهيدل، ليکن هير کړيدی، احتياط واجب هغه دی چی ډير مقدار په ځای کړی.

307- مسأله: د قضا لمونځ کيږی په جماعت په ځای سی څه د جماعت د امام لمونځ ادا وی يا قضا او لازم ندی هر دواړه يو لمونځ په ځای کړی، مثلاً که د سهار دلمانځه قضا د امام د مازديګر يا غرمی د لمانځه سره په ځای کړی اشکال نلری.

308- مسأله: که يو مسافر چی بايد خپل لمونځ مات په ځای کړی د غرمی يا مازديګر يا ماخُستن لمونځ ئی قضا سی هغه بايد دوه رکعتی په ځای کړی که څه هم په سفرکی نه وی چی دهغه قضا وغواړی په ځای کړی.

309- مسأله: په سفر کی نسی کولای روژه ونيسی حتی که د قضا روژه وی، ليکن د قضا لمونځ کيږی په ځای سی.

310- مسأله: که په سفر وغواړی هغه لمونځونه چی بيله سفر قضا سويدی په ځای کړی بايد د غرمی، مازديګر او ماخُستن لمونځونه څلور رکعتی قضا کړی.

311- مسأله: د قضا لمونځ کيږی هر وخت په ځای سی يعنی د سهار دلمانځه قضا کولای سی غرمه يا شپه په ځای سی.

د پلار او مور د قضا لمونځ:

312- مسأله: ترڅو چی انسان ژوندی دی که څه هم د خپل دلمانځه دکول څخه  عاجزوی، بل څوک نسی کولای د هغه لمونځونه قضا کړی.

313- مسأله: د پلار د مرګه وروسته هغه لمونځ او روژی چی پر ځای کړی نوی پر مشر زوی ئی واجب دی هغه لمونځ او روژی قضا کړی.

314- مسأله: احتياط واجب هغه دی چی مشر زوی د مور قضا سوی لمونځ او روژی هم په ځای کړی.

د جماعت لمونځ

د اسلامی امت يووالی د هغو مسائلو څخه دی چی اسلام هغه ته ډير اهميت ورکړيدی او د هغه د ساتنی او دوام د پاره مخصوص برنامی لری، يو د هغو د جماعت لمونځ دی.

دجماعت لمونځ، يو دلمونځ کوونکو څخه چی د مخصوص خواص درلودنکی دی د جمعيت په مخ کی دريږی او نور په منظم صفو د هغه وشاته او يو ځای د هغه سره لمونځ پر ځای کوی.

هغو څوک چی په دغه جَمْعی لمونځ د جمعيت په مخ کی دريږی د (جماعت امام) دی او هغه څوک چی دهغه په شا په لمانځه دهغه څه پيروی کوی (مأموم) دی.

د جماعت د لمانځه اهميت او ارزښت:

په ډيرو روايتو د جماعت د لمانځه د پاره ډير اَجر او ثواب راغلی دی، په دقيق ډول په برخو د احکام مسائل په اهميت او ارزښت پوهيږو. اوس برخی د هغو بيانو ؤ.

3ځلې- مسأله: د جماعت په لمانځه شرکت کول د هر چا د پاره مستحب دی مخصوصاً د مسجد د ګاوندی د پاره.

316- مسأله: مستحب دی انسان صبرو کړی چی لمونځ په جماعت وکړی.

317- مسأله: د جماعت لمونځ که څه هم په لومړی وخت ونسی، د لومړی وخت تر فُرادای )[6]يواځی) لمونځ ښه دی.

318- مسأله: د جماعت لمونځ چی ژر په ځای کيږی تر يواځی لمونځ چی هغه ته زنډ ورکړی ښه دی.

319- مسأله: ښه ندی چی انسان بيله عذر، د جماعت لمونځ ونه کړی.

320- مسأله: د جماعت په لمانځه حاضر نه کيدل د بی پروائی په خاطر جايز ندی.

د جماعت د لمانځه شرايط:

321- مسأله: د جماعت دلمانځه په وخت کی، لاندی شرايط بايد مراعت وسی.

1- مأموم د امام څه د مخه ونه دريږی، بلکه احتياط واجب هغه دی چی لږ څه شاته ودريږی.

2- د جماعت د امام ځای د مأمومينو تر ځای لوړ نه وی.

3- د امام او مأموم فاصلی او د صفو فاصلی ډير نه وی او احتياط هغه دی چی فاصلی ډير تر يو ګام نه وی.

4- د امام او مأموم په منځ او همداسی د صفو په منځ کی يو شی لکه ديوال يا پردی مانع نه وی، ليکن د پردی وهل د نارينه او ښځو د صف په منځ کی اشکال نلری.

322- مسأله: د جماعت امام بايد بالغ او عادل وی، او لمونځ په صحيح ډول په ځای کړی.

د جماعت په لمانځه اقتدا کول:

323- مسأله: په هر رکعت، يواځی په رکوع او د قرائت په منځ  کولای سی په (امام) اقتدا وکړی. که د جماعت د امام په رکوع ونه رسيږی بايد په پسی رکعت اقتدا وکړی او که يواځی د جماعت د امام په رکوع هم ورسيږی يو رکعت په حساب راځی.

324- مسأله: د جماعت په لمانځه اقتدا کول مختلف حالتونه:

- په لومړی رکعت:

1- د لمانځه په ابتدا يا د قرائت په وخت د جماعت په امام اقتدا وکړی: مأموم حمد او سوری نه وائی او نور اعمال د جماعت د امام سره په ځای کوی.

2- په رکوع: رکوع او نور اعمال د جماعت د امام سره په ځای کوی او حمد او سوری د هغه رکعت د پاره د منځه تللی دی.

- په دوهم رکعت:

1- د دوهم رکعت په ابتدا يا د قرائت په وخت مأموم حمد او سوری نه وائی او د امام سره قنوت، رکوع او سجود په ځای راوړی او هغه وخت چی د جماعت امام تشهد وائی، بناپر احتياط واجب د نيم خيز[7]په حالت يعنی نه ولاړ نه ناست کښينی او که لمونځ دوه رکعتی دی، يو رکعت بل په يواځی په ځای کړی او لمونځ پای ته ورسوی. او که دری يا څلور رکعتی دی، په دوهم رکعت چی د جماعت امام په دريم رکعت کی دی، حمد او سوری ووائی (هر څو د جماعت امام تسبيحات ووائی) او هغه وخت چی د جماعت امام دريم رکعت ئی پای ته ورساوه او د څلورم رکعت د پاره ولاړيږی، مأموم بايد پسله دوی سجدی، تشهد ووائی او دريم رکعت د په ځای کول د پاره ولاړسی او دلمانځه په آخر رکعت چی د جماعت امام په تشهد او سلام لمانځه پای ته رسوی، يو رکعت بل په ځای راوړی.

- په دريم رکعت:

1- د قرائت په وخت: کله چی پوهيږی که اقتدا وکړی د حمد او سوری او يواځی حمد د ويل د پاره وخت لری، کولای سی اقتدا وکړی او بايد حمد او سوری يا يواځی حمد ووائی. او که پوهيږی وخت نلری بناپر احتياط واجب بايد صبر وکړی چی د جماعت امام رکوع ته ولاړسی او په هغه اقتدا وکړی.

2- په رکوع: که په رکوع اقتدا وکړی، رکوع د امام سره په ځای راوړی او حمد او سوری د هغه رکعت د پاره د منځه تللی دی او پاته لمونځ هم هغه ډول چی د مخه بيان سو، په ځای راوړی.

- په څلورم رکعت:

1- د قرائت په وخت: په دريم رکعت د اقتدا حکم لری او هغه وخت چی د جماعت امام د لمانځه په آخر رکعت د تشهد او سلام د پاره کښينی، مأموم کولای سی ولاړسی او لمونځ ئی په يواځی ادامه ورکړی او کولای سی د نيم خيز په حالت کښينی چی د جماعت امام سلام او تشهد پای ته ورسيږی اوپسله هغه ودريږی.

2- په رکوع: رکوع او سجدی د امام سره په ځای راوړی (پداسی حال چی د امام څلورم رکعت او د مأموم لومړی رکعت دی) او پاته لمونځ هم هغسی چی تيرسو، کوی.

د جماعت د لمانځه احکام:

325- مسأله: که د جماعت امام د ورځنی لمونځو يو ئی په ځای کوی، کولای سی د ورځنی لمونځو هر يو په هغه اقتدا وکړی. بناپر دی که امام د مازديګر لمونځ کوی، مأموم کولای سی، د غرمی لمونځ په هغه اقتدا وکړی. او که مأموم پسله هغه چی د غرمی لمونځ ئی وکړل، جماعت پر ځای سی، کولای سی د مازديګر لمونځ د جماعت امام د غرمی په لمونځ اقتدا وکړی.

326- مسأله: مأموم کولای سی خپل د قضا لمونځ د امام په ادا لمونځ اقتدا وکړی، هر څو د نورو ورځنی لمونځو قضا وی. مثلاً د جماعت امام د غرمی لمونځ کوی او هغه د سهار د لمونځ قضا کوی.

327- مسأله: د جماعت لمونځ اقلاً په دوو نفرو کيږی يعنی يو نفر امام او يو نفر مأموم، مګر د جمعی، د فطر (کوچنی) اختر او د قربان (لوی) اختر په لمونځ.

328- مسأله: نسی کولای مستحبی لمونځونه په جماعت وکړی، مګر د باران د غوښتنی لمونځ[8].

329- مسأله: مأموم نبايد د مخه تر امام تکبيرة الاحرام ووائی، بلکه تر څو چی د امام تکبير پای ته ونه رسيږی نبايد تکبير ووائی.

330- مسأله: مأموم بايد بيله حمد او سوری د لمانځه ټول برخی پخپله ووائی، ليکن که د هغه لومړی يا دوهم رکعت او د امام دريم يا څلورم رکعت وی، بايد حمد او سوری هم ووائی.

د جمعی لمونځ:

د مسلمانانو اوتګی(هفتګی) يووالی او ټوليدل يوئی د (جمعی لمونځ) دی، لمونځ کوونکی د جمعی په ورځ کولای سی د غرمی د لمانځه پر ځای د جمعی لمونځ په ځای راوړی چی د غرمی تر لمانځه بهتره دی.

ددغه لمونځ په فضيلت (ښه والی)، دومره بس دی چی په دغه نامه په قرآن کی يوه سوره راغلی ده او هلته په ښکاره او روښانه مؤمنان ئی د جمعی د لمانځه په حضور دعوت فرمايلی دی.

د جمعی د لمانځه څرنګه توب:

331- مسأله: د جمعی لمونځ دوه رکعته دی، لکه د سهار لمونځ، ليکن دوی خطبی لری چی د جمعی د امام په واسطه د مخه تر لمانځه بيان کيږی.

332- مسأله: مستحب دی د جمعی امام حمد او سوری لوړ ووائی.

333- مسأله: مستحب دی د جمعی د لمانځه په لومړی رکعت پسله حمد د (جمعی) سوره او په دوهم رکعت پسله حمد د(منافقون) سوره وويل سی.

334- د جمعی په لمونځ دوه قنوت مستحب دی يو په لومړی رکعت د مخه تر رکوع او بل په دوهم رکعت پسله رکوع.

د جمعی د لمونځ شرايط:

335- مسأله: د جمعی په لمانځه لاندی شرايط بايد مراعت سی.

- ټول شرايط چی د جماعت په لمانځه کی بايد رعايت وسی د جمعی په لمونځ کی هم معتبره دی.

- بايد په جماعت وسی او فرادا صحيح ندی.

- اقلاً د خلګو تعداد د جمعی د لمانځه د پاره پنځه نفره دی، يعنی يو نفر امام او څلور نفره مأموم.

- د دوو جمعی لمونځ په منځ، اقلاً بايد يو فرسخ فاصله وی.

د جمعی د لمونځ کوونکو وظيفی:

336- مسأله: احتياط واجب دی مأمومينو په خطبو غوږ ونيسی.

337- مسأله: احتياط مستحب دی چی مأمومينو د خطبو په وخت کی چُپ او آرام وی او د خبری کوله څه ځان وساتی.

338- مسأله: احتياط مستحب دی چی اوريدونکو د خطبو د ويلو په وخت کی مخ و جمعی امام ته کښينی او په دی خوا او هغه خوا ونه ګوری.

339- مسأله: انسان که د جمعی لمونځ په لومړی رکعت ونه رسيږی که ځان په دوهم رکعت هر څو هم په رکوع ورسوی صحيح دی او دوهم رکعت پخپله په ځای راوړی. (په شرط د دی چی پوهيږی دومره وخت سته چی دوهم رکعت ئی هم په وخت په ځای کيږی).

د آيات لمونځ:

340- مسأله: يو د واجب لمونځو (آيات لمونځ) دی چی د دغه حادثو د منځ ته راتلل په سبب واجب کيږی:

زلزلی، خسوف (د سپوږمی نيول)، کسوف (د لمر نيول)، تندر او بريښنا او سور او ژړ بادونه په هغه ډول چی ډير خلګ وبيريږی.

341- مسأله: د آيات لمونځ دوه رکعته دی او هر رکعت ئی پنځه رکوع لری. د مخه تر رکوع د حمد سوری او د قرآن بله سوره ويل کيږی، يعنی په دوه رکعته، لس حمد او لس سوری ويل کيږی، ليکن کيږی يوه سوره پنځه برخه سی او د مخه تر هر رکوع يوه برخه د هغه ووائی، چی پدی ډول په دوه رکعته دوه حمد او دوی سوری ويل کيږی.

دلته د (اخلاص) د سوری په تقسيم (ويش) کول د آيات د لمانځه څرنګه توب بيان کوؤ.

- لومړی رکعت: پسله تکبيرة الاحرام، د حمد سوره ووائی او (بسم الله الرحمن الرحيم) ووائی او په رکوع ولاړسی. او وروسته ودريږی او ووائی: (قل هو الله احد) او په رکوع ولاړسی. بله ځلې ودريږی او ووائی: (الله الصمد) او ورکوع ته ورسی. بيا سر د رکوع څه پورته کړی او ووائی: (لم يلد ولم يولد) او په رکوع ولاړسی. او بيا د رکوع څه سر پورته کړی او ووائی: (ولم يکن له کفوا احد) او په رکوع ورسی.

او پسله سر پورته کول د رکوع څه په سجدی ورسی او پسله دوی سجدی په ځای کول د دوهم رکعت د پاره ودريږی.

- دوهم رکعت: دوهم رکعت هم لکه لومړی رکعت په ځای راوړی او وروسته په تشهد او سلام لمونځ پای ته رسوی.

د آيات د لمانځه احکام:

342- مسأله: که يو د آيات د لمانځه سببونه په يو ښارکی منځ ته راسی، فقط د هغه ښار خلګ بايد د آيات لمونځ وکړی او د نورو ځايو پر خلګو واجب ندی.

343- مسأله: که د آيات د لمانځه په يو رکعت کی پنځه ځلې حمد او سوری ووائی او په بل رکعت کی يو حمد ووائی او سوری تقسيم کړی، صحيح دی.

344- مسأله: د دوهم، څلورم، شپږم، اتم، او لسم رکوع د مخه مستحب دی قنوت ووائی او که يواځی يو قنوت د مخه تر لسم رکوع ووائی کافی دی.

345- مسأله: هر يو د آيات د لمانځه رکوع رکن دی، نو که په قصده يا په سهوه لږ يا ډير سی لمونځ باطل دی.

346- مسأله: د آيات لمونځ کولای سی په جماعت وکړی، چی پدی ډول حمد او سوری يواځی د جماعت امام وائی.

مستحب لمونځونه[9]

347- مسأله: لمونځونه ډير دی او دغه ليکنه د هغو د ټولو ځای نلری، ليکن برخی د هغو چی ډير اهميت لری بيانوؤ.

د اختر لمونځ:

348- مسأله: په دوه اختر (فطر) او (قربان) د اختر مخصوص لمونځ کول مستحب دی.

د اختر د لمانځه وخت:

349- مسأله: د اختر د لمانځه وخت د لمر د طلوع (راختل) څخه دی تر غرمی پوری.

350- مسأله: د فطر په اختر مستحب دی پسله د لمر د راختله څه يعنی د اختر په سهار (افطار) روژه مات وکړی او د فطری [10]زکات هم ورکړی او پسله هغه د اختر لمونځ وکړی.

د اختر د لمانځه څرنګه توب:

351- مسأله: د اختر لمونځ دوه رکعته په نه (9) قنوته دی او داسی په ځای کيږی.

- د لمانځه په لومړی رکعت پسله حمد او سوری بايد پنځه تکبير وويل سی او پسله هر تکبير يو قنوت او پسله پنځم قنوت بل تکبير ويل کيږی او وروسته رکوع او دوی سجدی کيږی.

- په دوهم رکعت پسله حمد او سوری څلور تکبير ويل کيږی او پسله هر تکبير يو قنوت او پسله څلورم قنوت بل تکبير ويل کيږی او وروسته رکوع، دوی سجدی، تشهد او سلام په ځای راوړل کيږی.

- د اختر دلمانځه په قنوتوکی هر دعا او ذکر وويل سی کافی دی ليکن ښه دی دغه دعا وويل سی:

«اَللّهمَّ اَهْلَ الْكِبْرِياءِ وَالْعَظَمَةِ، وَاَهْلَ الْجُودِ وَالْجَبَروتِ، واَهْلَ الْعَفْوِ وَالرَّحْمَةِ، وَاَهْلَ التَّقوى وَالْمَغْفِرَةِ، اَسْألُكَ بِحَقِّ هذَا الْيَومِ الَّذِي جَعَلْتَهُ لِلْمُسلِمينَ عيداً، وَلِمُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَ آلِهِ ذُخْراً وَشَرَفَاً وَكَرامَةً وَمَزيداً، اَنْ تُصَلِّىَ عَلَى مُحَمَّد وَآلِ مُحَمَّد، وَاَنْ تُدخِلَنِي في كُلِّ خَيْر اَدْخَلْتَ فيهِ مَحَمَّداً وَآلَ مُحَمَّد، وَاَنْ تُخْرِجَنِي مِنْ كُلِّ سُوء اَخْرَجْتَ مِنْهُ مُحَمَّداً وَآلَ مُحَمَّد، صَلَواتُكَ عَلَيْهِ وَعَلَيْهِمْ، اَلّلهُمَّ اِنّي اَسْألُكَ خَيْرَ ما سَألَك َ بهِ عِبادُكَ الصَّالِحُونَ وَاَعُوذُبِكَ مِمَّا اسْتَعاذَ مِنْهُ عِبادُكَ الْمُخْلَصُونَ».

د شپی او ورځی نافلی:

د شپی او ورځی نافلی بيله جمعی ورځ 34 رکعته دی چی د هغو د جَمْعی څخه يوولس رکعته (د شپی نافلی)، دوه رکعته د سهار نافلی او دوه رکعته (د ماخُستن نافلی) دی چی ډير ثواب لری.[11]

د نيمی شپی لمونځ:

352- مسأله: د نيمی شپی لمونځ 11 رکعته دی چی پدی ترتيب په ځای کيږی.

څلور، دوه رکعتی: د شپی د نافلی په نيت. دوه رکعت: د شپی د نافلی په نيت. يو رکعت: د وتر د نافلی په نيت.

د نيمی شپی د لمانځه وخت:

353- مسأله: دنيمی شپی د لمانځه وخت د نيمی شپی څه د سهار تر اذان، او ښه دی د سهار اذان ته نژدی په ځای سی.

354- مسأله: مسافر او څوک چی د هغه د پاره مشکل دی د شپی نافلی پسله نيمی شپی په ځای کړی، کولای سی د شپی په لومړی وخت وکړی.

د غفيلی لمونځ:

355- مسأله: يو بل د مستحبی لمونځو، د غفيلی لمونځ دی چی د ماښام او ماخُستن تر منځ په ځای کيږی.

د غفيلی د لمونځ څرنګه توب:

356- مسأله: د غفيلی لمونځ دوه رکعته دی چی په لومړی رکعت پسله حمد بايد دغه آيه وويل سی.( وَذَا النُّونِ اِذْ ذَهَبَ مُغَاضِباً فَظَنَّ اَنْ لَنْ نَقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادى فِى الظُّلُمَاتِ اَنْ لاَ اِلَهَ اِلاَّ اَنْـتَ سُبْحَانَكَ اِنِّى كُنْتُ مِنَ الظَّـالِمِينَ فَاستَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ وَكَذَلِك نُنْجِى الْمُؤْمِنينَ) (د انبيا سوره /87).

او په دوهم رکعت پسله حمد، دغه آيه وويل سی:( وَ عِنْدَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لايَعْلَمُهَا اِلاَّ هُوَ و يَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَ الْبَحْرِ و مَا تَسْقُطُ مِنْ وَرَقَة اِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّة فِى ظُلُمَاتِ الاَْرْضِ وَلاَ رَطْب وَلاَيَابِس اِلاَّ فِى كِتَاب مُبين) (د انعام سوره / 59).

او په قنوت ئی دغه دعا ويل کيږی: «اَلّلهُمَّ اِنّي اَسأَلُكَ بِمَفاتِحِ الْغَيْبِ الّتِي لا يَعْلَمُهَا اِلاَّ اَنْتَ اَنْ تُصَلِّيَ عَلَى مَحَمَّد وَ آلِ مُحَمَّد، وَأنْ تَفْعَل بى كذا و كذا.[12] اَلّلهُمَّ اَنْتَ وَلِيُّ نِعْمَتِي، وَ الْقادِرُ عَلَى طَلِبَتيِ، تَعْلَمُ حاجَتِي، فَأسْأَلُكَ بِحَقِّ مُحَمّد وَ آلِ مُحَمَّد عَلَيْهِ و عَلَيْهِمُ السَّلامُ لَمَّا قَضَيْتَهَا لِي».

 

 

 

[1] . په برخو ښاروکی د هغه جملی څخه مکی معظمه، کله غرمه سيوری د منځه ځی او پسله هغه چی سيوری پيدا سوه معلوميږی چی غرمه سويده.

[2] . تقريباً يوولس ساعته او پنځه لس دقيقی چی د شرعی غرمی څه تيرسی د ماښام او ماخُستن د لمانځه د وخت آخر دی مثلاً که شرعی غرمه 15/12 بجی وی، نيمه شپه 30/11 دی.

[3] . دغه مسأله څو مورده استثنا لری چی د پوهيدل د پاره کولای سی د توضيح المسائل د رسالی په 860 مسأله مراجعه  وکړی.

[4] . د توضيح المسائل په رساله کی نور شرايط هم راغلی دی چی د ډير پوهيدل د پاره کولای سی پسله 905 مسألی د رسالی مراجعه وکړی.

[5] . پسله 310 مسألی د توضيح المسائل د رسالی.

[6] . هغه لمونځ چی په يواځی وسی او په جمع ونسی د (فرادا لمونځ) نوميږی.

[7] . دغه عمل ته تجافی ويل کيږی.

[8] . دغه لمونځ ته (استسقاء) ويل کيږی.

[9] . مستحب لمونځ ته (نافلی) ويل کيږی.

[10] . د فطری زکات يو د مالی واجب اعمالو څخه دی چی د فطر د اختر په ورځ بايد ورکړ سی (په 385 مسأله  کی مراجعه وکړی.

[11] . د شپی او ورځی د نافلو د ډير پيژندل د پاره د توضيح المسائل د رسالی په 764 مسأله کی مراجعه وکړی.

[12] . د (کذا وکذا) د کليمی په ځای کولای سی خپل حاجتونه د خدای (جل جلاله) څه وغواړی.

کلیدي کلمې: