د پیغمبر د بعث ورځ د بشریت د ژغورنې ورځ ده

نن د رجب المرجب د میاشتې ۲۷ نیټه ده د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی ا.. علیه و آله وسلم مبعث له کلیزې سره برابره ده چې د اسلامی نړۍ بلکې د درست بشریت لپاره یوه غوره ورځ ده دغه ورځ دې درست بشریت پّه تیره بیا تاسو خوږو لوستونکو ته مبارک وي 
رحمان بابا وایي:

که صورت د محمد نه وای پیدا            پیدا کړې به خدای نه وه دا دنیا 
کل جهان د محمد په روی پیدا شو         محمد دی د تمام جهان آبا 
نبوت په محمد باندې تمام شه               نیشته پس له محمده انبیا
که نبی دی که ولی دی که عاصی دی     محمد دی د همه واړو پیشوا 
که رڼا ده پیروی د محمد ده                ګڼه نیشته په دنیا بله رڼا 
محمد د بیچاره و چاره ګر دی             محمد دی هر دردمند لره دوا
زه رحمان د محمد د در خاکروب یم       که مې خدای نه کړه له دې دره جدا

« اقرا،» ولوله د خپل پالونکي په نامه، هغه پالونکی چې ته او ټول انسانان یې وپنځول، ولوله او هغه په سترتوب یاد کړه، هغه ذات چې تاته یې لوستل در زده کړل.
دا جملې هغه وخت پر محمد (ص) ولوستل شوې چې هغه لیک او لوست نه شو کولی. په لړزانه او اندیښمن غږ یې وپوښتل :«ولولم» «څنګه ولولم؟» زه خو لوستی نه شم ......»
په هغه راز داره شپه کې د نور غره جنوبي څنډې د سپوږمې په تتې رڼا کې ځلیدې، مکه او خوا وشا یې په خوږ خوب اوده وه او پر هر ځای درنه چوپتیا خپره وه، په دغه راز دارو شیبو کې ناڅاپه په اسمان کې ناشناشان او بریښنا وزمه رڼا وځلیده او د خدای د حبیب مخې ته افق څرګند شو. هغه په خپل روح او بدن کې لړزا احساس کړه ته وا د محمد روح ډیر لوی ظرفیت پیدا کړی و. ناڅاپه د رسول الله مبارک د سترګو په وړاندې یو برمناک او پرتمین مخلوق څرګند شو. حضرت محمد به چې د اسمان په هر لور کتل هغه به یې لیده، هو، هغه بل څوک نه وو، د خدای پرښته جبراییل وه. جبراییل ور نزدې شو او محمد یې په غیږ کې ونیوه، بیا یې ور غږ کړ «ای محمده! ولوله»

(سوره علق)
(ولوله د خپل پالونکي په نامه چې نړۍ یې وپنځوله. هماغه ذات چې انسان یې له چکه وینې پیدا کړ. ولوله چې پالونکی دې تر ټولو لوی دی، هغه چې په قلم سره یې تعلیم ورکړ او انسان ته یې هغه څه چې نه یې وو زده ور وښودل) او محمد چې ټول ځان یې اسمانی مینې او ولولې نیولی و له هغه ملکوتي مخلوق سره غږمله لوستل پیل کړل.
هغه روحاني غږ یو ځل بیا په فضا کې انګازه وکړه او د محمد په زړه کې کښیناست. ای محمده، ته د خدای پیغمبر یې او زه یې پرښته جبراییل یم. 
د رسول الله مبارک په ټول وجود عجیبه شان احساس خپور شو، تندې ګرمۍ یې بدن سوزاوه خو اوګې یې له هیجانه لړزیدې. له ځایه یې د پاڅیدو تابیا وکړه خو لکه چې توان یې نه درلود. په دغه ولوله ناکو شیبو کې نړۍ نه وه خبر چې د مکې امین حضرت محمد په پیغمبرۍ ګمارل شوی دی.
له دغه عظیمې پیښې وروسته محمد د حرا له څمڅې راووته. ستورو لا پټ پټونې کولې او نرۍ میاشته د مکې ښاره ته ځیره وه. خو له دغه غلې چوپتیا شاته، یو نوی غورځنګ پیل شوی او د نړۍ په کالبوت کې یو نوی روح پوشوی و. ټوله هستي ولوله ناکو زمزمو نیولې وه. ته وه غرونو او دښتو او په ځمکه او اسمان کې هر هر څه نجوا کوله چې «سلام دې وي پر تا ای د خدای غوریزه»
محمد(ص) ورو خو درانه ګامونه پورته کړل. هغه د خپل امن کور په فکر کې وو چې یو څو شیبې دمه وکړي او دا لوی راز خپلې همدمې خدیجې ته ووایي. نو ګامونه یې د کور په لور ګړندي شول.
کله چې بي بي خدیجې ور پرانسته د محمد په تورو او نافذو سترګو کې یې ځانګړې ځلا ولیدله. د هغه ځلانده څیره نوره هم راکښونکې شوې وه . بي بي خدیجې محسوسه کړه چې ضرور کومه خاصه پیښه شوې ده. حضرت محمد له یوې ګړۍ دمې وروسته هغه څه چې لیدلې وو بي بي خدیجې ته وویل: د بی بی خدیجې په زړه توپان شانته راغی . پاڅیده او د خپل هوښیار تربور ورقه بن نوفل کور ته لاړه او کیسه یې هغه ته بیان کړه. ورقه بن نوفل وویل: که دا پیښه چې دې وویله پیښه شوې وي نو پوه شه چې محمد د خدای پیغمبر دی. هغه ته ووایه چې په خپل کار کې ثابت قدمه ووسي.
بي بي خدیجې په ډیرې خوښۍ سره د کور لاره ونیوله په داسې حال کې چې زړه یې کرار او باور موندل و. او محسوسوله یې چې له دې وروسته له محمد سره د ملګرتیا دنده د هغې په غاړه اچول شوې ده. ور یې پرانسته، د خدای رسول ته یې مخ کړ او په ډیره مینه یې وویل: السلام علیکم یا رسول الله، سلام دې وي پر تا ای د خدای رسوله، ای محمده، په هغه چا قسم چې د خدیجې ځان یې په لاس کې دی. دا ستا د کړاوونو او پرهیزګاریو انعام دی....» او خدیجه لومړۍ ښځه وه چې په هغه یې ایمان راوړ. 
په تیارو د رڼا د بري او د انسانانو د بیا ژوندي کیدو ورځ او بعثت دې تاسو ټولو ته مبارکه وي.

د بعثت په زمانه کې نړۍ په ګډ وډیو کې ډوبه وه . د خرافاتو او ناپوهیو دودیدا د انسان ارزښت له مینځه وړی و . انسانان له لومړیو حقوقو بې برخې وو. په حجاز کې به ښځې د خپلو پلرونو او میړونو او یا مشرانو زامنو مال ګڼل کیده او هغه به یې په میراث وړلې. په دیني مراسمو او دستورو کې به داسې څه کیدل چې انسان یې تصور هم نه شي کولی. په ځینو قبایلو کې د لوڼو ژوندي ښخولو به، بوږنوونکې صحنې پنځولې لیدل کیدل به چې یوه معصومه او له دنیا ناخبره لور لګیا ده له خپل پلار سره د قبر په کیندلو کې مرسته کوي او د خپل پلار له سره دوړې او خولې پاکوي او بیا به څو شیبې وروسته همدغه جینې ژوندۍ د همدغه پلار په لاس په ګور شوه. ظلم او سخت زړه والی د ټولو قبیلو مشترک ټکی و. او د هغو خلکو په سینو کې د کاڼي زړونه درزیدل چې په خپله به یې هم د کاڼو او ستورو عبادت کاوه. په ځینو نورو سیمو کې بیا د انسانانو وژل او د معزولو شویو باچایانو او شاهزادګانو ړندول په خپلو سیاسي سیالانو د برلاسي لپاره یوه عادي خبره وه. د اسماني اجرامو لکه لمر سپوږمۍ ستورو، ډول ډول حیواناتو او انسانانو عبادت هغه لوی خنډونه وو چې له هغوی تیریدل او د عقلانیت په لور زغاستل ګران کار ښکاریده. پّه دغه هر اړخیز بحران کې حضرت محمد نوی دین راوړ او د اصلاح بیرغ یې پورته کړ. 

د مکې یو هستوګن وایی د خدای پیغمبر مې ولیده چې خلک یې د بوتانو له عبادته منعې کول او ورځینې غوښتل یې چې د یوه خدای عبادت وکړي چې وژغورل شي. خو ځینو به ورپورې خندل او چا به پرې خاورې او خشاک اچاوه. ځینو به ورته لا ښکنځلې کولې. په دې وخت کې یوې ترهیدلې جینۍ د اوبو لوښی راوړ. پیغمبر په لوښي مخ لاسونه ووینځل او ورته یې وویل: «لور مې، غم مه کوه، د صبر لمنه ونیسه او د خپل پلار له مغلوبیدو مه ویریږه. بری د خدای د دین دی»
بله ورځ، رسول الله مبارک په جومات کې خلکو ته وینا کوله وې فرمایل: ای خلکو د یو بل د حقوقو خیال ساتئ راستي خپله کړئ، او پر یو بل ظلم مه کوئ. د ګاونډي حق ورکوئ، یو موټی اوسئ او له تفرقې ډډه کوئ. 
په دې وخت کې ځینو خلکو چکچکې پیل کړې چې د پیغمبر غږ د خلکو غوږونو ته ونه رسیږي. بیا یې په ډیرې مسخرې سره وویل: ای محمده! خدای دې نور څه ویلې دي ووایه چې مونږ هم وخاندو. خو حضرت محمد په ډیر کرار او صبر او له مینې په خړوب زړه د دښمنانو ځورونو ته بې پامه، د خدای در ته لاسونه پورته کړل او وې ویل: «ای خدایه دا خلک په نیغه لاره کړه، لار ورته وښیه دوی نه پوهیږي»

په حقیقت کې د رسول الله مبارک د بعثت اصلي موخه د انسانانو هدایت او ژغورنه ده. د خدای د رسول بعثت د جهل، شرک، او د نورو په حقوقو د تیري په چاپیریال کې ډیر لوی انقلاب راوسته. له همدې امله پوهانو رسول الله مبارک د انسان په تاریخ او ژوند کې تر ټولو د لوی معرفتي، ارزښتي او ټولنیز انقلاب سرچینه ګڼلی دی. هغه حضرت د ژوند په وړو او لویو ډګرونو کې لکه دنیا، آخرت، مسوولیت، فرض، اقتصاد سیاست، اخلاقو او معنویت کې د انسان لپاره حل لارې وړاندې کړې. د خدای رسول د انسانیت، عدالت، او عقلانیت په وړاندې کولو سره انسان ډیرې ښې لارې ته هدایت کړ. 
د قران مجید په تعبیر، د پیغمبر بعثت انسان ته یوه نوې لاره پرانستله او هغه یې د ظلم او ناپوهۍ له تیارو د رڼا او روښنایۍ په لور هدایت کړ. د احزاب سورې په درې څلویښتم ایت کې راغلي دي. «هغه دی چې په خپله او پرښتې یې پر تاسو( مومنانو) سلام او درود استوي چې تاسو له تیارو رڼا ته بوځي.»
په دغو تیارور کې هغه ټولې تیارې شاملیږي چې د نړۍ په سویه به د انسان په ژوند کې پیدا کیږي. لکه د شرک او کفر، جهل او ظلم، بې عدالتۍ او توپیر، له اخلاقو لیرې والی، ورور وژنه، کږ فهمي، او داسې نورې تیارې چې د مادیاتو د غلبې په وجه ورسره انسان مخامخ کیږي.
ویلی شو چې نننۍ نړۍ د معنوي تشې او هغو زیاتو اخلاقي ستونزو له امله چې د نن پیر انسان ورسره مخامخ دی تر هر وخته زیات د الهی پیغمبرانو ښوونو ته اړمن دی. نن سبا د تیر وخت په پرتله هیوادونه یو څه غوره او بشپړ قوانین لري. خو تجربې ښودلې ده چې د انسان قوانین د هغه د روحي ستونزو د حلولو لپاره کافي نه دي. نن سبا ټولنیز، اقتصادي او امنیتي حالات تر بل هر وخته زیات ستونزمن دي او دا چاره د زیاتي ګرو او کبرجنو قدرتونو د سلطې پایله ده. له بلې خوا په اوسمهاله نړۍ کې په نبوي پیغام او الهی تعلیماتو د پوهیدلو لپاره د انسان وړتیا هم تر پخوا زیاته شوې ده. او هر څومره چې علم او ساینس پرمختګ کوي د اسلام پیغام نور هم پراخیږي. او هر څومره چې زورواکان او نړۍ خواران د انساني احساساتو د ځپلو او د انسانانو د تسخیرولو لپاره له خپلو حیواني وسایلو کار اخلي د اسلام رڼا نوره هم ځلیږي. او انسانان نور هم د اسلام تعلیماتو ته تږې کیږي. 
نن سبا هم په ختیځ او هم لویدیځ کې د اسلام پیغام ته چې د توحید، معنویت، عدالت، او د انسان د کرامت پیغام دی د انسانانو د تندې نښې تر بل هر وخته زیاتې ښکاري. او انسانانو په خپلو لویو پاڅونونو او انقلابونو سره وښودله چې د معنویت او هغو اخلاقو تږې او اړمن دي چې یوازې د انبیاوو په تعلیماتو کې موندل کیږي. 
خپله وینا په دې خبرې سره پای ته رسوو چې رسول الله مبارک(ص) د خپل بعثت او په پیغمبرۍ د ګمارل کیدو هدف، په نړۍ کې د اخلاقو بشپړتیا ګڼي او فرمایی: انی بعثت لاتمم مکارم الاخلاق، زه د اخلاقو د بشپړولو لپاره مبعوث کړی شوی یم. دا هماغه زمونږ د مادي نړۍ ورکه شوې کړۍ ده چې د خدای وروستي استازي بشریت ته ډالۍ کړې ده. 
په دې دعا سره چې خدای تعالی مونږ ته د هغه حضرت(ص) په لارښوونو د تګ توفیق راکړي. 
( آمین یا رب اللعالمین)

کلیدي کلمې: