د پیغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم د قبر مبارک زيارت

دلته څو قراني  دلائل وړاندې کوو او له قدرمنو لوستونکو څخه غواړو چې په دې برخه کښې زيات غور او فکر وکړي:

د قران مجيد ګواهي

قران مجيد ګناهګارو کسانو ته حکم ورکوي چې د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم ته ورشئ او له هغۀ څخه غوښته وکړئ چې له خداے پاک څخه د هغوي د مغفرت لپاره دعا وکړي. ځکه چې د دوي په باره کښې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم دعا قبليږي لکه چې فرمائي:

«وَلَوْ اَنَّهُمْ اِذْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ جاءوک فَاسْتَغْفَرُوا الله وَاستَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُوا اللهَ تَوّاباً رَحيماً»[1]

((که دوي هر کله په خپل نفس باندې ظلم وکړ نو  ستا په خدمت کښې دې حاضر شي، هم دې خپله توبه وکړي او هم دې رسول د دوي  لپاره د مغفرت غوښتنه وکړي نو خداے به توبه قبلوونکے او رحم کوونکے بيا مومي.))

که مونږ وو او يوازې همدا يومبارک ايت وې ، نو ويل به مو چې دا ايت له هغې ورځې سره تعلق لري چې د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د خلقو ترمېنځ په جسماني توګه موجود ؤ. خو له څو لحاظه له دې ايت څخه يو کلي حکم چې د دنيوي ژوند له وخت سره مخصوص نۀ دے استفاده کولې شو، ځکه چې:

الف- د قران مجيد مبارک ايتونه د انبيا کرامو او اولياء عظامو بلکې د يو شمېر ډلو لپاره د برزخي ژوند قائل دي او هغوي په دغه برزخي دنيا کښې ليدونکي او اوريدونکي معرفي کوي چې د مبارکو ايتونو دا برخه به له سپېڅلو روحونو سره د توسل پېدا کولو او وسيله جوړولو د بحث په باره کښې وي.

ب- مبارک ايتونه او حديثونه په څرګنده دا ګواهي ورکوي چې فرښتې د خلقو پېغامونه خاتم الانبياء حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه و آله وسلم ته رسوي او دغه مبارک حديثونه په صحاحو کښې راغلي دي، لکه هغه حضرت په يو مبارک حديث کښې فرمائي:

«إنَّ رَسُولَ اللهِ قالَ: ما مِنْ أَحَد يُسَلِّمُ عَليَّ إلاّ رَدَّ اللهُ عَلَيَّ رُوحي حتي اَرُدَّ عليهِ السَّلامَ»[2]

((د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم وفرمايل: هيڅ داسې کس نشته چې په ما باندې سلام ووائي مګر دا چې خداے پاک د هغۀ سلام زما روح ته ورسوي او زۀ د هغۀ ځواب ووايم.))

او همدا رنګ يې وفرمايل:

«صَلُّوا عَلَيَّ فَاِنَّ صَلاتَکُم يَبْلُغُنِي حَيْثُ کُنتُم»[3]

((په ما باندې درود ولېږئ  ځکه چې ستاسو درود ما ته رارسي.))

ج- اسلامي معاشره له هم هغو وړومبنيو ورځو نه له دغه مبارک ايت څخه چې مخکښې ذکر شو په يوې پراخې او کلي معنا باندې چې د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم رحلت د دې منعې کوونکے نۀ دے پوه شوې وه او د هغې په مطابق يې عمل کړے دے.  او د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم له رحلت نه پس د عربو يوه ډله کسان به په پاکو او په لانجو باندې په نۀ ککړ شويو ذهنونو سره  د خداے د ګران  رسول صلی الله عليه و آله وسلم د روضې مبارکې زيارت ته راتلل او دغه مبارک ايت به يې لوستۀ او د خداے له ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم څخه به يې غوښتل چې د هغوي لپاره مغفرت وغواړي.

تقي الدين سبکي په ((شفاء السقام)) کتاب کښې او سمهودي په ((وفاءالوفا)) کتاب کښې يو شمېر نمونې راوړي دي:

سفيان بن عنبر چې له شافعي مشائخو څخه دے له عتبي نه نقلوي چې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د قبر مبارک په خوا کښې وم يو عرب راغے او وې ويل:

«السَّلام عَلَيْکَ يا رَسُولَ اللهِ سَمِعْتُ الله يقولُ: (وَلَوْ أَنَّهُم إذْ ظَلَمُوا أَنفُسَهُمْ جَاءُوکَ فَاسْتَغْفرُوا اللهَ وَاسْتَغفرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدوا الله توّاباً رحيماً) وَقَدْ جِئتُکَ مُسْتَغْفِراً مِنْ ذَنْبي مُسْتَشْفِعاً بِکَ إلي رَبّي»

بيا يې وژړل او شعرونه يې وويل او مغفرت يې وغوښت او بيا د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم له حرم څخه لاړ شعرونه يې په دا ډول وو:

يا خَيْرَ مَن دُفِنتْ بالقاع اَعظُمُه          فَطابَ مِنْ طِيْبِهنَّ القاعُ والاکُمُ

 نفسي الْفِداءُ بِقَبْر أنْتَ ساکِنُه            فيه الْعِفافُ وَفيه الْجُودُ والْکَرَمُ[4]

((د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم له رحلت څخه درې ورځې تېرې وې چې يو عربي راغے او ځان يې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم په روضه مبارکه راوغورزوۀ او د قبر خاورې يې په خپل سر باندې وشيندلې او وې ويل: ((اے د خداے ګران رسوله! تا وفرمايل مونږ هم واورېدل،  هغه څه چې تا له خداے څخه واخېستل مونږ له تا واخېستل، منجمله هغه څه چې د خداے پاک لخوا نازل شوي دي چې وَلَوْ اَنَّهُمْ اِذْ ظَلَمُوا أَنْفُسَهُمْ جاءوک فَاسْتَغْفَرُوا الله وَاستَغْفَرَ لَهُمُ الرَّسُولُ لَوَجَدُوا اللهَ تَوّاباً رَحيماً  نو ما په خپل نفس باندې ظلم وکړ او راغلم چې زما لپاره د مغفرت دعا وکړې.))

دا اعمال د دې خبرې ګواهي ورکوي چې دغه مقام او مرتبه چې د دغه مبارک ايت په حکم سره د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم ته ورکړې شوې ده يوازې د هغه حضرت له دنيوي ژوند سره مخصوصه نۀ ده بلکې په برزخي دنيا کښې هم د هغۀ لپاره ثابته ده.

په مسلمه توګه مسلمانان هغه مبارک ايتونه چې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د احترام او تعظيم په حقله نازل شوي دي يوازې د هغه حضرت له دنيوي ژوند سره مخصوص نۀ ګڼي. لکه په يوې واقعې کښې لولو چې د امام حسن بن علي عليه السلام د جنازې د دفن په وخت ځينو د قبر په خوا کښې چغې سورې شروع کړې نو امام حسېن عليه السلام فوراً د هغوي د غلي کولو لپاره د قران مجيد دا مبارک ايت تلاوت کړ:  «يا اَيُّها الَّذيِنَ آمَنُوا لا تَرْفَعُوا أَصْواتَکُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبي»[5]  (( اے د ايمان خاوندانو خپل اوازونه مو غلي کړئ او له پېغمبر صلی الله عليه و آله وسلم نه زياتې په اوچت اواز خبرې مۀ کوئ.))

هيڅ چا حتی امويانو هم نۀ دي ويلي چې دا مبارک ايت يوازې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم له دنيوي ژوند سره تعلق لري. همدا اوس هم وهابي ډلې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د روضې مبارکې مخې ته دا ايت په ديوال باندې ليکلے دے او په دې عمل سره غواړي دا ووائي چې پکار دي خپل اوازونه کم کړو او په اوچت اواز خبرې ونکړو.  له دې لحاظه له دې مبارک ايت څخه يوه پراخه معنا اخېستې شو او هغه دا چې اوس هم مسلمانان کولې شي د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم په خدمت کښې حاضر شي او له هغۀ څخه وغواړي چې له خداے پاک څخه ورته د مغفرت غوښته وکړي او د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم زيارت د دې او داسې نورو مبارکو ايتونو له مفهوم نه بغېر بل مفهوم نۀ لري. او دا مبارک ايت  په دوو خبرو باندې دلالت کوي:

١- د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم له رحلت نه پس هم کولې شو چې د هغۀ خدمت ته حاضر شو او ورته درخواست وکړو چې  زمونږ  په باره کښې له خداے پاک نه د مغفرت او بخښنې غوښتنه وکړي او دا هغه چاره ده چې وروسته به په دې اړه ((د خداے پاک له اولياؤ سره توسل)) تر عنوان لاندې  بحث وکړو.

٢- دا مبارک ايت  د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د زيارت کولو په روا والي باندې ګواه دے، ځکه چې د ((زيارت)) حقيقت د ((زيارت د خاوند)) په خدمت  کښې د زيارت کوونکي له حاضرېدو نه بغېر بل څه نۀ دي. که دا جائز وي چې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د قبر خوا ته ورشو او له هغۀ نه غوښتنه وکړو چې له خداے پاک څخه زمونږ د بخښنې لپاره دعا وغواړي نو په حقيقت کښې مو دوه کارونه ترسره کړل:

الف- له هغۀ څخه مو غوښتنه کړې ده چې زمونږ لپاره ((له خداے پاک څخه د بخښنې دعا)) وغواړي.

ب- د هغۀ په خدمت کښې حاضر شو او ورسره مو خبرې وکړې او حقيقي زيارت له دې نه بغېر بل څه نۀ دے او غالباً د زيارت مضامينو له هم دغو مسائلو څخه تشکليل موندلے دے.

نو له دې امله دغه مبارک ايت په دواړو خبرو باندې ګواه دے.

يو بل ګواه:

 په مختلفو وختونو کښې له احکامو څخه په يو حکم باندې د مسلمانانو اتفاق او اجماع د هغۀ په صدق او ټينګتيا باندې يو تر ټولو څرګند ګواه دے، د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د قبر مبارک په زيارت باندې اتفاق د دې قاعدې يو روښانه مصداق دے. د حديثو، فقهې، اخلاقو او تاريخ کتابونو په تېره بيا د حج له مناسکو سره متعلق کتابونو ته په رجوع کولو سره  د دې مطلب حقيقت لا څرګنديږي.

ارواښاد علامه اميني له دوه څلوېښتو اسلامي سرچينو څخه د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم د روضې مبارکې د زيارت استحباب نقل کړے دے. هغه د خپل ((الغدير)) کتاب د پنځم ټوک له ١٠٦ نه تر ١٢٩ مخونو پورې د هغو نصوص او کلمات په ډېرې پاملرنې سره نقل کړي دي. او له هغو کتابونو څخه چې مونږ ورته مراجعه کړې ده ځينې په دا ډول دي:

١- «شفاء السقام ، في زيارة خير الأنام» ليک: تقي الدين سبکي شافعي (وفات ٥٦ ):  هغۀ په دې کتاب کښې د علماؤ ځينې نصوص او عبارات نقل کړي دي.

٢- «وفاء الوفاء»  ليک سمهودي (وفات ٩١١ ):  هغۀ په دغه کتاب کښې له علماؤ څخه يو لړ نصوص او کلمات نقل کړي دي چې ټول د موکده استحباب بيانوونکي دي.

3 ـ «الفقه علی المذاهب الأربعه» چې له څلورو واړو مذهبونو څخه د څلور تنو علماؤ په قلم سره د سني عقيدې د څلورو واړو امامانو د افکارو بيانوونکے دے او ټول د هغوي له افکارو او نظرياتو څخه پېروي کوي.هغوي ټول په يوه خوله وائي:  

«زيارة قبرِ النَّبي أفْضَلُ الْمَنْدُوباتِ، ورَد فيها أحادِيثُ»[6]

 

[1]  ـ نساء : 64

[2]  ـ سنن ابي داود ، ج 1 ، کتاب الحج ، باب زيارة القبور  470 او 471 مخونه

[3]   ـ التاج الجامع للاصول في احاديث الرسول ( صلّي الله عليه وآله ) تأليف شيخ منصور علي ناصف ، 2 ټوک ، 189مخ

[4] ـ وفاء الوفا ، 4 ټوک، 1361مخ

[5]  ـ حجرات : 2 ايت

[6]  ـ الفقه علي المذاهب الأربعه، 1 ټوک، 590مخ ، 4 ټوک، 1340مخ

کلیدي کلمې: