د پيغمبر صل ‏الله ‏عليه ‏و‏آله د حديث تاريخ

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

 

 وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ وَلَعَلَّهُمْ يَتَفَكَّرُونَ (سوره نحل ايت٤٤)

او تا ته مو دا ذکر (قران) نازل کړے دے چې خلکو ته هغه څه روښانه بيان کړې کوم څه مو چې تا باندې نازل کړي دي او ښايي چې دوي غور او فکر وکړي!

وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (سوره حشر ايت٧)

او  رسول الله چې تاسو ته څه درکوي هغه واخلئ او چې د څه نه يې منعې کړی يئ له هغې منعې شئ او د الله تعالی نه ويره کوئ بيشکه چې الله په سزا ورکولو کښې ډير سخت دی.

وَمَا يَنْطِقُ عَنِ الْهَوَى * إِنْ هُوَ إِلا وَحْيٌ يُوحَى (سوره نجم ايتونه 3 او 4)

او هغه (پيغمبراکرم) له ځانه خبرې نۀ جوړوي * د هغه خو هره خبره وحي ده چې ورته(د خدای لخوا) راليږلې شوی ده.

 

د پيغمبر صد حديث تاريخ

پاک الله په قران شريف کښې فرمايي:

لَقَدْ مَنَّ اللّهُ عَلَى الْمُومِنينَ إِذْ بَعَثَ فيهِمْ رَسُولاً مِنْ أَنْفُسِهِمْ يَتْلُوا عَلَيْهِمْ آياتِهِ وَ يُزَكِّيهِمْ وَ يُعَلِّمُهُمُ الْكِتابَ وَ الْحِكْمَةَ وَ إِنْ كانُوا مِنْ قَبْلُ لَفي ضَلالٍ مُبين؛[1]

په رښتيا چې خدای په مؤمنانو ډېر لوي احسان کړے دے چې د دوي تر مينځ يې د دوي له نفسه (جنسه او قومه) پيغمبر راوليږه چې دوي ته، د خدای ايتونه لولي او دوي پاکوي او کتاب او حکمت ورته ښيي په داسې حال کښې چې بيشکه له دې وړاندې په ښکاره ګمراهۍ کښې وو.

او هم دا راز فرمايي:

وَ أَنْزَلْنا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنّاسِ ما نُزِّلَ إِلَيْهِم؛[2]

او تا ته مو دا ذکر (قران) نازل کړے دے چې خلکو ته هغه څه روښانه بيان کړی کوم څه مو چې تا باندې نازل کړي دي.

د بحث په مقدمه او سريزې کښې ضروري دي څو مطلبونه بيان کړم او بيا په خاتم البنيين شريعت  کښې د حديث او علم حديث ارزښت او د اهل بيتو او خلفاؤ په مکتب کښې د حديث تاريخ ته مخه کړو او په دې هکله  بحث وکړو.

لومړی: اسلام، يو داسې نظام دی چې پاک الله هغه د انسان د فطرت سره مناسب او لپاره د دې چې انسان کمال درجې ته ورسوي راليږلې دی او دا شريعت يې له حضرت ادمه تر خاتم البنيين صلى‏الله‏عليه‏و‏آله پورې هر پيغمبر ته د هغې زمانې د انساني ټولنې د ضرورت او اړتيا مطابق نازل کړې دی لکه د مثال په توګه په حضرت ادم يې څو صحيفي د څو کورنيو د ضرورت مطابق او په حضرت ادريس عليه‏السلام د ادريس مصحف د يوې کلي د ابادي او وګړيو د ضرروت مطابق نازل کړې او په همدې ترتيب سره تر حضرت نوح عليه‏السلام زمانې پورې چې خلک له کلي زيات شو او ښارونه جوړ شول نو بيا يې هم د هغو ښاريزو خلکو ضرورت مطابق لکه د سود معاملې وغيره، نازل کړ.څومره ضرورت وې نو خدای به احيتاج او ضرورت مطابق شريعت نازلوه.

قرآن كريم د هغه شريعت په هکله فرمايي:

شَرَعَ لَكُمْ مِنَ الدِّينِ ما وَصّى بِهِ نُوحا؛[3]

خدای تاسو لپاره هماغه ايين او شريعت مقرر کړ کوم چې يې نوح عليه السلام ته وصيت کړې ؤ. البته دپيغمبرانو په شريعتونو کښې څه توپير او اختلاف نيشته او په بل سورت کښې فرمايي:

وَ إِنَّ مِنْ شيعَتِهِ لاَءِبْراهيمَ؛[4]

ابراهيم، د نوح شريعت پيروکار ؤ.

او مونږ ته فرمايي:

فَاتَّبِعُوا مِلَّةَ إِبْراهيمَ حَنيفاً؛[5]

د ابراهيم توحيدى شريعت پيروي وکړئ.

 پيغمبر صلى‏الله‏عليه‏و‏آله ته هم ‏فرمايي:

وَ اتَّبَعَ مِلَّةَ إِبْراهيمَ حَنيفا؛[6]

د ابراهيم توحيدى شريعت پيروي وکړه.

آسمانى شريعتونه، يو بل سره هيڅ کوم اختلاف او تضاد نۀ لري بلکې د يو بل د تکامل او بشپړولو سبب ګرځي په خاتم الانبياء شريعت کښې، پس له دې چې پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله د غدير خم په ورځ، حضرت على عليه‏السلام د خدای لخوا خپل ځای ناستې او جانشين وټاکل نو دا ايت نازل شو:

الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دينَكُمْ وَ أَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتي وَ رَضيتُ لَكُمُ الاْءِسْلامَ دينا[7]

نن مې ستاسو دين بشپړ (کامل) کړ او خپل نعمتونه مې په تاسو تمام کړل او اسلام مې ستاسو لپاره د دين په توګه خوښ کړ.

له حضرت آدم تر حضرت خاتم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله پورې د شريعت د بشپړيدو مثال، لکه د رياضي علمونو په شان ده لکه له ورکوټې ښوونځې تر غټې ښوونځې او بيا تر پوهنتون پورې.

البته په تيرو شريعتونو کښې ټول شريعت په هغه اسماني کتاب کښې موجود و که هغه د آدم صحيفه وه او که ادريس او که هغه د موسى تورات او ...  خو د خاتم الانبياء په شريعت کښې ډير تفصلي دي چې بحث يې روسته راځي.

دوهم: د شريعت خاوندانو ټولو پيغمبرانو، له ځانه پس په شريعت باندې وصي درلوده.

په قران کې د اسلامي عقايد نومې کتاب په دوهم ټوک کښې له حضرت ادم عليه السلام تر حضرت خاتم النبيين پورې د ټولو پيغمبرانو اوصياؤ نومونه ذکر شوي دي او ټينګار شوی دی چې هر پيغمبر خپل وصي درلودۀ.

لکه د آدم وصى، شيث (چې په هبة اللّه مشهور ؤ‏) دی.

د نوح وصى، سام ؤ.

د موسى وصى، اليسع ؤ.

او د عيسى وصى، شمعون نوم درلوده.

او همدا ډول ټولو پيغمبرانو وصيان لرلو البته هغو وصيانو خپلواکه شريعت نه لرل بلکه د خپل پيغمبر شريعت پيروي يې کوله.

دريم: تر څو چې د شريعت خاوندانو پيغمبرانو وصيان ژوندي وې نو هغه شريعت او اسماني کتاب به محفوظ پاتې ؤ خو کله چې د پيغمبر وصي په حق رسيدلې نو د هغۀ شريعت او اسماني کتاب د ټولنې زورويونکي کسانو لخوا تحريف  او يا پټولې شو. هماغه کسان چې خپل ځانونه يې د حضرت موسى بن عمران پيروکار ګڼلو نو د تورات هغه برخه، چې د هغو د نفساني خواهشاتو په خلاف وه هغه تحريفوله يا يې پټوله، د حضرت عيسې بن مريم شريعت هم همداسې و، د تهران د اصول دين کالج په کتابتون کښې د تورات او انجيل داسې نسخې شته چې د پيغمبر اکرم محمد صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله د راتلو زيرې پکښې شته، خو بيا په نور چاپونو کښې ترې دا خبرې حذف کړې شوي دي. او تحريف يې کړې دی.[8]

او همدا رنګ د هر شريعت امتونو هم په خپل شريعت کې مختلف ډول «بدعتونه» او «غلو يعني له حده تيريدل» رامينځته کړي وو لکه په قران پاک کښې د يهودو قوم په هکله فرمايي:

مِنَ الَّذينَ هادُوا يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَنْ مَواضِعِه؛[9]

او له يهوديانو څخه ځينې داسې دي چې (د خداي) خبرې له خپل ځايه اړوي راړوي

او د اهل کتابو په هکله هم فرمايي:

وَ إِنَّ فَريقاً مِنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَ هُمْ يَعْلَمُونَ؛[10]

بيشکه چې له دوي څخه يوه ډله حق پټوي حال دا چې خپله پوهيږي.

او د عيسايانو په هکله فرمايي:

وَ رَهْبانِيَّةً ابْتَدَعُوها؛[11]

او رهبانيت هغوي په خپله ايجاد او جوړ کړې ؤ(يعني دا بدعت يې خپله شروع کړې ؤ)

او بيا فرمايي:

لا تَغْلُوا في دينِكُم؛[12]

اے عيسايانو! په خپل دين کښې له حده مه تېريږئ.

رهبانيت او غلو(له خپل مقامه لوړول) په حقيقت کښې د حضرت عيسى بن مريم په شريعت کښې نۀ وو غلو دې ته وايې چې يو کس له خپل مقامه لوی ؤبلی  لکه دا چې عيسې يې د خدای زوی ګڼل.

نو کله چې يو شريعت دا ډول ګډ وډيدو نو بايد شريعت نوي او تازه کيدلې لکه کوم شريعت چې حضرت موسى بن عمران په تورات شکل کښې راوړې ؤ هغه د حضرت عيسى بن مريم په زمانې کښې سالم نۀ ؤ پاتی. همدې لامله د رب العالمين ربوبيت اقتضا او خوښه دا وه چې هغۀ لپاره بل نوی شريعت او کامل شريعت راوليږي.

البته نۀ يوازې دا چې شريعتونه يو بل سره تضاد او ضد کښې نه دي بلکې د يو بل بشپړونکي هم دي، خو د پيغمبر د وصي[13] له مرګه پس به، د هغه په شريعتونو کښې تحريف کيدل.

د رب العالمين حكمت، دا اقتضاء وکړه چې د خاتم الانبيا محمد مصطفی(ص) شريعت تل پاتې شي او تر قيامته پورې دوام ومومي ګني د انسانانو فطرتونه خو نۀ بدليږي د دې امت زورويونکو (خلفا او واکمنان او ..) طبيعت خو، د مخکښې امتونو زورويونکي طبيعتِ او فطرت سره څه فرق نۀ لري که دوي هم توان او قدرت لرلې نو د خاتم الانبيا اسماني کتاب يعني قران به يې بدلول او په قران کښې يې هر څه چې د هغو نفساني خواهشاتو په خلاف وې هغه به يې تحريفول او يا به يې پټول. نو بيا به قران شريف دغه ارزښت چې اوس يې اسلامي ټولنې کې لري چې مونږ ورباندې ايمان لرو دا ارزښت به يې نۀ درلودۀ. په کوم قرآن چې مونږ باور لرو هغه ټول د خدای له لوری نازل شوی دی او حتی چې يو ټکې يې هم کم يا زيات نۀ دی شوی همدې لامله امت ته د خاتم الانبيا شريعت رسونه او د هغه شريعت تر دنيا پای پورې سالم پاتی کيدنو لپاره دا شريعت په دوه ډوله وحي سره نازل شوی دی: الف) وحى قرآنى؛ ب) وحى بيانى.

د وحى قرآنى او وحى بيانى تعريفونه

وحى قرآنى: هغه وحي ده چې د هغۀ ټول الفاظ او ټکي خدای له طرفه وي، او هغه همدغه قران شريف دی چې پکښې د اسلامي شريعت اصول راغلي دي لکه د مثال په توګه په قران پاک کښې راغلي دي چې:

أَقِمِ الصَّلاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلى غَسَقِ اللَّيْل؛[14]

د نمر له جار وتلو (زواله، ماسپښينه) تر د شپې د تيارې څرګنديدلو پورې [15]  لمونځ قائم کړه

خو دا چې ټول مسلمانان د سهار لمونځ دوه رکعته کوي او د ماښام لمونځ درې رکعته او د ماسپښين او ماځيګر او ماسخښوتن لمانځونه څلور رکعته کوي د رکعتونو دغه شمير او تعداد ـ چې ټول مسلمان په دې اړه په يوه خله دي ـ په قران پاک کښې نۀ دي راغلي بلکه مسلمانانو  دا له خپل پيغمبر زده کړي دي نو پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله له کومه زده کړي دي؟ هغۀ له پاک الله (د وحي بياني په وسيله)چې قران هم په دې اړه فرمايي:

وَ ما يَنْطِقُ عَنِ الْهَوى إِنْ هُوَ إِلاّ وَحْيٌ يُوحى؛[16]

او هغه (پيغمبراکرم) له ځانه خبرې نۀ جوړوي * د هغه خو هره خبره وحي ده چې ورته(د خدای لخوا) راليږلې شوی ده.

او هم دا راز  په قران پاک پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله ته خطاب کيږي چې:

وَ أَنْزَلْنا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنّاسِ ما نُزِّلَ إِلَيْهِم؛[17]

او تا ته مو دا ذکر (قران) نازل کړے دے چې خلکو ته هغه څه روښانه بيان کړې کوم څه مو چې تا باندې نازل کړي دي

البته ځينې نور ايتونه هم شته چې يوازې پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله ته خطاب دی او مونږ  لپاره نه دی لکه: «كهيعص»، «الم» او «حم».

پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله هغه څه، چې له دې قرآنه او له دې حکيم ذکر څخه مونږ (خلکو) لپاره راغلي دي، بيان کړي دي.

د هغه حضرت دغه بيان، د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله حديث نوميږي.

دې دوهمې وحي ته مونږ «وحى بيانى» وايو چې هماغه لومړۍ وحي يعني وحى قرآنى سره نازله شوی ده لکه د مثال په توګه  د غدير خم په ورځ د دې ايت:

يا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ ما أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَ إِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَما بَلَّغْتَ رِسالَتَه؛[18]

اے پيغمبره! هغه څه چې په تا باندې د خپل رب لخوا نازل شوي دي ورسوه او که ودې نه رَسَوَل نو داسې دا لکه چې (رسالت د نۀ وي پورا کړې) هغه پيغام دې نه دے رسولے) نازليدو سره يو وخت وحى بيانى هم راغلې وه چې هغه : (فى على).وه  يعنى:

يا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ ما أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ في عليّ؛[19]

يعنى: اے پيغمبره! هغه څه چې په تا باندې د خپل رب لخوا د علي په هکله نازل شوي دي هغه خلکو ته ورسوه.

پر دې اساس، (فى على)،د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏ عليه ‏و‏آله حديث دی، چې سرچينه يې وحي بياني ده چې په پيغمبر اکرم اكرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله نازله شوی وه. د لمانځونو د رکعتونو تعداد هم همدا ډول ده او همدغه وحي بياني د پيغمبراکرم د حديث سرچينه او منبع ده پس د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله، د حديث سرچينه د خدای پاک وحى ده لکه څنګه چې خدای په قران کښې فرمايي:

وَ ما يَنْطِقُ عَنِ الْهَوى إِنْ هُوَ إِلاّ وَحْيٌ يُوحى؛[20]

او هغه (پيغمبراکرم) له ځانه خبرې نۀ جوړوي * د هغه خو هره خبره وحي ده چې ورته(د خدای لخوا) راليږلې شوی ده.

بلکې له دې هم سخت او ټينګ فرمايي:

وَ لَوْ تَقَوَّلَ عَلَيْنا بَعْضَ الْأَقاويل لَأَخَذْنا مِنْهُ بِالْيَمين ثُمَّ لَقَطَعْنا مِنْهُ الْوَتين فَما مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ عَنْهُ حاجِزين ؛[21]

يعنى که دې پيغمبر زمونږ په ذمه څه خبره لګولې وې نو مونږ به ترې ښی لاس نيولې ؤ او د زړه رګه به مې ترې پريکړي او غوڅ کړې وه نو بيا به په تاسو کښې هيڅوک د دې له سزا بچ کوونکی نۀ و.

دغه وحي بياني چې په پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله نازليده، هغه څيزونه او احکام چې د سياستوالو او زورويونکيو او  لکه د معاويه او يزيد په شان خليفه ګانو د نفساني خواهشاتو په خلاف راغلې دي لکه په قران کښې راغلي دي چې:

وَ الشَّجَرَةَ الْمَلْعُونَةَ فِي الْقُرْآن؛[22]

او هغه ؤنه چې په قران کښې ورباندې لعنت کړے شوے دے.

تفسيرونه ولولئ، مفسرانو، حديثونه راوړي دي چې شجره ملعونه(لعنت شوی ؤنه) څخه مراد بني اميه دي.[23]

که دا په قران کښې روښانه راغلي وې چې شجره ملعونه بني اميه دي او يزيد هم له بني اميه ؤ څخه ؤ چې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله ګران اولاد يې دومره په ظلم په کربلا کښې شهيدکړ او د هغه لوڼې او بيبيانې يې زنداني کړې هغه يزيد چې مدينې منورې کښې يې درې ورځې خپل سپايانو لپاره هر څه روا اعلان کړ چې څه مو زړه غواړي هغه وکړئ[24] دومره پورې چې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله په جومات کښې د پيغمبر صحابه ؤ وينه تويه شوه،[25]  هغه يزيد چې خپل لښکر سره به يې د خانه کعبی په لور لمونځ تر سره کول او بيا به يې کعبه په ليندو (منجنيق)[26] ويشته او داسې به يې ويل: اجمتعتِ الطاعةُ و الحُرمةُ و غَلَبتِ الطاعةُ الحرمةَ؛[27] دلته د کعبی احترام، د خليفه(يزيد) اطاعت سره تضاد لري او دا دواړه سره نۀ جمع کيږې خو له خليفه اطاعت کول د کعبه په حرمت او احترام لومړيتوب لري.

دې ته په پام سره ، که په قران کښې داسې احکام موجود وې چې د يزيد د حکومت يا مرضي په خلاف وې نو يزيد به هم د تيرو امتونو (پخوانيو) زورويونکي کسانو په شان کول او قران کښې به يې تحريف کول او يا به يې د قران سپکاوې کول او په دې کار سره قران له حجيته غورځيدۀ.

پاک الله فرمايي:

إِنّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَ إِنّا لَهُ لَحافِظُون؛[28]

بيشکه چې مونږ په خپله دا ذکر (قران) نازل کړے دے او بيشکه چې مونږ ضرور د دې ساتونکي يو.

خداوند متعال، دا اسماني كتاب چې تل بايد باقي پاتی شي او په خلکو د خدای حجت وي په دې ډول محفوظ وساتل چې هغه څه چې په ښکاره توګه د زورويونکو او خليفه ګانو د نفساني خواهشاتو په خلاف وو په دې قران کښې يې نۀ دي راوړي بلکې هغه احکام او قوانين يې وحي بياني سره پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏ و‏آله باندې نازل کړي او هغۀ حضرت هم حديث په وسيله خپل امت ته رسولي دي.

په سوره تحريم کښې، د پيغمبر اکرم دوو ماندينو(عايشه و حفصه)[29] ته خطاب شوی چې فرمايلي يې دي:

إِنْ تَتُوبا إِلَى اللّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُما وَ إِنْ تَظاهَرا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللّهَ هُوَ مَوْلاهُ وَ جِبْريلُ وَ صالِحُ الْمُومِنينَ وَ الْمَلائِكَةُ بَعْدَ ذلِكَ ظَهير؛[30]

يعنى: مګر دا چې که تاسو دواړو بيبيانو د الله په وړاندې توبه وويستله، ځکه چې ستاسو زړونه هسې هم له حقو منحرف(کاږۀ) شوي دي او که چيرې تاسو دواړو د رسول خلاف د يو بل مرسته کوله (نو ياد ساتئ) چې الله تعالی د پيغمبر مرستندويه او مددګار دی او جبرائيل او له مومنانو يو صالح او نيک کس او له دوي پس پرښتې هم د هغۀ مددګاری دي. دلته له «صالح المؤمنين» نه مراد، حضرت على بن ابى‏طالب عليه‏السلام دی.[31]

او د همدې سورت په پای کښې پاک الله دې کيسې په اړه مثال بيانوي او فرمايي:

قد ضَرَبَ اللّهُ مَثَلاً لِلَّذينَ كَفَرُوا امْرَأَتَ نُوحٍ وَ امْرَأَتَ لُوطٍ كانَتا تَحْتَ عَبْدَيْنِ مِنْ عِبادِنا صالِحَيْنِ فَخانَتاهُما فَلَمْ يُغْنِيا عَنْهُما مِنَ اللّهِ شَيْئا؛[32]

الله تعالی کافرانو لپاره د نوح د ښځې او د لوط د ښځې مثال بيانوي چې هغه دواړې زمونږ د نيک بندګانو ماندينې وې مګر هغوې دواړو د دوي حق ادا نۀ کړ او ورسره يې خيانت وکړ او هغو دواړو نيکو بندګانو هغه دواړې ښځې د الله له عذابه نۀ شي خلاصولې.

يوښتنه دا ده چې د پيغمبر اکرم دې دوو ماندينو، عايشه و حفصه، د ګران پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله په کور کښې څه کړي وو چې دومره سخت ايتونه نازل شو؟ دا کيسه په السقيفه نومې کتاب کښې راغلې ده.[33]

معلوميږي دا چې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏ و‏آله په کور کښې دوي څه کول ايا دې کارونو سره د پيغمبر اکرم د اوښ ويرولو کيسه چې په عقبه پيښې کې شوی وه څه اړيکه او ارتباط خو نۀ درلودۀ ؟

ابن حزم ـ چې اهل سنتو لوی عالم دی ـ په خپل المحلى کتاب[34]  کښې، په هغو کسانو کښې چې د پيغمبراکرم  اوښ يې وويرول او په منډې يې کړ، د ابو بكر او عمر او عثمان نومونه ذکر کړي دي.

دا ډول کيسې په حديثونو کښې شته خو په قران کښې نۀ دي راغلي لپاره د دې چې قران محفوظ پاتی شي د پيغمبراکرم په زمانې کښې داسې پيښې او کيسې شته که چرې په قران کښې راغلي وې نو دا قران به سالم او محفوظ پاتې نۀ و شوی پس خدای تعالی قران په دې طريقه وساتۀ چې شريعت محمدي يې په دوو وحي سره: الف) وحى قرآنى؛ ب) وحى بيانى. نازل کړ او هر دواړه وحي هم د خدای له لوری دي.

اوس دې بيان سره، د ځينو حديثونو په معنا پوهيدلې شو چې لکه د علي عليه‏السلام نوم ولې په وحي قراني کښې نۀ و او په وحي بياني سره نازل شوی ؤ لکه په دې ايت کښې: «يا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ ما أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ  ـ فى على ـ وَ إِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَما بَلَّغْتَ رِسالَتَهُ وَ اللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النّاس»، د «فى على» عبارت وحي بياني سره له خدای طرفه نازل شوی دی.

مرحوم حاجى نورى يو کتاب ليکلې د فصل الخطاب فى تحريف كتاب رب الأرباب په نوم. او د پاکستان اوسيدونکي اهل سنتو عالم احسان الهى ظهير هم يو کتاب ليکلی د الشيعه و القرآن په نوم.

حاجى نورى خپل کتاب له لومړي بابه تر لسم باب پورې د اهل سنتو هغه روايتونه رواړي چې هغه د قران پاک په تحريف دلالت کوي او په يولسم او دولسم بابونو کښې يې د شيعۀ و هغه روايتونه راوړي چې هغه هم په دې مطلب دلالت کوي.

ښاغلي احسان الهى ظهير په خپل كتابِ الشيعه و القرآن کښې ډيرې بی انصافۍ سره يوازې د  حاجي نوري له کتابه د شيعۀ و هغه روايتونه رواړي چې د قران په تحريف دلالت کوي چې يوازې دوه بابونه دي او حاجي نوري د سنيانو کوم روايتونه چې د قران په تحريفوالي دلالت کوي او په لسو بابونو کښې يې راوړي دي، احسان الهي ظهير هغه په خپل کتاب کښې نۀ دي ذکر کړي. چې د وهابيانو په لاس تر اوس مهال د پاکستان د شيعۀ و د وژلې اصل  علت همدا دوه کتابونه دي.

ما د احسان الهى ظهير او حاجى نورى په ځواب کښې درې کتابونه ليکلي دي چې:

د لومړي ټوک نوم يې بحوث تمهيدية دی او په هغه  کې مې قراني هغه اصطلاحات راوړي چې نن زمونږ په لاس کښې نيشته او تر څو چې په هغو اصطلاحاتو پوهـ نۀ شو نو په هغو روايتونو هم نۀ پوهيږو چې کومو کښې دغه اصطلاحات استعمال شوي دي.

په دوهم ټوک کښې مې د اهل سنتو هغۀ ټول حديثونه راوړي چې د قران په تحريفوالي دلالت کوي په اته سوه (800) مخونو کښې مو هغه ټول څيړلي او ځوابونه مو ورکړي دي.

او په دريم ټوک کښې مې د اهل بيتو هغۀ ټول روايتونه چې حاجي نوري ذکر کړي او په هغو حديثونو يې استناد کړې چې نعوذ باالله قران تحريف شوی يا کم او زيات شوی هغه ټول روايتونه مو هم د سند او هم د متن له لحاظه څيړلي او د خدای په فضل سره مو  دا ثابته کړي چې هر يو حديث سند کوم مشکل لري او يا د حديث متن اصلی او حقيقي مراد څه دی.

په هغۀ کتاب کښې مو روښانه کړي چې ځينې حديثونو مشکل، د ځينو قراني او حديثي اصطلاحاتو د نۀ پوهيدا لامله دی او ځينې د حديثونو په سندونو کښې اشکال موجود دی.

پر دې اساس، اسلامي شريعت په دوو وحي سره نازليدو: وحى قرآنى او وحى بيانى او يوازې قراني وحي سره مونږ د شريعت ډيرو احکامو لکه ( لمونځ، روژه او حج) ته نۀ شو رسيدلې. دا دوه ډول وحي، د خاتم الأنبياء شريعت او د نورو شريعتونو ترمينځ اصلي فرق ده ځکه چې د وړاندينيو پيغمبرانو ټولو شريعتونه تحريف شوي دي خو چونکه په دې اساس چې دا شريعت تل پاتې شي نو شريعت اصول په اسماني کتاب او قراني وحي کښې دي او د هغو تشريح او تفسير د پيغمبر اکرم په حديث کښې دي چې سرچينه يې هم وحي بياني ده.

د پيغمبر اکرم د حديث تاريخچه

اوس دا موضوع  څيړو چې پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏ و‏آله نه پس،د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله حديث سره څرنګه چلند وشو ايا دې حديثونو سره هم هماغه کار وشو کوم چې د تيرو امتونو زورويونکو د پيغمبرانو صحيفو سره يا اسماني کتاب سره کول؟

په دې امت کښې زورويونکو (يعني هغه خليفه ګان چې د پيغمبراکرم حديث د هغو نفساني خواهشاتو په خلاف وو لکه معاويه او يزيد او ....) عمل سره د پيغمبراکرم حديث ونۀ زغمل (برداشت يې نۀ کړل) او هغې سره مقابلې ته پاڅيدل.

که وغواړو د دغو ټولو شواهدو او موردونو سرچينې ووايو نو دا څو کتابونو ته احتياج لري.[35]

خو مونږ دلته په څو مواردو بسنه کوو.

الف) په مسند احمد او سنن دارمى او ځينو نورو کتابونو کښې، له عبداللّه‏ بن عمرو بن عاص روايت نقل شوی چې وې ويل: چې قريشو (مهاجرانو) ما ته وويل:

تَكْتُبُ كلَّ ما تَسْمَعُهُ من رسول اللّه‏ و رسولُ اللّه‏ بَشَرٌ يَتَكلَّمُ في الغضب و الرضا؟ ...؛[36]

آيا تۀ له پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله هر څه چې اوری هغه ليکلی؟ حال دا چې پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله هم نورو خلکو په شان بشر او انسان دی او کله په غوسې کې خبره کوي او کله کراره خبره کوي؟..»

يعنى مثلاً لکه پيغمبر اکرم، په يو ځای کښې له ابوذر خوشحال شوی نو داسې فرمايي:

ما أظلَّت الخضراءُ و لا أقلّت الغبراءُ من ذي لهجةٍ أصدق من أبيذر؛[37]

شين اسمان له ابوذر زيات رښتونکې باندې سيوره نۀ دی کړي او له ځمکې خاوره اوچته نه دی شوی مګر دا چې له ابوذر يې زيات رښتونکي  ليدلي وي. (يعني آسمان او ځمکې له ابوذر زيات رښتونی کس نۀ دې ليدلی).

په بل ځای کښې له عمار خوشحاله شوی او فرمايلي يې دي چې:

عَمّارٌ مَعَ الْحَقِّ؛[38]

عمار تل حقو سره دی او حقو څنګته دی.

په يو ځای کښې پيغمبر اکرم له حَكَم بن ابى‏العاص خفه شوی دی او هغه باندې يې لعنت کړې دی.

(مهاجرانو ما ته وويل) نو دا څه چټي کار دی چې تۀ دا ټول ځان سره ليکی؟

پر دې اساس معلوميږي چې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏ و‏آله په ژوند کښې هم، ځينو کسانو، صحابه د حديثونو له ليکلو منعې کول.[39]

عبداللّه‏ بن عمرو بن عاص وايي: د قريشو اعتراض مې پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏ و‏آله ته منتقل کړ، نو هغه وفرمايل:

أُكْتُبْ، فَوَالَّذي نَفْسِي بِيَدِه ما خَرَجَ مِنْ فِيَّ إلاّ حَقٌّ؛[40]

وليکه! قسم په خدای چې زما له خلی به بی له حقو، بل څه نۀ واوری.

پس د حديث د خپرونې منعې کول د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله له زمانې شروع شوی وو.

ب) پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله د وفات په درشل کښې داسې وفرمايل:

آتُوني بِدَواةٍ و قِرْطاسٍ أَكْتُبُ لكم كتابا لن تَضِلُّوا بَعْدَهُ؛[41]

ما ته قلم او کاغذ راوړئ چې تاسو لپاره داسې وصيت وليکم چې وروسته به بالکل ګمراه نه شئ.

ډيره عجيبه خبره ده هيڅ کوم پيغمبر لپاره داسې پيښه نه ده راپيښه شوی، نو عمر هلته يوه خبره وکړه چې 133 کاله پاتې شوه.[42]  هغه وويل: «حَسْبُنا كتابُ اللّه‏؛[43]  د خدای كتاب مونږ لپاره بس دی.(يعني تۀ وصيت مۀ ليکه.»

د پيغمبر اکرم خواست نه وروسته، صحابيانو تر مينځ، شورو شرابه شوه ځينو کسانو غوښتل چي لاړ شي او قلم او کاغذ راوړي، کله عمر وليدل چې اوس کاغذ او قلم راوړي او پيغمبر اکرم هغه څه چې غواړي ليکلې کيږي نو وې ويل(نعوذ باالله) چې: «إنّ الرَّجُلَ لَيَهْجُرْ؛[44] دا سړې (پيغمبر) ګډې وډې خبرې کوي (هذيان وايي).»

نو دا خبره په خپله د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله حديث سره جنګ دی!

هلته موجودو ځينو صحابيانو وويل: لاړ شو او کاغذ راوړو، پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏ و‏آله وفرمايل: «أَ وَ بَعْدَ ماذا؟ ... له دې خبرې وروسته؟ له داسې وينا وروسته چې عمر وويله اوس راوړئ؟»

کوم کس چې پيغمبر اکرم په مخکښې او روبرو ووايي: «هغه هذيان، ګډې وډې خبرې کوي» ـ العياذ باللّه‏ ـ نو هغه به له پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏ و‏آله وروسته هم، د درې څلورو دروغجنو ګواهانو په مرسته خپله ناوړه خبره تاييد کړي.

په صحيح بخارى کښې راغلي چې عمر وويل:

«حسبنا كتاب اللّه‏» ځينو صحابه ؤ وغوښتل چې قلم اوکاغذ راوړي او وصيت وليکي نو دلته له موجودو کسانو يو کس وويل چې : «إِنَّ الرَّجُلَ ليُهجِر» خو معلومه ده چې دا خبره د هغه چا ده چې د پيغمبراکرم د وصيت د ليکلو مخالف ؤ او هغه کس عمر ؤ! په دې وسيلې سره يې غوښتل چې ګواهي ورکړي چې دا د ځانکندن (احتضار) په حالت کښې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله فرمان و. او دا هذيان او ګډې وډې خبرې وې ځکه يې کاغذ ورنۀکړ نو ځکه رسول الله وفرمايل:

قُومُوا عَنّي، لا يَنْبَغي عند نبيّ تَنازُعٌ؛[45]

پاڅيږئ او له ما څخه بهر  شئ ځکه چې د پيغمبر په شتون کښې بحث او لانجې کول ښه خبره نه ده.

په رښتيا چې ډيره دردناکه خبره ده. پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله نه پس د ابو‏بكر په حالاتو کښې، په تذكرة الحفاظ نومې کتاب کښې ذهبى ليکلي، کله چې ابو بکر سره بيعت وشو نو وې ويل:

لا تُحَدِّثوا عن رسول اللّه‏، و إذا سُئِلْتم عنه، قُولُوا بَينَنا و بَينَكم كتابُ اللّه‏، أحِلُّو ما أحَلَّهُ و حَرِّمُوا ما حَرَّمَه؛[46]

له پيغمبر اکرمه حديثونه نقل نۀ کړئ کۀ هر څه له تاسو وپوښتل شي نو ووايئ مونږ تر مينځ د خدای کتاب(قران) شته قران کښې چه څه حلال دي هغه حلال وګڼئ او کوم څه چې پکښې حرام شوي دي هغه حرامه وبلئ.

دا، د مكتب خلفا سياست ؤ، بلکې مجبور وو په دې کار ځکه چې که د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏ و‏آله په حديثونو يې عمل کولې نو هغو بيا خلافت نۀ شو کولې پس د خپل خلافت ساتلو لپاره يې د حديث خپرولو او نقلولو مخه نيوله.

کومه نكته چې د ذکر وړ ده هغه دا چې، کوم ايت هم په پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله نازليدل، نو کومو کسانو ته يې چې د هغۀ تبليغ کاؤه نو هغه وحي بياني هم چې دې ايتونو سره الله تعالی لخوا نازليدا هغه يې هم ورته تبليغ کاؤه او دې ډول يې خپل تبليغ پوره او بشپړول، او هيڅ کله هم د پيغمبر اکرم خاتم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله، تبليغ نيمګړې ڼۀ و. که فرمايلې يې چې: «أَقِمِ الصَّلاةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ؛[47] د نمر د زوال په وخت لمونځ په ځای رواړه.» دا وحىِ قرآنى په وسيله بيان شوی وه نو ورسره به وحي بياني هم نازليدا چې د لمونځ رکعتونه او کيفيت، په هغې کښې بيانيدل. دا ډير مهمه خبره ده چې د حديث په پيژندلو کښې د انسان ډيرې شبهې او شکونه له مينځه وړي.

ابن مسعود وايي: «اويا(70) سورتونه مو د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله له مبارکې خلې زده کړل.»[48] مثلاً کله چې ايت نازليدې چې: وَ الشَجَرَةُ المَلْعُونَةَ، نو پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله به هغۀ ته ويل چې له دې مراد بنى‏اميه دي.

په دې ډول، د  صحابه ؤ مصحفونوکښې، د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله لخوا د قران په تفسير کښې کومه وحي بياني اوريدلې شوی وه، هغه به ليکلې شوه.

ابن مسعود،د قران پاک د ايتونو په بيانولو کښې څه چې له پيغمبر اکرم اوريدلي وو هغه يې ليکلي وو او بل صحابي هم همداسې د نورو سورتونو په هکله څه چې يې له پيغمبر اوريدلي وو هغه يې ليکلي وو.

په مسند احمد کښې، راغلې د ي چې پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله به، په جومات کښې، كان يُعَلِّمُنا عَشْرَ آياتٍ، عَشْرَ آياتٍ؛ يعنى پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله مونږ ته لس لس ايتونه رازده کول. لا نَتَعَدّاها حتّى نَعْلَمَ ما فيها مِنَ العِلْم و العمل؛[49] له دې لسو ايتونو به نۀ تيريدو مګر هله چې مونږ د دې لسو ايتونو علم سره د عمل په ښه توګه زده کولی مثلا که د يو پيغمبر کيسه پکښې ذکر شوی وی نو د هغۀ پيغمبر ټوله کيسه به بيانوله؛ يا لکه ايت قيامت سره مربوط وې نو دا به يې فرمايل چې قيامت څنګه ورځ ده او که د احکامو په هکله ايت وې لکه د اودس يا لمونځ يا تيمم نو بيا به يې عمل کښې راښودل.

پس معلوميږي چې پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله هيڅ کوم ايت بې له وحي بياني تبليغ نۀ دی کړې او خلکو ته يې وحي قران سره سره وحي بياني هم رسولی ده.

مونږ لپاره وحى بيانى، هماغه د ګران پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله حديثونه دي، د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله دغه بياني وحيانې د خلفاؤ اهدافو او سياستونو سره مخالفې وې، د بيلګې په توګه د دې ايت په هکله  «يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنُوا لا تَرْفَعُوا أَصْواتَكُمْ فَوْقَ صَوْتِ النَّبِيِّ؛ اى مؤمنانو خپل غږونه(اوازونه) له پيغمبر اکرم غږه اوچت نۀ کړئ»، په صحيح بخارى کښې راغلې دي چې له دې مراد، ابوبكر او عمر  وو.[50]

ښه، نو دغو حديثونو د خلفاؤ سياست سره سمون درلودۀ؟ او دا بيلګې او نمونې ډيرې دي يو او دوه موردونه نۀ دي.

د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله په زمانې کښې، دوه ډوله قران ليکلې شوی ؤ: يو دا چې صحابه ؤ کوم څه چې له پيغمبراکرم  اوريدلي وو ـ قران او د هغه تفسيرـ او په خپلې مرضي او اختيار سره يې هغه ليکلو بل ډول دا چې پيغمبر اکرم به حکم ورکول چې وليکئ، داسې چې کله هم کوم ايت په پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  نازل شوی نو هغۀ حضرت به يو صحابي چې ليکل بلد وې راغوښتۀ او هغه به هر دواړه وحي قراني او بياني چې څه ورسره وې لکه کاغذ او تخته او د ځناورو پوستکې وغيره باندې ليکل.

ما د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  په تاريخ کښې تقريبا 29 کسان د وحي ليکونکي اوريدلي دي؛[51] داسې هم نۀ وو چې دا د پيغمبراکرم ځانګري د وحي ليکوالان وو نۀ،. د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  د وحي يوازنۍ ليکونکی او كاتب حضرت على عليه‏السلام ؤ او بل څوک نۀ وو. دا هغه کسان ووچې پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله د وحي ليکلو لپاره راغوښتل او چې کوم کس هلته موجود وې نو وحي به يې پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله لپاره ليکله.

د خدای وحى به، کله په تختې يا کاغذ ليکلې شوه کله به هم په پوستکي کله کله به هم د ميږو يا غواګانو او اوښانو په هډوکو ليکلې شوه.

دغه مختلف ليکونه د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  په کور کښې وو، پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  هم حضرت على عليه‏السلام ته وصيت وکړ چې کله زما له کفن او دفن فارغ شی نو دغه ټولې ليکنی راغونډی کړه.[52]

جمع كول يې هم، داسې وو چې حضرت علي عليه السلام به تختو او پوستکو کښې سورې کول او بيا به يې تار سره يو ځای ګنډل، هغۀ دا کار د چهار شنبه له سهار وختي شورو کړ (ځکه چې د پيغمبر اکرم د کفن او دفن مراسم د چهارشنبه شپه پورې روان وو) او د جمعي په ورځ يې سهار دا کار پای ته ورسول، بيا يې د قمبر په مرستې سره دا مصحف چې پکښې ټول قران او بياني وحي موجوده وه د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  جومات ته يې يوړۀ.

نو د داسې مصحف په شتون ممکنه نۀ وه چې ابوبكر او عمر او عثمان او معاويه او يزيد او ... خلافت ته ورسي.

نو خُلفا اميرالمؤمنين علي عليه‏السلام مخی ته ودريدل او وې ويل: «مونږ ته د تاسو راغونډ کړي قران ضرورت نيشته مونږ سره خپل قران موجود دی.»

رښتيا يې هم ويل ځکه چې قران کريم (بغير د وحي بياني) خو ورسره و نو حضرت علي عليه السلام هم ورته وويل چې انشا الله دا قران به بيا په سترګو ونۀ وينئ.»[53]

او هغه د علي عليه السلام راغونډ کړې قران، اوس حضرت امام مهدي عليه السلام سره دی،او دا هماغه کتاب دی چې په حديثونو کښې راغلي دي چې کله امام پاڅون او ظهور وکړي نو خپلو اصحابو ته يې ورکوي چې دا کتاب په کوفی جومات  کښې تدريس کړئ. (د ويلو ده چې د شيخ طوسي له زمانې تر اوسه پورې د نجف اشرف اکثر عالمان او فقيهان ايراني دي) پس هغه روايتونه چې وايې حضرت امام مهدي به نوی کتاب راوړي هغه د علي راغونډ کړې قران دی.

اوس ووينو چې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله حديثونو سره يې څه وکړل، ابوبكر حکم ورکړ چې قران بغير د وحي بياني وليکلې شي دا د وحي قراني راغونډول د ابو بکر په زمانې کښې شروع شول او د عمر په زمانې کښې پای ته ورسيدل عمر دغه قران حفصه مخې ته کيښودل[54] او د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  د حديث تبليغ او خپرونه يې منعه اعلان کړه.

عمر د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  حديثونو سره څه وکړل؟

لومړی: د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  حديثونو نقلولو يې منعه کړل

د مثال په توګه، دريو صحابيانو (عبداللّه‏ بن مسعود، ابودرداء او ابو مسعود انصارى) له مدينې بهر د خليفه د خوښې په خلاف حديثونه نقلول نو هغو يې مدينې ته راغوښتل او هغوی يې له مدينې څخه له وتلو منعې (ممنوع‏الخروج) کړل او خپل عمر پای پورې يې هغو ته اجازه ورنۀ کړه چې له مدينې بهر وځي.[55]

د سنن ابن ماجه په مقدمې او سريزې کښې راغلي دي چې:

قرظة[56] بن كعب وايي: عمر، مونږ د حکومت د چارواکو په توګه په کوفی کښې وټاکلو او مونږ سره خدای مَلي لپاره له مدينې بهر راووت، او وې ويل: «خبر يئ ولې مو تاسو ته خدای مَلِې درکړه ؟» ومو ويل : «ځکه چې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  صحابيان يو.» وې ويل: «و إنَّ مَعَ ذلك لَحاجةً إنَّكُم تأتونَ أهلَ قَرْيَةٍ، لَهُمْ دَوِيٌّ بالقرآن كَدَوِيِّ النَّحل لا تَشغَلُوهم بحديثِ رَسُولِ اللّه‏ِ؛[57] له دې پرته يو بل هدف هم لرم او هغه دا چې تاسو داسې ښار ته روان يئ چې د هغو خلکو د قران تلاوت غږ لکه د بيګنو(عسل) د زنبورو په شان دی هغو قران ته پريږدوئ او د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  په حديثونو يې مشغول نۀ کړئ.»

ليکلي شوی دي چې له قرظه د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  د حديث په اړه چا پوښتنه کولی نو هغۀ به ويل چې: «عمر، مونږ منعې کړي يو.»[58]

د عمر دغه نهي کول (چې زما د معالم المدرستين کتاب په لومړي او دوهم ټوک کښې په دې هکله مطلبونه ليکلي دي او په تاريخ طبري کښې د عمر بن خطاب په سيرت کښې هم راغلي دي) تر دې حده ورسيدل چې اباحَصين وايي: عمر، چې څوک هم کوم ځای ته د والي په توګه ليږلی نو هغۀ سره به له مدينې بهره وتل او خدای ملي سره سره به يې ورته ټينګار کول چې هرګز د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  حديثونه نقل نۀ کړی، او دا به يې هم زياتول چې د دې کار په ثواب کښې زه هم تاسو سره شريک يم![59]

دوهم: د قران د تفسير په اړه پوښتنه هم ممنوع کړې شوه

عمر په مدينې منورې کښې يوازې څو کسانو ته د حديث د نقلولو اجازه ورکړي وه او هغه دا وو:

1. أم‏المؤمنين عايشه[60]

2. كعب الأحبار يهودى: كعب الأحبار هماغه کس ؤ چې کله بيت‏المقدس فتح شو، نو له يمن، مدينه ته راغې او د اسلام اظهار يې وکړ او غوښتل يې چې بيت‏المقدس ته لاړ شي. عمر، هغه په مدينې کښې ايسار کړ  او د خلافت دربار رسمې وياند او ويناوال يې جوړ کړ.[61]

3. تميم دارى: تميم دارى هغه کس دی چې د عيسايانو راهب ؤ، هغه هم د جمعي له خطبو وړاندې ويناوال په توګه ټاکلې شوی و.[62]

دوي به حديثونه نقلول او د عمر د خلافت په وخت کښې بل چا ته د حديث نقلولو اجازه نۀ وه.[63] عمر، د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله ټول صحابيان د حديث له نقلولو منعه کړي وو.

دريم: د قرآن تفسير هم ممنوع

دا کومه کيسه چې بيانوم، د اهل سنتو په څو کتابونو کښې  شته.[64]

د صَبيغ بن عِسْل تَميمى په نوم يو کس ؤ چې د تميم قبيلې مشرانو کښې ؤ هغه په اسکندريه کښې له پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  صحابيانو د قران تفسير په هکله پوښتنه کوله.

عمروعاص، عمر له دې خبر كړ. عمر وويل چې: «هغه ماته راوليږه.» کله  صبيغ سره د حکومتي مامورانو مدينې ته ورسيد نو عمر هغه کښيناول او د خرما د ونې څانګې سره يې دومره زيات په سر ووهل چې هغه چغې شروع کړې: «يا امير المؤمنين! حَسْبُك قَدْ ذَهَبَ الذي كُنْتُ أجِدُ في رَأْسي؛ بس کا، څه مو چې زده کړي وو هغۀ ټول دې راسره هير کړل.» او چې کله هغه پاڅيد نو له سر يې په لمنو وينی توييدی او له لمنو يې په ځمکې څاکيدی بيا دوهم ځل لپاره هم عمر هغه راوغوښت دا ځل يې په ځمکې څملاول او سل تازيانی يې په ملا ووهل، او له ملا يې وينې روانی شوی کله چې دريم ځل لپاره هغه راوستل شو نو هغه وويل: «يا امير المؤمنين إن كنتَ تُريدُ قَتْلى فاقْتُلْني قتلاً جميلاً؛ که غواړې مړ مې کړی نو بې له اذيت او ازاره مو مړ کړه او ومو وژنه!»

عمر، هغه د بصره والی ابو موسی اشعري ته وليږل او هغه ته حکم ورکړ چې څوک هم دې سره خبرې ونۀ کړي.

نو دا کس چې کله جومات ته داخل شوی نو چې کوم ځای کښې کښيناستې نو خلک به تر ې تښتيدل،او چې کوم ځای کښې لمانځه لپاره ودريدې نو څوک به يې څنګته هم نه ودريدل. څه موده پس ابو موسي اشعري ته ورغې او د خپل حالاتو په اړه يې ورته شکايت وکړ  او ورته يې وويل چې خليفه ته مو سفارش وکړه چې بنديز راته ختم کړي ابو موسى هم د هغۀ سفارش وکړ او هغه ازاد شو.[65]

نو داسې يې خلک د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  له حديث خپرونې او تبليغه منعې کول بلکې له  دې هم ورتير شوي دي.

د ابن سعد په طبقات کتاب کښې د  قاسم بن محمدبن ابى‏بكر د حالاتو په اړه ليکلې چې: عمر، په منبر باندې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله اصحابو ته قسم ورکړ چې چا هم د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله حديثونه ليکلي وي هغه راوړئ، اصحابو ته پته نۀ  وه چې عمر څه نيت او اراده لري، صحابه ؤ کښې چا چې څه ليکلي وو هغه راوړل، کله چې ټول راغونډ شول نو ټولو ته يې اوور واچول.[66]

دويم خليفه داسې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله د حديثونو د خپرونې مخنيوې کاوۀ او يوازې درې کسانو ته ازادۍ سره د حديثونو د نقلولو اجازه ورکړی وه چې دا کسان وو:

ـ عايشه

ـ تميم دارى (چې په اصل کښې د عيسايانو راهب ؤ)

ـ كعب‏الأحبار يهودى (چې يوازې د اسلام څرګندونه او اظهار يې کړې ؤ)

ابن عباس ته هم د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله د نقلولو مشروطه اجازه وه. هغه دا چې ورته ويلي شوی وو د حکومت لخوا او ورله معين کړې شوي وو چې په کومو موضؤعاتو کښې حديثونه نقلوي؛ «إنَّ عُمر كانَ يَقُولُ: أقِلُّوا الرِّوايَةَ عنْ رَسولِ اللّه‏ِ صلى‏الله‏عليه‏و‏آله إلاّ في ما يُعْمَلُ بِهِ؛[67] عمر به تل ويل چې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله حديثونه لږ نقلوئ خو په عملي چارو کښې خير دی لکه (دا چې پيغمبر څرنګه اودس کول يا څرنګه يې لمونځ کول) نو لهذا ابن عباس به د دوزخ يا جنت د ايتونو تفسير څخه پرته يا د لمانځه او اودس ايتونو تفسير څخه پرته بل څه تفسير نه شو کولی. د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  حديثونو سره دا د عمر چلند ؤ او په دې ډول د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  له حديثونو بل څه باقي پاتې نۀ وو مګر هغه  څه چې ځينو صحابه ؤ سره په مصحفونو يعني (تفسير سره قران) کښې موجود وو.

د قران پاک د راغونډولو په باره کښې د القرآن الكريم و روايات المدرستين نومې کتاب په دوهم ټوک کښې مې ليکلي دي چې عمر يو قران وليده چې د قران اصلي متن څنګته، د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  تفسير ليکلې و نو عمر هغه ځای قينچې سره پری کړ او د پيغمبر اکرم حديث (وحي بياني) يې ترې بيل او جدا کړه چې باقي پاتې نۀ شي.[68]

عمر چې کله په حق ورسيد، نو عثمان، هغه بې له وحي بياني قران (هغه قران چې بې له تفسيره و) له حفصه واخست او حکم يې  ورکړ چې له دې قرانه اووه نور قرانونه وليکئ، نو شپږ قرانونه يې مکې مکرمې، يمن، دمشق، حمص، كوفې او بصره ته وليږل او يو قران يې هم خپل ځان سره مدينې کښې ايسار کړ.[69] کوم قران چې يې له حفصه راخستې ؤ هغې کښې ځينې لفظي او املايې غلطۍ وې عثمان وويل: «فيهِ لَحْنٌ سَتُقيمُهُ الْعَرَبُ بِألْسِنَتِها؛[70] په دې قران کښې لفظي غلطۍ شته دي خو عربيان به يې په خپلې خوږې ژبي سره سم تلاوت کوي.» د دې جملې په معنا ښه پوهـه نه يو. «لحن» يعنى املايى او لفظي غلطۍ پس ايا مسلمانانو تر اوسه پورې دغه املايې غلطۍ د قران په بيا بيا ليکلو کښې پاتې کړي دي ځکه چې کوم قران چې نن مونږ سره دی هماغه قران دی چې د عثمان په زمانې کښې هماغه غلطيو سره ليکلې شوی و لکه د رحمان ټکې چې رحمن ليکلی شوی دی، يا «بسطة» چې «بصطة» ليکلې شوی دی؟.[71]

دا چې ويل کيږي چې عثمان دا قرآن راجمع کړې دی دا غلطه خبره ده او ما دا خبره  په خپل کتاب القرآن الكريم و روايات المدرستين په دوهم ټوک کښې ثابته کړې ده.[72]

ځکه چې قرآن د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله په زمانی کښې د جبرئيل عليه السلام وحي سره راغونډ کړې شوی دی.

إِنَّ عَلَيْنا جَمْعَهُ وَ قُرْآنَهُ ...ثُمَّ إِنَّ عَلَيْنا بَيانَهُ؛[73]

بيشکه  چې (د قران) راټولول او لوستل پر مونږ دي...... بيا په حقيقت کښې د هغه (قرآن) بيان (او توضيح) (هم) يوازې زمونږ کار دى.

لومړۍ ځل لپاره خدای پاک قران د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله په سينې کښې راټول کړ او هر کال د روژي په مبارکې مياشتې کښې به جبرائيل پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله سره هغه قرآن چې نازل شوی و مقايسه کول به يې او کوم کال چې پيغمبر اکرم له دنيا تلل نو دا مقايسه دوه ځلې تر سره شوی وه.[74]  قرآن په خپله د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله په زمانې کښې په لسګونو صحابيانو ـ چې قران يې په خپله له پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله زده کړې و ـ ليکلې هم و[75] او  زرګونو کسانو قران حفظ هم کړې ؤ[76] او دا قران نه زيات شوی و او نۀ کم (کوم تحريف پکښې نۀ و).[77] کوم څه چې حذف شوي هغه حديث (يعنى وحى بيانى يا په نورو الفاظو کې تفسير) و او دا کوم قران چې زمونږ په لاس کې دی د عثمان په زمانې کښې ليکلې شوی دی نۀ دا چې عثمان راټول کړې دی بلکه قران خو پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله او ابوبكر او عمر هم راټول نۀ کړ يوازې خدای پاک راټول کړ.

په کومو روايتونو کښې چې (د قران د راټولو نسبت بل چا ورکوي) ټول دروغ دي او په القرآن الكريم و روايات المدرستين نومې کتاب، (باب جمع القرآن) کې دا خبره ثابته شوی ده.

مثلاً دا چې: إِنَّما يُريدُ اللّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْت،[78] ايت د «نساء النبى» سره مربوطو ايتونو کښې راغلی دی حکمت او فلسفه لري او هغه دا چې بايد خبر شئ چې: «وَ لا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجاهِلِيَّةِ الْأُولى»[79] خطاب کښې بي بي حضرت زهرا(س) شامله نه ده. هغه د دې لومړي ايت په مطابق، معصومه او پاکه بي بي ده. او همدغه ايت د خدای په حکم سره د دې ايتونو په مينځ کښې راوړي شوي دی.

د قران يو ايت حتی يو ټکې هم ځای په ځای نه دی شوی او کوم بدلون پکښې نۀ دی راغلی د تحريف روايتونو په هکله به هم ووايم چې يا بالکل دروغ دي يا د هغو په معنا نۀ پوهيږو. د قران د يو ټکې د بدليدو معنا دا چې ووايو د سترګې په ځای غوږ وليکو؛ دا ممکنه نۀ ده ځکه چې د ټکو د ځای په ځای کيدو سره د ايتونو معنا بدليږي.

د قران سورتونه خپل وزن او خوند او قافيه لری زه هغه وزن او خوند درک کوم خو بيانولې يې نۀ شم خو که د قران څو ټکي ځای په ځای شي نو د ايت وزن او خوند او معنا بدليږي، د قران سورتونه هم د خليل بن احمد له زمانې وړاندې لکه د شعر په شان وزن او قافيه لري؛ خو خلکو هغه په حقيقي معنا درک او مشخص نۀ دی کړی. د قران يو ټکې هم مخکښې وروسته يا کم اوزيات نۀ دی شوی، هر يو ټکې په خپل ځای کښې او د نورو ټکو تر مينځ  راغلې او نورو ټکو سره او ټول ايت سره بلکه ټول سورت سره سمون او مطابقت لري.

د هغه څه پر اساس چې تر دې ځای پورې بيان شول، خلافت نظام اول ټول حديثونه راټول کړل او هغه يې وسوځول بيا دريم خليفه عثمان ټول قرانونه ـ چې پکښې وحي بياني هم وه او مصحف نوميدو ـ راغونډ کړل او هغه ته يې هم اوور واچول يوازې يو کس خپل مصحف عثمان ته ورنۀ کړ او هغه کس عبداللّه‏ بن مسعود ؤ.

نو د عثمان په زمانی کښې د مصحفونو راټول په سختۍ سره پيل شو کومو صحابيانو چې د عثمان په خلاف پاڅون کړې ؤ هغو په دې پاڅون کښې له قرانه استفاده کوله. عبداللّه‏ بن مسعود چې د کوفی «مُقْرِى‏ء»[80] ؤ په کوفی کښې وليد سره (چې د کوفي والي او ګورنر ؤ) ونخښتل. ابن مسعود،د دې ايت : إنْ جاءَكُمْ فاسِقٌ بِنَبَأٍ فَتَبَيَّنُوا[81] تلاوت کاوه او ويل يې چې دا ايت وليد په هکله نازل شوی دی.[82] لهذا عثمان، د صحابيانو ټول مصحفونه راغونډ کړ او ټول يې وسوځول مګر د ابن مسعود مصحف چې هغه يې ورنۀ کړ نو ددې کار له امله يې په هغۀ څه څۀ وکړل د هغۀ مصحف ته يې د دروغو نسبت ورکړ، بني اميه ؤ د ابن مسعود د شخصيت د سپکاوي لپاره د هغه خلاف او د هغه مصحف په خلاف ډير دروغ جوړ کړل؛ لکه دا چې ويل يې چې د ابن مسعود په مصحف کښې «معوّذتين» (اخيري دوه سورتونه) نۀ دي راغلي.[83]

دا کوم قران چې اوس مونږ سره موجود دی، هماغه قران دی چې په پيغمبر اکرم خاتم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله نازل شوی دی او پکښې کوم زياتی او کمې او د ټکو ځای په ځای  کيدل نيشته، يوازې دا کار يې وکړ چې وحي بياني يې له دې جلا او جدا کړه او له دې وړاندې يې هم، د پيغمبر اکرم حديثونو ليکل او کتابت ممنوع کړې و.

يوازې د اميرالمؤمنين علي عليه‏السلام په ظاهري خلافت کښې چې له (36 ـ 40 کاله هجرى پورې) ؤ او د عمر بن عبدالعزيز د خلافت په زمانې کښې چې له (99 ـ 101 کاله هجرى پورې) ؤ د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله حديثونو ليکلو اجازه وه.[84]  کله چې عمر بن عبدالعزيز ته هم بني اميه ؤ په خپله زهر ورکړل او وې وژل، نو بيا د حديث نقلول او ليکل ممنوع شو تر 143 هجرى کاله پورې.[85] حتى په دې وخت کښې يې له ځانه حديثونه هم جوړ کړل چې پيغمبر اکرم فرمايلي چې: «لا تكتُبوا عنّي و مَنْ كتب عنّي غيرَ القرآن فلْيَمْحُه؛ څوک له ما حديث نقل نۀ کړي او که چا بې له قرانه زما لخوا بل څه وليکل نو هغه وسوځوئ.»[86]

د سيوطي په تاريخ الخلفاء کښې (د ابوجعفر منصور د حالاتو په شرح کښې) او د ذهبي په تاريخ الاسلام کښې (د 143 هجرى کال په تاريخ) کښې راغلي دي چې د حديث ليکلو اجازه د منصؤر په زمانه کښې ورکړی شوه.  او سيرت او حديث او تفسير او .... له دغه وخته پس، وليکل شو.[87] پس د خلفاو په مکتب کښې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  حديثونه د 130 کلونو په مودی کښې سينه په سينه نقل شوي دي نۀ کتابت په شکل کې.

د على عليه‏السلام او معاويه خلافت کښې د پيغمبر اکرم حديث

حضرت امير علي عليه‏السلام دوه کارونه  وکړل: يو قراني خدمت وکړ چې علم «نحو» يې د قران حفظ لپاره وضع کړ.[88]  د حضرت امير عليه‏السلام بل کار دا و چې کوم صحابيان په کوفې کښې وو چې شمير يې 1800 کسانو ته رسيدۀ هغو يې ازاد پريښلل (بلکه هغۀ په ځينو موقعوکښې وهڅول لکه د غدير حديث)  چې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  حديثونه نقل کړي.[89]

او دا کوم صحيح حديثونه چې په صحيح بخارى او مسلم او په نور ځايونو کښې دي، دا د حضرت امير عليه‏السلام له زمانی دی. مثلاً  په صحيح مسلم کښې راغلي دي چې پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله، على عليه‏السلام ته وفرمايل: «أنت مِنّي بِمَنْزِلَةِ هارونَ مِنْ موسى إلاّ أَنَّهُ لا نَبِيَّ بَعْدي.»[90]

خو کله چې معاويه واکمن شو، نو وې ليدل چې اسلامي ټول تعليمات او د اسلامي نړۍ عمومي افکار د هغه خلاف دي او د حضرت علي عليه السلام د فضيلت په اړه حديثونه ډير خپور شوي دي لهذا حکم يې وکړ چې د ابو تراب على عليه‏السلام او هغه اولاد په اړه هيڅ کوم حديث نقل نۀ شي.[91]

ښه نو څه يې وکړل؟ په حديثونو کښې رامينځته شوي تضاد او ټکر يوه بيلګه درته بيانوم.[92]

د خلفاو د مکتب په روايتونو کښې چې په تفسير طبرى او تاريخ طبرى کښې راغلي چې کله دا ايت: و أَنْذِرْ عَشيرَتَكَ الأقْرَبينَ[93] نازل شو، نو پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله حکم ورکړ اود عبدالمطلب اولاد راغلل هغو ته يې وفرمايل:: «أيُّكُمْ يُؤازِرُني علَى هذا الأمْرِ على أن يكون أخي و وصييّي و خليفتي فيكم؟؛ تاسو کښې څوک په دې نبوت کار کښې زما مرسته کوئ چې هغه په تاسو کښې زما ورور او  وصي او خليفه شي؟» هيچا ځواب ورنۀ کړ يوازې على عليه‏السلام چې هغه وخت زلمې ؤ وويل:: «أنا يا نبىَّ اللّه‏؛ يا رسول الله زه.» نو هغۀ حضرت، علي اوچت کړ او وې فرمايل: «إنَّ هذا أخي و وصييي و خليفتي فيكم فَاسْمَعُوا له و أطيعوا؛ په تاسو کښې، دا زما ورور او وصي او زما خليفه دی، پس خبره يې واورئ او اطاعت يې کوئ.»

د عبدالمطلب زوزات پاڅيدل او لاړل او ابو طالب پورې يې (ټوکې) او پيغورنه شورو کړل چې: «قَدْ أمَرَك أنْ تَسْمَعَ لابْنِكَ و تُطيعَ؛ تا ته حکم شوی چې د خپل زوی خبره واوره او اطاعت يې کوه.»[94]

خو ابوهريره وايي چې کله دا ايت «و أنذر عشيرتك الأقربين نازل شو»، نو پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله په صفا غرۀ  ؤختل او وې فرمايل:«يا بنى‏عبدمناف! يا بنى‏عبدالمطلب! يا صفية بنت عبدالمطلب! يا فاطمة بنت محمد! يا عائشة بنت أبيبكر! إنّى لا أملك لكم من اللّه‏ شيئا.»[95]

ابوهريره په فتح خيبر کال کښې هغې كشتۍ کښې چې جعفر بن ابى‏طالب او هغه ملګري يې له حبشې يمن ته راوړل، له هغه ځايه مدينې ته راغلې ؤ. دوی په فتح خيبر کې خپل ځانونه سپاه اسلام ته ورسول چې بيا پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله هم، ورته د خيبر غنيمتونه ورکړل.

أبو هريره د دې ايت «وَ أَنْذُرْ عَشِيرَتَك الأَقْرَبِين»، د  نزول په وخت چرته ؤ چې دا کيسه نقلوي؟ حضرت بي بي فاطـمه زهرا(س) د بعثت په پينځم کال کښې زيږيدلی ده.[96] او دا ايت د بعثت په دريم کال کښې نازل شوی ده. دې کال خو سره ، حضرت زهرا(س) او عايشه دنيا ته نۀ وې راغلي،( نو بيا څنګه ورته پيغمبراکرم غږونه کوي.)

امام جعفر صادق عليه‏السلام ‏فرمايي: «ثلاثةٌ كانوا يكذبون على رسول اللّه‏ صلى‏الله‏عليه‏و‏آله، أبو هريرة و أنس بن مالك و امرأة؛ دريو کسانو پيغمبر اکرم پورې دروغ تړلي دي چې هغه درې کسان دا دي: ابوهريره او انس بن مالك او يوه ښځه» (چې روښانه ده چې مراد يې کومه ښځه ده)[97]

دې دريو کسانو ته پام کوئ چې د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله په حديثونو دغو دريو کسانو کومې خرابيانې وکړې دومره بل چا نۀ وې کړي.[98] دا دروغجن حديثونه چې نن يې هم درلودو زياتره د معاويه په زمانې کښې جوړ شوي دي.

مدائنى په خپل كتاب (الأحداث) کښې ليکلي:

معاويه، خلافت ته رسيدو نه پس خپلو ټولو حکومتي چارواکو ته داسې حکم وليږل:

کوم کس د ابوتراب او د هغه کورنۍ په فضليت کښې څه ووايي د هغه مال او ځان حرمت نۀ لري او د هغو قتلول او وژل روا دي!

يو ځل بيا هم معاويه په ټول هيواد کښې خپلو حکومتي چارواکو ته وليکل چې: د علي شيعه او د هغو منونکو کومه ګواهي قبوله نۀ کړي او همداراز حکم يې ورکړ چې کوم کسان د عثمان مينه وال وي او هغه کسان چې د عثمان په فضليت کښې حديثونه نقلوي هغوی خپلو ځانونو ته نږدې کړئ  او د هغو ډير احترام او قدر وکړئ او د عثمان په فضيلت کښې چې کوم څه ليکلي يا نقلوي هغه ماته راستوئ او د ليکوال نوم د پلار نوم او د خاندان نوم يې هم وليکئ!

دغه حکم په دې شان اجرا شو چې دنيا غوښتونکي او شهرت طلب کسانو دنيا ته د رسيدو لپاره دومره زيات حديثونه د عثمان په فضيلت کښې جوړ کړل چې د عثمان فضيلت زيات شو ځکه چې دې کار لپاره معاويه هر څه قربان کړل که يو عام کس هم حکومتي چارواکو ته ورتللې او د عثمان په فضيلت کښې يې څه دروغ  نقلولې نو د هغو پام وړ به ګرځيدۀ نو د هغه کس نوم به يې ليکل او په حکومت چارو کښې به يې څه مقام ورکول.

څه موده پس معاويه يو بل حکم ورکړ هغه دا چې: د عثمان د فضيلت په اړه روايتونه  زيات شو او ټولو ښارونو کښې خپور شوي دي اوس خلکو ته بلنه ورکړئ چې د لومړيو دوو خليفه ګانو په فضيلت کښې روايتونه نقل کړي او د ابو تراب په فضيلت کښې کوم حديثونه وي هماغه شان حديثونه لومړيو خليفه ګانو لپاره راوړئ يا يې د ابوتراب په خلاف نقل کړئ.[99]

ابن عرفه چې په نَفْطَوَيه مشهور دی ليکي:

«زياتره هغه دروغجن حديثونه چې د صحابه و فضيلت بيانوي د بني اميه په دوران کښې جوړ شوي دي هغه هم يوازې په دې خاطر  جوړ شوي دي چې جوړونکی او بيانوونکی کس حکومتي چارواکو ته خپل ځان نږدي کړي.»[100]

دا ؤ په مکتب خلفا کښې د حديث لنډ او مختصر تاريخ.

په مكتب اهل البيت عليهم‏السلام کښې د پيغمبر اکرم حديث

د اهل البيت عليهم‏السلام په کتابونو کښې داسې راغلي چې امامانو سره د جامعه په نوم يو کتاب دی چې کيسه يې دا ډول ده:

هر هغه څه چې په پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله وحى کيدل، نو د شپه په وروستې وخت به، على عليه‏السلام پيغمبر ته ورتلل او پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله به هغه ټول، هغۀ ته ويل او علي به املا ليکله.[101]

علي ته يې وفرمايل: «وليکه!» عرض يې وکړ : «آيا تا انديښنه ده چې هير به کړم؟» وې فرمايل: «نه، هيڅ انديښنه نۀ لرم ځکه چې تا لپاره مو له خدايه غوښتي چې هيڅ کوم شی دې هير نۀ شي؛ خو خپلو شريکو او ملګرو لپاره وليکه.» عرض يې وکړ: «زما شريک کسان څوک دي؟» حضرت محمد صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله، امام حسن عليه‏السلام ته ـ چې هغه وخت يو ورکوټی ماشوم ؤ ـ اشاره وکړه او وې فرمايل: «ستا زامن، چې لومړۍ پکښې دا دی.» بيا يې امام حسين عليه‏السلام ته ـ هغه هم ورکوټی ماشوم ؤ ـ اشاره وکړه او وې فرمايل: «له هغو شريکانو دوهم کس دا دی او نهه نور کسان به هم له حسين اولاده وي.»[102]

نو حضرت على عليه‏السلام هر هغه څه چې په پيغمبر اکرم له تير ملاقاته وروسته تر اوسني ليدلو پورې نازل شوي وو د اوښ په پوستکي[103] يې ليکل  چې د دې مجموعې نوم جامعه ده. په روايتونو کښې راغلي چې جامعه اويا(70) ذراع[104] ده او حضرت امام رضا عليه السلام پورې د امامانو اولسو(17) صحابه ؤ ليدلي ده.[105]

امامانو خپلو اصحابو لپاره له جامعه او مصحف على (يعنى هماغه قرآن چې وحى بيانى هم ورسره ده) روايتونه نقلول[106]  او هغه روايتونه به اصحابو ليکل دومره پورې چې شمير يې څلور سوه اصل پورې ورسيد او ورته به اصول چهار صد ګانه ويلې شول ښايې د هغو شمير وروسته نور هم زيات شوې وي.

اصول ډير ورکوټي کتابونه وو.[107] چې پکښې دوه کتابونه اوس هم د تهران په پوهنتون کښې د اصل عُصفُرى په نوم موجود دي.

ډير زيات ضروري دي چې دا «اصول اربعمائة» بايد علميه او ديني حوزې پيدا کړي او د هغو برخليک په حديثي کتابونو کښې ومومي چې دا له هغو اصولو، په کومو کتابونو کښې نقل شوي دي  چې دا کار يو ډير غټ خدمت ده. البته بايداصول كافى، استبصار، تهذيب او په نورو کتابونو...کښې هم تحقيق پکار دی چې هغه هم ډير اهم دي.

هغه لومړنۍ کس چې اصول اربعمائة يې راټول کړي دي او اوس زمونږ په لاس کې دي هغه شيخ كلينى (د وفات کال 329 هجرى) دی چې په کافي کتاب کښې يې څو اصله راټول کړي دي. ښاغلي كلينى، شل کاله  ښار په ښار او کلي په کلي له نيشاپور ښاره تر بغداده پورې وګرځيد او تکليفونه يې وزغمل او چې څه يې په لاس راغلل هغه يې راټول کړل.[108]

دوهم هغه کس چې اصول يې راغونډ کړل او ډير ښه يې هم راغونډ کړل هغه، شيخ صدوق (د وفات کال 381 هجرى) ؤ. شيخ صدوق له دوو سوو (200) زيات کتابونه ليکلي دي.[109]

له هغۀ پس هم، شيخ طوسى (د وفات کال، 460 هجرى) دی چې له اصولو، فقهي حديثونه چې څومره يې په لاس راغلي په استبصار او تهذيب الاحکام کتابونوکښې يې راټول کړي دي.[110]

خو مهمه خبره دا ده چې د شيخ صدوق له زمانې زمونږ عالمانو حديث په اړه دوۀ ډوله چلندکاوه فقهي حديثونو سره چلند او غير فقهي حديثونو سره چلند. علماؤ، فقهي حديثونو سره يو خاص چلند کول. شيخ صدوق په خپلو دوه سوه کتابونو کښې له هغه کسانو روايتونه نقل کړي چې په من لايحضره الفقيه  کتاب کښې يې له هغو روايت نقل نه دي کړي؛ شيخ طوسى په خپل تبيان کتاب کښې له ځينو کسانو لکه عايشه او عبداللّه‏ بن زبير روايت نقلوي خو په استبصار او تهذيب کتابونوکښې يې له هغو روايتونه نۀ دي نقل کړي. زمونږ فقها ـ رضوان اللّه‏ تعالى عليهم ـ لکه: آيت اللّه‏ بروجردى او آيت اللّه‏ خويى، په فقهي حديثونو کښې، هم د سند له لحاظه او متن له لحاظه  دومره سخت تحقيقات کړي چې له دې زيات تحقيق د انسان په وس کې نيشته او مونږ دا علمي بحث سره ثابته کړې ده[111] چې که څوک وغواړي رښتيني اسلامي احكامو ته (چې  پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله راوړي) ورسي، نو د شيعۀ فقهاؤ کتابونو ته مراجعه وکړي بې له دې بله لار نيشته.

خو افسوس، چې په غير فقهي حديثونوکښې دومره تحقيق نۀ دی شوې د بيلګې په توګه، شيخ طوسى، د «ءافْك» کيسه نقلوي او وايي چې دا عايشه په هکله ده او دا ايتونه د عايشه د بري الذمه کيدو په اړه نازل شوي دي.

دا مطلب، د شيخ طوسى له تبيان کتابه، مجمع البيان تفسير ته لاړ ده او .. او همدا راز ...د ابو الفتوح رازى تفسير ته او ... ګازر تفسير ته ، او ...

حال دا چې د «افك» ايتونه د ماريه د بري کيدو په اړه نازل شوي دي. (پورا کيسې لپاره زمونږ کتاب نقش عائشه در تاريخ اسلام، ټوک 1، مخونه 86 ـ 88 ته مراجعه وکړئ.)[112]

لومړنۍ هغه کس چې ننه پورې يې زمونږ په غير فقهي حديثونو کښې تحقيق کړې هغه علامه شوشترى رحمه‏الله عليه دی چې په الأخبار الدخيلة او په خپلو نورو کتابونو کښې[113]، يې ډير ګران بيه اوارزښتمن کارونه کړي دي.

مونږ د آدابو او اخلاقو او عقايدو حديثونو ته ډير احتياج لرو. اما که وغواړم  هغه خرابيانې او غلطۍ چې زمونږ په غير فقهي کتابونوکښې شوې دي شروع کړم نو پورا کتاب ترې جوړيږي.[114]

او ځينې روايتونه هم شته چې ما «روايات منتقله» نومولي دي چې دا روايتونه په اصل کښې په مکتب خلفا کښې وو او له هغه ځايه زمونږ کتابونو مخصوصا، د شيخ طوسى تبيان ته، او ... رانقل شوي دي دومره پورې چې د حاج شيخ عباس قمي کتاب منتهی الامال ته هم رسيدلي دي.[115]

د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله د سيرت په هکله حديثونو کښې هم ښه تحقيق او کار نۀ ده شوې.

کله چې په ايران کې بحار الانوار چاپ نۀ و شوی زه کاظمين کښې ؤم اراده مو وکړه چې يو علمي ډله جوړه کړو چې د بحار الانوار تصحيح او هغه چاپ کړو علمي ډله جوړه شوه؛ زه وم؛ شيخ محمد رضا شبيبى (د عراق د علمي غونډې مشر او عراقي شيعه عالم) ؤ؛ ډاكټر مصطفى جواد (د عربي لغت ماهر) ؤ او ډاکټر صاحب زينى هم ؤ.

ما د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله د سيرت په هکله کار پيل کړ نو داسې حديثونه مې په لاس راغلل چې ممکنه نۀ وه چې دا به صحيح وي مثلا دا چې ځمکه د غوا په ښکرو(شاخ) ده او يو طرف يې مياشت او بل طرف ته يې لمر تر اخره پورې.... ښه د دې حديث نقل کوونکی څوک دی؟ کله مې چې د دې حديث سند وڅيړۀ ومې ليدل چې د دې حديث سند د ابوالحسن البكرى روايتونه دي.[116] دلته مو ضروري وګڼله چې د بحار الانوار کتاب سرچينې هم وڅيړم او په دې څيړنې کښې مو وليدل چې علامه مجلسي د بحارالانوار په سرچينوکښې، د شيعه و تقريبا څه د پاسه دوه نيم سوه سرچينې ذکر کړي دي او همداسې د اهل سنتو هم څه کم سل سرچينې ذکر کړي دي ما وليدل چې علامه مجلسي فرمايي چې ابوالحسن البكرى شيعه ؤ او  خپلې دې خبرې لپاره يې دوه دليلونه راوړي: يو دا چې دا حديث يې  په دهه ربيع‏المولود «فى محضر من العلماء» کتاب کښې لوستلی ؤ.[117] او دوهم دليل دا چې هغه  د شهيدثاني استاد ؤ.

ښه لومړۍ دليل خو زمونږ  لپاره حجت نۀ ده ځکه چې په محضر علما کتاب کښې، له سيره ابن هشام کتابه هم ممكنه ده چې مونږ لپاره د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله په هکله څه نقل شوي وي.

د دوهم دليل په اړه مې هم تحقيق او جاج وکړ نو معلومه شوه چې دا سړې په روايتونو کښې د شهيدثاني استاذ ؤ هغه هم په هغو روايتونو کښې چې شيعه و به سنيانو ته ورکول او سنيانو به شيعۀ و ته ورکول.

خو زړه مې کراره نۀ شو بيا مې مطالعه پيل کړه ومو ليدل چې؛ ابوالحسن البكرى په نوم دوه کسان دي: يو په شام کښې ؤ او بل په مصر کښې. د يو اصلي نوم احمد ده او د بل اصلي نوم محمد. دا روايتونه د هغه مصري وو چې د حديثونو په جوړولو مشهور ؤ او درې کتابونه هم لري: يو د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله د ولادت په هکله او بل د على عليه‏السلام د شهادت په اړه؛ يو کتاب يې هم بي بي زهراء په هکله ليکلی چې د دې کتاب ځينې مطلبونه د بحار الانوار په وسيله زمونږ کتابونو ته منتقل شوی دي لکه منتهى‏الآمال. پس معلومه  شوه چې د داسې کسانو حديثونه په دې ډول زمونږ کتابونه ته راغلي دي.

په شيعه عالمانو کښې تر اوسه پورې داسې کس نيشته چې د علامه مجلسي رحمه الله عليه په شان يې، د حديث خدمت کړې وي کوم خدمتونه چې دې عالمانو کړي دي هغه نبايد لږ وګاڼو ځکه چې که نن مونږ کوم حديثونه لرو نو د دوي په وسيله دي، کۀ څه هم شيعه و عالمان د يو بل ډير احترام او خيال ساتي خو د يو بل تقليد او پيروي نۀ کوي بلکه د شيعه و عالمان، د سيرت په اړه حديثونو، د تفسير قرآن په اړه حديثونو، د عقايدو حديثونه، اخلاقي او د آداب حديثونو په اړه، او ...ژور تحقيقاتو او څيړنو ته اړمن او  محتاج دي بالکل هماغه شان چې شيعۀ و فقهاؤ د فقهي حديثونو په اړه کړي دي يوه بيلګه د تيرو عالمانو د فقهي حديثونو د څيړنې په اړه بيانوم.

د حديث په نقلولو کښې د شيعۀ و ځيرتيا يوه بيلګه

هغه عالم چې د حديث په اړه يې کار کړې دی او ما هغه ليدلې دی زما نيکۀ ارواښاد خاتم المحدثين آقا ميرزا محمد شريف عسكرى تهرانى ؤ. هغه د آيت اللّه‏ العظمى ميرزا حسن شيرازى شاګرد او د سامرا د ښار دريم عالم ؤ. آقا ميرزا محمد تهرانى، د بحار الانوار، مستدرک ليکلې ؤ، د هغه اجازات کتاب يوازې پينځه ټوکه ؤ چې ارواښاد شيخ آقا تهرانى او مرحوم آقا سيد محسن امين عاملى په خپلو کتابونو کښې له دې اجازات کتابه استفاده کړې ده. د بحار الانوار اجازات کتاب هم څلور ټوکه لري زه له دوو اجازو څخه يوه برخه دلته راوړم چې وګورئ چې زمونږ ديني عالمانو د حديث په ليکلو او نقلولو کښې څرنګه ځيرتيا کوله. دا دوې اجازې چې ما په خپل کتاب القرآن الكريم و روايات المدرستين په لومړي ټوک کښې د بحار الانوار اجازاته نقل کړي دي په هغۀ کتاب کښې د ارواښاد مجلسي په خط سره چاپ شوي دي.

1. شيخ محسن بن مظاهر ته د علامه حلی زوی، شيخ فخرالدين محمد،(د وفات کال 771 هجرى) اجازې کښې داسې راغلي دي:

(و أجزتُ له ايضاً أن يَرْوِيَ عنّي مصنفات الشيخ أبيجعفر محمد بن الحسن الطوسي و من ذلك كتاب تهذيب الاحكام فإني قرأته[118] على والدي درسا بعد درس و تمت قراءته فى جرجان سنة اثني عشر و سبعمائة، عنّي عن والدي ثم والدي قرأه على والده أبيالمظفر يوسف بن علي و أجاز له روايته ثم يوسف المذكور قرأه على الشيخ معمّر بن هبة اللّه‏ بن نافع الوراق و أجاز له روايته ثم الفقيه معمّر المذكور قرأه على الفقيه أبيجعفر محمد بن شهرآشوب و أجاز له روايته ثم شهرآشوب قرأه على مصنفه أبيجعفر محمد بن الحسن الطوسي و قرأه جدّي مرة ثانية.)

وينئ چې شيخ فخرالدين محمد، دا کتاب له دوو لارو، سبق په سبق او تر ليکوال پورې رسيدو نه پس، اجازه ورکړې ده. يعنى دا كتاب يې دوه ځله په دوو استاذانو لوستلی دی او هر يو استاذ يې نورو استاذانو سره لوستلی دی تر دی چې مولف پورې رسيدلي دي.

2. يو بل روايت، په کافي کتاب کښې د مرحوم مجلسي اجازه،چې دلته يې بيانو. د کافي کتاب دا نسخه د امام رضا عليه السلام د زيارت په کتابتون کښې شته، زه د دې اجازت نامې يوه برخه تاسو لره نقلوم:

بسم اللّه‏ الرحمن الرحيم ... .(وفقه اللّه‏ تعالى للارتقاء على أعلى مدارج الكمال فى العلم و العمل، ... سماعا و تصحيحا و تدقيقا و ضبطا في مجالس آخرها خامس عشر شهر جمادى الأولى من شهور سنة ثلاثة و ثلاثون بعد الألف من الهجرة.)

او په بلی اجازت نامه کښې داسې فرمايي:

أنهاه المولى الفاضل البارع الذكى الألمعي، مولانا محمد شفيع التويسركاني، سماعا تصحيحا تدقيقا ضبطا في مجالس آخرها بعض أيام شهر ذى‏القعدة سنة ثلاث و ثمانين بعد الألف من الهجرة.

يعنى تر کوم ځايه پورې يې چې کافي کتاب مطالعه کولی نو اجازت ورکونکي استاذ به هغه لپاره په کتاب کښې څنګته اجازت نامه ليکله بيا فرمايي:

أجزت له ـ دام تأييده ـ أن يروي عنّي كلَّ ما صحت لي روايته و إجازته بأسانيدي المتصلة إلى أصحاب العصمة ... زمونږ د تيرو عالمانو په نزد د روايت اجازت نامه داسې وه لکه نن سبا، د اجتهاد اجازت نامه وي، داسې نۀ وو چې (لکه زه له شيخانو: مرحوم شيخ آقا تهراني او زما مرحوم نيکۀ، روايتي اجازت نامه لرم او کله هم روايتي اجازه نورو ته ورکوم) په کلي توګه او عمومي توګه اجازه ورکړي چې «أجزت له أن يروى عنى ما صحت لى روايته.» نه؛ بلكې کوم درس دې چې استاذ ته لوستلی يوازې د هغۀ اجازه ورله ملاويده او زما اجازت هم له پلانکي او پلانکي  دی او دا اجازت نامه به ليکوال پورې رسيده (مترجم: لکه نن سبا د دامونو او تاويزونو اجازت(عهده)، استاذان ورکوي)

دا، په علم حديث کښې زمونږ د تيرو عالمانو طريقه وه، خو کله راهسې د اخباريونو او اصولييونو تر مينځ جدل او بحثونه راپيښ شول، نو زمونږ زياتره کار په فقهي حديثونو کښې غور او فکر او تحقيق و، خو غير فقهي حديثونه لکه څرنګه پکار دي چې بايد استاذ ته ولولو او له استاذه يې نقل کړو داسې نۀ کوو لنډا داچې د روايت اجازت، زمونږ په نزد لکه  د مخکښې د روايت د اجازی په شان نۀ ده.

خو کوم څه مو په مکتب خلفا کښې ليدلي دي يو مورد يې تاسو خدمت کښې بيانوم:

د اهل سنتو په يوې سرچينې کښې راغلي دي چې يو سني عالم (د يو بل عالم په کور کښې) يو د شودو ماشوم په زانګو کښې وليدۀ وې ويل: «انديښمن يم چې دا ماشوم به زما سبق ته راونۀ رسي نو زه له اوس مهاله دې ماشوم ته د حديث اجازت ورکوم.»[119]

پر دې اساس، ومو وليدل چې د مکتب خلفا او د مکتب اهل البيت عليهم‏السلام د حديث د نقلولو په کيفيت کښې څومره زيات فرق او توپير موجود دی.

والحمد لله رب العالمين

لیکوال: سيد مرتضى عسكرى

 

[1]. سوره آل عمران، ايت 164.

[2]. سوره نحل، ايت 44.

[3]. سوره شورى، ايت 13.

[4]. سوره صافات، ايت 83.

[5]. سوره آل عمران، ايت 95.

[6]. سوره نساء، ايت 125.

[7]. سوره مائده، ايت 3.

[8]. د بحث په پای کښې به راشي.

[9]. سوره نساء، ايت 46.

[10]. سوره بقره، ايت 146.

[11]. سوره حديد، ايت 27.

[12]. سوره نساء، ايت 171.

[13]. په کلي توګه د انبياؤ وصيان دوه ډوله وو: يو هغه وصيان چې د انبياو شريعتونه يې لرل خو د هغو شريعت په تبليغ مامور نۀ وو يعني د هغه شريعت تبليغ ورباندې فرض نه وو مګر هغه څه تبليغ يې کول چې څه پوښتنه ترې وشوی لکه د حضرت سليمان وصيان ، د وصيانو بله ډله هغه ده چې د شريعت په اړه د علم او اګاهي نه پرته د خپل نبي د شريعت تبليغ او له تحريفه او بدعتونو اوغلو د هغه حفاظت هم ورباندې واجب وو لکه زمونږ امامان ـ صلوات اللّه‏ عليهم ـ چې دلته مونږ مراد همدغه دوهمه ډله وصيان دي.

[14]. سوره اسراء، ايت 78.

[15]  د دلوک الشمس نه مطلب د ماسپښين وخت دے يعنی د ظهر وخت او له غسق الليل مطلب نيمه شپه ده چې په دې وخت کښې څلور لمونځونه ماسپښين، ماځيګر، ماښام او ماسخښوتن ادا کيږي .

[16]. سوره نجم، ايت 4.

[17]. سوره نحل، ايت 44.

[18]. سوره مائده، ايت 67.

[19]. بحارالانوار،ټوک 37، مخونه 155 او 189.

[20]. سوره نجم، ايت 4.

[21]. سوره الحاقة، ايتونه 44- 47.

[22]. سوره اسراء، ايت 60.

[23]. تفسير الدر المنثور، سيوطى، ټوک 4، مخ 191.

[24]. تاريخ طبرى، ټوک 7، مخ 11؛ ابن اثير،ټوک 3، مخ 47؛ ابن كثير ټوک 8، مخ 220؛ يعقوبى ټوک 2، مخ 251.

[25]. تاريخ ابن كثير، ټوک 6، مخ 234.

[26]. منجنيق يا ليندا: يو داسې اوزار دی چې هغه سره به يې غټ غټ کاڼي چې کپړې سره به پټ و او تيل به ورسره لګيدلي و هغه به يې دښمن يا هغې قلعې باندې ويشتل کوم کښې دښمن وې چې وسوځې او هغو ماتې وخوري لکه د نن سبا د ټانکونو توپې.

[27]. تاريخ يعقوبى، ټوک 2، مخونه 251 ـ 252.

[28]. سوره حجر، ايت 9.

[29]. تفسير طبرى، ټوک 28، مخونه 104 ـ 105؛ صحيح بخارى، ټوک 3، مخونه 137 او 138 او ټوک 4، مخ 22؛ صحيح مسلم، كتاب الطلاق، ټوک 2، مخونه 1108  ـ 1111، حديثونه 31 ـ 34؛ مسند احمد، ټوک 1، مخ 48.

[30]. سوره تحريم، ايت 4.

[31]. تفسير الدر المنثور، سيوطى، ټوک 6، مخ 244.

[32]. سوره تحريم، ايت 10.

[33]. د همدې ليکوال خپور شوی كتاب، سقيفه.

[34]. المحلى، ټوک 11، مخ 224.

[35]. په دې اړه د حديثونو کتابونو، أم‏المؤمنين عائشة په دوهم ټوک او عبداللّه‏ بن سبا په دوهم ټوک او په صدوپنجاه صحابى ساختګي نومې کتاب په دريم ټوک کښې، چې د هم دې ليکوال دي مراجعه وکړئ.

[36]. سنن أبى‏داود، ټوک 2، مخ 176؛ مستدرك الحاكم، ټوک 1، مخ 106.

[37]. مسند احمد، ټوک 5، مخ 197؛ مستدرك الحاكم، ټوک 3، مخونه 342 او 344.

[38]. كنزالعمال، ټوک 13، مخ 539.

[39]. له زياتو معلوماتو لپاره  مراجعه وکړئ: مجله علوم حديث، شميره 5، مخ 8، مقاله «د حديث ليکولو ممنوعيت»، ليکوال، محمد على مهدوى راد.

[40]. سنن ابى‏داود، ټوک 2، مخ 176؛ مستدرك الحاكم، ټوک 1، مخ 106.

[41]. صحيح مسلم، ټوک 5، مخ 76؛ صحيح البخارى، ټوک 1، مخ 54؛ مسند احمد، ټوک 1، مخ 355.

[42]. ان تر دې چې په 143 هجرى کال کښې د ابوجعفر منصور په حکم، د پيغمبر حديثونو نقلول او ليکل بيا شروع شو.

[43]. صحيح بخارى، ټوک 7، مخ 9.

[44]. لږ شان په الفاظو کښې په فرق سره په: صحيح بخارى، ټوک 4، مخ 31؛ صحيح مسلم، ټوک 2، مخ 16؛ مسند احمد، ټوک 1، مخ 355؛ تاريخ الطبرى، ټوک 3، مخ 193؛ كامل ابن الاثير، ټوک 2، مخ 320.

[45]. صحيح بخارى، باب جوائز الوفد من كتاب الجهاد، ټوک 2، مخ 120 او هم دا راز ټوک 2، مخ 136؛ صحيح مسلم، ټوک 5، مخ 75؛ مسند احمد، څيړنه احمد شاكر، حديث 195؛ طبقات ابن سعد، ټوک 2، مخ 244، د بيروت چاپ؛ طبرى، ټوک 3، مخ 193.

[46]. تذكرة الحفاظ، ټوک 1، مخ 5.

[47]. سوره اسراء، ايت 78.

[48]. مصاحف ابن ابى‏داود، ټوک 1، مخ 15.

[49]. مسند احمد، ټوک 5، مخ 410؛ تفسير الطبرى، ټوک 1، مخ 27؛ كنزالعمال، ټوک 2، مخ 346؛ بحارالانوار، ټوک 92، مخ 106. له زياتو معلوماتو لپاره،مراجعه وکړئ دې کتاب ته: القرآن الكريم و روايات المدرستين، السيد مرتضى العسكرى، د التوحيد خپرندويه، تهران، ټوک 1، مخ 157.

[50]. صحيح بخارى، چاپ البُغا، ټوک 4، حديث 4109 او ټوک 6، حديث 6872، د دې ايت په شأن نزول کښې، سوره حجرات، ايت 2.

[51].  عيون الاثر، ټوک 2، مخ 191.

[52]. بحارالانوار، ټوک 92، مخ 48 او 52، د تفسير قمى په نقل، مخ 745؛ عمدة القارى، ټوک 20، مخ 16؛ فتح البارى، ټوک 10، مخ 386؛ مناقب ابن شهر آشوب، ټوک 2، مخ 41؛ الاتقان للسيوطى، ټوک 1، مخ 59.

[53]. تفسير الشهرستانى، المقدمة، مخ، 15.

[54]. المصاحف، ټوک 1، مخ 9؛ كنزالعمال، ټوک 2، مخونه 362 ـ 263؛ منتخب الكنز، او مسند احمد، ټوک 2، مخ 44؛ فتح البارى، ټوک 10، مخ 390.

[55]. تذكرة الحفاظ ذهبى، ټوک 1، مخ 7؛ شرف اصحاب الحديث خطيب بغدادى، مخ 87؛ تاريخ ابن عساكر، څيړنه، سكينه الشهابى،ټوک 31، مخ280.

[56]. قرظه بن كعب الانصارى خزرجى، د ګران پيغمبر محمد صلى‏الله‏عليه‏و‏آله صحابي دی هغۀ په احد غزا او نور غزاګانو کښې ګډون کړې و دا له هغو لسو کسانو څخه دی چې عمر په خپل خلافت دوران کښې عمار ياسر سره کوفی ته ليږلې ؤ په 23 هجري کال کښې د ری په فتح کولو کښې موجود ؤ د جمل جنګ لپاره کله چې اميرالمؤمنين على بن ابى‏طالب عليه‏السلام له کوفي بصری ته روان ظه يې د کوفي والي په توګه وټاکل او بيا د امير المؤمنين علي عليه‏السلام د خلافت په وخت کښې په حق ورسيد،د اسد الغابه کتابه په نقل سره، ټوک 4، مخ 203.

[57]. سنن ابن ماجه، المقدمة، باب التوقى فى الحديث عن رسول اللّه‏ صلى‏الله‏عليه ‏و‏آله، ټوک 1، مخ 12.

[58]. مستدرک الحاكم، ټوک 1، مخ 102.

[59]. تاريخ طبرى، د يورپ چاپ، ټوک 5، مخ 2741.

[60]. طبقات ابن سعد، ټوک 8، مخ 375. هم دا راز د ام المومنين عايشه، د حديثونو کتاب دوهم ټوک ته مراجعه وکړئ.

[61]. أبواسحاق كعب بن ماتع چې لقب يې كعب الأحبار يا كعب الحبر،دی په حقيقت کښې او لومړۍ يهودى ؤ او د يهوديانو له لويو عالمانو څخه ؤ. ابن سعد، ټوک 7، ق 2، مخ 156 هغه پيله په يمن کښې ؤ او هماغه ځای کښې يې د ابوبکر د خلافت په زمانې کښې اسلام قبول کړ، بيا د عمر د خلافت په وخت کې مدينې ته راغې په دې موخه چې له دې ځايه بيت المقدس ته لاړ شي او هلته اوستوګن شي خو د دوهم خليفه په ډير اصرار سره په مدينې کښې پاتې شو او تل به يې تورات ته د خدای کتاب نومول که څه هم د قران مجيد د سوره بقره د 75 او 159 ايتونو په مطابق تورات تحريف شوی او نور سوچه اسماني کتاب نۀ ده. د عثـمان په زمانې کښې چې کله حکومت بدل شو نو کعب له مدينې شام ته لاړ او معاويه سره ملګرې شو.

 كعب الأحبار، ډيرکوشش کول چې د يهوديانو روايتونه، د مسلمانانو تر منيځ خپور کړي او په افسوس سره په خپل دې کار کې څه حده پورې  کامياب شو د هغۀ دورغ روايتونه، د اهل کتابو او د هغو قبلې بيت المقدس په مدح او ثنا او همداراز د قران د تفسير په اړه د تفسير او حديث او اسلامي تاريخ کتابونو لکه تفسير طبرى، تفسير الدرالمنثور سيوطى، تفسير قرطبى، تاريخ ابن كثير او داسې نورو کښې داخل شوي دي.

كعب ځينې شاګردان هم تربيت کړ چې د يهوديت په خپرونې کې د هغه مرسته وکړي، د هغۀ ځينې شاګردان دا دي: عبداللّه‏ بن عمرو بن عاص او أبوهريره دَوْسى. حتی  عمر او عثمان او معاويه هم ، د کعب کتابونو د ترويج او تبليغ لپاره ډيرې هڅې وکړی او تل به يې له هغه د خلقت مبدا او د قيامت پيښو او د قران تفسير په اړه پوښتنې کولی. اخر دا چې کعب په 35 هجرى کال کښې د 104 کاله عمر کې په شام کې مړ شو. د هغۀ د ژوند ليک سره تفصيلي اشنايۍ لپاره د دين په احياء کښې د امامانو رول نومې کتاب ، ټوک 6 او 103 ـ 122 مخونو ته مراجعه  وکړئ.

[62]. أبو رقية تميم بن أوس بن خارجة الدارى، په حقيقت کښې عيسايې ؤ د هجرت په نهم کال کښې مدينې ته راغلې او مسلمان شو. صحيح مسلم، ټوک 8، مخ 204 د فلسطين خلکو راهب او عابد کس ؤ. (الاصابة فى تمييز الصحابة، ټوک 1، مخ 186، د  827 بڼې  ترجمه) او هغه د تورات او انجيل له پوهانو او عالمانو  ؤ. (تهذيب التهذيب، ټوک 1، مخ 511 لومړۍچاپ، حيدرآباد) د صحيح بخارى (كتاب الوصايا، ټوک 4، مخونه 13 او 14، چاپ عبدالحميد) د روايت په اساس، د هغه د مسلمانيدو سبب، د هغه تميمي شونه وه(د تميم له قبيله ؤ) چې يوه ورځ د تجارت په سفر کښې عدى بن بداء او د  بنى‏سهم قبيلې يو سړې سره، ملګرې کيږي او په لاره کښې دغه بني سهمي قبيلې سړې په حق رسيږي او خپل مال او سامان دې دوو ته سپاري، چې دا زمونږ کور ته ورسوئ، او خپل ټول حساب کتاب هم له دوې پټې په خپل سامان کې ږدوي، نو دا دوه کسان په دې امانت کښې خيانت کوي او د هغه سامان څخه يو غوره د سپينو زرو جام چې سرو زرو سره نقاشي شوی و او نږدې درې سوه مثقاله سره زر په هغه جام کښې استعمال شوي وو، دا جام دا دواړه ځانو لپاره راخلي (غله کوي)  کله چې دا سامان د هغو کور ته يوسي نو هغو کله هغه د حساب کتاب کاغذ وويني نو متوجه شي چې جام يې اخستې دی، نو دا دوه کسان په دورغه پيغمبر اکرم مخې ته قسم خوري چې مونږ داسې کوم جام هډو ليدلي نۀ دی. لنډا داچې حقيقيت څرګنديږي او د سوره مايده  106 او 107 ايتونه، د تميم  او عدى بن بداء په مذمت او غندنې کښې نازليږي نو هغو هم په خپل خيانت اعتراف کوي. نو د اعتراف نه پس پيغمبراکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله حكم کوي چې تاسو دواړه بايد هغه جام يا د هغۀ بيه او قيمت د مړي وارثانو ته ورکړئ. بيا يې په خصوصي توګه تميم ته وفرمايل: «ډير افسوس وې پر تا اى تميمه! اسلام قبول کړه چې خدای دې وبخښي» نو په دې طريقه، تميم، مسلمان شو.

       د عمر بن الخطاب د خلافت په زمانې کښې، تميم  ډير د پام وړ وګرځيد. عمر  هغۀ ته د  «خير أهل المدينة؛ د مدينې بهترين کس» لقب ورکړ  (الاصابة، ټوک 3، مخ 473، چاپ 1358 قاهره) او «بهترين مؤمن يې ونومول په» (سير أعلام النبلاء، ټوک 2، مخ 446، د بيروت چاپ 1401). او عمر هغۀ ته ډيوټي ورکړه چې د هرې اوونۍ د جمعي د لمانځه خطبو نه وړاندې د ويناوال په توګه د مدينې ټولو مسلمانانو لپاره وينا کوه.

     د عثمان حکومت په دوران کښې، تميم دنده دا شوه چې دا کار (يعني عمومي وينا) په اوونۍ کښې دوه ځکه کوه. (تهذيب تاريخ ابن عساكر، ټوک 3، مخ 360)

     دوهم خليفه، تميم د بدر غزا خلکوسره وتړل او هغه يې يو ستر اسلامي شخصيت جوړ کړ او له بيت الماله يې هغۀ لپاره پينځ زره درهم تنخوا ولګوله. (فتوح البلدان، مخ 556، د مصر چاپ)

     کله چې عمر حکم وکړ چې د روژي مياشتې مستحب او سنتې لمانځونه په جامې سره شروع شي (تراويح) نو دې لمانځونو د تر سره کولو لپاره يې دوه کسان د جامې امام په توګه وټاکل، چې يو پکښې تميم ؤ هغه به داسې لباس او جامو سره چې په زر درهمه يې اخستې ؤ جامې لمانځه ته حاضريدل او د مسلمانانو د جامه لمانځه امامت به يې کول. (تاريخ ابن عساكر، ټوک 10، مخ 479) تميم د عثمان د خلافت پای پورې په مدينې کښې ؤ او ټول جعلي او جوړ کړي حديثونه به يې خپرول د عثـمان د قتل نه پس شام ته وتښتيد او هجري په څلويښتم کال کې هلته مړ شو. د دې ژوند ليک تفصيلي مطالعې لپاره د دين په احياء کښې د امامانو رول، ټوک 6، مخونه 83 ـ 99 ته مراجعه وکړئ.

[63]. البته عبداللّه‏ بن عباس هم له داسې کسانو ؤ چې ورسره د حديث او حتی د تفسير نقلولو اجازت نامه وه. د له زياتو معلوماتو لپاره: القرآن الكريم و روايات المدرستين، ټوک 2، مخونه 420 ـ 472 ته مراجعه  وکړئ.

[64]. ځينې پکښې دا دي: الدر المنثور، ټوک 6، مخ 111؛ سنن الدارمى، ټوک 1، مخونه 54 ـ56؛ تفسير ابن كثير، ټوک 4، مخونه 231ـ232؛ تفسير القرطبى، ټوک 17، مخ 29.

[65]. القرآن الكريم و روايات المدرستين، ټوک 2، مخونه 415 ـ417.

[66]. طبقات ابن سعد، ټوک 5، مخ 140.

[67]. تاريخ ابن كثير، ټوک 8، مخ 107.

[68]. كنزالعمال، ټوک 2، مخ 204، حديث 3023، دائرة المعارف العثمانيه خپرندويه، حيدرآباد، 1364 هجرى کال.

[69]. تاريخ الاسلام ذهبى، ټوک 2، مخونه 144 ـ 145.

[70]. الدر المنثور، ټوک 2، مخ 246؛ كنز العمال، ټوک 2، مخ 372؛ منتخب كنز، ټوک 2، مخ 51، له مصاحف ابن ابى‏داود او مصاحف ابن انبارى څخه په نقل سره.

[71]. نورې نمونې: لنسفعن د لنسفعا په شکل کې ليکلې شوی دی د  سوره علق،ايت 15؛ ليكونن هم  ليكونا په شکل کښې ليکلې شوی دی د سوره يوسف،ايت 32. يا ليت د يليت په شکل کښې، د سوره زخرف، ايت 38. ياعيسې د يعيسى په صورت کښې، د سوره آل عمران، ايت 55. شركاءُ د شركؤُا په صورت کښې او د سوره مائده، آياتونو 110 او 116. لشى‏ء د لشاْىْ‏ءٍ په شان او د سوره كهف، ايت 23. بِاَيْدٍ د بايْيْدٍ په څير، د سوره ذاريات،ايت 47 هم .

[72]. القرآن الكريم و روايات المدرستين، ټوک 2، مخونه 71 ـ 95.

[73]. سوره قيامت، آياتونه 17 او 19.

[74]. مسند احمد، ټوک 6، مخ 282؛ سنن ابن ماجه، مخ 518، حديث 1621؛ صحيح مسلم، ټوک 4، مخ 1905، حديث 98 او 99.

[75]. القرآن الكريم و روايات المدرستين، ټوک 1، مخونه 130 ـ 218.

[76]. هماغه.

[77]. القرآن الكريم و روايات المدرستين، ټوک 2، مخونه 95 ـ 121.

[78]. سوره احزاب، ايت 33:  خدای پاک غواړي چې ای د ( رسول ) اهلبيتو(ع) له تاسو دې هر ډول پليتي لرې وساتي او تاسو داسې پاک او صاف کړي لکه څنګه چې د پاکۍ حق دی.»

[79]. سوره احزاب،ايت33: «اى د پيغمبر اکرم ماندينو(ښځو) ... د وړومبي جاهليت په شان خپل ښائست مۀ څرګندوئ.»

[80]. مقرى‏ء هغه کس ته ويل شې چې قران سره د وحي بياني تفسير تعليم ورکوي.

[81]. سوره حجرات، ايت 6: «که يو فاسق سړې د خبر راوړي نو(زر يې مۀ منئ) د هغۀ په هکله تحقيق کوئ(چې رښتيا دی که دروغ.»

[82]. تفسير طبرى، ټوک 26، مخ 78؛ تفسير سيوطى، ټوک 6، مخونه 88 ـ92.

[83]. الاتقان، ټوک 1، مخ 81؛ مسند احمد، ټوک 5، مخ 129 او هم دا راز مراجعه وکړئ القرآن الكريم و روايات المدرستين،ټوک 2، مخونه 104 ـ 106. له  معوذتين مراد،د قران ورستي دوه سورتونه «فلق» او «ناس» دي.

پيغمبر اکرم صلى‏الله‏ عليه‏ و‏آله په نزد د عبداللّه‏ بن مسعود مقام او هغۀ سره د عثمان او بني اميه ؤ بد چلند په اړه هم، القرآن الكريم و روايات المدرستين، ټوک 2، مخونه 466 ـ 470 او د أم المؤمنين عائشه حديثونه، ټوک 1، مخونه 113 ـ 117، د چاپ شمير پينځم، 1414 هجرى کال، ته مراجعه وکړئ .

[84]. سنن دارمى، مقدمه، مخ 126؛ طبقات ابن سعد، ټوک 7، مخ 447، د  بيروت چاپ؛ مصنف عبدالرازق، ټوک 9، مخ 337، د هندوستان چاپ، 1970 ميلادي؛ اخبار اصبهان ابو نعيم، ټوک 1، مخ 312؛ تدريب الراوى سيوطى، مخ 90؛ فتح البارى، باب كتابة العلم، ټوک 1، مخ 218.

[85]. معالم المدرستين، ټوک 2، مخ 57، لومړۍ چاپ، 1412 هجرى کال.

[86]. صحيح مسلم، ټوک 4، مخ 97؛ سنن دارمى، ټوک 1، مخ 119؛ مسند احمد، ټوک 3، مخونه 12، 39 او 56.

[87]. تاريخ الخلفاء، سيوطى، مخ 261؛ تاريخ الاسلام ذهبى، ټوک 6، مخ 6.

[88]. طبقات النحويين، ابى‏الاسود، مخ 13؛ فهرست ابن نديم، المقالة الثانية، الفن الاول من اخبار النحويين، مخونه 59 ـ60 او نوې چاپ، مخ 45؛ وفيات الاعيان، ټوک 2، مخ 216؛ الهداية و النهاية ابن كثير، ټوک 8، مخ 312؛ الاغانى، ټوک 12، مخ 302 او بل چاپ ، ټوک 11، مخ 101، تاريخ ابن عساكر ترجمة ابى‏الاسود الدوئلى؛ معجم الادباء، ټوک 14، مخ 49؛ نزهة الالباد فى طبقات الادباء، مخونه 5، 18 ـ 22 او 302؛ انباه الرواة قفطى، ټوک 1، مخونه 4 ـ 6، د مصر قاهره چاپ،  1369 هجري کال.

[89]. تاريخ ابن كثير، ټوک 5، مخونه 210 ـ 212؛ مسند احمد، ټوک 1، مخونه 118 ـ 119 او ټوک 4، مخ 370؛ مجمع الزوائد، ټوک 9، مخ 105. معالم المدرستين پينځم چاپ، ټوک 1، مخونه 499 ـ 500 ته؛ او نقش ائمه در احياء دين، ټوک 14، مخونه 188 ـ 189 هم مراجعه کولې شئ.

[90]. صحيح مسلم، ټوک7، مخ 120، باب فضائل على بن أبى طالب. په صحيح بخارى، ټوک2، مخ200، باب مناقب على بن ابى‏طالب کښې هم دا روايت راغلې خو يوازې اخيرې عبارت يې داسې ده: الا انه ليس نبى بعدى.

[91]. شرح نهج‏البلاغه ابن ابى‏الحديد معتزلى، ټوک 3، مخونه 15 ـ 16.

[92]. له زياتې مطالعې لپاره د أم‏المؤمنين عائشه حديثونو  دوو ټوکونو او  يا د هغه ترجمې نقش عايشه در تاريخ اسلام ته مراجعه وکړئ.

[93]. سوره شعراء، ايت 214: او خپل نږدې خپلوالان وويروه.

[94]. تاريخ طبرى، د يورپ چاپ، ټوک 1، مخونه 1171 او 1172؛ او ابن عساكر، تحقيق محمودى، ټوک 1، مخ 88؛ تاريخ ابن اثير، ټوک 2، مخ 222؛ شرح ابن ابى‏الحديد، ټوک 3، مخ 263.

د ويلو ده چې طبرى خپل تاريخ کتاب کښې ـ لکه څنګه نقل شول ـ مکمل روايت نقل کړې خو په خپل تفسير کتاب کښې يې د ـ د تير شوی ايت په تفسير کښې ـ د روايت د نقل په ترڅ کښې هغه ټکې يې نۀ دي راوړي(حذف کړي يې دي) کوم څه چې د أمير المؤمنين علي عليه‏السلام د خلافت او په وصي شوني دلالت کوي، او د هغه به ځای يې مبهم او مجهول ټکي لکه ـ كذا او كذا ـ ورزيات کړي دي. هغه د پيغمبر اکرم صلى‏الله‏عليه‏و‏آله حديث داسې نقل کړې چې: «ان هذا أخى و كذا و كذا!»

[95]. يعنى: اى عبد مناف بچيانو، اى د عبدالمطلب زامنو، اى د عبدالمطلب لور صفيه ، اى  د پيغمبر محمد ګرانې لوری فاطمه ، اى د ابو بکر لوری عايشه، زه خدای لخوا تاسو لپاره د څه شي تعهد او ژمنه نۀ کوم.

 هم دا خبره د لږ شان په اختلاف سره په: سنن النسائى، ټوک 6، مخ 247؛ مسند احمد، ټوک 2، مخ 350؛ صحيح بخارى، ټوک 4، مخ 161.

[96]. بحارالانوار، ټوک 43، مخ 9، حديث 13 او 16.

[97]. بحارالانوار، ټوک 2، مخ 217؛ الايضاح، مخ 541؛ الخصال، مخ 190، حديث 263.

[98]. مراجعه وکړئ: الكافى، ټوک 3، مخ 342؛ التهذيب، ټوک 2، مخ 321.

[99]. د مدائنى روايت د ابن أبى‏الحديد په شرح نهج‏البلاغه، ټوک 3، مخونو 15 ـ 16 کې درج او ليکلې دی.

[100]. هماغه.

[101]. په ځينو نورو رايتونو  کښې راغلي دي چې په شپه او ورځ  کښې به دوه ځله پيغمبر اکرم  صلى‏الله‏عليه‏و‏آله  ته ورتلل. الكافى. كتاب فضل‏العلم، ټوک 1، مخ 64، تصحيح کوونکی: استاذ ښاغلي على اكبر غفارى؛ سنن ابن ماجه، حديث 3708 من باب الاستئذان بكتاب الاذن.

[102]. بحارالانوار، ټوک 36، مخ 232.

[103]. د اوښ پوستکی به يې داسې جوړول چې د نن سبا د کاغذ په شان به کيدو او د ليکلو وړ به ګرځيدۀ خو دا پوستکی به يې داسې ليکلو لپاره استعمالول چې کوم ليکل ډير مهم وې او زر له مينځه نۀ تللې د دې پوستکي څوبيلګې د امام رضا عليه السلام د زيارت په موزه او ميوزيم کښې شته چې د قران ايتونه او د قران ځينې سورتونه ورباندې پې ليکلي دي.

[104]. كافى، ټوک 1، مخ 239. حديث 1؛ بصائر الدرجات، مخونه 151 ـ 152؛ وافى، ټوک2، مخ 135. يو ذراع: د لاس د مينځنې ګوتې له څوکی (سره) تر څنګل پورې تقريبا پنځوس سانټي ميټره(مترجم).

[105]. معالم المدرستين، ټوک 2، مخونه 349 ـ 359، څلورم چاپ، 1412 هجرى کال.

[106]. معالم المدرستين، ټوک 2، مخونه 345 ـ 349، څلورم چاپ، 1412 هجرى کال. او همدار از مراجعه وکړئ: فصلنامه علوم حديث مجله، شميره 3، مخ 141، په دې عنوان سره داميرمؤمنان عليه‏السلام مقاله د حديث قديمي‏ترين حديثي سند، ليکوال: محمدصادق نجمى.

[107]. د مکتب  اهل بيت عليهم‏السلام  د محديثونو په اصطلاح کښې، اصل عبارت له هغه کتابه دی چې پکښې داسې روايتونه موجود دي چې ليکوال هغه روايتونه يا پخپله له معصوم اوريدلي دي يا يوې واسطې سره يې له معصوم نقل کړي دي او په هغۀ کتاب کښې هغه حديثونه نيشته کوم چې ليکوال د بل چا ليکلو څخه يا کتاب څخه ليکلې وي. همدا راز مراجعه وکړئ زمونږ بل کتاب معالم المدرستين، ټوک 3، مخ 258، څلورم چاپ، 1412 هجرى کال ته.

[108]. رجال نجاشى، مخ 266.

[109]. د زياتره معلوماتو لپاره مراجعه وکړئ د من لا يحضره الفقيه کتاب مقدمه ته، چې د استاد على‏اكبر غفارى په قلم سره دی، ټوک 1، مخ مقدمه(ط).

[110]. دا څلور کتابونه (كافى، من لايحضره الفقيه، استبصار او تهذيب) د شيعه و كتب اربعه نومولې شي. او د هغو ليکوالان  (محمد بن يعقوب كلينى د  كافى کتاب ليکوال، محمد بن على بن حسين بابويه قمى د من لايحضره الفقيه کتاب ليکوال او محمد بن حسن طوسى د استبصار او تهذيب الاحکام کتابونو ليکوال) دي چې په محمدون ثلاثه اول، هم معروف دي.

[111]. معالم المدرستين، ټوک 3، مخ 253 ـ 365، څلورم چاپ، 1412 هجرى کال.

[112]. همدا راز د احاديث أم‏المؤمنين عايشه کتاب، ټوک 2، مخونو99 ـ 153 او 165 ـ185. لومړۍ چاپ، 1418 هجري کال، ته مراجعه وکړئ.

[113]. لکه  بهج الصباغة فى شرح نهج البلاغة.

[114]. مراجعه دې وشي د القرآن الكريم و روايات المدرستين دريم ټوک ته او هغه بحث ته چې کوم حديثونه حاجي نوري د قران د تحريف په اړه راوړي  دي د هغو د سند جاج بحث ته.

[115]. د له زياتو معلوماتو لپاره وګورئ معالم المدرستين کتاب، ټوک 3، مخونه 359 ـ 360، څلورم چاپ، 1412 هجرى کال او نقش ائمه در احياء دين کتاب، ټوک 7 او القرآن الكريم و روايات المدرستين، ټوک 3، مخونه 119 ـ 128.

[116]. احمد بن عبداللّه‏ بن محمد، د لومړي خليفه ابو بکر نږدې خپل ؤ او د هجرۍ د دريمې پيړۍ په نيمې کښې له دنيا تلی دی. ذهبى د هغه د ژوند د په حالاتو کښې ليکلي چې: «واضع القصص التى لم تكن قط» (هغه ټولې افساني جوړې کړې وې او حقيقت سره يې څه ربط نۀ درلودۀ) او دا کس هغه ابوالحسن البكرى محمد بن محمد بن عبدالرحمن نۀ ؤ کوم چې په  954 هجرى کال کښې وفات شوی ؤ.

     د ابو الحسن البكرى د ژوند د ليک څخه زياتو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره ميزان الاعتدال کښې، د احمد بن عبداللّه‏ رقم الترجمة 440 د ژوند حالاتوو ته او لسان الميزان (رقم الترجمة 639) او اعلام زركلى، ټوک 1، مخ 148 ته مراجعه وکړئ.

[117]. معلوميږي چې په هغه وخت کښې په اصفهان کښې د زوکړې لسيزه، لمانځل کيده.

[118]. قراءة : له استاذ څخه د کتاب معنا او ټکو زده کولو ته وايي خو نورو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره القرآن الكريم و روايات المدرستين کتاب، ټوک 1، مخونه 286 ـ 299، لومړۍ چاپ، 1415 هجرى کال ته مراجعه وکړئ.

[119]. القرآن الكريم و روايات المدرستين، ټوک 1، مخ 313.

کلیدي کلمې: