د پيغمبر اکرم صلی الله عليه و آله وسلم د زيارت په حقله حديثونه

د سني محدثانو له لارې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د زيارت په باره کښې حديثونه دومره زيات دي چې مونږ په اسنادو او راويانو کښې له ژورې کتنې څخه بې نيازه کوي او د هرې سني فرقې سترو مشرانو او حافظانو هغه په خپلو کتابونو کښې نقل کړي دي او دا خبره د دې بيانوونکې ده چې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د قبر مبارک زيارت کول د هغوي ترمېنځ له مسلماتو څخه دي. له اصلي اسلامي مدارکو څخه د دغو ټولو حديثونو نقلول به د خبرې د اوږدېدو سبب شي نو ځکه له هغو څخه يو څو نمونې وړاندې کوو:

 

1 ـ «عَن عَبْدِالله بن عُمَرَ: «مَنْ زارَ قَبْري وَجَبَتْ لَهُ شَفاعَتي.» ((هر چا چې زما د قبر زيارت وکړ نو له شفاعت نه به مې نۀ بې برخې کيږي.»

نوموړے حديث په «الفقه علی المذاهب الأربعه» کتاب،1ټوک، 590 مخ کښې راغلے او د څلورو واړو سني مذهبونو عالمانو د هغو مطابق فتوې ورکړې دي.[1]

څرګنده ده چې داسې يو حديث چې دويمې پېړۍ له نيمائۍ نه تر اوسه پورې عالمانو او حافظانو په خپلو کتابونو کښې ضبط کړے دے بې بيناده نۀ شي کېدې.

او د مطلب د تکميل لپاره تقي الدين علي بن عبدالکافي سبکي (وفات ٧٥٦ کال) ((شفاء السقام))[2] نومې خپل ارزښتناک کتاب کښې د حديث له لارې له ١١ نه تر ١٣ مخونو پورې بحث او تحقيق کړے او د حديث د طريقو صحت او ټينګوالے يې ثابت کړے دے.

 

2 ـ «مَنْ جاءَ ني زائِراً ( لاتَحْمِلُه ) اِلاّ زِيارَتي کَانَ حقاً عَلَيَّ اَنْ أَکُونَ شَفِيعاً يومَ الْقِيامَةِ»

((هر څوک چې د زيارت په نيت زما په لور راشي نو له ما سره ښائي چې د قيامت په ورځ د هغۀ شفاعت کوونکے شم.))

دا حديث شپاړسو حافظانو او محدثانو په خپلو کتابونو کښې راوړے دے او تقي الدين سبکي (وفات ٧٥٦ کال) د ((شفاء السقام)) کتاب په ١٣ مخ کښې د حديث د طريقو په اړه بحث او خبرې اترې کړي دي. همدا رنګ ((وفاء الوفاء) کتاب ته هم مراجعه وکړئ.

 

3 ـ «مَنْ حَجَّ فَزارَ قَبْري بَعْد وَفاتِي، کانَ کَمَنْ زارَني فِي حَياتي»

((هر څوک چې د خداے پاک د کور (بيت الله) او بيا زما د قبر زيارت وکړي نو په شان د هغه چا دے چې د ژوند په حال کښې يې له ما سره ملاقات کړے وي.))

دا مبارک حديث پنځويشتو تنو مشهورو محدثانو او حافظانو په خپلو کتابونو کښې نقل کړے دے او تقي الدين سبکي په خپل ((شفاء السقام)) کتاب کښې له ١٢ نه تر ١٦ مخونو پورې د حديث د سند په حقله په تفصيل سره خبرې کړي دي. همدا رنګ ((وفاءالوفاء)) ٤ ټوک ١٣٤٠ مخ ته مراجعه وکړئ.

 

4 ـ «مَنْ حَجَّ الْبَيْتَ ولَمْ يَزُرْني فَقَد جَفاني»

((هر چا چې د خداے پاک د کور زيارت وکړ او زما زيارت يې ونکړ نو په ما باندې ېې ظلم کړے دے.))

دا مبارک حديث د نهو تنو حافظانو او مشائخو لخوا نقل شوے دے. د تفصيل لپاره د وفاء الوفاء کتاب څلورم ټوک ١٣٤٢ مخ ته مراجعه وکړئ.

 

5 ـ «مَنْ زارَ قَبْرِي ( أو مَنْ زارَني ) کُنْتُ لَهُ شَفِيعاً»

((هر چا چې زما د قبر زيارت وکړ، زۀ به يې شفيع ګرځم.))

دا مبارک حديث د ديارلسو تنو محدثانو او حافظانو په ذريعې سره نقل شوے دے. د تفصيل لپاره د وفاء الوفاء کتاب څلورم ټوک ١٣٤٧ مخ ته مراجعه وکړئ.

6 ـ «مَنْ زارَني بَعْدَ مَوْتي فَکَأَنَّما زارَني في حَياتي.»

((هر چا چې زما له رحلت نه وروسته زما زيارت وکړ نو داسې دي لکه چې په ژوند يې زما زيارت کړے وې.))

دا له هغو ګڼ شمېر حديثونو څخه څو نمونې وې چې د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم پکښې خلق د خپل مبارک قبر زيارت کولو ته دعوت کړي دي  او د الغدير کتاب د څېړنې او تنبع له مخې د دغو حديثونو شمېر ٢٢ ته رسيږي او سمهودي په خپل وفاء الوفا کتاب کښې د څلورم ټوک له ١٣٣٨ نه تر ١٣٤٦ مخونو کښې اولس روايتونه راغونډ کړي دي او د هغو په اسنادو کښې يې په کافي اندازه بحث کړے دے.

که د خداے ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم خلق د خپل قبر مبارک زيارت ته رابللي دي نو د هغو يو لړ مادي او معنوي فوائدو په خاطر دي چې د سترو اسلامي شخصيتونو په زيارتونو کښې پټ دي. خلق د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د قبر مبارک د زيارت په سيوري کښې د اسلام د دين د خپرېدو له مرکز سره بلديږي او له هغو پېښو څخه چې هلته رامنځته کيږي خبريږي او صحيح علوم او احاديث له هغه ځاے څخه حاصلوي او د نړۍ په مختلفو سيمو کښې يې خپروي.

 

[1]  ـ د هغۀ د مدارکو د معلوماتو لپاره : «وفاء الوفا»، 4 ټوک، 1336مخ وګورئ

[2]  يو ډېر غوره کتاب دے چې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د قبر مبارک د زيارت لپاره د سفر د حراموالي په باره کښې د ((ابن تيميه)) د فتوو په رد کښې د سني عالمانو له خوا ليکل شوے

 

کلیدي کلمې: