د پيغمبر اکرم(ص) نښو نښانو سره توسل(۱

بسم الله الرحمن الرحيم

د مهربان اوو بخښونکي خداي په نامه

 

کتاب پيژانده:

ليکوال:             علامه سيد مرتضی عسکري

ژباړوونکې:        محبت علی

چاپ کال:          1384بمطابق 2005م

بسم الله الرحمن الرحيم.

وَ اِذْ قَالَ عِيسی ابْنَ مَرْيَمَ يا بَنِی اِسْرائِيلَ اِنِیّ رَسُوْلُ الله اِلَيکُم مُصَدِّقاً لِما بَينَ يَدَيّ مِنَ التّوْراةِ وَ مُبَشّراً بِرسولِ ياتی مِنْ بَعدِی اِسمُهُ اَحْمَدُ.

او (ياد کړئ) هغه وخت چې د مريم زوي عيسی وويل: اې بني اسرائيلو! زۀ تاسو ته د خداي استازے يم، له ځانه د وړانديني کتاب، تورات تصديق کوونکې، او د هغه استازې زيرې ورکوونکې چې له ما وروسته راځي او نوم يې احمد دے. (صف/6)

اِنَّ الله و مَلا ئکتَهُ يُصَلّونَ علی النّبِیّ يا ايّها الذِيْنَ امَنوا صلّو علَيهِ وَ سَلِّموا تَسلِيماً.

خداي او د هغه فرښتې پر پيغمبر اکرم(ص) درود استوي، اې ايماندارو! پر هغه درود واستوئ او  ورباندې غوره سلام ووايئ .  (احزاب/ 56)

 

فهرست

الف: د پيغمبر اکرم(ص) د اثارو تبرک ګڼل

                1. د پيغمبر اکرم(ص) د خولې مبارکې د اوبو تبرک (مبارکوالے)

                2. د پيغمبر اکرم(ص) د وضو تبرک

                3. د پيغمبر اکرم(ص) د ويښتو تبرک

                4. د پيغمبر اکرم(ص) د جامو تبرک

                5. د پيغمبر اکرم(ص) د غشي تبرک

                6. د پيغمبر اکرم(ص) د لاس د ځاي تبرک

ب: د خداي په نږد د پيغمبر اکرم(ص) وسيله ګرځول او له هغه مبارک سره توسل

                1. له پنځونه وړاندې له پيغمبر اکرم(ص) سره توسل

                2. په ژوندانه کښې له پيغمبر اکرم(ص) سره توسل

                3. له رحلته وروسته  له پيغمبر اکرم(ص) سره توسل

ج: د پيغمبر اکرم(ص) له قبر سره توسل

د. د پيغمبر اکرم(ص) له ترۀ، عباس سره توسل

هـ: د قبر د فشار د کمولو لپاره د پيغمبر اکرم(ص) له جامو سره توسل

ځينې مسلمانان د پيغمبرانو د صفتونو په بحث کښې وايي:

"د پيغمبرانو د نښو نښانو تبرک او د هغوي د قبر عبادتځاي ګرځول شرک دے د هغوي پر قبرونو ودانۍ جوړول او بيارغاونه يې د شرک تر حده ده، د هغوي او د وليانو د زوکړې د درناوي غونډۍ جوړول ګناه او حرام او بدعت دے. او لنډه دا چې د غير خدا په وسيله له خداي سره تول، د شرک په حد کښې دے او د پيغمبر اکرم(ص) له رحلته  وروسته د هغه مبارک وسيله ګرځول د اسلامي شريعت خلاف کار دے"

د دې ډلې مخالفانو په ځواب کښې داسې استدلال کوي چې:

الف: د پيغمبر اکرم(ص) د اثارو  تبرک ګرځول:

د حديثونو په درستو کتابونو کښې په پرله پسې روايتونو سره راغلي دي چې د پيغمبر اکرم(ص) اصحاب د هغه مبارک په ژوندانه کښې پخپله د هغه مبارک په غوښتنې او مباشرت د هغه اثار تبرک ګرځول، او د هغه مبارک له رحلته وروسته يې هم دې رودې ته دوام ورکړ، د هغوي ځينې دليلونه په دې ډول دي:

د پيغمبر اکرم(ص) د خولې اوبو (توکاڼو) تبرک ګرځول

په صحيح بخاري کښې له سهل بني سعد روايت کوي چې پيغمبر اکرم(ص) په خيبر غزا کښې وفرمايل: "سبا دا بيرغ هغه چا ته په لاس کښې ورکوم چې خداي تعالی د هغه په لاس خيبر پرانيزي، هغه د خداي او د هغه د پيغمبر مينه وال دے او خداي او رسول د هغه مينه وال دي.[1]

راوي وايي خلکو هغه شپه په ډيره سختۍ سره تيره کړه څو وپوهيږي بيرغ به په هغوي کښې چا ته ورکړل شي، سهار وختي ټول د پيغمبر(ص) خدمت ته راغلل، او هر يو هيله من ؤ چې بيرغ هغه ته ورکول کيږي، چې پيغمبر اکرم(ص) وفرمايل: علی چيرته دے؟ وويل شول: يا رسول الله د هغه سترګې خوږ ږي. پيغمبر اکرم(ص) هغه راؤباله څو حاضر شو، او دواړو سترګو ته يې د خولې په اوبو (توکاڼو) شفا وبخښله، په دې ډول چې ګوندې هډو خوږ يې نه درلود....تر پاي حديث.[2]

دا روايت په صحيح مسلم کښې د "سلمة بن اکوع" له قوله داسې دے:

وايي علي ته راغلم او هغه چې د سترګو په درد اخته ؤ له ځان سره مې کړ څو د خداي رسول ته مې راوسته، هغه مبارک د خولې په اوبو د هغه سترګو ته شفا وبخښله او بيرغ يې ورته په لاس کښې ورکړ.[3]

د خداي د رسول د وضو تبرک ګرځول

په صحيح بخاري کښې له انس بن مالک څخه روايت راغلے چې ويې ويل: د مازيګر د لمانځه وخت راورسيده او خلک د وضو لپاره د اوبو په پلټنې بوخت شول، خو اوبه يې پيدا نه کړې، پيغمبر اکرم(ص) د وضو (چاردام) د لوخي سره راورسيدۀ او خپل لاس يې پکښې کيښودۀ او خلکو ته يې وفرمايل: اودس (وضو) وکړئ، ناڅاپه مو وليدل اوبۀ د هغه مبارک د ګوتو له سرونو د چينې په څېر خټيږي او تر وروستي سړي پورې ټولو اودس وکړ.[4]

او په يو بل روايت کښې، جابر بن عبدالله وايي:

زۀ له پيغمبر اکرم(ص) سره وم چې د مازيګر د لمانځه وخت راورسيدۀ او مونږ ډېرې لږې اوبه درلودې، هغه يې په يوۀ لوخي کښې واچولې او پيغمبر اکرم(ص) ته يې راوړې، هغه مبارک خپل لاس په هغه لوخي کښې کيښودۀ او خپلې ګوتې يې خلاصې کړې او ويې فرمايل: وضو کوونکي دې بيړه وکړي چې خداي پکښې برکت زيات کړي، ناڅاپه مې وليدل، اوبه د هغه مبارک د ګوتو له منځه خټيږي، تر هغه وخته چې خلکو وضو وکړ او اوبه يې هم وڅښلې او دې معجزې پر ما دومره اغيز وکړ چې بيا مې هيڅکله شک ونکړ او پوه شوم چې دا عين برکت دے، جابر ته وويل شو: تاسو په هغه ورځ څومره کسان وئ؟ ويې ويل: يو زر څلور سوه تنه. او په بل روايت کښې راغلي دي چې پينځه سوه تنه.[5]

د پيغمبر اکرم(ص) د ويښتو تبرک ګرځول

مسلم په خپل صحيح کښې روايت کوي چې: پيغمبر اکرم(ص) منی ته راغے او له رمي جمرات او قربانۍ کولو وروسته يې د خپل سر ويښتۀ وخريل او هغه يې خلکو ته ورکړل.

او په بل روايت کښې وايي: هغه مبارک سر خريونکے راوغوښته او د ويښتو له خريلو وروسته يې هغه ابا طلحه ته ورکړل، راوي وايي: هغه هم ويښته په خلکو وويشل.[6]

او همدغه راز له انس بن مالک څخه روايت کوي چې ويې ويل:

پيغمبر اکرم(ص) مې وليدۀ چې سر يې خريل او اصحاب ترې ګېرچاپېر ولاړ وو، چې هر يو ويښتۀ ولويږي، هر يو يې په لاس واخلي.[7]

او په اسد الغابه کښې د خالد بن وليد د حالاتو په تشريح کښې وايي:

خالد بن وليد چې له ايرانيانو او روميانو سره يې په جنګ کښې ځانګړے رول درلودۀ، د دمشق د ولایت په وخت په هغې خولۍ کښې، چې ورسره جنګيدۀ به، د پيغمبر اکرم(ص) يو ويښتۀ کيښودلې ؤ چې د هغه په برکت به يې سويه او برے موندۀ او تل بريالے و.

همدغه راز د هغه د ژوند د حالاتو په هکله په "اصابه" او "مستدرک حاکم" کښې وايي: خالد بن وليد د يرموک په جګړې کښې خپله خولۍ ورکه کړه، او حکم يې وکړ چې هغه ولټوئ اول يې پيدا نه کړای شوه خو بيا يې وپلټله او ويې موندله، او ويې ليدله چې هغه خولۍ زاړه ده، خالد وويل: د خدای رسول، يوۀ کال عمره تر سره کړه او سر يې وخريل، خلکو د هغه مبارک ويښته راټول کړل او زۀ تر هغوي د تندي ويښتو په اخستلو کښې مخکښې شوم او هغه مې دغه خولۍ کښې کيښودل او اوس په هرې يوې جګړې کښې چې دا خولۍ راسره وي برے مې په برخه کيږي.[8]

او په صحيح بخاري کښې روايت کوي چې: د پيغمبر اکرم(ص) څو ويښتۀ د هغه مبارک له ماندينې "ام سلمه" سره وو او کله به چې د چا سترګې خوږيدې، د اوبو لوخې به يې هغې ته ليږل څو هغه ويښتۀ پکښې ډوب کړي او ناروغ شفا ومومي.[9]

عبيده وايي، که چېرې د پيغمبر اکرم(ص) يو ويښتۀ راسره وي، تر درستې دنيا او پکښې هر څه چې دي راباندې ګران دي.[10]

د پيغمبر اکرم(ص) د جامو تبرک ګرځول

د ابوبکر د لور اسماء خدمتګار عبدالله وايي: زما، ميرمنې اسماء په شنو نښو سره اوږده جبه او جامه راوښودله، او ويې ويل: دا جبه پيغمبر اکرم(ص) اغوستله او مونږ هغه وينځو او ترې شفا اخلو.[11]

او په صحيح مسلم کښې وايي: دا د پيغمبر اکرم(ص) عبا ده بيا يې يوه اوږده عبا راوکښله چې د تڼيو ځايونه او څاکونه يې ريښمين او ديباج وو او ويې ويل: دا عبا له عايشې سره وه چې له دنيا لاړه او له هغې وروسته ما ته راورسيدله پيغمبر اکرم(ص) به هغه اغوندله او مونږ هغه وينځو چې په وسيله يې ناروغان ښه شي.[12]

د پيغمبر اکرم(ص) د غشي تبرک ګرځول

بخاري د حديبيه د سولې په باب روايت کړے دے او وايي:

د خداي رسول له خپلو سپايانو سره د حديبيه په انتها کښې د کمو اوبو پر څاه راښکته شو خلکو د څاه خوا ته ودانګل او په بيړه يې ترې اوبه راوښکلې او لږ وروسته يې د تندې په هکله پيغمبر اکرم(ص) ته شکايت وکړ، پيغمبر اکرم(ص) يو غشے له غشيو راوخيسته او ويې فرمايل چې غشے په څاه کښې واچوئ، نو په خداي قسم اوبه راوخټيدې او ټولو وڅښلې او بيا له هغه ځايه روان شول.[13]

د پيغمبر اکرم(ص) د لاس ځاي تبرک ګرځول

د اصابه کتاب او مسند احمد کښې د حنظله د ژوند حال په هکله يو روايت دے چې په لنډه توګه داسې دے:

حنظله وايي: نيکه زه د پيغمبر اکرم(ص) خدمت ته بوتلم او ويې ويل: زه لويې او کوچني زامن لرم چې دا پکښې تر ټولو کوچنې دے، د دۀ لپاره دعا وکړه، پيغمبر اکرم(ص) د هغه پر سر لاس راکښۀ او ويې فرمايل: خداي پاک يې نيکمري زياته کړه يا هغه نيکمرغه دے، راوي وايي: پخپلو سترګو مې وليدل چې د پړسيدلي څيرو ناروغان يا هغه ځناور به يې چې تيونه يې پړسيدلي وو، حنظله ته راوستل او هغه به پخپل لاس د خولې لاړې لګولې او په بسم الله سره به يې لاس پر خپل سر راکښۀ او ويل به يې: دا د خداي د رسول د لاس ځاي دے بيا به يې پړسيدلے ځاي مسح کاوۀ او د راوي په وينا، پړسوب به ختميدۀ.[14]

د اصابة په عبارت کښې راغلي دي: حنظله به بسم الله وويله او خپل لاس به يې پر خپل سره چې د پيغمبر اکرم(ص) د لاس ځاي ؤ، کيښودۀ او راکښۀ به يې، او بيا به يې پر پړسوب راکښۀ او هغه پړسوب به ختميدۀ.

برکت او بختوروالے به د لمر د رڼا او د غوټيو د خوشبوۍ په څېر د پيغمبر اکرم(ص) په شاو خوا کښې خپريدۀ، په ماشومتوب او لوي والي، په سفر او حضر او شپه او ورځ به هيڅ کله له هغه مبارکه نه جلا کيدۀ، په هغه وخت کښې کله چې د خپلې شيدو مور( دايه)، حلیمه سعديه په خيمه کښې ؤ او که د تجارت لپاره د شام په سفر کښې ؤ او يا د هجرت په وخت د ام معبد په خيمې کښې ؤ او يا په مدينې کښې د مشرتابه، لارښود او حکومت په وخت، او څرګنده ده هغه څه چې دلته مو ذکر کړل، يوه بيلګه ده او مونږ هيڅ کله د احصايۍ او شميرنې په لټه کښې نه وو ځکه چې د ټولو شمير او ذکر د هيڅ څيړاندي په وس کښې نه دے او هغه څه چې بيان شول د سليم زړۀ او عقلمنو او اوريدونکيو غوږونو لپاره بسنه کوي.

سرچینې

 

[1] .  صحيح بخاري "کتا المغازي" باب غزوه خيبر، 3 ټوک 35مخ، کتاب الجهاد والسير، 2ټوک 109مخ، باب 102 او باب "ما قيل في لواء النبي" 2 ټوک 111مخ، باب "َضل من اسلم علی يديه رجل" 2ټوک 115مخ، کتاب "فضائل اصحاب النبي" باب "منافب علی بن ابي طالب" 2ټوک 199مخ، صحيح مسلم کتاب"فضائل الصحابه" باب "من فضائل علی بن ابي طالب" حديث 32 او 34، باب "غزوه ذی فرد و غيرها" حديث 132، سنن ترمذي کتاب "المناقب" باب مناقب علی ابن ابي طالب 12ټوک 172مخ.

[2]  . صحيح بخاري ، باب "دعا النبي الی الاسلام" دوهم ټوک 107مخ.

[3]  . صحيح مسلم، کتا الجهاد والسير، 132 حديث.

[4] . صحيح بخاري کتاب الوضو باب التماس وضو اذا کانت الصلاة لوموۍ ټوک 21مخ.

[5] . صحيح بخاري ، "کتاب الاشربه" باب شرب البرکة والماء المبارک 3ټوک 219مخ، سنن نسايي، کتاب الطهارة، باب الوضوء من الاناء لومړۍ ټوک 25مخ، مسند احمد لومړۍ ټوک 402مخ، سنن رادمي د عبدالله بن عمر له قوله، باب ما اکرم الله النبي من تفجر الماء من بين اضابعه، لومړۍ ټوک 15مخ.

[6] . صحيح مسلم، کتاب الحج، باب، بيان ان السنة يو النحران يرمی ثم ينحر ثم يحلق، حديث 323 او 326، سنن ابو داود، کتاب المناسک، باب "الحلق والتقصير" حديث 1981. طبقات ابن سعد، لومړۍ ټوک 135مخ. مسند احمد 3ټوک 111، 137، 146، 208، 214، 239، 256 او 287 مخونه او څلورم ټوک 42مخ، مغازي واقدي، 429مخ.

[7] . صحيح مسلم، کتاب الفضائل، باب قرب النبي من الناس و تبرکهم به، 74حديث، 1812مخ.

[8] . مستدرک حاکم، کتاب معرفة الصحابه، باب منافب خالد بن وليد، دريم ټوک 299مخ، په لنډه توګه دغه روايت په منتخب کنز العمال کښې د مسند احمد په لمن ليک کښې د پينځم ټوک په 178مخ او د تاريخ ابن کثير د اووم ټوک په 113 مخ هم راغلے دے.

[9] . صحيح بخاري، کتاب الباس، باب ما يذکر فی الشيب څلورم ټوک 27 مخ چې مونږ په لنډشان ذکر کړ.

[10] . طبقات ابن سعد، شپږم ټوک 63مخ، صحيح بخاري کتاب الړضو، باب الماء الذي يغسل به الانسان، لومړۍ ټوک 31مخ.

[11] . مسند احمد، 6ټوک 348مخ، طبقات ابن سعد، لومړۍ ټوک 22مخ، باب ذکر لباس النبي، تاريخ الاسلام، ذهبي (السيرة النبويه) 503مخ، السيرة النبويه والاثار المحمديه، دوهم چاپ بيروت، دارالمعرفه 2ټوک 325مخ.

[12] . صحيح مسلم، دريم ټوک 161مخ، کتاب "اللباس والزينه" باب استعمال اناء الذهب والفضة 2029مخ.

[13] . صحيح بخاري، کتاب الشروط، باب "الشروط فی الجهاد والمصالة مع اهل الحرب" دوهم ټوک 81مخ، کتاب المغازي، باب "غزوه الحديبيه"

[14] . مسند احمد، پينځم ټوک 68مخ، تشريح يې د حنظله بن حذيم بن حنيفه د ژوند حالاتو په باب په "الاصابه" کښې راغلې ده.

کلیدي کلمې: