د پيغمبر(ص) هجرت، د تاريخ پيل او بدلون

رسول الله مبارک(ص) د مکې د خلقو مخالفتونه او کار ړنګونې د هغوي په تنديو او د مخونو په کرښو کې لوستلې او په دې ښۀ پوهيدۀ چې هغه خلق چې په غلطو تعصبونو او جهالتونو کې ډوب دي دومره په اسانۍ سره خپلې غلطې عقيدې نه پريږدي او د هغوي نجات او ژغورنې ته د ډيرو او پرله پسې سر ښيندلو، مصيبتونو او مقابلو ضرورت دی.

پيغمبر(ص) په خپل بصيرت سره دا تور او پيچلی پس منظر ليدلو او په ډير صبر او زغم سره يې د اسلام بيرغ اوچت کړ او ديارلس کاله يې د دښمنانو په وړاندې مبارزه وکړه[1] خو د اسلام دښمنانو له خپلو شيطاني کارونو لاس وانه خيست. په داسې شرائطو کې د پيغمبر(ص) نړيوال رسالت دا اقتضا کوله چې د خپل تبليغ ځاي بدل کړي او ارام او مناسب ځاي ته لاړ شي.

د خزرج د قبيلې ځنې مشران د حج په موسم کې مکې ته راغلل او په مسجد الحرام کې يې له پيغمبر(ص) سره کتنه وکړه. پيغمبر(ص) هغوي اسلام ته راوښتل او هغوي چې له "اوس" قبيلې سره د پرله پسې اختلافاتو په وجه پوزې ته راغلي وو، په سر سترګو اسلام ومانۀ.

خزرجيانو له مکې څخه د ستنيدو په وخت له پيغمبر(ص) مبلغ او لارښود وغوښت. پيغمبر(ص) حضرت مصعب بن عمير له هغوي سره ملګری کړ او په دا ډول د يثرب د ښار خلق د اسلام له نمره خبره شول او د نوي دين تحقيق يې شورو کړ هغه څۀ چې خلق به يې اسلام ته زيات ليواله کول د قران نوراني او زړۀ راکښونکي ايتونه وو. مصعب د اوس او خزرج قبيلې د اسلام راوړلو رپورټ پيغمبر(ص) ته واستوۀ. او بيا د يثرب ډيرو خلقو چې مکې ته د حج لپاره راغلي وو په نيمه شپه له پيغمبر(ص) سره پټ وليدل. د يثرب مسلمانانو د اسلام د ونې د زرغونولو لپاره د پيغمبر(ص) بيعت وکړ او ژمنه يې وکړه چې لکه څرنګه د خپلو ښځو او بچو ملاتړ کوي هماغه راز به د ګران رسول ملګرتيا وکړي.[2]

[1]  . کامل ابن اثير طبع بيروت 1375 قمري ج2 ص108.
[2]  . اعلام الوری طبع نجف 1390قمري ص55 – 61.