د پيغمبر(ص) د نبوت نښانې او شواهد

څلور اويايم اصل

د پيغمبر(ص) د نبوت د نښانو او شواهد راټولول يو له هغو څيزونو دے چې ورسره د پيغمبر(ص) دعوی رښتيا ګڼل کيدے شي. دلته ځينې هغه نښانې بيانوو چې د پيغمبر(ص) د پيغمبرۍ په رښتياوالي دليل کيدے شي. دا نښانې او دليلونه لاندې ذکر کوو:

 

الف- د پيغمبر(ص) د تېر ژوند پيښې:

قريشو وړاندې له دې چې پيغمبر(ص) پيغمبرۍ ته ورسيږي هغه ته امين لقب ورکړے ؤ او خپل امانتونه به يې له هغه سره کيښودل. او کله چې د کعبې د بيا ودانولو په وخت د حجر اسود د کيښودلو لپاره په څلورو قبيلو کښې اختلاف شو نو ټول په دې خبره راضي شول چې هغه دې د قريشو ګران کس يعنې پيغمبر(ص) ولګوي ځکه چې هغه يو امين او پاک سړے دے.[4]

 

ب- د چاپيريال له ککړتيا پاک پاتې کيدل:

پيغمبر(ص) په داسې خلکو کښې لوی شوے ؤ چې بت پالي، جوارګر، د لوڼو ژوندي ښوونکي، مردار خوړونکي او ظلم کوونکي وو. په داسې خلکو کښې بيا هم هغه يو پاک کس ؤ، او په دې قسم بدو صفتونو نه ؤ ککړ شوے.

 

ج- د بلنې محتوا:

کله چې د پيغمبر(ص) دعوت او بلنې ته ګورو نو وينو چې خلک داسې شي ته رابلي چې هغه د پاسنيو بدو صفتونو په اپوټه دي هغوي بت پالي وو او پيغمبر(ص) توحيد ته رابلل، هغوي به د قيامت انکار کاوه او پيغمبر(ص) په قيامت باندې عقيده د ايمان شرط ګاڼه، هغوي ښځې ژوندے ښخولې او د هغوي يې څه عزت نه کاوه خو پيغمبر(ص) ښځو ته عزت او کرامت ورکړ، هغوي سود خوارۀ او مال جمع کوونکي وو او پيغمبر(ص) له دې کارونو منعې کول، شرابخوري او جواري عام وه خو پيغمبر(ص) دا کارونه د شيطان کارونه ګڼل او له هغې يې ډډه کول لازمي ګڼل او داسې نور.....

 

د- د دعوت وسيله:

هغه وسيله او طريقه چې پيغمبر(ص) د خپل دعوت لپاره خپله کړې وه هغه ټوله انساني او اخلاقي طريقه وه. پيغمبر(ص) هيڅ کله له غلطو طريقو ګټه نه ده اخستے لکه په دښمن د اوبو بندول، په اوبو کښې زهر اچول، د ونو پريکول او داسې نورې. بلکه ټينګار به يې کاوۀ چې ښځو، ماشومانو او ضعيفانو ته ازار مه رسوئ، ونې مه پريکوئ او په دښمن باندې د حجت له ختميدو مخکښې جنګ مه پيل کوئ. او د ماکياوليستي منطق چې وايي: "هدف د ځان لپاره هره وسيله جائز وي" بيزاره و. او د بيلګې په توګه د خيبر په جنګ کښې يو چا ورته وويل چې د دښمن د مغلوب کولو لپاره ورته په اوبو کښې زهر واچوئ خو پيغمبر(ص) يې دا خبره ونۀ منله. د هغوي تاريخ له دښمنانو سره له داسې ښو او کريمانه پيښو ډک دے.

 

هـ- په هغوي باندې د ايمان راوړنکيو شخصيت

که چرې مونږ د هغو خلکو شخصيت او کردار ته وګورو چې په پيغمبر(ص) باندې يې ايمان راوړے و نو مونږ ته د پيغمبر(ص) د پيغمبرۍ د رښتياوالي پته لګيږي. کله چې د چا بلنې ته داسې کسان ځواب ورکړي چې په جامعې کښې څه اثر لري نو پوهيږو چې دا بلنه رښتيانۍ بلنه ده خو که داسې خلک د هغه بلنه قبوله کړي چې دنياپالي وي نو معلوميږي چې د هغه بلنه ضعيفه ده. په هغه باندې په ايمان راوړونکيو کسانو کښې لوړ شخصيتونه لکه امير المؤمنين علی(ع)، جعفر بن ابيطالب، سلمان، ابوذر، بلال، مصعب، ابن مسعود، مقداد او عمار وينو چې د دوي خلکو په پاکۍ، تقوی، جهاد او ښه والي باندې تاريخ ګواهي ورکوي.

 

و- په ټولنه کښې مثبت اثر، او د يو لوی او پرتمين تمدن بنسټ کيښودل:

پيغمبر(ص) په درې ويشتو کالو کښې د جزيرة العرب حالات بدل کړل هغوي له بت پرستو او داړه  مارو داسې متمدن او موحد کسان جوړ کړل چې نۀ يوازې په خپل ځای کښې يې يو لوړ تمدن وزيږاوه بلکې په نورو اسلامي هيوادونو کښې يې هم يو بې سارے تمدن خپور کړ جعفر بن ابي طالب د لومړيو وختونو د مسلمانانو په همدې ټکي ټينګار کوي او د حبشې باچا ته داسې ځواب ورکوي:

"اے باچا! خدای زمونږ په مينځ کښې داسې پيغمبر(ص) راليږلے دے چې مونږ يې له بت پرستۍ او جوارۍ منعې کړي او لمونځ او زکات، انصاف او ښو کارونو ته بللي يو، له خپلوانو سره د مرستې حکم يې راکړے دے او له فحشا او مُنکر او ظلمه يې منعې کړي يو"[5]

دا ټولې نښانې او دليلونه او د دې غوندې نور د پيغمبر(ص) د وينا په رښتياوالي دلالت کوي ځکه چې کوم سړے چې داسې ځانګړنې لري هغه به خامخا د غيبو له جهان سره رابطه لري او په خپلې دعوې کښې به رښتونے وي. لکه څنګه چې نورې نښې او دليلونه هم د دې خبرې ګواه دي.

 

پينځه اويايم اصل

د تير پيغمبر تصديق:

يو له هغو لارو چې د پيغمبرۍ دعوی ورسره ثابتيږي د تېرو پيغمبرانو تصديق دے. ځکه چې فرض دا دے چې د تېرو پيغمبرانو نبوت په قطعي دليلونو سره ثابت شوے دے نو د هغوي خبرې د راتلونکي پيغمبر په رښتياوالي قطعي دليل ګڼل کيږي. د قرآن له ځينې آيتونو دا معلوميږي چې اهل کتابو پيغمبر(ص) داسې پيژندۀ لکه څنګه چې خپل زامن پيژني. يعنې د هغه د پيغمبرۍ نښانې په تېرو کتابونو کښې بيان شوي دي پيغمبر(ص) هم دا دعوی وکړه او چا هغه دروغجن ونۀ ګاڼه لکه چې فرمايي: الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمْ وَإِنَّ فَرِيقاً مِّنْهُمْ لَيَكْتُمُونَ الْحَقَّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ(بقره/146) کومو کسانو ته چې مو کتاب ورکړے دے (يهود او نصاری) هغوي پيغمبر(ص) د خپل اولاد په شان پيژندۀ او له هغوي يو ټولے، سره د دې چې حق پيژني، بيا يې هم پټوي.

پيغمبر(ص) دا ادعا وکړه چې عيسی(ع) د هغه د راتللو زيرے ورکړے دے او فرمايلي يې دي چې زۀ تاسو ته له ځانه وروسته د يو پيغمبر د راتللو زيرے درکوم چې نوم يې احمد دے: وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ يَأْتِي مِن بَعْدِي اسْمُهُ أَحْمَدُ (صف/6) او اهل کتابو د دې دعوې انکار ونۀ کړ، که څه هم چې حقيقت يې هم څرګند نه کړ. او د پام وړ خبره دا ده چې د انجيل کتاب سره له دې چې په سلګونو کاله د تحريف کوونکيو په لاسونو کښې و خو بيا هم د هغه په يوحنا کتاب (په 14، 15 او 16 فصلونو) کښې د عيسی عليه السلام وړاندوينه شته چې يو کس "فارقليطا" (يعنې ستايلے شوے = محمد) به راځي. چې څيړونکي ورته مراجعه کولے شي.[6]

 

شپږ اويايم اصل

لکه څنګه چې مو مخکښې اشاره وکړه د پيغمبر(ص) معجزه يوازې قرآن نه وه بلکې هغوي په بيلا بيلو ځايونو کښې د خلکو د قانع کولو لپاره معجزې کړي دي. په دې هکله به دا خبره هم وکړو چې د عقل په حساب سره بايد د پيغمبر(ص) لپاره له قرانه پرته نورې معجزې هم وي ځکه چې د موسی په هکله فرمايي چې هغه 9 معجزې لرلې[7]، حضرت عيسی هم پينځه معجزې لرے[8] نو ايا کيدے شي چې پيغمبر(ص) چې پخپله تر ټولو لوړ ؤ يوازې همدا معجزه ولري؟ او آيا خلکو به تېرو پيغمبرانو ته په پام سره له هغه د نورو معجزو تمه نه لرله او په يوې معجزې به يې بسنه کوله؟!

همدې ځای کښې قرآن د پيغمبر(ص) لپاره ډېرې معجزې ذکر کړي دي چې لاندې ورته اشاره کوو:

الف: شق القمر: کله چې مشرکانو دا وويل چې مونږ هاله ايمان راوړو چې تۀ په اشارې سره سپوږمۍ په مينځ دوه ټوټې کړې نو پيغمبر(ص) د خدای په حکم دا کار وکړ لکه چې قرآن فرمايي: اقْتَرَبَتِ السَّاعَةُ وَانشَقَّ الْقَمَرُ وَإِن يَرَوْا آيَةً يُعْرِضُوا وَيَقُولُوا سِحْرٌ مُّسْتَمِرٌّ (قمر/1- 2) قيامت نزدې شو، او سپوږمۍ دوه ټکړې شوه که يو آيت (معجزه) وويني نو مخ ترې واړوي او وايي چې دا پرله پسې جادو دے. د آيت اخرنۍ برخه ګواهي ورکوي چې مطلب يې دا نه دے چې د قيامت په ورځ به سپوږمۍ دوه ټکړې شي بلکې مطلب يې دا دے چې د پيغمبر(ص) په زمانه کې دا کار شوے دے.

ب: معراج: پيغمبر(ص) په يوه شپه کښې د مکې له مسجدالحرامه د فلسطين مسجدالاقصی ته لاړ او له هغه ځايه لوړ جهان ته لاړ، نو دومره لوي مزل په دومره کم وخت کښې دا پيغمبر(ص) يوه بله معجزه وه چې په قرآن کښې نقل شوې ده. او د خدای قدرت تر دې زيات دے چې طبيعي عوامل لوړ عالم ته د هغه د استازي د ختلو مخه ونيسي.[9]

ج: له اهل کتابو سره مباهله: پيغمبر(ص) د خپلې ادعا د ثابتولو لپاره ځينې اهل کتابو ته د مباهلې دعوت ورکړ او ويې فرمايل: راشئ چې ځان، خپل زامن او ښځې مباهلې ته راولو. نو دا خو منلې شوې خبره ده چې په مباهله له دوو څخه يو طرف تباه کيږي خو پيغمبر(ص) بيا هم دې ته تيار شو او نتيجه يې دا شوه چې کله اهل کتابو وليدل چې پيغمبر(ص) په دې خبره ټينګ ولاړ دے او خپل د ټولو نه ګران کسان يې دې مباهلې ته راوستې دي نو له مباهلې وروسته شول او د پيغمبر(ص) شرطونه يې ومنل.[10]

له غيبو د خبر ورکولو به باب کښې هم مو مخکښې وويل چې عيسی عليه السلام به له غيبو خبر ورکولو [11] پيغمبر(ص) هم د وحي په وسيله له غيبو خبر ورکړے دے چې له هغې خبرونو څخه يو دا وه چې روميان به په ايرانيانو غالبيږي[12] او دويم خبر د مکې فتح وه.[13]

دا ځينې هغه معجزې وې چې د هغې ذکر په قرآن کښې راغلے دے له دې پرته تاريخ ليکونکيو او اسلامي محدثانو هم له هغه حضرته ډېرې معجزې نقل کړي دي چې ټولې يې اجمالي تواتر لري.

سرچینې

[4] . سيرۀ ابن هشام، 1 ټوک، 209 مخ.

[5] . سيره ابن هشام، 1 ټوک، 359 او 360 مخونه.

[6] . په دې هکله هغې کتابونو ته چې پکښې يې په عهدينو کښې د پيغمبر(ص) د راتللو زيري راټول کړي دي، مراجعه وکړې شي لکه انيس الاعلام کتاب.

[7] . سوره اسراء/101 ایت.

[8] . آل عمران/49 ایت.

[9] . اسراء/1 ایت.

[10] . ال عمران/61 ایت.

[11] . آل عمران /49 ایت.

[12] . روم/2 ایت.

[13] . فتح/27 ایت.

کلیدي کلمې: