د پيغمبرانو او د امامانو د قبرونو زيارت(پّه لنډه توګه)

شیعه عقيده لري چې: د پيغمبر اکرم (ص) ائمه اهلبيت (ع)  او د لويو عالمانو سترو کسانو او د خدای د لارې د شهيدانو د قبرونو زيارت له مؤکدو مستحباتو څخه دی.

د اهل سنتو علماوو په کتابونو کې د پيغمبر اکرم(ص) د قبر د زيارت په هکله  پريمانه روايتونه راغلي دي  لکه څرنګه چې د اهل تشيع په کتابونو کې هم په دې هکله ډير حديثونه نقل  شوي دي، او که دا حديثونه راغونډ شي  يو لوی کتاب ترې جوړيدی شي.[1]

په درست تاريخ کې د اسلام لويو عالمانو او ټولو خلکو دغه کار ته اهميت ورکړی دی، او کتابونه ډک دي د داسې کسانو د ژوند له حالاتو چې د رسول الله مبارک(ص) او يا د نورو سترو کسانو زيارتونو ته به تلل.[2] او په مجموع کې ويلی شو چې دا مسئله د ټولو مسلمانانو د اتفاق او اجماع وړ مسئله ده.

څرګنده ده چې هيڅوک بايد «زيارت» له «عبادت» سره ګډ نه کړي او دا اشتباه ونه کړي، عبادت او پرستش  يوازې په خدای پورې مخصوص دی، او له زيارته مطلب د اسلام د لويو کسانو درناوی، احترام  او دخدای په در کې له هغوی د شفاعت او سفارش غوښتل  دي، حتی په روايتونو کې راغلي دي چې پخپله پيغمبر به هم کله کله د اهل قبورو زيارت ته تللو. هغه حضرت (ص) به بقيع ته تشريف وړه او په هغوي به يې سلام او درود وايه .[3]

نو هيچا ته د اسلامي فقهې له نظره په دغه کار کې شک نه دي کول پکار او کولي يې هم نه شي.

 

[1] . له دغو روايتونو او د  زیارت په هکله د لویو کسانو او د هغوی له حالاتو د خبریدو لپاره  کتاب الغدیر، ۵ ټوک ۹۳ تر ۲۰۷ مخونو ته مراجعه وکړئ.

[2] . له دغو روايتونود خبریدو او همداراز د زیارت په هکله د دین د لویو کسانو له کلماتو او خبرو دخبریدو لپاره تیر مدرک ته مراجعه وکړئ.

[3] . دا حدیثونه  په صحیح مسلم، ابوداود او نسائی، مسند احمد، صحیح ترمذی او سنن بیهقي کې لیدلې شئ.

کلیدي کلمې: