د وير مراسم او د هغو فلسفه

شیعه عقيده لری چې: د اسلام دشهيدانو په تيره بيا د کربلا دشهيدانو  لپاره  وير او عزاداري د اسلام د بقا په لاره کې د هغوي د ياد او د ميړانو او سرښندنو د ياد پاتې کيدو سبب ده، له همدې امله په مختلفو وختونو کې په تيره بيا د عاشورا په ورځو کې (د محرم د مياشتې لومړۍ لس ورځې) چې د جنت د ځوانانو د سرخيل[1] د امير المومنين حضرت علي(ع) او د رسول الله مبارک د ګرانې لور  بي بي فاطمة الزهرا د زوي حسين بن علي(ع) د شهادت له ورځو سره سمون خوري د عزادارۍ او  وير مراسم کوو. د هغوي د ژوند او ميړانو تاريخ راسپړو او د هغوي د اهدافو په هکله غږيږو او د هغوي  په پاکو ارواوو سلام وايو.

شیعه باوري دي چې: بني اميه وو خطرناک حکومت جوړ کړی و، د پيغمبر(ص) ډير سنتونه يې بدل کړي وو  او د اسلامی ارزښتونو ختمولو ته يې ملا تړلې وه.

حسين بن علي  د هجرت په يوشپيتم کال د يزيد په خلاف چې په ګناه ککړ، خپل سري او له اسلامه ليرې کس و او له بده مرغه د اسلامي خلافت په چوکۍ يې تکيه وهلې وه، پاڅون وکړ که څه هم امام حسين(ع) او ملګري يې په عراق کې د کربلا په خاوره شهيدان شول او کورنۍ يې په بند لاړه، خو دهغوي وينې دهغه وخت په ټولو مسلمانانو کې عجيبه شان ولوله پيدا کړه، د بني اميه وو په خلاف يو په بل پسې پاڅونونه پيل شول او د هغوي د ظلم او زياتي په ماڼۍ يې سخت ګوذارونه وکړل، او اخر يې د ژوند ناولي ټغر ټول شو. او تر دې جالبه دا چې هغه ټول پاڅونونه چې د عاشورا له پيښې وروسته د بني اميه وو د حکومت په خلاف وشول د (الرضا لآل محمد او يا لثارات الحسين) تر نامه لاندې وو، او ځينې دغه شعارونه حتی د بنی عباسو د خپل سرو حکومتونو په  وخت کې  هم جاري وو.[2]

د امام حسين (ع) د خونړي پاڅون مسئله په نن زمانه کې زمونږ لپاره د هر ډول ظلم زياتي او استبداد او زوروينې په وړاندې د دريدو لپاره په يوې بيلګې  او پروګرام بدل شوي دي .او دا شعارونه چې «هيهات منا الذله» مونږ هيڅکله ذلت ته غاړه نه ږدو او «انما الحياة عقيدة وجهاد؛ د ژوند حقيقت ايمان او جهاد دي» چې د کربلا  له خونړي  تاريخه اخستل شوی تل له مونږ سره مرسته کړې ده چې د ظالمو حکومتونو په وړاندې ودريږو او د کربلا د شهيدانو د سرخيل او دهغه د يارانو په اقتدا سره د ظالمانو شر ليرې کړو (د ايران د اسلامی جمهوريت په ا نقلاب کې هم په هر ځای کې دا شعار ليدل  کيږی)

لنډه دا چې: د اسلام دشهيدانو د ياد درنښت په تيره بيا د کربلا د شهيدانو د ياد درناوی د ايمان او عقيدې په لاره کې د حماسې، ايثار  ميړانې او سرښندنې روح تل په مونږ  کې ژوندي ساتي، او مونږ ته د سرلوړی ژوند او ظلم ته د غاړه نه کيښودلو لوی درسونه راکوي، دا ده هر کال د عزادارۍ د مراسمو د تجديد او د دغو يادونو او پيښو د ژوندي ساتلو فلسفه.

کيدی شي چې چاته پته نه وي چې مونږ د وير په مراسمو کې څه کوو  او دا عزاداري   په يوې تاريخې پيښې پورې اړوند وګڼي  چې  مودې وشوې  هيره شوې ده، خو مونږ پخپله پوهيږو چې د دغو يادونو او خاطراتو ياد ساتل زمونږ په پروني ننني او را تلونکي تاريخ څه  اغيزې لرلي او لري يې.

د احد له غزا وروسته پر «سيد الشهداء» حضرت حمزه د رسول الله مبارک(ص) او مسلمانانو وير او ماتم په ټولو مشهورو تاريخونو کې راغلي دي چې دخدای رسول د انصارو له يوه کوره تيريده چې د ژړا او نوحې غږ يې واوريد، د پيغمبر په سترګو کې اوښکې راغلې او وې ژړل او وې فرمايل: خو په حمزه څوک نه ژاړي (عزادار نه لري)، سعد بن معاذ داخبره واوريده او د بني عبدالاشهل د طايفې يوې ډلې ته ورغی، او  دهغوی ښځو ته يې امر وکړ چې د پيغمبر د تره حمزه کور ته لاړې شي او په هغه وير وکړي.[3]

څرګنده ده چې دا کار يوازې له حضرت حمزه سره مخصوص نه و، بلکه داسې پروګرام دی چې د ټولو شهيدانو لپاره بايد ترسره شي، او د هغوي ياد د نن او سبا  د کهولونو لپاره ژوندي وساتو، او له دې لارې پرله پسې د مومنانو په رګونو کې نوې وينه  جاری کړو.اتفاقا  اوس چې دا کرښې ليکم د ۱۴۱۷ هجري  قمري کال د محرم دمياشتې لسمه نيټه (دعاشورا ورځ) ده؛ په رښتيا چې درسته د شيعيت نړۍ له عجيبه شور او ولولې ډکه ده ځوانانواو زلمکيانو او لويو ټولو تورې جامې اغوستي  او په يو هيړ د امام حسين او د کربلا د شهيدانو د وير په  دستورو کې  برخه اخلي د  ټولو په فکر او روح کې داسې بدلون ښکاره دي چې که  هغوي  ته  د اسلام له دښمنانو سره د مبارزې بلنه ورکړل شي ټول به وسله په لاس ميدان ته راشي، او له هيڅ  ډول سرښندنې او ميړانې ډډه نه کوي،ته وا د شهادت وينه د ټولو په رګونو کې جاري شوې او په همدې شيبې او وخت کې حسين او دهغه وفادار ياران په کربلا کې د اسلام په لاره کې په سرښندنه ګوري.

هغه حماسي شعرونه چې په دغو  عظيمو دستورو کې لوستل کيږي د استعمار او استکبار په خلاف له ځپونکو، ظلم او زياتي ته د نه تسليميدو او عزتمن مرګ  ته په ذلت ناک  ژوند  د ترجيح ورکولو له شعارونو ډک دي .

مونږ عقيده لرو چې دا يوه لويه معنوي پانګه ده چې بايد ساتنه يې وشي او له هغه د اسلام  او ايمان د ژوندي ساتلو او تقوا لپاره استفاده وشي.

 

[1] . دا حدیث ( الحسن والحسین سیدا شباب اهل الجنة)حسن او حسین دواړه د جنت د ځوانانو سرداران دي  په صحیح ترمذکې له ابو سعید خدري او حذیفه (۲ ټوک۳۰۶او ۳۰۷ مخ او په صحیح ابن ماجه کې په باب فضائل اصحاب رسول الله کې او په مستدرک الصحیحین او حلیة االولیاء او تاریخ بغداد او اصابه  ابن حجر  او کنزالعمال او ذخائر العقبی او داسې نورو ډیر کتابونو کې نقل شوی.

[2] . ابو مسلم خراسانی چې د بنی امیه وو دحکومت جرړې یې غوڅې کړې، د مسلمانانو د احساساتو د جذبولو لپاره یې د الرضا لآل محمد له شعاره مرسته واخسته (کامل ابن اثیر، ۴ ټوک ۳۷۲ مخ). د توابینو قیام هم د یا لثارات الحسین په شعار سره تر سره شو ( کامل ابن اثیر ۴ ټوک ۱۷۵ مخ)
د مختار بن ابی عبیده ثقفی پاڅون هم په دې نعرې سره و (کامل، ۴ ټوک ۲۸۸ مخ مونږ ته پته ده چې په هغو ډلو کې چې د بنی عباسو په خلاف یې پاڅون وکړ، حسین بن علی صاحب فخ و، هغه خپل هدف په یوې جملې کې خلاصه کاوه «وادعوکم الی الرضا من آل محمد)؛  زه تاسو د آل محمد (ص) د رضا لاسته راړولو ته بلم. ( مقاتل الطالبین، ۲۹۹ مخ ـ تاریخ طبری، ۸ ټوک ۱۹۴ مخ.

[3] . کامل  ابن اثیر، ۲  ټوک ۱۶۳ مخ ـ  سیره ا بن هشام دریم ټوک ۱۰۴ مخ .

کلیدي کلمې: