د وهابيت مسلک د باني د ژوند حال

د وهابيت مسلک او دين د (( شېخ عبدالوهات )) له زوے (( شېخ محمد نجدي )) سره منسوب دے چې دا نسبت د هغۀ د پلار له نوم (( عبدولوهاب )) نه اخېستے شوے دے او د ځينو عالمانو په قول دا چې دې مسلک ته خپله د شېخ محمد په نوم سره نسبت ورنکړے شو او (( محمديه )) ورته ونۀ ويلے شو په دې وجه چې هسې نه د دې مذهب پېروکار د خداے د ګران رسول حضرت محمد مصطفی (ص) له نوم مبارک سره د يو ډول شريکوالے پېدا کړي[1] او له دې نسبت نه ناوړه استفاده وکړي.

محمد بن عبدالوهاب په ١١١٥ هجري قمري کال کښې د نجدسيمې په يو ښار « عُيَينَه » کښې سترګې پرانېستے، پلار يې د دغه ښار قاضي ؤ. شېخ له ماشومتوب څخه د تفسير، حديث او عقائدو د کتابونو له لوستلو سره ډېره دلچسپي لرله او حنبلي فقه يې له خپل پلار چې يو حنبلي عالم ؤ زده کړه. هغۀ به د ځوانۍ له شروع څخه د نجد سيمې د خلقو زياتره مذهبي اعمال بد ګڼل. په يو سفر کښې چې د خانه کعبې د زيارت لپاره لاړ د مناسکو له ترسره کولو نه وروسته مدينې منورې ته لاړ. هلته يې د خداے د ګران رسول (ص) له قبر مبارک سره نزدې له هغه حضرت سره د خلقو توسل او خداے پاک ته هغه وسيله کول ناخوښه وبلل. بيا دې نجد ته راستون شو او له هغه ځاے څخه بصرې ته لاړ په دې ارادې سره چې له بصرې نه به شام ته لاړ شي. يوه موده په بصره کښې پاتے شو او د خلقو له زياترو اعمالو سره يې په مخالفت لاس پورې کړ، خو د بصرې خلقو هغه له خپل ښار څخه وشړۀ. د بصرې او زبېر ښارونو ترمېنځ په سفر کښې نزدې وه چې د ګرمۍ، تندې او پېاده تګ څخه هلاک شي، خو د زبېر سيمې يو سړي چې دې په عالمانه جامه کښې وليد نو د دۀ د نجات کوشش يې وکړ، څو ګوټه اوبۀ يې ورته ورکړې او په مرکب يې کښېنوۀ او زبېر ښار ته يې بوتۀ. دۀ غوښتل چې له زبېر څخه شام ته لاړ شي خو له دې امله چې د سفر کافي توښه او خرچ يې نۀ لرۀ احسا ښار ته لاړ او له هغه ځاے څخه بيا د نجد سيمې حريمله ښار ته لاړ. په دغه دوران کښې چې ١١٣٩ کال ؤ د پلار بدلي يې له عُيَينه نه حريمله ته شوې وه. شېخ له پلار سره شاګردي اختيار کړه اوله هغۀ څخه يې يو شمېر کتابونه زده کړل او د نجد د خلقو له عقائدو سره په مخالفت لاس پورې کړي چې په دې وجه د دۀ او د پلار ترمېنځ يې مخالفت او بحث او مباحثې شروع شوې، همدا رنګ د دۀ او د نجد د خلقو ترمېنځ سختې تنازعې رامنځته شوې او دې چارې څو کاله دوام وموند ان تردې چې په ١١٥٣ کال کښې يې پلار شېخ عبدالوهاب له دنيا سترګې پټې کړې.

شېخ محمد بن عبدالوهاب د پلار له وفات نه پس د خپلو عقائدو په څرګندولو او د خلقو له ځينو مذهبي عقائدو څخه په انکار يې لاس پورې کړ. د حريمله ښار يو شمېر کسانو يې پېروي شروع کړه او ورو ورو يې شهرت پېدا کړ. هغه له حريمله ښار نه عُيَينه ښار ته لاړ په دغو وختونو کښې د عيينې حاکم عثمان بن حمد ؤ. عثمان د دۀ ډېره قدرونه وکړه او اراده يې وکړه چې ملګرتيا او مرسته يې وکړي. شېخ يې هم په وړاندې د اميدوارۍ څرګندونه وکړه چې د نجد ټول خلق دې له عثمان بن حمد څخه اطاعت وکړي. د شېخ محمد بن عبدالوهاب د دعوت او د دۀ د کارونو خبر د احسا امير ته ورسېد. هغۀ عثمان ته يو خط وليکۀ او نتيجه يې دا شوه چې عثمان شېخ راوبلل او د هغۀ د عذر غوښتنه يې وکړه. شېخ محمد بن عبدالوهاب هغۀ ته وويل چې که له ما سره مرسته وکړې نو د ټول نجد مالک به شې ، خو عثمان ترې انکار وکړ او له عېېنه ښار څخه يې وشړۀ.په ١١٦٠ کال کښې شېخ له دې وروسته چې له عيينه ښار څخه وشړلے شو د نجد مشهور ښار درعيه ته لاړ. په دغه دوران کښې په درعيه کښې محمد بن سعود ( د آل سعود نيکۀ ) امير ؤ.شېخ د هغۀ ملاقات ته لاړ. امير هغۀ ته د عزت ورکولو په ترڅ کښې هغۀ سره د مرستې او ښۀ سلوک زېرے ورکړ. شېخ هم هغۀ ته په ټول نجد سيمه باندې د غلبې زېرے ورکړ او په دا ډول د شېخ محمد بن عبدالوهاب او آل سعود ترمېنځ تعلق او ارتباط شروع شو.[2] په هغه وخت کښې چې شېخ محمد بن عبدالوهاب درعيه ته راغے او له محمد بن سعود سره يې موافقه وکړه د دغه ځاے خلقو په ډېره تنګسه او محتاجۍ کښې ژوند کوۀ.

آلوس د ابن بشر نجدي له قوله نقلوي: (( زۀ په اول ځل د درعيې د خلقو د تنګلاسۍ شاهد وم بيا مې د سعود په دور کښې دغه ښار وليد په داسې حال کښې چې خلق يې له زيات مال او دولت څخه برخور وو او وسلې يې په سيم او زر سره سينګار شوې وې، په اصيلو او قيمتي اسونو باندې به سوارۀ وو او قيمتي او له فخر ډکې جامې به يې اغوستې وې او د مال او ثروت ټول لوازم يې لرل په دا ډول چې ژبه يې د تفصيل له بيانولو څخه عاجزه ده. يوه ورځ د درعيې په يو بازار کښې د دې کتونکے وم چې ښځې يو طرف ته او سړي بل طرف ته وو په دغه بازار کښې سرۀ او سپين زر، وسلې، پسان، اسونه او قيمتي لباسونه، غوښې، غنم او نور قيمتي سامانونه دومره زيات وو چې ژبه يې نۀ شي بيانولې. تر کومې چې نظر کار کوۀ بازار لېدے شو او ما به د خرڅوونکو او اخېستونکو چغې مې اورېدې چې د شاتو د مچيو د بنګار په شان په فضا کښې تاوېدې چې يو به ويل خرڅ مې کړ او بل به ويل وامې خېست.))[3]

خو ابن بشر دا تفصيل نۀ دے بيان کړے چې دا دومره مال او دولت له کومه ځايه پېدا شوے ؤ. خو د تاريخ له سياق نه معلوميږي چې د نجد د نورو ښارونو او قبائلو په مسلمانانو باندې ( د هغۀ د عقائدو د نۀ منلو په جرم )  د حملو او د هغوي د مالونو له لوټلو او په غنيمت اخېستلو څخه تر لاسه شوے ؤ. او د جنګي غنيمتونو چې د دغه ټاټوبي له مسلمانانوڅخه به يې نيوۀ په اړه د شېخ محمد بن عبدالوهاب طريقه دا وه چې هغه به يې په خپله خوښه خرچ کول او کله کله به يې د غنيمت ټول مالونه چې په جنګ کښې به ورته ترلاسه کېدل او مقدار به يې هم ډېر زيات ؤ يوازې به يې دوو يا دريو تنو ته وربخښۀ او د غنيمت ټول مال به د شېخ په اختيار کښې ؤ او د نجد امير به هم د هغۀ په اجازې سره برخه اخېسته.

د شېخ ابن عبدالوهاب د ژوند تر ټول کمزورے ټکے دا دے چې له هغو مسلمانانو سره چې د دۀ د دروغو عقائدو پېروي به يې نۀ کوله د (( حربي کافرو )) سلوک کوۀ او د هغوي د مال او سر او ناموس لپاره د څه ارزښت قائل نۀ ؤ.

لنډه دا چې محمد بن عبدالوهاب نجدي به خلق توحيد ته رابلل، خو هغه غلط توحيد چې هغۀ به ويلو هر چا چې به ومنلو نو وينه او مال به يې په امان کښې وو. او ګنې د حربي کافرانو په شان به حلال اومباح وو. هغه جنګونه چې وهابيانو په نجد او له دغه سيمې څخه بهر لکه په يمن، حجاز او د عراق او سوريې په خواوشا کښې کول په همدې بنياد وو. په هر يو ښار باندې به يې چې په جنګ سره غلبه پېدا کوله هغه ښار به په دوي باندې حلال ؤ. که کولې به يې شول نوهغه ښار به يې په خپل تصرف او ملکيت کښې راوستۀ ګنې د غنيمت په مال چې به يې ترلاسه کړے ؤ بسنه کوله.[4]

هغه کسان چې د دۀ عقائد به يې منل او د دۀ دعوت به يې قبولو نو لازمي وه چې ورسره بيعت وکړي او که څوک به يې مقابلې ته راپاڅېدل نو وژل کېدل به او مالونه به يې د غنيمت په توګه تقسيمېدل. د دغې طريقې له مخې مثلاً د احسا ښار د يو کلي چې (( فصول )) نومېدۀ درې سوه تنه يې ووژل او د هغوي مالونه حالونه يې ولوټل. [5]

ابن عبدالوهاب په ١٢٠٦ کال کښې مړ شو.[6] له دۀ نه وروسته د دۀ پېروکارو هم د دۀ طريقې او روش ته دوام ورکړ. مثلاً په ١٢١٦ کال کښې امير سعود وهابي د شلو زرو سورو جنګي کسانو يو لښکر سنبال کړ او په کربلا ښار باندې يې حمله وکړه. کربلا په دغو وختونو کښې ډېره مشهور وه او ډېر عظمت يې لرۀ او ايراني، ترک او عرب زيات زيارت کوونکي به ورته راتلل. سعود د ښار له محاصره کولو نه پس بالاخره ښار ته ننوت او د هغه ښار د اوسېدونکو او دفاع کوونکو سخت قتل عام يې وکړ. وهابي لښکر په کربلا کښې دومره رسوائي رامنځته کړه چې بيانول يې ګران دي. پنځۀ زره کسان ( ځينو دا شمېر تر شل زرو پورې هم ليکلے دے) يې قتل عام کړل. کله چې امير سعود له جنګي کارونو نه فارغ شو نو د خداے د ګران رسول (ص) د قدرمن نمسي حضرت امام حسېن (ع) د زيارت قيمتي خزانو ته متوجه شو. دغه خزانې له قيمتي څيزونو او مالونو څخه ډکې وې. دۀ چې هلته څه موندل ټول يې لوټ کړل او له ځان سره يې يوړل.او کربلا له دې واقعې نه پس په داسې حالت کښې راغله چې شاعرانو به يې مرثيې وېلې.[7] وهابيانو به دغه شان له دولسو کالو نه تر زياتې مودې پورې کله نا کله  په کربلا ښار او د هغۀ په خواوشا سيمو او همدا رنګ په نجف ښار باندې حملې کولې او لوټمار به يې کوۀ. د دغو حملو وړومبۍ مرحله هم هغه د ١٢١٦ کال ؤ چې تفصيل يې بيان شو. د شيعه ليکوالانو د ليکنې له مخې دغه حمله د غدير خم د اختر په ورځ ترسره شوه.

ارواښاد علامه سيد محمد جواد عاملي د خپل (( مفتاح الکرامه )) غوندې ارزښتناک فقهي کتاب د اوم ټوک په اخېر کښې ليکي: (( د کتاب دا برخه د ١٢٢٥ کال د روژې د مبارکې مياشتې د نهمې نېټې له نيمې شپې نه پس د ليکوال په لاس ختمه شوه، په داسې حال کښې چې زړۀ مې په اندېښنه او تشويش کښې ؤ، ځکه چې عنېزه عرب چې وهابيان دي د نجف اشرف او د امام حسېن عليه السلام د زيارت خواو شا سيمې قبضه کړي دي، ټولې لارې يې تړلي دي او هغه زائران چې د شوقدر د مياشتې له پنځلسمې نه پس خپل وطن ته ستنېدل لوټ کړل او له هغوي څخه زيات کسان يې ( چې زياتره يې ايراني زائران وو )) قتل عام کړل. ويل کيږي چې د وژل شويو شمېر يو نيم سل تنه ؤ البته ځينو له دې نه لږ کم ياد کړي دي.[8]

هغه توحيد چې شېخ محمدبن عبدالوهاب نجدي او د هغۀ پېروکارو به خلق ورته رابلل او هر کس چې به نه منۀ نو د سر او مال به يې مباح ګڼۀ دا چې ؤ د ځينو ايتونو او احاديثو له ظاهر څخه به يې په پېروۍ سره د خداے لپاره جسم او بدن ثابتوۀ.او د هغه ذات لپاره به يې د بدن غړي او اندامونه ګڼل.

آلوسي په دې حقله ليکلي دي: (( وهابيان له ابن تېميه څخه په پېروۍ سره هغه حديثونه چې د دنيا اسمان ( وړومبي اسمان ) ته د خداے پاک په راکوزېدو باندې دلالت کوي تصديق کوي او وائي: (( خداے له عرش څخه د دنيا اسمان ته راکوزيږي! )) او بندګانو ته وائي: « هَلْ مِنْ مُسْتَغْفِر » (( ايا څوک استغفار کوونکي شته چې له خپلو ګناهونو څخه بخښنه وغواړي؟ )) او دوي همدا رنګ په دې باندې اقرار کوي چې د قيامت په ورځ به خداے د محشر مېدان ته راځي ځکه چې خپله يې فرمايلي دي: « وَجاءَ رَبُّکَ والْمَلَکَ صَفّاً صَفّاً » [9]  او دغه خداے به خپل هر يو مخلوق ته هر ډول چې وغواړي نزدې کيږي لکه چې خپله يې فرمايلي دي: « وَنَحْنُ أقْرَبُ اِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَريد »[10]

ابن تېميه هم هغه ډول چې د هغۀ له کتاب (( الرد علي الاخنائي )) نه څرګنده ده د خداے د ګران رسول (ص) له زيارت سره متعلق حديثونه جعلي بللي دي او ويلي يې دي : (( که څوک عقيده لري چې د هغه حضرت (ص) وجود له وفات نه پس د هغۀ د ژوند د وجود په شان دے نو د يوې لوې غلطۍ مرتکب شوے دے)) او داسې خبره بيا شېخ ابن عبدالوهاب نجدي او د هغۀ پېروکارو لا زياته په سختۍ سره کړې ده. د وهابيانو باطل عقائد او خبرې د دې سبب شوې دي چې هغه کسان چې اسلام يې د دوي په نظرسره مطالعه کړے دے وائي چې اسلام يو اوچ کړس او جامد دين دے او د ټولو وختونو په کار نۀ راځي.

لوټروپ سټوډرډ  وائي: ((وهابيان په تعصب کښې د افراط په لاره تلي دي او د دغو چارو په وجه يوه نکته چينه ډله پاڅېدلې او د وهابيانو هغه نعره يې اوچته کړې ده چې د اسلام حقيقت او طبيعت د زمانې له تقاضو سره سمون نۀ خوري او د ټولنې او معاشرې احوالو، ترقۍ او بدلونونو سره مطابقت نۀ لري او د وخت له بدلېدو سره سازګار نۀ دے.[11]))

له هم هغه وخت نه چې شېخ محمد بن عبدالوهاب خپل عقائد څرګند او خلق يې د هغو منلو ته راوبلل نو ګڼ شمېر لوے لوے عالمانو يې په مخالفت لاس پورې کړ. وړومبني  کسان چې په ډېرې سختۍ سره يې مخالفت ته راپاڅېدل  د هغۀ پلار عبدالوهاب او ورپسې يې ورور شېخ سليمان بن عبدالوهاب ووچې دواړه له حنبلي عالمانو څخه وو. شېخ سليمان د« الصواعق الإلهيه في الرد علي الوهابيه »  عنوان لاندې يو کتاب وليکۀ چې پکښې يې د خپل ورور عقائد په سختۍ سره رد کړل.

زيني دحلان وائي: (( د شېخ محمد پلار عبدالوهاب د علم له خاوندانو څخه يو صالح کس ؤ او ورور سليمان يې هم د علم له خاوندانو څخه ؤ. له هغه وخته چې شېخ محمد په مدينه کښې په درس زده کولو باندې بوخت ؤ شېخ عبدالوهاب او شېخ سليمان د دۀ له خبرو او کارونو څخه په دې پوه شوي ووچې د دا ډول دعوې لري نو له دې امله به يې رټلو اوخلق به يې له دۀ څخه خبردارول او ويرول. ))2

عباس محمود عقاد وائي: ((  د شېخ محمد بن عبدالوهات تر ټولو لوے مخالف د هغۀ ورور او د الصواعق الالهيه کتاب خاوند شېخ سليمان دے.)) عقاد همدا رنګ زياتوي: د شېخ محمد ورور شېخ سليمان چې د هغۀ ډېر سخت مخالف ؤ له دې سره سره چې د خپل ورور عقائد به يې په سختۍ سره ردول  ليکي: هغه چارې چې وهابيان يې د شرک او کفر سبب ګڼي او د مسلمانانو د سر او مال د مباح کېدو بانه يې ګڼي د مسلمانانو د امامانو په وختونو کښې يې وجود لرۀ خو د اسلام له يو امام څخه هم اورېدل شوي يا روايت شوي نۀ دي چې د دا ډول اعمالو تر سره کوونکي يې کافران يا مرتدان ګڼلي وي  او يا يې د هغوي په خلاف د جهاد حکم ورکړے وي او يا د مسلمانانو هېوادونه او سيمې لکه چې تۀ يې وائې د کفر او شرک هېوادونه او سيمې ګڼلې وي. )) [12]

په اخېر کښې پکار دي په دې خبره ځان پوه کړو چې شېخ محمد بن عبدالوهاب نجدي د وهابيانو د عقائدو موجد او وړومبے راوړوونکے نۀ دے بلکې له هغۀ نه پېړۍ پېړۍ مخکښې دغه عقائد په مختلفو شکلونو کښې د ابن تيميه او د هغۀ د شاګرد ابن قيم په شان کسانو له خوا څرګند شوي وو خو د مذهب په شکل کښې نۀ وو راغلي او زيات پلويان يې نلرل. ابو عباس احمد بن عبدالحليم چې په ابن تېميه باندې مشهور ؤ له حنبلي علماؤ څخه دے چې په ٧٢٨ هجري قمري کال کښې وفات شو. په دې وجه چې هغۀ به د اسلام د عامو فرقو د اعتقاداتو په خلاف عقائد څرګندول په متواتره توګه د نورو عالمانو له مخالفتونو سره مخامخ ؤ. کله چې ابن تېميه خپل عقائد څرګند کړل او په دې حقله يې يو شمېر کتابونه خپاره کړل نو د فساد له خپرېدو څخه د مخنيوي په خاطر د مسلمانو عالمانو په خاصه توګه د سني علماؤ له خوا دوو کارونو بڼه ونيوه:

الف- د هغۀ په عقائدو او نظرياتو باندې په نيوکې او تنقيد کښې يو لړ کتابونه خپارۀ شول چې ځينو ته پکښې اشاره کوو:

1 ـ « شفاء السقام في زيارة قبر خيرالانام » ليک: تقي الدين سبکي .

2 ـ « الدرة المضيئة في الرد علي ابن تيميه »  ليک: تقي الدين سبکي.

3 ـ « المقالة المرضيه » ، ليک: د مالکي مسلک قاضي القضات ، « تقي الدين أبوعبدالله اخنائي . »

4 ـ « نجم المهتدي و رجم المقتدي » ، ليک: فخر بن معلم قرشي .

5 ـ « دفع الشبهه » ، ليک: تقي الدين الحصني .

6 ـ « التحفة المختاره في الرّد علي منکر الزياره » ، ليک: تاج الدين .

دا او داسې نور هغه ردونه دي چې د ابن تېميه په عقائدو باندې د اسلام د لويو لويو عالمانو لخوا ليکل شوي دي او د هغۀ د نظرياتو چټي توب او بې بنيادي والے يې څرګند او په ډاګه کړے دے.

ب- د هغۀ په دور کښې لوے لوے فتوا ورکوونکي مراجع د هغۀ تفسيق او کله کله د هغۀ تکفيرولو ته راپاڅېدل او د دۀ بدعت رامنځته کونې يې خلقو ته په ډاګه کړې. کله چې د خداے د ګران رسول (ص) د روضې مبارکې د زيارت په حقله د دۀ عقائد د مصر قاضي القضات بدر بن جماعه ته وليکل شو نو هغۀ د پاڼې په اخېر کښې وليکل: (( د خداے د ګران رسول ( ص) د روضې مبارکې زيارت کول فضيلت او سنت دے او ټول علماء پرې د نظر اتفاق لري. هغه کس چې د پېغمبراکرم (ص) د روضې مبارکې زيارت حرام ګڼي پکار دي د علماؤ لخوا ورټلې او وغندلې شي او له دا ډول خبرو کولو څخه منعې کړې شي او کۀ څه اثر پرې ونکړي نو پکار دي بندي کړې شي  او خلقو ته دې په ګوته کړې شي چې د دۀ پېروي ونکړي. ))

نۀ يوازې د شافعي فرقې قاضي القضات د دۀ په حقله داسې فتوا ورکړه بلکې په مصر کښې د دريو نورو مذهبونو قاضي القضاتو هم په مختلفو طريقو سره د شافعي مذهب د قاضي القضات فتوا تائيده کړه. چې تفصيل يې د تقي الدين الحصني په (( دفع الشبهه )) نومې کتاب کښې کتلې شئ.

له دې څخه په تېرېدو خپله د هغۀ د دور مشهور ليکوال ذهبي چې د اتمي هجري پېړۍ له سترو ليکوالانو څخه دے او په تاريخ او رجال کښې يو شمېر ارزښتناک اثار لري د دوستانو په خط  کښې چې ابن تېميه ته يې ليکلے دے هغه د فساد او ضلالت په خپرولو کښې د حجاج برابر بللے دے. دغه ليک د « تکملة السيف الصيقل » مولف د خپل کتاب په ١٩٠ مخ کښې راوړے دے او ارواښاد علامه اميني هم يې متن د (( الغدير )) کتاب په پنځم ټوک کښې له ٨٧ نه تر ٨٩ مخونو کښې نقل کړے دے. دلچسپي لرونکي يې هلته کتې شي.

د ابن تېميه شر او بدبختي په ٧٢٨ کال کښې د شام په بند کښې د هغۀ په مرګ سره ختمه شوه او د هغۀ مشهور شاګرد ابن قيم که څه هم د خپل استاد د افکارو په خپرولو او  ترويجولو لاس پورې کړ خو په وروستو زمانو کښې د داسې افکارو او نظرياتو څه اثر نۀ ؤ ان تردې چې د شېخ عبدالوهاب زوے د ابن تېميه د افکارو تر  تاثير لاندې راغے او آل سعود په نجد سيمه کښې د خپلې باچائۍ د بنيادونو د مضبوطولو لپاره له هغۀ څخه ملاتړ شروع کړ چې په نتيجه کښې يې يو ځل بيا د ابن تېميه موروثي عقائدو د نجد د ځينو خلقو په مازغو کښې غوټۍ وسپړېدې او په اوچو کړسو تعصباتو او له بده مرغه د (( توحيد )) په نامه يې (( له مشرکانو او کافرانو سره د جهاد تر عنوان لاندې د مسلمانانو او موحدانو دوينو سېلاب روان کړ او په زرګونو بې ګناه مسلمان سړي، ښځې او ماشومان يې قتل عام کړل او يو ځل بيا يوه نوې فرقه د مسلمانانو په ټولنه کښې راڅرګنده شوه او د وخت بدمرغي دومره زياته شوه چې حرمېن شريفېن د دغې ډلې په قبضه کښې راغلل او نجديانو او وهابيانو له برطانيې او د وخت له نورو سپر طاقتونو سره د ساز باز په اثر د عثماني امپراطورۍ د پاشل کېدو او د سپر طاقتونو تر مېنځ د عربي هېوادونو د تقسيم په بيناد په مکه معظمه او مدينه منوره او نورو اسلامي اثارو باندې قابض شول او د اسلامي اثارو او اصالتونو د نابودولو او د الهي ځايونو او پاکو او مقدسو قبرونو او مزارونو د وېجاړولو لپاره يې له حد نه زيات کوششونه وکړل.

په دې دوران کښې شيعه عالمانو د ابن عبدالوهاب نجدي په عقائدو او نظرياتو باندې په نيوکه کښې له سني عالمانو سره اوږه په اوږه زيات کوششونه وکړل او دواړو مسلمانو ډلو په ښه او غوره طريقه منطقي او علمي جهاد شروع کړ وړومبنے رد چې د سني علماؤ لخوا د ابن عبدالوهاب نجدي په عقائدو باندې وليکلے شو« الصواعق الالهيه في الرّد علي الوهابيه » نومې کتاب ؤ چې د ابن عبدالوهاب د ورور شېخ سلېمان په قلم سره ؤ. او وړومبنے کتاب چې د شيعه عالمانو لخوا د ابن عبدالوهاب د عقائدو په رد کښې وليکلے شو« منهج الرشاد » کتاب دے او ليکوال يې ارواښادعلامه شېخ جعفر کاشف الغطاء دے چې په ١٢٢٨ کال کښې وفات شو. هغۀ دا کتاب د هغې رسالې په ځواب کښې چې د آل سعود يو باچا عبدالعزيز بن سعود هغۀ ته لېږلې وه وليکۀ په دغه رساله کښې دابن عبدالوهاب نجدي ټول عقائد راغونډ کړے شوي ؤ. دا کتاب په ١٣٤٣ هجري قمري کال کښې په نجف اشرف ښار کښې چاپ شوے دے. له دغه شخصيت نه پس په سيمه کښې د وهابيت د حرکتونو په مناسبت سره زياتې علمي نيوکې وليکلې شوې او مهمه برخه يې چاپ شوې ده خو همدا اوس وهابي حرکتونه د هغه زيات مال او ثروت په اثر چې وهابيان يې د تېلو د خرڅولو له لارې تر لاسه کوي زيات شوي دي. او داسې کال او حتي مياشت به نۀ وي چې د دوي لخوا په اسلامي مقدساتو باندې يو ډول حمله نۀ وي شوې او هره ورځ په يوه طريقه اسلامي اثار له منځه نۀ وي تللي. هغه څيز چې د دوي حرکت يې چټکه کړے دے د پردې شا ته د هغوي د هغو مغربي اربابانو هم هغه اشارتونه دي چې له نړيوال کميونزم نه زيات د مسلمانانو له وحدت او يووالي نه ويريږي او له دې نه علاوه نورې داسې څه چارې نۀ ويني چې د دين سازۍ او دين تراشۍ بازار ګرم کړي او د تېلو د پېسو يوه برخه چې د سعودي وهابي حکومت ته يې ادا کوي په دې طريقې سره تلافي کړي او بالاخره د مسلمانانو له وحدت او يووالي څخه په سختۍ سره مخنيوے وکړي.او هغوي د يو بل په تفسيقولو او تکفيرولو باندې مشغول وساتي. مونږ په دې کتاب کښې کوشش کړے دے چې د وهابيانو، سلفيانو او تکفيري ډلې عقائد په دائره کښې راولو او د قلم په څوکه ترې د ابهاماتو پرده اوچته کړو او دا خبره په ډاګه کړو چې د نړۍ د ټولو مسلمانانو عقائد له کتاب او سنت څخه اخېستې شوي دي او د وهابيانو د فطرت خلاف اعمال او حرکات د قران مجيد او د خداے د ګران رسول (ص) د سنتو په خلاف دي او په دې حقله به د بيان د لنډوالي خيال ساتو.

 

[1]  ـ دائرة المعارف فريد وجدي ، ج 10 ، ص 871 ، د المقتطف مجلې ، ج 27 ، ص 893 په نقل سره

[2]   ـ يو عثماني ليکوال په خپل (( تاريخ بغداد )) کښې په ١٥٢ مخ کښې د شېخ محمد بن عبدالوهات او آل سعود رابطه په بل ډول ليکلې ده خو هغه څه چې دلته وليکل شول ډېر صحيح ښکاري.

[3]  ـ تاريخ ابن بشر نجدي .

[4]  ـ جزيرة العرب في القرن العشرين ، ص 341

[5]  ـ تاريخ المملکة العربية السعوديه ، ج 1 ، ص 51

[6]  ـ د شېخ د پېدائش او وفات په تاريخ کښې له دې نه علاوه قولونه هم شته لکه: ١١١٥ او ١٢٠٦

[7]  ـ تاريخ کربلا و حائر حسين ( عليه السلام ) ، ص 174 ـ 172

[8]  ـ مفتاح الکرامه ، ج 7 ، ص 653

[9]  ـ فجر : 23

[10]  ـ تاريخ نجد آلوسي ، ص 91 ـ 90 او همدا رنګ په دې حقله دې « العقيدة الحمويه » رسالې ته چې ابن تېميه ليکلې ده مراجعه وشي..

[11] ـ حاضر العالم الاسلامي ، ج 1 ، ص 264

[12]  ـ الاسلام في القرن العشرين ، ص 137 ـ 126

کلیدي کلمې: