د وهابيت تاريخچه

امام احـمد بن حنبل د سني وروڼو له څلورو امامانو څخه يو امام دے. هغه تر يوې نيمې پېړۍ  زيات د سنيانو وروڼو په تېره بيا د اهل حديثو غېر متنازعه مذهبي پېشوا ؤ. د سنت او بدعت معيار د احمد بن حنبل د بحث موضوع وه، هغه اصول چې هغۀ د اهل حديثو لپاره جوړ کړل د خداے د پاک ذات د  تجسم او تشبيه په اړه وو او دا چې خداے پاک په يو خاص ځاےکښې شتون لري  او په عرش باندې ناست دے. دا تفکر او نظريه د اهل حديثو د بې شک او بې شبې او مسلمو عقائدو برخه وګرځېده او له دغو افکارو او نظرياتو څخه انکار د هغوی په نزد بالکل ارتداد ؤ. دغو نظرياتو د احمد بن حنبل په پېروکارو باندې داسې درون سيورے کړے ؤ چې حتی ابوالحسن اشعري يو ځل اراده وکړه چې له څلوېښتو کالو نه پس له اعتزال نظريې څخه توبه وکړي او په حنبلي مکتب کښې شامل شي. هغه په ٣٠٥ هجري قمري کال کښې د بصرې منبر ته  وخاته او  له اعتزال څخه يې د خپلې توبې اعلان وکړ. حنبلې ډلې ته د ابوالحسن اشعري په داخلېدو سره په دغه مذهب کښې يو لړ بدلونونه رامنځته شول. هغه کس چې څلوېښت کاله يې له عقلي او منطقي استدلالونو سره سروکار لرۀ نۀ شوکولې په پټو سترګو سره حنبلي عقائد قبول کړي، هغۀ په ((الابانه في الديانه)) کتاب کښې د احمد بن حنبل ټول عقائد قبول کړل خو يوه موده پس يې په بل کتاب ((اللمع)) کښې خپل دغه قبول کړے اثر پرېښود او خپلو عقلي اصولو ته بېرته وګرځېد.

د پنځمې پېړۍ په شروع کېدو سره د احـمد بن حنبل د قسمت ستورے هم په ډوبېدو شو اود ابوالحسن اشعري د قسمت ستورے وځلېد. مقريزي [1] د يو شمېر شخصيتونو [2] په ذريعه له ١٣٨٠ کال نه وروسته په عقائدو کښې د ابوالحسن مذهب په عراق، شام او بيا په مصر کښې خپور کړ.  که څه هم د ابوالحسن طريقې  احمد بن حنبل د سنيانو له مشرۍ څخه راکوز کړ خو په اتمه پېړۍ کښې د ځينو حنبليانو په لاسونو له هم هغو اصولو سره د هغۀ مکتب يو ځل بيا څرګند شو. ابو عباس احمد بن عبدالحليم چې په ابن تېميه مشهور ؤ د احمد بن حنبل د مکتب راژوندے کوونکے ؤ. هغه په ٦٦١ هجري قمري کال کښې د شام په يوه سيمه حران کښې پېدا شو. په شام باندې د مغلو د حملې له وېرې د هغۀ پلار عبدالحليم له خپلې ټولې کورنۍ سره دمشق ته کډه وکړه. ابن تېميه يو ځل بيا د حنبليانو عقائد يعنې د خداے پاک لپاره د جسم، بدن او تشبيه  او دا چې هغه پاک ذات په يو خاص ځاے کښې ناست دے بيانول شروع کړل. کله چې د ((حمات)) ښار خلقو له هغۀ څخه  د قرآن شريف د مبارک ايت ((الرَّحْمَنُ عَلَى الْعَرْشِ اسْتَوَى)) [3]  په حقله پوښتنه وکړه نو هغۀ د دغه مبارک ايت په تفسير کښې د خداے پاک لپاره په عرش کښې د ناستي خاص ځاے وټاکۀ. د ابن تېميه له مهمو خصوصيتونو څخه دا وو چې د مسلمانانو ترمېنځ د مشهورو عقائدو او نظرياتو په خلاف فتوې ورکړي. په کلام کښې د سختۍ، تريخوالي او په خبرو کښې د بداخلاقۍ او بدزبانۍ په وجه چې د وهابيت له خصوصيتونو څخه دي د هغۀ مکتب رواج پېدا نۀ کړ او زيات ديني عالمان  ورباندې نيوکې او اعتراض ته راپاڅېدل. او په دې حقله د علامه تقی الدين سبکي د ((شفاء السقام فی زيارت خير الانام والدره المضييه فی الرد علي ابن تېميه)) او د علامه تاج الدين د ((التحفه المختاره فی الرد علی منکر الزياره)) په شان کتابونه وليکلې شول او ورپسې د علامه ابن حجر عسقلاني (وفات ٨٥٢)، علامه ابن شاکر کتبي (پېدائش ٧٦٤، علامه ابن حجر هېثمي (وفات ٩٧٣)، ملا علي قاري حنفي (وفات ١٠١٦)، علامه شېخ محمود کوثري مصري (وفات ١٣٧١)، شېخ يوسف بن اسماعيل بن يوسف نبهاني (وفات ١٢٦٥) علامه ابوبکر حصني دمشقي (وفات ٦٢٩) وغېره په شان د خپلې زمانې ستر عالمان او مفتيان د ابن تېميه په تکفيرولو او د هغۀ د نظرياتو په ردولو باندې د مدللو کتابونو په ليکلو لاس پورې کړ.

د ((الفتاوی الحديثيه)) کتاب ليکوال د ابن تېميه په باره کښې وائي: ((د ابن تېميه خبرې هيڅ اهميت نۀ لري هغه يو بدعتي، ګمراه او ګمراه کوونکے او نامعقوله کس دے، خداے پاک دې ورسره د عدل او انصاف سلوک وکړي او مونږ دې خداے پاک د هغۀ د عقيدې، نظرياتو او لارې له شر نه په امان کښې وساتي.))

ځينې هغه کارونه چې ابن تېميه وکړل چې حتی د حنبليانو د امام روح ترې هم خبر نۀ ؤ دوه څيزونه وو: وړومبے دا چې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د زيارت لپاره سفر يې بدعت   وبالۀ  او په همدې بنياد يې د اسلام د پېشوايانو او د خداے پاک د اولياؤ وسيله ګرځول او د هغوي له اثارو څخه د تبرک د حاصلولو په شان   هر ډول توسل بدعت او حرام وګرځوۀ.

دويم دا چې هغه ټول مبارک حديثونه يې چې د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د پاکو اهلبېتو عليهم السلام په شان او فضيلت کښې راغلي او حتی امام احمد بن حنبل او د هغۀ شاګردانو نقل کړي دي  ناسم وبلل او له ټولو نه يې انکار وکړ. [4]

مشهور سياح ابن بطوطه په خپل ((رحله ابن بطوطه)) نومې کتاب کښې د ابن تېميه په حقله ليکي: ((و کان فی عقله شیء)) يعنې د هغۀ په عقل کښې يو څيز يعنې څه کړکېچ موجود ؤ. علامه ابن حجر هېثمې  ابن تېميه يو داسې کس ګڼي چې خداے پاک خوار، ذليل، بې لارې او ړوند کړے دے. حتی د علامه شمس الدين ذهبي غوندې متعصب سني عالم کس هم د هغۀ په باره کښې وائي: ((تر دې حده پورې جرات کړے دے چې د بخاري او مسلم احاديث دې هم په نيوکو سره سالم او په امان کښې نۀ دي پرېښودي.)) [5]  بالاخره ابن تېميه حرّاني په ٧٠٥ هجري کال کښې په عدالت کښې مجرم وبللے شو او  په ٧٠٧ هـ کال کښې له جېل څخه ازاد شو. خو له جېل نه په ازادۍ سره يې د خپلو عقائدو خپرول بيا شروع کړل. په ٧٢١هـ کال کښې يو ځل بيا په عدالت کښې مجرم وبللے شو او په ٧٢٨ هـ کال کښې په جېل کښې له دنيا لاړ. د هغۀ له مړينې وروسته د هغۀ شاګردانو [6]لکه ابن قيّم جوزيه  (٦٩١ -٧٥١) د خپل استاد د افکارو په تروج باندې لاس پورې کړ خو زيات توفيق يې پېدا نکړ او د سنيانو اشعري مذهب يې د خپلو عقائدو بنياد وګرځوۀ چې له هغۀ نه پنځۀ پېړۍ پس  د ابن تېميه د عقائدو څه نوم او نښان نۀ  ؤ. د هغې زمانې ديني علماؤ له دغو ټولو عقائدو سره مخالف کوۀ خو په دولسمه پېړۍ کښې يو ځل بيا د ابن تېميه هغو  وچو کړسو عقائدو رونق پېدا کړ، دا ځل د ابن تېميه د انحرافي عقائدو دودوونکی محمد بن عبدالوهاب نجدي ؤ. دې په ١١١٥ هـ کال کښې د نجد په يوه سيمه عُيينه کښې وزېږېد، د هغۀ پلار عبدالوهاب بن سليمان د عُيينه ښار قاضي ؤ.

ارواښاد سيد محسن امين له محمود شکري الالوسي نقلوي: ابن عبدالوهاب په عُيينه ښار کښې وزېږېد او له خپل پلار څخه يې حنبليه فقه زده کړه، په کم عمرۍ کښې يې داسې بل بل شان خبرې شروع کړې چې د هغه وخت د مسلمانانو لپاره نامانوسه وې. [7] خو چې  کله يې په عُيينه ښار کښې د تبليغ کار و نۀ چلېد نو مکې ته لاړ او بيا له هغه ځايه مدينې ته لاړ. يوه موده يې له عبدالله بن ابراهيم بن سېف څخه مذهبي زدکړه وکړه. دغلته يې خلق وليدل چې د خداے دګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د قبر مبارک په خوا کښې په ژړا، زارۍ او دعاګانو لګيا دي. دۀ په خپل خيال کښې دا بد کار وبالۀ. له دغه ځاے څخه نجد ته لاړ او بيا له نجد نه بصرې ته روان شو [8]  چې له دغه ځايه شام ته لاړ شي. کله چې بصرې ښار ته داخل شو نو هلته ايسار شو او له شېخ محمد المجوعي نه يې علمي زدکړه وکړه خو دغلته هم يې خپل تبليغي عمل شروع کړ او د بصرې د خلقو په عقائدو يې په نيوکو او اعتراضونو لاس پورې کړ چې په نتيجه کښې د بصرې خلقو له بصرې نه وشړلو او يوه موده پس د خپل پلار د اوسېدو ځاے ((حريمله)) ته لاړ خو دغلته يې هم د خلقو عقائدو او اعمالو ته بد ويل شروع کړل چې د خپل پلار له مخالفت سره هم مخامخ شو، خو بيا هم له خپلو انحرافي عقائدو څخه منعې نۀ شو ان تردې چې د هغۀ او د پلار ترمېځ لانجه  جوړه شوه. هغۀ به د خپل پلار په ژوند کښې خپل عقائد کم څرګندول..دی له ديني مسائلو څخه ډېر کم او په سطحي توګه خبر ؤاو  د دۀ ګډې وډې فتوې د شريعت له احکامو څخه د دۀ د بې خبرۍ ښودونکې دي. د دۀ پلار شېخ عبدالوهاب چې يو پرهيزګاره سړے ؤ په ١١٥٣ کال  کښې وفات شو.

شافعي مفتي زيني دحلان وائي: د شېخ پلار يو  نېک، صالح او عالم سړے ؤ.[9]  الوسي ليکي: د پلار له وفات نه پس يې د خپلو عقائد په څرګندولو لاس پورې کړ او هغه چارې چې ټولو مسلمانانو ورباندې اتفاق لرۀ هغه يې بدې وبللې. نتيجه يې دا شوه چې مسلمانانو د دۀ  د وژلو تابيا وکړه خو دی له حريمله نه عيينه ته وتښتېد. د دغه ځاے حاکم عثمان بن احمد بن معمر ؤ، محمد بن عبدالوهاب نجدي هغۀ ته دا اميد ورکړ چې د نجد خلق به د هغۀ په اطاعت کښې راشي او عثمان دې د اطاعت په بدله کښې د هغۀ د عقائدو په تروېج کښې د هغۀ مرسته او ملګرتيا وکړي. د حاکم د دې خبرې په قبلولو سره هغۀ خپل عقائد په ډاګه کړل او د عيينه ځينې اوسېدونکو يې عقائد قبول کړل. دغو خلقو د زېد بن خطاب (رض) زيارت وران کړ او دغه شان کار يې په دغه سيمه کښې رونق پېدا کړ. د دې خبر د احساء حاکم سليمان بن محمد بن عزيز الحميدي ته ورسېد. هغۀ عثمان ته خط وليکۀ او د محمد بن عبدالوهاب نجدي د قتل فرمان يې جاري کړ. عثمان هم هغه له ښار نه وشړلو. ابن عبدالوهاب په ١١٦٠ هـ کال کښې ((درعيّد)) ښار ته لاړ. دغه ښار د هم هغه مسيلمه کذاب چې د پېغمبرۍ دعوا يې کړې وه وطن ؤ او د دغه ځاے حاکم يې محمد بن سعود [10]  چې له عنيزه قبيلې څخه ؤ. ابن عبدالوهاب خپل هغه وړانديز چې د عيينه واکمن ته يې وړاندې کړے ؤ محمد بن سعود ته هم ورکړ چې په نتيجه د دغو دواړو ترمېځ يوه سپېره معاهده وشوه چې له دغې معاهدې او تړون نه پس وهابيانو د مسلمانو او موحدو خلقو بې رحمانه او وحشيانه قتل عام شروع کړ. د دغه قتل عام جائز والے د ابن عبدالوهاب بې شرمانه فتوې وې، ځکه چې آل سعود د هغۀ د مذهبي شعارونو له لارې حاکميت ترلاسه کړے ؤ او د ابن عبدالوهاب دعوت  د تورې په ذريعې سره ؤ. نو بس له دې امله ابن سعود امير او حاکم او ابن عبدالوهاب مذهبي مشر شو. د ابن عبدالوهاب دعوت په دې عبارت سره ؤ: ((انما دعوکم الی التوحيد و ترک الشرک بالله.))

هغه توحيد چې ابن عبدالوهاب به وړاندې کوۀ يو بې شرمانه توحيد ؤ او د بت پرستانو له توحيد نه کم نۀ ؤ. سيد محمد امين [11] د يو جغرافيه دان په نقل سره ليکي: د يمن خلق وائي چې سليمان [12] نومې يو فقير شپون يو خوب وليد چې د اور يوه لمبه ترې ووته او په ټوله زمکه کښې خوره شوه او هر څوک به چې يې مخې ته راتۀ هغه به يې سوزوۀ. سليمان خپل خوب يو معتبر تعبير کوونکي ته بيان کړ نو تعبير کوونکي ورته ځواب ورکړ چې ستا په اولاد کښې به يو کس راځي چې حکومت به جوړوي. د دغه خوب تعبير د هغۀ په نمسي کښې ثابت شو. بې شکه چې يو اور ؤ چې په اسلامي دنيا کښې خپور شوے دے... او دا اور د انګرېز استعماګرو په ذريعې سره غرغنډه شو. د سعودي عرب آل سعود اميران له وروستيو دوه نيمو پېړيو راهسې په متواتره توګه د وهابيت د مکتب دودوونکي پاتې شوې دي . له وړومبني نړيوال جنګ نه مخکښې   غالبا يوازې  پاتې شول او له نجد سيمې نه يې بهر قدم نۀ شو اېښودے خو د عثماني حکومت په پاشل کېدو سره  استعمارچيانو د عثمانيانو تر تسلط لاندې په هره سيمه کښې خپل يو يو ګوډاګے او لاس پوسے کښېنوۀ. آل سعود ته هم د استعمار لپاره د ښو خدمتونو په عوض کښې نجد او حجاز ورسېد. په حرمېنو شريفېنو کښې د سلفيت ارتجاعي حرکت زيات زيانونه رامنځته کړل او د خپل تبليغ تېره څوکه يې د اسلام له ابتدائي دور نه د پاتې اسلامي اثارو لور ته واړوله. وهابيانو دغه ټول اثار په بې رحمانه توګه وران ويجاړ کړل خو د هغو په مقابله کښې يې د ځينو مشرکانو نومونه راژوندي کړل او په سړکونو او بازارونو باندې يې د هغو مشرکانو نومونه کېښتودل. او له ټولو نه عجيبه دا چې په مدينه منوره کښې يې د خېبر کلا او د کعب بن اشرف يهودي کلا دوباره جوړه کړه او اوس هم د هغو ساتنه کوي. سلفي  وهابيانو په خپلې بې عقلۍ سره ټول سپېڅلي آثار  تباه او برباد کړل او نعوذ بالله که نور زړه پيدا کړي  نو د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم روضه مبارکه  او په نبوي جومات کښې له هغوي نه پاتې آثار به هم ختم او وران ويجاړ کړي.

کله چې د ابن عبدالوهاب افکار د يمن امير محمد بن اسماعيل ته ورسېدل نو د ابن عبدالوهاب په مدح کښې يې داسې شعر د قصيدې په توګه وويلو:

ســــلام علـــی نجــد و من حـل في نجد

و ان کان تسليمي علی العبد لا يُجدي

 

((سلام دې وي په نجد او په هغه کس باندې چې پکښې شتون لري [13]  که څه هم زما درود او سلام له دومره لرې نه څه ګټه نۀ لري.)) 

خو کله چې هغۀ د مسلمانانو د تکفير په حقله د ابن عبدالوهاب بې رحمانه فتوې واورېدې او له دې نه خبر شو  چې وهابيان په مسلمانانو باندې بس صرف د شرک د تور په لګولو سره د هغوي وينه، مال او ناموس مباح ګڼي نو له خپلې خبرې نه ستون شو او بيا يې دا قصيده وويله:

رجعت عن القول الذي قلت في نجد

فقد صح لي عنه خلاف الذي عندي

((زۀ د هغه نجدي کس په حقله له خپلو خبرو نه واوړېدم ځکه چې د هغه څه  په خلاف چې مې د هغۀ په باره کښې ګمان کوۀ زما لپاره ثابت شول.))

چا به چې د هغۀ عقائد نۀ قبلول نو ورسره به يې د حربي کافر سلوک کوۀ. د وهابيانو لښکر به که د مسلمانانو په يو ښار باندې حمله وکړه او تسلط به يې ورباندې پېدا کړ نو هر هغه کار به کوۀ چې د هغوي زړۀ به غوښتۀ. هغوي په کربلا باندې په حمله کښې د زياتو بې رحميو ښودنه وکړه او د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د حرم او کورنۍ  خيال يې ونۀ ساتۀ، هغوي د پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم د نمسي په سپېڅلي زيارت کښې په پرتو خزانو او قيمتي مالونو باندې يرغل وکړ او ټول يې ولوټل او په دې کار سره د حرّه په واقعه کښې د امويانو او د امام حسېن عليه السلام د روضې مبارکې حدودو ته د اوبو په  بندولو کښې يې د متوکل عباسي خليفه ياد راتازه کړ.

د ((معجم ما الفه علماء الامه الاسلاميه ضد الوهابيه)) کتاب خاوندد وهابيانو د جنايتونو او جرائمو خلاصه بيان کړې ده. هغه وائي: وهابيانو په ١٢٠٨ هجري قمري کال کښې په بصره باندې قبضه وکړه او له هغې وروسته يې الزبير ښار ولوټۀ، په ١٢١٦ هجري قمري کال کښې يې په کربلا يرغل وکړ او وې لوټله او د دغې سيمې مسلمانان خلق يې قتل عام کړل او هغه څه چې د خداےد ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د قدرمن نمسي په زيارت کښې موندل ولوټل په  ١٢٢٠  کال کښې له نجرانيانو سره او په ١٢٢٢کال کښې يې په مدينه منوره باندې قبضه وکړه او هغه   مالونه او اثار چې دهغه حضرت په کور کښې وو ولوټل. په ١٢٢٥ کال کښې يې د شام له مسلمانانو سره جنګ وکړ او د حوران سيمې مسلمانان يې قتل عام کړل. په ١٣٠٥ کال کښې د مکې معظمې له حاکم شريف غالب سره په جنګ شول او د دغه ځاے په ډېرو سيمو باندې يې قبضه وکړه. په ١٣١٧ کال کښې يې د طائف سيمه د وسلې په انبار باندې بدله کړه. له ١٣٣٢نه تر ١٣٣٦ کلونو پورې يې د عثماني حکومت په خلاف له انګرېزانو سره مرسته وکړه او هغوي ته د ښۀ خدمت په بدله کښې په ټول حجاز سيمې باندې مسلط شول. د ١٣٤٣ کال د وړوکي اختر په اتمه نېټه يې د جنت البقيع سپېڅلي مزارونه او آثار وران ويجاړ کړل او د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د پاک  کورنۍ حرم يې دوباره ويجاړ کړ. بالاخره په ١٤٠٧ هجري قمري کال کښې يې مکه معظمه د خداے پاک د کور د حاجيانو په وينو سره کړه او په رڼا ورځ يې پنځۀ سوه حاجيان شهيدان کړل. په ١٢١٦، ١٢١٨، ١٢٢٥ او داسې نورو کلونو کښې په کربلا باندې حملې وکړې او په سلګونو مسلمانان يې قتل عام کړل او د امام حسېن عليه السلام په سپېڅلې روضه مبارکه باندې يې يرغل وکړ او د هغې سپکاوے او بې حرمتي يې وکړه او يوه موده يې نجف اشرف محاصره کړ خو د مسلمانانو له سخت مزاحمت او مقاومت او د سترو مراجعو عالمانو له فتوو سره مخامخ شول او له رسوائۍ نه ډکه ماتې يې وخوړله. [14] 

بالاخره ابن عبدالوهاب نجدي په ١٢٠٦ هجري قمري کال کښې مړ شو خو  عملنامه يې هم هغه شان خلاصه پاتې ده، هر جرم او جنايت چې د هغۀ پېروکار ترسره کوي نو د هغۀ په اعمالنامه کښې هم ليکل کيږي. د ابن عبدالوهاب نجدي غلط عقائد د هغۀ د قوم خلقو و نۀ منل او حتی وړومبنے کتاب چې د هغۀ د عقائدو په رد کښې وليکل شو د هغۀ د ورور سليمان بن عبدالوهاب لخوا ((د الصواعق الالهيه فی الرد علی الوهابيه.)) په نامه وليکل شو. نو په داسې حال سره به دغه متحجر او بې منطقه عقائد د نړۍ عام مسلمانان څنګه قبول کړي، مګر دا چې په زور، زياتي، قتل او ګواښ سره  (او يا د عامو خلقو له ناپوهۍنه په استفادې   سره) ورباندې ومنلې شي. البته داسې قبلول هم يو سراب دے چې دوام نه لري.

 

ابن تېميه او د هغۀ افکار

اسلامي نړۍ په تېره بيا د شام وطن په ٦٩٨ هجري قمري کال کښې د اسلام پالنې د يو دعوا کوونکي لخوا د بې رحمو او سختو حملو نښه وګرځېد. دغه کس باطل او منحرف افکار  خپارۀ کړل. په نتيجه کښې يې د مختلفو مذهبونوعالمانو او فقيهانو ورسره سخته مقابله  وکړه، هغه يې ملامته کړ او بالاخره يې بندي کړ ان تردې چې په جېل کښې مړ شو. زياتو خلقو هغۀ ته نصيحتونه وکړل او له خپلو منحرفو افکارو څخه يې منعې کړ خو هغۀ له ګمراهۍ  لاس وانۀخېست. د الميزان الاعتدال کتاب خاوند علامه شمس الدين ذهبي ورته په يو نصيحت کښې وليکل: ((اے سړيه! په خداے مې دې قسم وي چې پکار دي ستا د افکارو مخه ونيسو، تۀ يو داسې ژبه لرونکے او بحث کوونکے يې چې نۀ دې ارامښت شته او نۀ  په ارام کښېنې. له دغو خطاګانو څخه ډډه وکړه چې تۀ يې په دين کښې لرې ځکه چې ستا پېغمبر صلی الله عليه و آله وسلم به له داسې مسائلو نه چې تۀ يې څېړې کرکه کوله او هغه به يې عېب ګڼۀ او پېغمبراکرم صلی الله عليه و آله وسلم له زياتو سوالونو او پوښتنو څخه هم نهي کړې ده. ځکه چې زياتې خبرې، هغه هم بې له څه خطا نه  د حلالو او حرامو په باره کښې وي د زړۀ د سختېدو سبب کيږي، نو که دغه (ډېرې خبرې) کفريه خبرې وي نو زړونه ړندوي او ښۀ عاقبت به ونۀ لري.

اے ناپوهه او بخيل کسه! هغه کس چې ستا پېروي کوي که علم او دين يې کم وي نو ځان يې له خداے پاک څخه له انکار او د خپل دين له تباهۍ سره مخامخ کړے دے. ستا پېروکار بې له يو شمېر لاس او پښې تړلو،کم عقلو، بې علمو، دروغجنو او بې وقوفو بل څوک نۀ دي. اے له خاموشۍ نه بې خبره هغه کسه چې مکر يې مضبوط دے يا داسې نېک کسه چې متحجر او ناپوهه يې. اے مسلمانه! د خپل شهوت سپرلي دې د خپلې مدحې لپاره راوړاندې کړه چې تر کومې اندازې د خپل نفس تصديق کوې او نېکان خوار او ذليل ګڼې؟ تر کومې اندازې خپل نفس او ځان لوے ګڼې او عبادت کوونکي واړۀ ګڼې، له هغوي سره د سپي په شان سلوک کوې او زاهدان خلق بدان ګڼې، تر څو به د خپلو خبرو داسې ستائېنه او صفت کوې چې په خداے قسم !  په دغه اندازه د صحيحېنو حديثونه هم نۀ ستائې؟ اے کاش د صحيحېنو حديثونه دې له لاسه روغ پاتې شوې وې بلکې چې هر وخت دې وغوښتل په هغو باندې دې د ضعيف والي او موهوم والي  ټاپه لګولې او يا دې په خپلو تاويلاتو او انکار سره بدل کړي دي.)) [15]

د دغه کس باطله نظريه د هغۀ له مرګ نه پس ختمه نۀ شوه او ځينو شاګردانو يې د خپل استاد لارې ته دوام ورکړ خو په مسلمانانو کښې يې څه اثر پېدا نۀ کړ، ان تردې چې ابن عبدالوهاب نجدي چې د ابن تېميه افکارو ته دوام ورکونکے ؤ د محمد بن سعود د فوځي ځواک په ملاتړ او مرستې سره د دغو عقائدو دعوت څرګند کړ او اسلامي نړۍ يې په کفر باندې تورنه کړه.

هغۀ د دين له مسلماتو انکار وکړ او د مسلمانانو په اعتقاداتو  باندې يې حمله وکړه، هغۀ محرمات تر پښو لاندې کړل او په زرګونو بې ګناه کسان يې قتل عام کړل. اسلامي نړۍ د سختې خطرې احساس وکړ او له نويو بدلونو سره يې مخامخ کړ. وړومبنے کس چې د هغۀ په خلاف يې د مخالفت کاڼے رااوچت کړ د هغۀ پلار او ورپسې د هغۀ ورور ؤ  چې د دۀ  ګمراه کوونکي عقائد يې رد کړل او خلق يې له دغو عقائدو نه خبردار کړل. او ورور يې له خلقو څخه وغوښتل چې د هغۀ د ورور د فکري يرغل په وړاندې ټينګ اودريږي. د دغو دوو  تنو له مقابلې نه پس د اسلامي مذهبونو د علماؤ لخوا يوه ګده  او علمي مقابله شروع شوه چې د هغۀ خرافات يې په دليل او برهان سره رد کړل.

په هر دور کښې مسلمانانو د وهابيانو له دغو بهيرونو سره مقابله کړې، د هغوي فکري  بنيادونه يې باطل ګرځولي، د هغوي اعقادي خطاګانې يې په ډاګه کړې او له اسلام څخه د هغوي لرې والے يې ثابت کړے دے. زه بنده چې د ديني طالب علمانو د مجموعې او علمي حوزې يو غړے او له مسلمانانو څخه يو مسلمان وګړے يم   په خپل باور سره مې دا يوه شرعي فريضه وبلله چې د خپلو درسونو يوه برخه له دغه تباه کوونکي بهير سره  د مقابلې لپاره ځانګړې کړم، او له دې باطل بهير څخه نوے نسل خبر او خبردار کړم او هغوي ته په  خپلو دندو باندې په عمل کولوکښې چې  د دغو باطلو افکارو جرړې وېستل دي  توجيهات وړاندې کړم.

دا کتاب د يو لړ درسونو او وېناګانو مجموعه ده چې ليکونکي بنده په هم دې دليل سره ليکلے دے چې لاندې برخې پکښې شامليږي:

١- د هغو حديثونو کره کتنه  چې وهابيان يې د خپلو باطلو افکارو بنياد او د هغو د دليل په توګه وړاندې کوي او همدا رنګ د هغوي د غلطوعقائدو  باطل ثابتول.

 

٢-د وهابيت د دعوو په رد باندې د تاريخي نصوصو او شواهدو زياتوالے بيانول. البته د کشف الارتياب کتاب خاوند مرحوم امين او د الغدير کتاب خاوند علامه اميني له دې مخکښې په خپلې ټولې توانمنۍ او کوشش سره د وهابيت نظريه باطله ثابته کړې ده.

٣- د هغو موضوعاتو بيانول چې وهابيان ورباندې د ډېر حساسيت ښودنه کوي لکه: د خداے د ګران رسول صلی الله عليه و آله وسلم د روضې مبارکې زيارت کول، شدالرحال (يعنې د زيارت لپاره د سفر اراده کول، د قبرونو زيارت او  له  هغو څخه حاصلول او د هغو  مس کول، له اسلامي اثارو څخه  تبرک حاصلول، د قبرونو او شهيدانو د مزارونو  ترڅنګه د دعاګانو غوښتل او د لمونځونو ادا کول، په قبرونو باندې د ډيوو او چراغونو بلول، د غېر خدا نذر منل، د هغۀ د شفاعت قائېلېدل او د هغۀ په نامه باندې قسم خوړل او دغه شان د مېلادونو په ورځو کښې جشنونه جوړول او داسې نور.

هغه څه چې د امر بالمعروف د ډلې له غړيو څخه اورېدل کيږي  چې تخصص يې له هغو کسانو سره مناظره کول دي چې د حج شرف حاصلوي او دغه مناظرې يوازې د دا ډول مسائلو په باره کښې وي او د صهيونېسټانو نيواکګريو او د هغوي شېطاني سازشونو او منصوبو ته هيڅ پاملرنه نۀ کوي او همدا رنګ په نړۍ کښې د مسلمانانو په خلاف د امريکې په ظلمونو، پلانونو او دريځونو  باندې هيڅ نيوکه نۀ کوي او د الجزائر، سوډان، افغانستان، البانيې، بالکان او داسې نورو سيمو د مسلمانانو مسائلو ته هيڅ اهميت نۀ ورکوي.

په اخر کښې له خپل ګران دوست، استاد او محقق علي شاوي څخه ډېره مننه کوم چې د دې اثر په بيا کتنه کښې يې له ما سره مرسته وکړه او په دې توفيق باندې د خداے پاک ستاينه کوم ځکه چې هغه ولي نعمت دے.

                                                                                                                                    نجم الدين طبسي

                                                                                                                                         قم المقدسه

                                                                                                                د وړوکي اختر ٤ نېټه ١٤١٧ قمري  کال

 

 

[1] - الخطط ٢ ټوک ٥٨ مخ

[2] - ابوبکر باقلاني (وفات ٤٠٣) ابوبکر بېهقي (وفات ٤٥٨) ابن فورک (وفات ٤٠٦)

 

[3] - سورۀ طه ٥ ايت

[4]  - د تفصيل لپاره د سيد علي مېلاني کتاب ((ابن تېميه او امام علي عليه السلام)) ته مراجعه وکړئ.

[5]  -په طائف باندې د وهابيانو په حمله کښې د قرآن مجيداو صحيح بخاري او صحيح مسلم کتابونو نسخې په لارو کوڅو کښې لوغړېدې. الفجر الصادق ٢٢ مخ، د دې کتاب په سريزه کښې د علامه ذهبي ټولې خبرې په تفصيل سره راغلي دي.

[6] - او ابن کثير

[7] - کشف الارتياب ٨ او ٩ مخونه

[8]  - ويل کيږي چې څلو ر کاله يې په بصره، پنځۀ کاله يې په بغداد، يو کال يې په کردستان او دوه کاله يې په همدان کښې تېر کړل  او په قم او اصفهان ښارونو کښې يې هم يوه موده تېره کړې ده.

[9] - الفتوحات الاسلامي ١ ټوک ٣٦٤ مخ

[10] - د سعودي عرب د اوسنيو آل سعود واکمنانو مشر نيکۀ

[11] - کشف الارتياب

[12] - محمد بن عبدالوهاب بن سليمان بن علي بن محمد بن احمد بن راشد بن بريد، بن محمد بن بريد بن مشرف بن حمر بن بعضاد بن زاخر بن محمد بن علي بن وهب التميمي.

[13] - مردا ترې ابن عبدالوهاب نجدي دے.

[14]  - موسعه العتبات المقدس ٦ ټوک، ٢٢٨ مخ او ٨ ټوک ٢٧٢ مخ.

[15]  -تکلمه السيف الصقيل، محمد کوثري مصري (١٣٧١)  هغۀ دا عبارت د قاضي برهان الدين بن جماعه له خط نه اخېستے دے او ابن جماعه د حافظ ابي سعيد ابن العلائي له خط څخه راخېستې او هغۀ د ذهبي له خط څخه اخېستے دے. عزامي د الفرقان په ١٢٩ مخ کښې د دې يوه برخه راوړې ده، دا مضمون د الغدير کتاب د ٥ ټوک په ٨٩ مخ کښې هم راوړلے شوے دے، او ځينو د دې کتاب نسبت له ذهبي سره رد کړے دے  چې په دې حقله څه انکار او خبره کول څه فائده نۀ لري.