د وفا، تقوا، شجاعت او بصیرت سمبول، حضرت ابوالفضل العباس

ډیر زیات بصیرت او ژور فکر د حضرت عباس علیه السلام په ځانګړتیاو کې شامل دی، په دې ډول چې د ټولنې له درستو سیاسی حالاتو او جریاناتو او د نفاق او کفری کړن لارو ډیر ښه خبر وو . هغه حضرت یوازې د یوه پیاوړی اتل او زړور علمدار په توګه مطرح نه وو ، بلکه د هغو په شخصیت کې پاکی په فقاهت، عبادت په بصیرت، ژور فکر په ساده ژوند او زهد په اجتماعی فعالیتونو سره یوځاې شوې وو.

د حضرت ابوالفضل العباس علمدار علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په کلیزې کې د اهل بیتو د میناوالو زړونه خوشحاله دی. عرشیان هم دغه نیکمرغه ورځ لمانځی او خوشحالی کوی . نن د هغه ستر شخصیت د نیکمرغه زوکړې ورځ ده چې فکر او کړچار یې د کرامت او شهامت بیلګه ده. هغه شخصیت چې لیدتوګه یې، د فضیلت تږی، خړوبوی. عباس بن علی علیه سلام چې د علم ، ادب او ایثار د کتاب ښکاره نښه ده، په همداسې ورځ نړۍ ته سترګې رڼې کړې. اوس د دلاور او زړور عباس د محکمو ګامونو په درناوی، عرشیان هم، خاکیانو ته مبارکی ورکوی، تاسو ټولو عزیزانو ته دې دغه نیکمرغه زوکړه مبارک وی.

نن د ایمان او یقین سرچینې ته د رسیدا لپاره لارښونکی ته اړمن یو. مونږه تږی یو، او زړونه مو لیواله دی. د دین اولیاګان او هغو چې د پاکی او فضیلیت بیلګې دی، د زمزم له هغو خوږو اوبو چې لري یې، مونږه خړوبولې شی. په دوی کې یوه بیلګه عباس بن علی علیه السلام دی. هغو چې په زړورتیا او بهادری، ایمان، معنویت، مقاومت، وفاداری، عبادت او معرفت کې بیلګه ده.

د شعبان ۴ د کربلا د ستر بیرغوال حضرت عباس بن علی علیه السلام د نیکمرغه ولادت د کلیزې ورځ ده. حضرت عباس عليه السلام په ۲۶ هجری قمری کال کې په مدینې منورې کې نړۍ ته سترګې رڼې کړې. امام علی علیه سلام د خپل زوی نوم عباس کیښوده چې د میدان د اتل او زړور شیر په معنا دې. هغه حضرت د خپل ګران پلار مولایی متقیان حضرت امام علی علیه سلام او ګرانې مور فاطمه چې د حزام بن خالد عامریه لور وه، په غیږ کې داسې وروزل شو، چې د غیرت، ایثارا و شجاعت په بیلګې بدل شو. عباس بن علی علیه سلام په خپل ژوند کې له خپل پلار او وروڼو ډیره ګټه پورته کړه، او د بشپړه نیکو فضیلتونو خاوند شو. هغه بزرګوار، هغه څه چې له دریو معصومو امامانو یې زده کړی وو، په کربلا کې ښکاره کړل او د حسینی عاشورا غټ حماسه جوړونکې شو. هغه حضرت په عرفان، تقوا، پاک او سپیڅلی سیرت سره د پاکانو بیلګه او د سرشیندنې او ایثار مثال وګرځیده. د هغو د وجود وړانګې، د نور د لارې د لارویانو چراغ او د هغو د الهی صفاتو عطر د حقیقت د موندونکیو د لارویانو، لارښونکې شو.

عباس د حضرت امام علی علیه السلام په شان د پلار او د ایمان دارې او وفادارې مور په غیږه او د امام حسن مجتبی عليه السلام او امام حسین عليه السلام د بزرګوارو وروڼو په څنګ کې وده وکړه. هغه د دریو معصومو امامانو د درس په ټولګیو کې د فضیلت او ادابو لوړ اصول زده کړل. په تیره بیا تل د سالار شهیدان حضرت امام حسین علیه السلام په څنګ کې وو او له هغه حضرته به نه جدا کیدو، او له اخلاق او کړچاره به یې اغیز اخیسته او د هغه حضرت د کړچار بیلګې به یې تعقیبولې. بې شکه د امام علی علیه سلام خاص تربیت د دغه نیک ځلمې په روحی او فکری شخصیت کې ډیره مهمه ونډه درلوده، او د هغه لوړو صفتونو په هماغو اوچتو روزنو کې جرړه درلوده. حضرت عباس عليه السلام د ودې او غوړیدا په هماغو لومړنیو ورځو کې دا زده کړه چې باید د حق د لارې په لوړاوی او د توحید د بیرغ په اوچتو ساتلو کې له ځانه تیر شی، او داسې باور د هغه په وجود کې جرړه وکړه.

د خپل ګران پلار حضرت امام علی عليه السلام په څنګ کې د حضرت عباس عليه السلام د ژوند ۱۴ کاله تیر شول، چې وروستی ۵ کلونه له غلیمانو سره ښکیل وو. ویل شوی دی چې حضرت عباس عليه السلام په دغو ځینو جنګونو کې ګډون درلود، او په داسې حال کې چې یو کم عمره ځلمې وو، رشید، ولولناک، چست او د جنګیالیو او اتلوالانو سره به جنګیده. ځینو مورخانو په صفین جنګ کې د دغه ځلمې د زړورتیاو جلوې بیان کړی دی چې په دولس کلنۍ او ځلمیتوب کې د هغه حضرت د زړور جنګ ښودنه کوي. نقل شوی ده، په صفین جنګ کې، هغه وخت چې د معاویه عسکر په اوبو مسلط شول، او اوبه یې بندې کړې، او تندی د امام علی عليه السلام یاران ګواښل، نو هغه حضرت د اوبو د بیا اخیستلو حکم صادر کړ. په دې مینځ و میان کې عباس عليه السلام هم د امام حسین عليه السلام په څنګ کې د اوبو د لارې د بیرته خلاصولو لپاره په ډیره زړورتیا او د ملګرو او غلیمانو له تمې لیرې وجنګیده.

حضرت عباس علیه السلام د خپل ګران پلار له شهادته وروسته په اتلس کلنۍ کې د عبد ا... بن عباس له لور لبابه سره واده وکړ. ابن عباس د پیامبر اکرم ص تره، د حدیثو راوی، د قران کریم مفسر او د امام علی تکړه شاګرد وو. د لبابه فکری او معنوی شخصیت هم د قران کریم د دغه ستر مفسر په کور کې بڼه غوره کړی وه، او په علم او ادب ښکلی وه، له دغه مبارک واده د عبید ا... او فضل په نوم دوه بچیان پیدا شول، چې دواړه بیا وروسته د دین ستر عالمان او د قران کریم دودونکی شول. د حضرت ابوالفضل العباس عليه السلام په لمسیو کې هم داسې کسان وو چې د نورو امامانو په وخت کې د دین عالمان او د حدیثو راویان وو او دغه د علوی علم نور یې چې د حضرت عباس عليه السلام په مبارک وجود کې یې تجلی پیدا کړی وه، په راتلونکیو نسلونو کې یې هم دوام پیدا کړ او د خداې د دین لپاره یې ساتونکی وړاندې کړل چې درست عالمان و فصیحان، عابدان او ادیبان وو.

حضرت عباس عليه السلام د څیرې، اخلاقو او روحیاتو له پلوه ډیر ښکلې وو . ظاهر یې د ښکلی باطن ائینه وه. هغه حضرت ډیره ځلانده څیره درلوده، او په بنی هاشمو کې چې درست د کمال او جمال ستوری وو، عباس د سپوږمئ په شان وو ، له دې امله په قمر بنی هاشم مشهور وو. د هغه حضرت د څیرې په انځورولو کې یوازې باید د هغه په پیاوړیو غړیو، لوړ قد او ښکلی څیرې بسنه ونکړو، د هغه ځلانده فضیلیتونو هم د عباس عليه السلام د ښکلی څیرې یوه برخه وه. همدا راز د عباس تقوا، دیانت او ژمنتیا هم ډیره مشهوره وه او پر دې سربیره د اسلام یو ستر اتل هم بلل کیږی. شجاعت او بهادری یې له خپل ګران پلاره په میراث وړی وه، او په کرامت، لویتوب، عزت نفس، د کردار او څیرې ښکلا یې د بنی هاشمو له درستو عظمتونو او ښکلاو، وه. د هغه حضرت په مبارک تندی د سجدو نښه جوته وه چې د خداوند متعال په وړاندې یې د هغه د تهجد، عبادت، خاکساری او خضوع ښودنه کوله. خداې غواړې مبارز، او د شپې له راز و نیاز سره بلد دلاور وو.

ډیر زیات بصیرت او ژور فکر د حضرت عباس علیه السلام په ځانګړتیاو کې شامل دی، په دې ډول چې د ټولنې له درستو سیاسی حالاتو او جریاناتو او د نفاق او کفری کړن لارو ډیر ښه خبر وو. هغه حضرت یوازې د یوه پیاوړی اتل او زړور علمدار په توګه مطرح نه وو، بلکه د هغو په شخصیت کې پاکی په فقاهت، عبادت په بصیرت ، ژور فکر په ساده ژوند او زهد په اجتماعی فعالیتونو سره یوځاې شوې وو . دا د هغه د ژور تفکر او بصیرت نتیجه وه چې د خپل امام سید الشهدا حضرت امام حسین علیه السلام پیروی او ملاتړ یې وکړ او په دې ډول د کرامت او عزت څوکې ته ورسید، او د تاریخ په پاڼو کې تل پاتې شو.

حضرت امام صادق علیه السلام د خپل تره عباس علمدار په اړه فرمایی، زمونږ تره عباس ژور بصیرت درلود، خپل ګران ورور حسین علیه السلام په څنګ کې یې جهاد وکړ، په ډیره ښه توګه په امتحان کې بریالې شو، او له دنیا شهید لاړ.

هغه ژور او پیاوړې بصیرت او نظر چې امام صادق عليه السلام د عباس علمدار په تعریف کې کارولې دې، د هغه بزرګوار لپاره ویاړمن سند دی. بصیرت او ژور تفکر چې په اوسنی وخت کې د درستو اجتماعی پرګنو اړتیا ده، ځکه چې همدغه بصیرت په سختو او له شکونو ډکو شیبو او په وروستیو دریځونو کې انسان په سمې، الهی او ولایت کرښې هدایتوی.

د حضرت عباس علمدار د نیکمرغه زوکړې په مناسبت یو ځل بیا د زړه له کومې د مبارکی ویلو په ترڅ کې له خداوند متعال څخه د علم، وفا او تقوا له دغې بیلګې د پیروی د توفیق دعا کوو.

کلیدي کلمې: