د نامه ټاکنه

مستحبه ده، چې ماشوم ته تر زېږېدو وروسته يو ښه نوم ورته وټاکل شي. د ښه نامه ټاکل په پلار باندې د بچي يو حق دے او پلار بايد وپوهېږي، چې په بچي باندې ښه نوم کېږدي.

د بچيو لپاره تر ټولو غوره نومونه هغه دي، چې د خدای تعالی د بندګۍ او عبادت مانا ورکړي، لکه عبدالله، عبدالرحمان، عبدالرحيم او داسې نور... په دويم پړاو کې ښه نومونه د رسولانو او امامانو نومونه دي. که د يو ماشوم نوم محمد وي، نو ښه نه ده، چې کنيت يې ابوالقاسم وي.

د اسلام له مخې د خداې تعالی نسبتی او صفتی نومونه او هم دا ډول د رسولانو او امامانو نومونه ښه ګڼل شوي او ثواب يې بيان شوی دی. د دې مانا دا نه ده،چې مونږ بايد هر ډول عربي نومونه پر ځان کېږدو، که يو طرف اسلامي نومونه (نه عربي نومونه) کيښول غوره ګڼل شوي، نو له بل پلوه د پښتو نومونو کيښوول هم د اسلام له نظره روا دي او زما په خيال، خو که انسان داسې نومونه کېږدي، چې هم د هغه د دين او اسلاميت ښوونه کوي او د هغه د قوميت، نو دا به ډيره ښه وي لکه ايمل حسن، محمد خوشال، ګل محمد، حسن غلام، حسين علی او داسې نور...

ځينې خلک دا خيال کوي، چې ګوا کې د پښتو نومونو کېښودل ښه کار نه دی. حال دا چې، داسې بېخي نه ده. که مونږ د خپل خوا و شا پر مختلليو مسلمانانو ولسونو ته يوه کتنه وکړو، نو ګورو، چې هغوی له يوه پلوه خپل مذهب او اسلاميت ټينګ کړی او له بل پلوه يې خپل لرغونی دود، دستور، قوميت او کولتور هم ژوندې ساتلای دی. د بېلګې په توګه، به ايرانيان واخلو، دا قام له يوې خوا په اسلامي نومونو ټينګ ولاړ دي، خو له بل پلوه يې خپل دوديز او لرغوني نومونه هم نه دي پرېښي او داسې ايرانيان لږ ليدل کېږي، چې د نامه يوه برخه يې د خپل ايرانيت څرګندونه ونه کړي.

هم دا راز په پنجابيانو کې هم الله دته، الله رکها او داسې نور... نومونه تر سترګو کېږي.

نوم، چې د انسان د شحصيت او پېژندګلوۍ لومړی ټکی او وسيله ده، څو شرطونه بايد ولري. لومړی دا چې پکار ده ښه او خواږه وي،زېږه ترخه او سپک نه وي لکه؛ ډيرانی؛ او داسی نور.

او بله دا چې لکه څرنګه، د يو کس د دين او لارې ښووندوی دي، هم دا ډول د هغه د قام او کولتور ښوونه هم بايد وکړي. اسلام هيڅ کله د داسې نومونو مخالفت نه دے کړی، چې د يو کس د قام، ولس او کولتور يا تاريخ ښووونه کوي، خدای تعالی که په قران شريف کې له يوې خوا فرمايي، چې تاسو کې تر ټولو ښه او خداې ته نږدې کس هغه دے، چې متقي او پرهېزګار وي، نوله بلې خوا يې دا هم ويلي، چې تاسو مې ډلې ډلې او قامونه، قامونه کړئ، چې سره وپېژندل شئ.

له دغو خبرو مې مطلب دا ده، چې که څه هم اسلامي نومونه  غوره او ښه دي، خو پُښتنو نومونه هم د اسلام له احکامو سره توپير او فرق نه لري.