د مومنانو د قبرونو زيارت د (( قران مجيد )) او (( سنت )) له نظره

د اسلام عالمانو او فقيهانو د قران مجيد له مبارکو ايتونو او  له مبارکو حديثونو څخه په پېروۍ سره د قبرونو په تېره بيا د پېغمبرانو، اولياکرامو او صالحانو د قبرونو زيارت کول تجويز کړي دي او د دې  لپاره د فضيلت او کرامت قائل شوي دي. په دې مېنځومان کښې وهابي ډله د قبرونو د زيارت اصل ( په ظاهره توګه ) حرام نۀ ګڼي خو د اولياء کرامو د  قبرونو د زيارت لپاره سفر کول حرام او ممنوع اعلانوي.

اوس مونږ د زيارت له اصل څخه  له فارغېدو نه پس (( د اولياؤ د قبرونو د زيارت لپاره د سفر )) مسئله څېړو:

دا خبره څرګنده ده چې د قبرونو زيارت  زيات اخلاقي او تربيتي اثرات لري. او دلته په يوې کوټلې توګه ورته اشاره کوو.

د ارام د دغې وادۍ مشاهده چې د غني ، فقير، توانمن او ځواکمن په شمول د ټولو کسانو د ژوند ډيوه پکښې مړه شوې  او اوسېدونکي يې په درې ټکړو لباس سره تر خاورو لاندې په ارام پراتۀ دي زړۀ او روح لړزوي او په ډېره زياته توګه د انسان لالچ او طمعه کموي. که انسان د عبرت سترګې ولري نو له دغې لارې څخه زيات عبرت اخلي او له ځان سره داسې وائي: شپېتۀ يا اويا کاله عارضي ژوند چې خاتمه يې د خروارونو خاورو تر لاندې پټېدل، ورستېدل، محو کېدل او نابودېدل دي دومره ارزښت او قيمت نۀ لري چې انسان دې د هغۀ د مال او مقام په حاصلولو کښې دومره زياتې هلې ځلې وکړي او په خپلو او پرديو باندې دې ظلم او ستم روا وګڼي.

د خاموشو وجودونو د دغې وادۍ مشاهده چې تر ټولو سخت زړونه نرموي او تر ټولو کاڼۀ غوږونه اورېدونکي کوي او تر ټولو کم ليدونکو سترګو ته نظر ورکوي ، د دې سبب کيږي چې انسان د خپل ژوند په پروګرام کښې بيا کتنه وکړي او د پاک خالق او د هغۀ د مخلوق په وړاندې د خپلې سختې ذمه وارۍ او انفرادي او اجتماعي دندو په اړه غور او فکر وکړي او خپلې خودسرۍ کمې کړي. د خداے د ګران رسول (ص) د فرمان مطابق: (( د قبرونو زيارت د اخېرت د سراې ياد راوړونکے دے.)) [1]

د قبرونو د زيارت صحيح والے او مضبوط والے په دومره اندازه روښانه او څرګند دے چې د دليلو وړاندې کولو ته حاجت نۀ لري، خو بيا هم ځينې دلائل د ډېر وروستو باور کوونکو لپاره وړاندې کوو:

 

قران مجيد او د قبرونو زيارت

خداے پاک په قران مجيدکښې پېغمبراکرم (ص) ته حکم ورکوي چې هيڅکله د منافق په جنازه باندې نمونځ ونکړې او نۀ د هغۀ د قبر په خوا کښې اودرېږې. لکه چې فرمائي:

« وَلاتُصَلِّ عَلي أَحَد مِنْهُمْ مّاتَ اَبَداً وَلاتَقُمْ عَلي قَبْرِه اِنَّهُمْ کَفَرُوا بِاللهِ وَرَسُولِه وَماتُوا وَهُمْ فاسِقُونَ » [2]

(( له دوي ( منافقانو ) څخه د يو کس لپاره هم چې مړ شي هيڅکله نمونځ ونکړې او په قبر باندې  يې ( د مغفرت غوښتلو لپاره ) و نۀ درېږې، دوي له خداے او د هغۀ له پېغمبر څخه کفر اختيارکړ او په داسې حال کښې چې فاسقان او بدکار وو مړۀ شوي دي. ))

په دې مبارک ايت کښې  د منافق د شخصيت د ختمولو او د دغې ډلې د غړيو د غوږونو د تاوولو لپاره خپل ګران رسول ( ص) ته حکم ورکوي چې:

١- له منافقانو څخه د هيڅ يو کس په جنازه باندې نمونځ ونکړې.

٢- په قبر باندې يې ونۀ درېږې. دا حقيقت يې د (( وَلاتَقُمْ عَلي قَبْرِه )) په جملې سره بيان کړے دے.   

د دې حکم چې فرمائي: د منافق په باره کښې دا دوه کارونه مۀ ترسره کوه، مفهوم يې دا دے چې دا کار د غېر منافق په باره کښې ښۀ او غوره دے.    

اوس پکار دي دا وګورو چې له « وَلا تَقُمْ عَلي قَبْرِهِ » نه مراد څه دے؟ ايا مراد ترې يوازې د دفن په وخت په قبر باندې اودرېدل دي چې د منافق په باره کښې جائز نۀ دي او د مومن په باره کښې لازم او غوره کار دے؟ يا مراد ترې هم د دفن وخت او هم نور وختونه دي؟

ځينو مفسرانو ايت مبارک د دفن له وخت سره متعلق ګڼلے دے او د بيضاوي په شان ځينو نورو مفسرينو ورته بيل په وسيع نظرۍ سره کتلي دي او ايت مبارک داسې تفسيروي: « ولا تَقُمْ عَلي قَبْرِهِ لِلدَّفْنِ أوْلِزِيارَة . » [3]

د ايت مبارک په مفهوم کښې په غور کولو سره دا خبر واضحه کيږي چې مراد ترې يوه پراخه معنا ده چې هم پکښې د دفن وخت او له هغۀ نه پس وختونو کښې په قبر باندې اودرېدول مراد دے. ځکه چې د ايت مبارک مضمون په دوو جملو باندې مشتمل دے او هغه جملې په دا ډول دي:

الف ـ « لاتُصَلِّ عَلي اَحَد مِنْهُمْ ماتَ اَبَداً » د « اَحَد » لفظ د نهي په سياق کښې راغلے دے او د افرادو د استغراق مفيد دے او د « اَبداً » لفظ د زماني د استغراق مفيد دے او د جملې معنا دا شوه چې (( د منافقانو د هيڅ کس لپاره او په هيڅ يو وخت کښې نمونځ ونکړې. ))

دغو دوو لفظونو ته په پام سره په روښانه توګه په دې پوهېدې شو چې له جملې نه مراد خاص په مړي باندې د جنازې نمونځ نۀ دے، ځکه چې د جنازې نمونځ په مړي باندې يوازې يو ځل له ښخوولو نه مخکښې ادا کيږي او بيا نۀ تکراريږي. نو که مراد ترې په خاصه توګه د جنازې نمونځ وې  د (( ابدا )) لفظ راوړلو ضرورت نۀ ؤ او دا تصور چې دا لفظ د (( افرادي استغراق )) د افادې لپاره دے په کامله توګه بې ربطه دے، ځکه چې د « لاتُصَلِّ عَلي اَحَد » جمله د داسې شمول او استحباب  مفيده ده او نوره لازمي نۀ ده چې بيا بيان کړې شي.

له دې نه په تېرېدو سره (( ابدا )) لفظ په عربي لغت کښې د (( زماني )) استغراق لپاره دے نه د (( افرادي )).، لکه:  « ولا اَنْ تَنْکِحُوا أَزْؤاجَه مِنْ بَعْدِهِ اَبَداً . » [4] 

نو په دې بنياد د وړومبۍ جملې مفهوم داسې دے چې: (( هيڅکله د يو منافق لپاره هم د رحمت او مغفرت غوښتنه مۀ کوه هم د نمونځ په ادا کولو سره او هم بې له نمونځه ))

 

ب ـ « لاتَقُمْ عَلي قَبْرِه »

د دې جملې مفهوم په مخکښېنۍ جملې باندې د عطف په حکم سره داسې دے: « وَلا تَقُمْ عَلي قَبْرِ اَحَد مِنْهُم اَبَداً » ځکه چې هغه قيود چې په معطوف عليه کښې وجود لري په معطوف باندې هم وارديږي.

په داسې صورت کښې نۀ شو ويلې چې له (( قيام )) نه مراد هم هغه د دفن په وخت قيام دے ځکه چې فرض دا دې چې د دفن په موقع قيام د هر کس لپاره بيا بيا نۀ شي تکرارېدې، او د (( ابدا)) لفظ چې په دې جمله کښې هم تقدير دے د دې بيانوونکے دے چې دا عمل تکرارېدونکے دے او دا تصور چې دا لفظ د افرادو د استغراق لپاره دے ځواب يې په تېره جمله کښې ورکړې شوے دے، ځکه چې د (( احدا )) په شتون سره بيا افادې ته ضرورت نشته.

په (( لا تصل )) او (( لا تقم )) الفاظو کښې دوو  مضمونونو ته په پام سره ويلې شو چې خداے پاک خپل پېغمبر (ص) په منافق باندې د هر ډول رحمت له غوښتلو که هغه د هغۀ په جنازه باندې د نمانځۀ له لارې وي  او يا د مطلقې دعا او په قبر باندې د هر ډول اودرېدو له لارې وي، که هغه د دفن په وخت کښې وي يا له هغۀ نه پس وي منعې کړے دے. او مفهوم يې دا دے چې دغه دواړه عملونه يعنې د رحمت غوښته او په قبر باندې قيام او وقوف د وفات شوي مومن لپاره په ټولو وختونو کښې جائز او غوره کار دے او له دغو اوقاتو څخه يو وخت د مومن په زيارت باندې چې کلونه وشول خاورو ته سپارلے شوے دے وقوف او ورباندې د قران مجيد تلاوت کول دي

 

احاديث او د قبرونو زيارت

له هغو احاديثو څخه چې صحاحو او سننو نقل کړي دي دا ثابتيږي چې د خداے ګران رسول (ص) په څرګنده توګه په عارضي توګه د قبرونو له زيارت کولو نه خلق منعې کړي وو او بيا يې اجازه ورکړه چې خلق دې د هغو زيارت ته ورځي.

کېدې شي په عارضي توګه د منعې کولو علت دا ؤ چې د هغو خلقو تېر مړي په غالبه توګه مشرکان او بت پرست وو او اسلام د شرک له دنيا سره د هغوي مينه او رشته ختمه کړې وه. کېدې شي د منعې کولو علت يو بل څيز وي او هغه دا چې د تازه او نويو مسلمان شويو کسانو يوې ډلې به د خپلو مړيو په قبرونو باندې د هم هغه جهالت د دور باطلې مرثيې او وير کوۀ چې د دغو مرثيو الفاظ او مفهوم له اسلامي ادابو نه بهر ؤ. خو د اسلام له پراختيا او د خلقو په زړونو کښې د ايمان  د نيالګي له ټينګېدو نه پس دغه نهي او منعې واپس واخېستل شوه او د خداے ګران رسول (ص) د هغو فائدو په خاطر چې د قبرونو په زيارت کولو کښې موجودې دي، اجازه ورکړه چې خلق دې د قبرونو زيارت ته ورځي. د صحاحو ا و سننو ليکوالان په دې حقله داسې نقلوي:  

 

1 ـ « زُورُوا القبورَ فإنها تُذَکِّرُکم الآخِرَةَ . . . » [5]

(( د قبرونو زيارت کوئ ، ځکه چې د هغوي زيارت د اخېرت د سراې  ياد راوړونکے دے. ))

2 ـ « کُنْتُ نَهَيْتُکُمْ عَنْ زِيارَةِ الْقُبُورِ فَزُورُوا ، فَاِنَّها تُزَهِّدُ فِي الدُّنْيا وَتُذَکِّرُ الآخِرَةَ » [6]

(( ما تاسو د قبرونو له زيارت کولو نه منعې کړي وئ، له اوس نه پس زيارت کوئ، ځکه چې د قبرونو زيارت  تاسو د دنيا په نسبت بې اعتنا کوي او درته اخېرت دريادوي. ))

له همدې امله دي چې د خداے ګران رسول (ص) به د خپلې مور بي بي زيارت ته تلو او خلقو ته به يې هم د قبرونو د زيارت کولو سپارښتنه کوله ، ځکه چې د قبرونو زيارت کول د اخېرت يادراوړونکي دي.

 

3 ـ « زارَ النّبيّ قَبْرَ اُمِّهِ فَبَکي واَبْکي مَنْ حَولَه . . . إستأْذَنْتُ رَبِّي في اَنْ أَزُورَ قَبرها ، فَاَذِنَ لِي ، فَزُورُوا الْقُبُورَ فَإِنَّها تُذَکِّرُکُمُ الْمَوْتَ » [7]

(( د خداے ګران رسول (ص) د خپلې مور بي بي د قبر زيارت وکړ، د هغې د قبر په خوا کښې يې وژړل او او هغه کسان چې چاپېره ورسره وو يې هم وژړول، بيا يې وفرمايل: ما له خداے پاک نه اجازه واخېسته چې د مور د قبر زيارت وکړم ، تاسو هم د قبرونو زيارت کوئ، ځکه چې د هغو زيارت  انسان ته مرګ را يادوي.))

 

٤- بي بي عائشه (رض) وائي:

 

« أنَّ رَسُولَ اللهِ رَخَّصَ في زِيارَةِ الْقُبُورِ » [8]

(( د خداے ګران رسول (ص) د قبرونو د زيارت کولو اجازه ورکړه. ))

بي بي عائشه همدا رنګ وائي چې د خداے ګران رسول (ص) د قبرونو د زيات کولو طريقه مونږ ته داسې رازده کړه:

« فَأمَرَني رَبِّي آتي الْبقِيعَ فَأَسْتَغْفِرَلَهُمْ ، قُلْتُ کَيفَ أقُولُ : يا رسول اللهَ ، قالَ : قُولي : السلامُ علي أهل الدِّيارِ مِنَ الْمُؤمنينَ والمُسْلِمينَ يَرْحمُ الله المُسْتَقْدِمينَ مِنّا وَالمُسْتأخِرينَ وإنّا إنْ شاءالله بِکُمْ لاحِقونَ » [9]

((  زما رب ما ته حکم راکړ چې بقيع ته لاړ شم او پکښې د قبرونو د خاوندانو لپاره مغفرت وغواړم، (( عائشې) وويل: ورته مې وويل: اے د خداے رسوله! څه رنګ ووايو؟ وې فرمايل: د دې ديار په خاوندانو باندې دې چې له مومنانو او مسلمانانو څخه دي سلام وي. خداے پاک دې په دغو کسانو باندې چې له مونږ نه مخکښې تلي دي او په هغو باندې چې په مونږ پسې راځي رحمت نازل کړي، او مونږ ډېر زر له تاسو سره يو ځاے کېدونکي يو.))

٦- په مبارکو حديثونو کښې  راغلي دي چې د خداے ګران رسول (ص) به په دا ډول جملو سره د قبرونو زيارت کوۀ:

« السَّلامُ عَلَيْکُم دارَ قَوْم مُؤمنينَ وإنّا واِيّاکُمْ مُتواعِدونَ غَداً ومُواکِلُونَ ، واِنّا اِنْ شاءاللهُ بِکُم لاحِقُونَ ، أللّهمَّ اغْفِر لأِهْلِ بقيع الغَرْقَدِ » [10]

 

په پو بل حديث شريف کښې راغلي دي:

« السَّلامُ عَلَيْکُمْ أهْلَ الدِّيارِ مِنَ الْمُؤْمِنينَ وَالْمُسْلِمِينَ وَإنّا اِنْ شاءاللهُ بِکُمْ لاحِقونَ ، اَنتُم لنا فَرَطٌ ونَحْنُ لَکُم تَبَعٌ أسْئَلُ الله الْعافِيةَ لَنا وَلَکُمْ » [11] 

د ام المومنين په حديث کښې دا هم راغلي دي چې هر کله به د شپې وروستے پار راورسېد د خداے ګران رسول (ص) به جنت البقيع اديرې ته تلۀ او ويل به يې:

« السَّلامُ عَلَيْکُمْ دارقَوْم مُؤْمِنينَ وَاَتاکُمْ ما تُوعَدُونَ ، غَداً مُؤَجِّلُونَ ، وَاِنّا اِنْ شاءَاللهُ بِکُمْ لاحِقُونَ أَللّهُمَّ اغْفِرْ لاِهْلِ بَقِيعِ الْغَرْقَدِ » [12]

له يو بل حديث مبارک نه دا څرګنديږي چې د خداے ګران رسول (ص) به په ډله ايزه توګه د قبرونو د زيارت له پاره تشريف وړۀ  او  ورسره کسانو ته به يې دا تعليم ورکوۀ چې د قبرونو د خاوندانو زيارت څه ډول پکار دے.

« کانَ رسوُلُ اللهَ يُعَلِّمُهُمْ اِذا خَرَجوا اِلَي الْمَقابِرِ فَکانَ قائِلُهُمْ يَقُول : السَّلامُ عَلَي أهلِ الدِّيارِ ( يا ) السَّلامُ عَلَيْکُمُ أهْلَ الدِّيارِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُسْلِمِينَ وإنّا إنْ شاءَاللهُ لاحِقُونَ أَسْئَلُ اللهَ لَنا وَلَکُم الْعافِيَةَ . . . » [13]

 

ښځې او د قبرونو زيارت

يوازېنۍ مسئله چې باقي پاتې ده د ښځو د زيارت موضوع ده. په ځينو روايتونو کښې نقل شوي دي چې د خداے ګران رسول (ص) د ښځو له زيارت څخه نهي کړې ده. لکه:

« لَعَنَ رَسُولُ اللهِ زَوّاراتِ الْقُبُورِ »  [14]

(( د خداے ګران رسول (ص) په هغو ښځو باندې چې د قبرونو زيارت ته ځي لعنت کړے دے.))

خو دا پاملرنه پکار ده چې د ښځو لپاره د زيارت په حراموالي باندې په دا ډول حديثونو باندې  استدلال له څو لحاظه صحيح نۀ دے.

١- زياتره علماء دا نهي يوه کراهتي نهي بولي او د کراهت علت هغه خاص حالات دي چې په هغو وختونو باندې واکمن وو، چې د (( مفتاح الحاجه )) ليکوال په شان د حديثو يو شارح د سنن ابن ماجه په حديث باندې په خپله شرحه کښې ليکي:

« إخْتَلَفُوا في الْکَراهَةِ هَلْ هِيَ کِراهَة تَحْرِيم أَوْ تَنزيه ذَهَبَ الاَْکثَرُ اِلي الْجَوازِ اِذا آمنَتْ بِالْفِتْنَةِ . » [15]

(( عالمان د خداے د ګران رسول (ص) د نهي په حقله دوه قوله دي چې ايا نهي تحريمي ده او کۀ کراهتي. خو اکثر علماء عقيده لري چې ښځه په داسې صورت کښې چې له فتنې څخه مطمئنه وي د قبر زيارت ته تلې شي. ))

٢- په تېرو حديثونو [16]  کښې مو ولوستل چې بي بي عائشې (رض) له رسول اکرم (ص) نه نقل کړي  وو چې د خداے ګران رسول (ص) د قبرونو زيارت ته تلل ازاد اعلان کړل.که ښځې له دغه حکم نه مستثنی وې نو ضروري وه چې يادونه يې کړې وې چې دا حکم يوازې د سړيو لپاره دے. په خاصه توګه چې د حديث بيانوونکې خپله ښځه ده نو په طبيعي توګه چې د مخاطبانو ترمېنځ به ښځې هم موجودې وې او هر مخاطب دا فکر کوي چې حکم او ذمه واري د هغۀ لپاره ده.

٣- په ځينو احاديثو کښې راغلي دي چې د خداے ګران رسول (ص) بي بي عائشې (رض) ته د قبرونو د زيارت  طريقه وروښودله. [17]  او ام المومنين له پېغمبراکرم (ص) نه پس هم د قبرونو زيارت ته تله.

٤- ترمذي نقلوي چې کله د بي بي عائشې (رض) ورور ( عبدالرحمن بن ابي بکر) په (( الحبشي )) کښې وفات شو نو د هغۀ جنازه يې مکې ته يوړه او هم هغلته يې خاورو ته وسپارۀ، کله چې يې خور ام المومنين له مدېنې نه مکې ته راغله نو د خپل ورور د قبر زيارت ته ورغله او د هغۀ د قبر په خوا کښې يې د وير او ماتم دوه شعرونه وويل او وېنا يې وکړه. [18]

د صحيح ترمذي شارح (( امام حافظ ابن العربي )) ( پېدائش ٤٣٥ وفات ٥٤٣ ) په صحيح ترمذي باندې په خپله تعليقه کښې ليکي: صحيح خبره دا ده چې د خداے ګران رسول (ص) سړيو او ښځو ته اجازه ورکړه چې د قبرونو زيارت ته لاړ شي، که ځينې د ښځو زيارت مکروه ګڼي نو په قبر باندې د بې تابۍ او بې صبرۍ په وجه او يا د پوره ستر او پردې نۀ لرولو په وجه وو.

٥- صحيح بخاري له (( انس )) نه نقلوي چې د خداے ګران رسول (ص) يوه ښځه وليده چې د خپل يو عزيز په قبر باندې ژړا کوي، ورته يې وفرمايل: تقوا خپله پېشه وګرځوه او صبر وکړه، هغې ښځې د خداے ګران رسول (ص) و نۀ پېژندۀ، وې ويل: ما پرېږده په هغه مصيبت چې زۀ ګرفتاره شوې يم تۀ نۀ يې شوے، بيا چې ورته چا وويل چې دا د خداے ګران رسول (ص) ؤ نو د خپل عزيز قبر يې پرېښود او د پېغمبراکرم (ص) کور ته ورغله او له هغه حضرت څخه يې معافي وغوښته چې تاسو مې و نۀ پېژندئ. د خداے ګران رسول (ص) ورته وفرمايل: په مصيبت باندې صبر غوره دے. )) [19]

که د قبر زيارت د ښځو لپاره حرام وې نو د خداے ګران رسول (ص) به هغه له دې کار څخه منعې کړې وه. په داسې حال کښې چې هغه حضرت ورته يوازې د صبر کولو نصيحت وکړ او د قبر له زيارت نه پس د خداے د ګران رسول (ص) کور ته د ښځې د راتلو په وخت د هغه حضرت موضوع (( د مصيبت په وخت صبر او زغم )) وه نه (( د قبر زيارت )) ګنې حکم به يې ورکړے ؤ چې بيا د خپل عزيز قبر ته لاړه نۀ شې.

٦- د خداے د ګران رسول (ص) لور بي بي فاطمه (ع) به د هرې جمعې په ورځ د خداے د ګران رسول (ص) د ترۀ  حضرت حمزه (ع) د قبر زيارت لپاره تله او د هغۀ د قبر په خوا کښې به يې نمونځ کوۀ او ژړل به يې. [20]

قرطبي وائي: د خداے ګران رسول (ص) هرې زيارت کوونکې ښځې باندې لعنت نۀ دے ويلې بلکې هغې زيارت کوونکې باندې يې لعنت کړے دے چې په متواتره توګه د قبرونو زيارت ته روانه وي، په دې ګواه سره چې فرمائي. (( زوارات القبور ))  او (( زوار)) د مبالغې صيغه ده. [21]

او کېدې شي د لعن کولو علت دا وي چې له حد نه زيات زيارت کول د خاوند د حق د ضائع کولوسبب او په کتو کښې د تبرج وسيله او همدا رنګ په چغو سورو سره د ښځو ژړل وي او که د ښځې په زيارت کولو کښې د دا ډول چارې نۀ وي نو څه اشکال نۀ لري، ځکه چې د مرګ ياد راوړنه له هغو چارو څخه ده چې سړي او ښځې دواړه ورته ضرورت لري.

٨- که د قبرونو زيارت په زيارت کوونکي کښې  له دنيا څخه د څنګته کېدو، د لالچ او حرص د کمېدو او د اخېرت د ياد راوړو سب ګرځي نو دا د مړي لپاره يوه بله ګټه ده، يو داسې کس چې د منونو خاورو د لاندې اودۀ وي او لاسونه يې له هر څيز او کار څخه لنډ شوي وي  نو ځکه  زيارت کونې د سورۀ فاتحې له تلاوت او د هغې ثواب له هديه کولو سره مل وي او دا يو تر ټولو ښه هديه ده چې ژوندے يې په تر خاورو لاندې خپل عزيز ته وړاندې کولې شي

ابن ماجه په خپل سنن کښې نقلوي چې د خداے ګران رسول (ص) وفرمايل:

« اِقرَؤا يس عَلي مَوْتاکُم » (( په خپلو مړيو باندې سورۀ ياسين تلاوت کړئ ))

په داسې صورت کښې د ښځې او سړي ترمېنځ هيڅ فرق نشته چې يو دې ممنوع وي او بل دې مجاز وي، مګر دا چې ښځې يو لړ خاص حالات ولري چې په تېرو مخونو کښې ورته اشاره وشوه

 

[1]  ـ سنن ابن ماجه ، ج 1 ، « باب ماجاء في زيارة القبور » ، ص 113

[2]  ـ توبه : 84

[3]  2 ـ تفسير بيضاوي ، ج 3 ، ص 77

[4]  1 ـ احزاب : 53

[5]  ـ ابن ماجه ، ج 1 ، « باب ماجاء في زيارة القبور » ، ص 113

 

[6]  ـ سنن ابن ماجه ، باب « ماجاء في زيارة القبور » ، ج 1 ، ص 114 چاپ هند ؛ صحيح ترمذي ابواب الجنائز ، ج 3 ، ص 274 د ابن العربي المالکي له شرحې سره چاپ لبنان .

ترمذي له بريده څخه د حديث له نقلولو نه پس وائي:  « حديثُ بريدة صحيحٌ والعَملُ علي هذا عند أهلِ العلم ، لايرُون بزيارة القبورِ بأساً وَهو قولُ ابنِ المبارکِ والشافعي واحمدَ واسحاق »

(( د برېده حديث صحيح دے او د علم خاوندان پرې عمل کوي او د قبرونو د زيارت لپاره د څه منعې فکر نۀ کوي. او دغه نظريه د شافعې، ابن مبارک، احمد او اسحاق غوندې ډلې هم ده. ))  په دې حقله همدا رنګ دغو مدارکو ته هم مراجعه کولې شئ

ـ صحيح مسلم ، ج 3 ، باب « استئذان النّبي ربّه عزّوجلّ في زيارة قبر أمّه » ، ص 65

ـ صحيح ابو داود ، ج 2 ، کتاب الجنائز ، باب « زيارة القبور » ، ص 195

ـ صحيح مسلم ، ج 4 ، کتاب الجنائز ، باب « زيارة القبور » ، ص 73

 

[7]  ـ صحيح مسلم ، ج 3 ، باب « استئذان النّبي ربه عزوجل في زيارة قبر أمّه » ، ص 65 ، ابن ماجه ، ج 1 ، ص 114 ، هغه ټکے چې د خداے ګران رسول (ص) له خداےپاک څخه اجازه واخېسته چې د خپلې مور د قبر زيارت وکړي دا دے چې د حديث د راويانو په عقيده د پېغمبراکرم (ص) مور بي بي (( مشرکه )). په مسلمه توګه د خداے د ګران رسول (ص) مور بي بي د هغه حضرت د پلار نيکونو په شان د توحيد خاونده وه او هغوي ټول په دين حينف باندې وو. نو ځکه د دې حديث ټولې برخې له علمي اصولو سره سمون نۀ خوري. حديث با.  سنن ابن داود ، ج 2 ، کتاب الجنائز ، ص 195 ، ط مصر با تعليقات شيخ احمد سعد از علماي ازهر ؛ صحيح مسلم ، ج 4 ، کتاب الجنائز ، باب « زيارة قبر المشرک » ، ص 74

[8]   ـ سنن ابن ماجه ، ج 1 ، ص 114

[9]  ـ سنن نسائي ، ج 3 ، ص 76 و صحيح مسلم ، ج 3 ، باب « ما يقال عند دخول القبور » ، ص 64

[10]  ـ سنن نسائي ، ج 4 ، ص 77 ـ 76

[11]   ـ ـ سنن نسائي ، ج 4 ، ص 77 ـ 76  

[12]  ـ  صحيح مسلم ، ج 3 ، باب « ما يقال عند دخول القبور » ، ص 63 

[13]  - حيح مسلم ، ج 3 ، باب « ما يقال عن دخول القبور » ، ص 11

[14]  ـ سنن ابن ماجه ، کتاب الجنائز ، باب « ماجاء في النهي عن زيارة النساء القبور » ، ج 1 ، ص 478 ، چاپ اول ـ مصر .

[15]   ـ حواشي ابن ماجه ، ج 1 ، ص 114 ، ط هند .  

[16]  دريم نمبر حديث ته مراجعه وکړئ.

[17]   - اتم نمبر خديث ته مراجعه وکړئ.

[18]   ـ صحيح ترمذي ، ج 4 ، کتاب الجنائز ، باب « ماجاء في زيارة القبور » ص 275

[19]  3 ـ صحيح بخاري ، کتاب الجنائز ، باب « زيارة القبور » ص 100 ؛ صحيح ابي داود ، ج 2 ، ص 171

[20]  ـ مستدرک حاکم ، ج 1 ، ص 377 ، وفاء الوفاء ، ج 2 ، ص 112

[21]  ـ ابو داود په سنن کښې ، ج 2 ، ص 196 ، زائرات نقل کړي دي.

کلیدي کلمې: