د مهدویت د موضوع اهميت

له بده مرغه زمونږ په زمانه کښې بشريت له پراخه يرغل سره مخامخ شوے دے، ظلم واکمن دے او نابرابرۍ او تبعيضونه په هر ځاے کښې خپارۀ شوي دي. مستضعفين د مستکبرينو لخوا استعماريږي او له دين او مذهب سره جنګ د دين د مخالفو او سېکولرو حکومتونو بنيادي نعره او شعار ګرځېدلے دے.

 هر ځاے کښې چې مسلمان وغواړي د خپل حق تپوس وکړي نو د هغه د مظلوميت فرياد د هغۀ په مرۍ کښې غلے کوي. مسلمانان ديني ازادي نه لري، په اسلامي احکامو او شعائرو باندې له پابندۍ څخه منعې کولې شي. نن ټول د هغې ورځې په تمه دي چې دغه ناروا ممنوعيتونه، بنديزونه، تبعيضونه، ظلمونه، تشدد او د جهالت تيرې او تورتمونه ختم شي او نننۍ نړۍ په حقيقي معنو کښې په يوه «مدينۀ فاضله» بدله شي چې بشر پکښې خپلو جائزو غوښتنو ته ورسيږي.

زما اوس هم ياد دي چې په هندوستان کښې په رېل ګاډي کښې ناست وم چې له يو سېکهـ سره (چې په هندوستان له اعتقادي نظره له هندوانو سره يو شان والے لري) آشنا شوم. هغه د ځان لپاره د يو کار روزګار پېدا کولو په تکل کښې ؤ او د همدې لپاره د انټريو لپاره نوي ډيلي ته روان ؤ. هغۀ په خبرو خبرو کښې ما ته وويل:

«تاسومسلمانان عقيده لرئ چې يو کس به راځي او ظلمتونه او ناروا تبعيضونه به ختموي. ستاسو دا عقيده سمه ده او زۀ هم دې نتيجې ته رسېدلے يم. ځکه چې هر ځاے ته د کار لپاره تلے يم نو ځواب يې راکړے دے، سره له دې چې په مديريت کښې مې ډاکټرېټ کړے دے. له ځان سره مې وويل چې داسې يو کس پکار دے دغه ناروا تبعيضونه ختم کړي، هغه څيزونه چې په دې اړه مې د مسلمانانو د عقائدو په باره کښې اورېدلي وو ذهن ته راغلل نو ځکه مې بيا له تاسو نه پوښتنه وکړه.» هو هر کس د يو داسې موعود په انتظار کښې دے چې دغه ټول مشکلات ختم کړي، له همدې ځايه د موضوع اهميت څرګنديږي. ځکه چې بحث د يو داسې شخصيت په باره کښې دے د هغۀ په ذريعې سره به په ټوله دنيا کښې عدل او انصاف قائميږي.

   له بلې خو ځينې خلق دي چې تل د شکونو او شبهاتو په القاء کولو سره خلق ګمراه کوي او زمونږ د نظر وړ بحث کښې يې هم يو لړ شبهات مطر ح کړي دي چې ورته ځواب ورکول غواړوو.

ب) د بحث تاريخچه او مخینه:

 زمونږ بحث د خداے د ګران رسول  حضرت محمد مصطفی (ص) دوران ته ګرځي، ځکه چې هغه حضرت ؤ چې د مهدويت مسئله يې په واضحه او څرګنده توګه وړاندې کړه او د حضرت امام مهدي (ع)  د راتلو خبر يې ورکړ او وې فرمايل:

«زما له اهلبېتو څخه به يو سړے راڅرګندېږي چې زمکه به له عدل او انصافه ډکوي، هغه ډول چې له ظلم او جور څخه ډکه وي.»

د خداے له ګران رسول (ص) نه وروسته د هغه حضرت اهلبېتو او برحقو امامانو عليهم السلام هم تل د مهدي موعود (ع) په مسئله باندې تاکيد کړے دے او هر يو امام په يو شکل سره د هغۀ ذکر کړے  دے او هم دا رنګ ګڼ شمېر اصحابو (رض) له پېغمبر اکرم (ص) څخه د امام مهدي (ع) په حقله يو لړ احاديث نقل کړي دي چې نومونه يې په متعلقه کتابونو کښې راغلي دي.

بيا د اولې درجې نامتو شيعه عالمانو لکه صدوق، کليني، مفيد، طوسي، مرتضی او رضي رحمت الله عليهم وغيره، مسئله په جدي توګه کړې ده. هم دا رنګ د سنيانو د صحاح سته او د احاديثو نورو کتابونو مولفانو په دې اړه په لسګونو حديثونه په خپلو صحاحو او د حديثونو په نورو کتابونو  کښې نقل کړي دي. په دې لړ کښې زياتره حديثونه د سنيانو يو امام ، احمد بن حنبل په خپل مسند کښې راوړي  دي.

طبراني، ابونعيم، عباد بن يعقوب رواجني او د مستدرک خاوند حاکم په دې باره کښې زيات حديثونه راوړي دي، په دا ډول چې له دوي څخه ځينو د امام مهدي (ع) د احاديثو په اړه مستقل کتابونه ليکلي دي.

هم دا رنګ د سيوطي، ابن جوزي، ابن حجر، خوارزمي، شبلنجي ، متقي هندي او قندوزي په شان لويو سني عالمانو دا مسئله په پراخه توګه بيان کړې ده او حتی دې چارې ته يې مستقل کتابونه بيل کړي دي.

نو په دا ډول د بحث تاريخ خپله د خداے د ګران رسول (ص) د هغه حضرت د اهلبېتو (ع)، اصحابو (رض) او تابعينو (رح) زمانې ته ګرځي.

ج) په امام مهدي(ع) باندې د عقيدې عموميت:

 په دې باندې عقيده چې يو مصلح به راځي او ظلمت او تيرې به ختموي يوازې له شيعه، سني يا نورو مسلمانانو سره مخصوصه عقيده نه ده، بلکه ټولو دينونو که هغه الهي دينونه وي او که غېر الهي دغه حقيقت ته اشاره کړې ده.

د تورات په «عهد عتيق» کتاب کښې په  څو ځايونو کښې دا مسئله ذکر شوې ده.

مزامير داوود (د حضرت داود دعاګانې) کتاب، اشعيای نبي کتاب، بوئيل نبي  کتاب او زکريای نبي کتاب وغېره.

هم دا رنګ په انجيل کتاب (عهد عتيق) کښې دغې مسئلې ته اشاره شوې ده. انجيل متی، لوقا، يوحنا او رسالۀ پولس وغيره.

د زرتشتيانو په سرچينو کښې هم دغه حقيقت ته اشاره شوې ده او د هندوانو په مذهبي کتابونو کښې د مهدي موعود (ع) مقدس وجود او د هغه څرګندېدو ته زياتې اشارې شوې دي. لکه د هندوانو يو معتبر کتاب « اوپنيشادو»، «پاسک کتاب» چې د هندوانو په عقيده مقدس آسماني کتاب دے. او هم دا رنګ پاتيکل کتاب، وشن جوګ کتاب، ويد کتاب، داد تګ کتاب، ريګ ودا کتاب او شاکمون کتاب[1]

نو ځکه دا ويلې شوو چې په مهدي آخر الزمان  (ع) باندې عقيده يوه نړيواله عقيده ده چې تل ورته د نړۍ مختلفو ملتونو او مذاهبو پاملرنه کړې او کوي به.

د) هغه کتابونه چې د مهدويت په باره کښې ليکل شوي دي:

د دغې موضوع په اړه زيات کتابونه ليکل شوي دي او د علامه عسکري د وېنا له مخې د هيڅ يو  امام په باره کښې د امام مهدي (ع) هومره کتابونه نه دي ليکل شوي.

شيعه علماو او پوهانو د امام مهدي (ع) په باره کښې په تېرو او اوسنيو وختونو کښې زيات کتابونه ليکلي او لا به ليکي.

د سنيانو لخوا هم په دې اړه زيات کتابونه ليکل شوي دي. لکه د  ابونعيم اصفهاني «اربعين حديث» کتاب، د عباد بن يعقوب رواجني «اخبار مهدي» کتاب، د سيوطي «علامات مهدي» کتات، «العرف الوردي في اخبار المهدي» کتاب، د ابن حجر عسقلاني «القول المختصر في علامات المهدي المنتظر»، د متقي هندي «البرهان في ما جاء في صاحب الزمان» کتاب، د کُنجي شافعي «البيان في اخبار صاحب الزمان» کتاب، د مرعي بن يوسف مقدسي حنبلي « فرائد فوائدالفکر في الامام المهدي المنتظر» کتاب، د يوسف بن يحيی مقدسي شافعي، «عقائدالدرر في اخبار صاحب الزمان» کتاب او د عبدالله بن محمد الصديق الحسيني «المهدي المنتظر» کتاب.

له دې نه علاوه هغه کتابونه چې په دې وروستيو وختونو کښې په دې اړه سني علماو ليکلي دي.[2]

 

[1]- د دې تفصيل د سيد اسدالله هاشمي شهيدي کتاب « ظهور امام مهدي از ديدگاه اسلام و مذاهب و ملل جهان»

[2] - د سيد هادي خسرو شاهي « مصلح جهاني» کتاب ته رجوع پکار ده.