د مسلمانانو په بيدارولو کښې د امام کردار

بې شکه د امام حسين(ع) د کورنۍ بنديوانيدل د هغه حضرت د سپيڅلی پاڅون په کاميابولو کښې ډير مهم رول لرلی دی ځکه چې نه هغوی په دې سفر کښې په ميړانتوب او زغم سره خلقو ته د کربلا پيښه نۀ ده اورولې او که خلقو هغوی له نزدې نۀ وو ليدلی نو د امام حسين (ع) شهادت به دومره نۀ مشهوريدۀ او بنی اميه او يزيد به دومره نۀ شرميدل.

د امام حسين (ع) کورنۍ د نورو بنديانو او د خلقو د تصور په اپوټه چې دوي يې مغلوب او ماتې خوړلي ګڼل، چرته چې تلل د خپل برياليتوب او د دښمن د ماتې او ناکامۍ خبرې يې کولې. او ځان به يې کامياب او يزيديان ناکامه او بد مرغه ګڼل.

د کربلا د پيښې په پاتې شوؤ کسانو کښې امام زين العابدين (ع) او د امام حسين(ع) ګرانې خور بی بی زينب(ع) د خلقو په بيدارولو کښې ډير رول ولوبولو. امام سجاد (ع) که څه هم د خپل پلار د شهادت په وخت ناروغه ؤ او فطرتی خبره ده چې تر يو وخته پورې د دې ناروغۍ اثار د هغۀ مبارک په اندامونو کښې ښکاره وو او د پلار، وروڼو او ملګرو په شهادت يې زړۀ سوری سوری ؤ خو سره له دې دا غمونه د هغوی د فريضې په پوره کولو کښې خنډ نۀ شول او له هر فرصته يې د خلقو د افکارو د روښانولو لپاره استفاده وکړه.

په کوفې کښې کله چې خلقو د بی بی زينب(ع) او د هغې د خور فاطمه صغری(ع) د ګرمو خطبو د اوريدلو په وجه له شرمه سرونه ټيټ کړي وو او ژړل يې، امام سجاد(ع) اشاره وکړه چې غلي شئ، ټول غلي شول و بيا هغۀ مبارک د خداي له ثنا او دروده وروسته وفرمايل: ای خلقو! زۀ د حسين(ع) زوې علی يم، زۀ د هغه چا بچی يم چې مالونه يې لوټ او ولجه شول او کورنۍ يې دلته په بند کښې راغله، زۀ د هغه چا فرزند يم چې د فرات په غاړه بې ګناه شهيد کړی شو.

ای خلقو تاسو ته په خداي قسم درکوم، تاسو نه هير دی چې زما پلار ته مو ليکونه واستول او کوفې ته مو راوغوښت او چې کله راغی نو شهيد مو کړ. ای خلقو! تاسو به د قيامت په ورځ د خداي رسول ته په کوم مخ  ورځی، که تاسو ته ووايي چې زما کورنۍ مو ووژله او زما د عزت او ناموس خيال مو ونۀ ساتل نو تاسو زما امت يان نۀ يئ؟

د امام سجاد(ع) خبرو د يو طوفان په شان د کوفې خلق راوپارول او په هرې لارې او کوڅې کښې ژاړا انګولا جوړه شوه. کوفيانو ژړل او يو بل به يې ملامتول چې بدبخته او هلاک شوو[1] په دا ډول امام اودۀ ضميرونه راويښ کړل او د دې پيښې عظمت او فضيلت يې څرګند کړ او کوفيان يې له خپل جرمه (بې ګناهۍ) خبر کړل.

د امام حسين (ع) کورنۍ يې د ابن زياد ماڼۍ ته بوتله. ابن زياد چې امام سجاد(ع) وليد نو ويې پوښتل دا څوک دی؟ ورته وويل شول علی بن الحسين(ع) دی. وې ويل علی ابن الحسين خداي ونۀ واژۀ؟ امام وفرمايل زما يو ورور ؤ چې د هغۀ نوم هم علی ؤ خلقو هغه شهيد کړ ابن زياد وويل نه خداي هغه وواژۀ. امام وفرمايل! اَللهُ يَتَوَفۍ الانْفُس حِينَ مَوتِها وَالتِی لَم تَمُت فِی مَنَامِها (خداي پاک د مرګ په وخت روح او ساه وباسی).[2]

ابن زياد وويل: اوس هم زما د ځواب جرأت لری؟ او په تکبر سره يې خپلو سپايانو ته حکم ورکړ چې هغه مبارک شهيد کړي. بی بی زينب کبری(ع) اعتراض وکړ او وې ويل تا زمونږ د کورنۍ هيڅوک نۀ دي پريښی که د حسين(ع) د دې زوي قتل غواړې نو ما هم ورسره ووژنه. امام سجاد(ع) ابن زياد ته مخ واړوۀ او وې ويل ای د زياد زويه! ما په مرګ ګواښې او له مرګه مې ويروې، ايا تۀ نۀ يې خبر چې وژل کيدل زمونږ عادت او شهادت زمونږ کرامت او عزت دی؟

سرچینې

[1]  . احتجاج طبرسي ص 166.

[2]  . سوره زمر ايه 42.