د محتضر احکام

527- مسألههغه مسلمان چی محتضر دی يعنی د ځکندن په حال دی نارينه دی يا ښځه، لوی وی يا کوچنی، بايد په شاپری باسی په يو ډول چی د پښو ارغوی ئی د قبلی وخواته وی او ليری نه دی چی دغه کار پخپله پر محتضر هم لازم وی.

528- مسألهاحتياط واجب دا دی چی تر هغه وخته پوری د ميت غسل پای ته ونه رسيږی هغه مخ په قبله پری باسی، ليکن پسله هغه چی غسل ئی تمام سو، ښه دی هغه لکه هغه حالت چی لمونځ پر وائی، پری باسی.

529- مسألهد محتضر مخ په قبله کول پر هر مسلمان واجب دی او اجازه نيول د هغه د ولی څه لازم نه دی.

530- مستحب دی شهادتين، اقرار په دولس امام (عليهم السلام) او نور حقه عقايد هغه څوک ته چی د ځکندن په حال کی دی يو ډول تلقين وکړی چی وپوهيږی، او هم مستحب دی هغه شيان چی وويل سو د مرګ تر وخته پوری تکرار کړی.

531- مسألهمستحب دی دغه دعا يو ډول په محتضر تقلين کړی چی وپوهيږی: «اللّهمَّ اغْفِرْلِىَ الْكَثيرَ مِنْ مَعاصيكَ وَاَقْبَلْ مِنِّى الْيَسِيرَ مِنْ طاعَتِكَ يا مَنْ يَقْبَلُ الْيَسِيرَ وَيَعْفوُ عَنِ الْكَثِيرِ اِقْبَلْ مِنّى الْيَسِير; واعْفُ عَنّى الْكثيرَ اِنَّكَ اَنْتَ الْعَفُوُّ الْغَفُورُ اللّهُمَّ ارْحَمْنىِ فَاِنَّكَ رَحيمٌ».

532- مسألهمستحب دی هغه څوک چی ځکندن ئی سخت دی، که نه په عذابه کيږی په هغه ځای چی لمونځ ئی کول يوسی.

533- مسألهمستحب دی د محتضر د آسانی دپاره د هغه پر سر د يس مبارکه سوره، الصافات، احزاب، آية الکرسی، د اعراف د سوری څلور پنځوسمه آيه يعنی (اِنَّ رَبَّكُمُ اللهُ الَّذى خَلَقَ السَّماواتِ) آيه او د بقری د سوری آخره دری آيه بلکه هر څه د قرآن ممکن دی ووائی.

534- مسألهمحتضر يواځی پريښول، يو شی کښيښول د هغه پر نس، جنب او حايض نژدی وهغه ته، همدارنګه ډير خبری کول، ډير ژړا کول او د ښځو يواځی پريښول د هغه سره مکروه دی.

د مرګ وروسته احکام:

535- مسألهپسله مرګ مستحب دی د ميت خوله وتړی چی خلاص پاته نسی او د ميت سترګی او څڼه وتړی، لاس او پښه ئی صاف کړی او يو ټوکر پر واچوی، که په شپه مړ سويدی په هغه ځای چی مړ سويدی څراغ روښانه کړی او د هغه د جنازی د تشيع د پاره مؤمنين خبر کړی او هغه ژر شخ کړی، ليکن که يقين د هغه په فوت نه لری، بايد صبر وکړی تر څو معلوم سی او هم که ميت اميدواره ده او اولاد په نس کی ئی ژوندی دی بايد دومره د هغی ښخيدل وځنډوی چی د نس چپی خوائی سوری کړی او اولاد راوباسی او هغه خوا وګنډی.

د ميت ښخيدل، لمونځ، کفن او غسل احکام:

536- مسألهغسل، کفن، لمونځ او ښخول د مسلمان که څه هم دولس امامی نه وی پر هر مکلف واجب دی او که بعضو دغه کار وکړی د نورو څه ساقط کيږی او که هيڅ څوک ونه کړی ټوله معصيت يعنی ګناه کړيدی.

537- مسألهکه يو څوک د ميت په کارو مشغول سی پر نورو واجب نه دی اقدام وکړی، ليکن که هغه عمل نيمه کاره پريږدی، بايد نور پای ته ورسوی.

538- مسألهکه انسان يقين وکړی چی بل څوک د ميت په کارو مشغول دی واجب نه دی د ميت په کارو اقدام وکړی ليکن که شک يا ګمان لری بايد اقدام وکړی.

539- مسألهکه څوک وپوهيږی د ميت غسل يا کفن يا لمونځ يا ښخول باطل دی بايد دوباره په ځای کړی، ليکن که ګمان لری چی باطل وه، يا شک لری چی صحيح وه که يه لازم نه دی اقدام وکړی.

540- مسألهد ميت دغسل، کفن، لمونځ او ښخ دپاره بايد د هغه د ولی څه اجازه واخلی.

541- مسألهد ښځی ولی چه د هغه په ښخ، غسل او کفن دخالت کوی ميړه ئی دی او پسله هغه، هغه نارينه چی د ميت څه ارث وړی د دوی پر ښځو د مخه دی او هر يو چی په ارث وړل د مخه دی په دی کار هم د مخه دی.

542- مسألهکه يو څوک ووائی: زه د ميت ولی يا وصی يم، يا ووائی: د ميت ولی ماته اجازه راکړی دی چی ميت غسل، کفن او ښخ کړم، که بل څوک نه وائی زه د ميت ولی يا وصی يم يا د ميت ولی وماته اجازه راکړی دی، د ميت کارونه په هغه اړه لری.

543- مسألهکه ميت د خپل غسل، کفن، ښخ، او لمونځ دپاره بيله ولی بل څوک وټاکی، احتياط واجب دا دی چی ولی او هغه څوک هر دواړه اجازه ورکړی. او که ميت وصيت وکړی او خپل زوی وصی وټاکی بناپر احتياط واجب پر زوی لازم دی د پلار په وصيت عمل وکړی او نسی کولای هغه قبول نه کړی. اما که بيله خپل زوی بل څوک وصی وټاکی که هغه خبر سی او د ژوند په حال او کله چی هغه کولای سوای بل وصی وټاکی هغه ته خبر ورکړی چی حاضر نه دی د هغه په وصيت عمل وکړی منع نه لری او بيله هغه بايد په وصيت عمل وکړی.

د ميت د غسل احکام:

544- مسألهواجب دی ميت دری غسل ورکړسی.

لومړیپه هغه اوبه چی په سدر مخلوط وی.

دوهمپه هغه اوبه چی په کافور مخلوط وی.

دريمپه خالص اوبه.

545- مسألهسدر او کافور دومره ډير نه وی چی اوبه مضاف کړی او دومره هم لږ نه وی چی ونه وائی سدر او کافور د اوبو سره مخلوط سوی دی.

546- مسألهکه سدر او کافور په هغه اندازه چی لازم دی پيدا نسی بناپر احتياط واجب بايد په هغه مقدار چی په لاس کی لری په اوبوکی واچوی ليکن دومره لږ نه وی چی د سدر او کافور اوبه پر هغه ثابت نسی.

547- مسألهڅوک چه د حج دپاره احرام تړلی دی که د صفا او مروی د سعی د تماميدو د مخه مړسی نبايد هغه د کافور په اوبه غسل ورکړی او د هغه پر ځای په خالص اوبه غسل ئی ورکړی، او همدارنګه که د عمری په احرام د مخه تر وريښته لنډول، مړ سی.

548- مسألهکه سدر او کافور يا يو د دغو پيدا نسی، يا استعمال ئی جايز نه وی لکه داچی غصبی وی، بايد د هر يو پر ځای چی ممکن نه دی ميت په خالص اوبه غسل ورکړی.

549- مسألهڅوک چی ميت غسل ورکوی بايد دولس امامی مسلمان، عاقل او بناپر احتياط واجب بالغ وی او د غسل مسايل هم بايد وپوهيږی.

550- مسألهڅوک چی ميت غسل ورکوی بايد د قربت قصد ولری يعنی غسل د خدای (جل جلاله) د فرمان پر ځای کول دپاره په ځای کړی، او که په دغه نيت د دريم غسل تر پای پاته وی کافی دی او نوی کول لازم نه دی.

551- مسألهد مسلمان اولاد غسل که څه هم د زناوی واجب دی. غسل، کفن او ښخول د کافر او اولادئی جايز نه دی. او هغه څوک چی په کوچنی والی ليونی ؤ او د ليونی توب په حال بالغ سويدی، څرنګه چی پلار مور، نيکه او انائی يا يو د هغو مسلمان وی بايد هغه غسل ورکړی او که هيڅ يو د هغو مسلمان نه وی، غسل ورکول ئی جايز نه دی.

552- مسألهسقط سوی اولاد که څلور مياشتی يا ډير تر هغه لری، بايد غسل ورکړی او که څلور مياشتی نلری، بايد په يو ټوکر وپيچل سی او بيله غسل ښخ کړی.

553-  مسألهکه نارينه، ښځی ته او ښځی، نارينه ته غسل ورکړی باطل دی ليکن ماندينه کولای خپل ميړه غسل ورکړی او ميړه هم کولای سی خپل ماندينی ته غسل ورکړی، که څه هم احتياط مستحب هغه دی چی ماندينه خپل ميړه او ميړه خپل ماندينه غسل ورنکړی.

554- مسألهنارينه کولای سی کوچنی انجلی چی عمر ئی تر دری کاله ډير نه دی غسل ورکړی ښځه هم کولای سی کوچنی هلک چی تر دری کاله، ډير عمر نه لری غسل ورکړی.

555- مسألهد هغه ميت د غسل ورکول د پاره چی نارينه دی، نارينه پيدا نسی، هغی ښځی چی د هغه سره نسبت يعنی خپلوی لری او محرم دی لکه مور، خور، عمه، او خاله يا د شيدی خوړل په واسطه د هغه سره محرم سويدی کولای سی د کالی لاندی غسل ئی ورکړی. او هم که د ميت ښځی د غسل دپاره بله ښځه نه وی هغه نارينه چی د هغی سره نسبت لری او محرم دی او يا د شيدی خوړل په واسطه محرم سويدی، کولای سی د کالی لاندی غسل ئی ورکړی.

556- مسألهکه ميت او هغه څوک چی غسل ورکوی هر دواړه نارينه يا هر دواړه ښځی وی ښه هغه دی چی بيله عورت د ميت نور ځايونه لوڅ وی.

557- مسألهد ميت په عورت کتل حرام دی او هغه څوک چی هغه ته غسل ورکوی که وګوری معصيت کړيدی ليکن غسل نه باطل کيږی.

558- مسألهکه د ميت د بدن يو ځای نجس وی، بايد د مخه تر هغه چی هغه ځای ته غسل ورکوی پريمينځی او احتياط واجب هغه دی چی د ميت ټول بدن د مخه تر غسل ورکول پاک وی.

559- مسألهد ميت غسل لکه د جنابت غسل دی، او احتياط واجب هغه دی چی تر څو ترتيبی غسل ممکن وی ميت ته ارتماسی غسل ورنکړی، ليکن په ترتيبی غسل د هر يو ننه ايستل د ميت د بدن د دری برخی، په کثير اوبه جايز دی.

560- مسألهڅوک چی د حيض يا جنابت په حال مړ سويدی لازم نه دی د حيض يا جنابت غسل ورکړی، بلکه هغه د ميت غسل د هغه دپاره کافی دی.

561- مسألهجائز نه دی چی د ميت د غسل ورکول د پاره مزد (معاش) واخلی ليکن د غسل د لومړنی کارو دپاره مزد اخيستل حرام نه دی.

562- مسألهکه اوبه پيدا نسی يا استعمال ئی منع ولری بايد د هر غسل پر ځای ميت ته يو تيمم ورکړی.

563- مسألهڅوک چی ميت ته تيمم ورکوی بايد خپل دواړه لاسونه پر مځکه ووهی او د ميت پر مخ او د لاسو پر شا وکاږی او لازم نه دی ميت حتمی په غيږ ونيسی او لاسونه د شا څه په مخ ئی وکاږی يا د مخامخ څه لاسونه بر عکس وکاږی بلکه په هغه متعارف ډول وکاږی کافی دی. او بناپر احتياط واجب که ممکن وی د ميت په لاس هم هغه ته تيمم ورکړی.

د ميت د کفن احکام:

564- مسأله: مسلمان ميت بايد په دری ټوکر چی هغوته لنګ، کميس او سرتاسری وائی کفن کړی.

565- مسألهلنګ بايد د نو څه تر زنګانه پوری وی او د بدن شاو خوا پټ کړی او ښه هغه دی چی د سينی څه تر پښو پوری ورسيږی. او بناپر احتياط واجب کميس بايد د اوږه څه د پښو تر نيمائی ټول بدن پټ کړی او ښه هغه دی چی تر پښو پوری وی او د سرتاسری اوږدواله بايد دومره وی چی د هغه د دواړ وسرو تړل ممکن وی. او برئی بايد دومره وی چی يوه خوائی پر بله خوا راسی.

566- مسألهکه ورثی بالغ وی او اجازه ورکړی چی ډير تر واجب مقدار د کفن چی په د مخه مسأله کی وويل سو د هغو د برخی څه واخلی اشکال نلری، بلکه بعيد نه دی متعارف مقدار مناسب د ميت په شأن د تَرَکی (ميراث) د اصل څه خارج سی که څه هم احتياط مستحب هغه دی چی ډير تر واجب مقدار کفن او همدارنګه هغه مقدار چی احتياطاً لازم دی د هغه څوک د برخی چه بالغ سوی نه دی وانخلی.

567- مسألهکه څوک وصيت کړی وی چی د کفن مستحب مقدار چی په د مخه دوو مسألو وويل سو د هغه د مال د ثلثه (دريمی برخی) څه واخلی، يا وصيت کړی وی د مال ثلث پخپله د هغه په مصرف ورسوی ليکن مصرف ئی نه وی ټاکلی يا يواځی يو مقدار مصرف د هغه ټاکلی وی، کولای سی د کفن مستحب مقدار د هغه د مال د ثلثه څه واخلی.

568- مسألهد ماندينی کفن پر ميړه دی، که څه هم ښځه د ځانه مال ولری، او همدارنګه که ښځه په هغه شرح چی د طلاق په کتاب ويل کيږی، رجعی طلاق ورکړی او د عدی د تماميدل د مخه مړه سی، ميړه ئی بايد د هغی کفن ورکړی او که ميړه بالغ نه وی يا ليونی وی د ميړه ولی بايد د هغه د مال څه د ښځی کفن ورکړی.

569- مسألهد ميت کفن د هغه پر خپلوان واجب نه دی که څه هم د هغه مخارج (خرڅ) په ژوندانه پر هغو واجب وی.

570- مسألهاحتياط واجب هغه دی چی هر يو د کفن دری ټوکر دومره نازک نه وی چی د ميت بدن د هغه د لاندی څه ښکاره وی.

571- مسألهکفن بايد مباح وی يعنی پخپله د ميت مال وی يا بل څوک د حلال مال څه آماده کړی وی او په خپل رضايت هغه ورکړی تر څو ميت کفن کړی.

572- مسألهپه غصبی شی کفن کول که بل شی هم پيدا نسی جايز نه دی او که د ميت کفن غصبی وی او خاوندئی راضی نه وی بايد د هغه د تنه څه راوباسی که څه هم هغه ښخ کړی وی.

573- مسألهکفن کول په مردار پوست جايز نه دی، ليکن که بل شی پيدا نسی احتياط واجب هغه دی چی ميت په هغه کفن کړی.

574- مسألهد ميت کفن کول په نجس شی يا خالص وريښمی ټوکر يا هغه ټوکر چی په سره زر اودل سوی دی جايز نه دی، ليکن د ناچاری په حال اشکال نلری.

575- مسألهکفن کول په هغه ټوکر چی د وريښم يا د حرام غوښی حيوان د وريښته څه جوړ سوی دی د اختيار په حال جايز نه دی، ليکن که د حلال غوښی حيوان پوست داسی جوړ کړی چی هغه ته جامی وويل سی، او همدارنګه که کفن د حلال غوښی حيوان، د وريښته او وړی وی اشکال نلری، که څه هم احتياط مستحب هغه دی چی په دغه دوه هم کفن ونه کړی.

576- مسألهکه د ميت کفن په خپل نجاست د هغه يا د بل څوک په نجاست سی که کفن د منځه نه ځی بايد د نجس مقدار پريمينځی يا پری کړی ليکن که په قبر ايښی وی ښه دی چی پری کړی، بلکه که د ميت را ايستل بی احترامی په هغه وی پری کول واجب کيږی او که پريمينځل يا پری کول د هغه ممکن نه دی، که بدلول ئی ممکن وی بايد بدل کړی.

577- مسألهڅوک چی د حج يا عمری د پاره احرام تړلی دی که مړ سی بايد لکه نور کسان کفن سی او د سر او مخ پټول ئی اشکال نلری.

578- مسألهمستحب دی انسان د روغتيا په حال، خپل کفن، سدر او کافور آماده کړی.

د حنوط احکام:

579- مسألهپسله غسل، واجب دی ميت؛ يعنی په تندی، د لاسو پر ارغوی، پر زنګنو او د پښو د دواړو لويو ګوتو پر سروئی کافور و وهی، او مستحب دی د پزی پر سر هم کافور ووهی، او کافور بايد ميده او تازه وی او که د زوړوالی په واسطه عطرئی د منځه تللی وی کافی نه دی.

580- مسألهد ميت په حنوط، د سجود د غړو په منځ د ترتيب مراعت لازم نه دی که څه هم احتياط مستحب هغه دی چی لومړی کافور د ميت پر تندی ووهی.

581- مسألهښه هغه دی چی ميت د مخه تر کفن کول، حنوط کړی که څه هم د کفن کول په منځ او پسله هغه هم منع نه لری.

582- مسألهڅوک چی د حج دپاره احرام تړلی دی که د صفا او مروی د سعی د تمامول د مخه مړ سی حنوط کول ئی جايز نه دی، او هم که دعمری په احرام د مخه تر هغه چی خپل وريښتان لنډ کړی مړ سی هغه نبايد حنوط کړی.

583- مسألههغه ښځه چی ميړه ئی مړ سويدی او عده ئی تمامه سوی نده که څه هم حرامه ده چی ځان خوښبويه کړی، ليکن که مړ سی حنوط ئی واجب دی.

584- مسألهاحتياط واجب هغه دی چی ميت په مشک، عنبر، عود او په نورو عطرو خوښبويه نکړی يا دغو د حنوط دپاره په کافور مخلوط نکړی.

585- مسألهمستحب دی د حضرت سيد الشهدا امام حسين (ع) يو مقدار تربت په کافور مخلوط کړی ليکن د هغه کافور بايد په هغه ځايو چی بی احترامی کيږی ونه رسوی او هم تربت دومره ډير نه وی، چی کله په کافور مخلوط سی، هغه ته کافور ونه وائی.

586- مسألهکه کافور د غسل او حنوط په اندازه نه وی بايدغسل د مخه ولری او که د اوو غړو د پاره ونه رسيږی تندی د مخه ولری.

587- مسألهمستحب دی دوه لانده او تازه لرګی د ميت سره په قبر کښيږدی.

د ميت دلمانځه احکام:

588- مسألهپر مسلمان ميت لمونځ کول که څه هم ماشوم وی واجب دی، ليکن بايد پلار، مور، نيکه او انا د هغه ماشوم يا يو د هغو مسلمان وی او د ماشوم شپږ کاله تمام سوی وی.

589- مسألهد ميت لمونځ بايد پسله غسل، حنوط او کفن کول ئی وسی او که د مخه د دغو او يا د دغو په منځ وسی، که څه هم د هيريدل يا د مسألی د نه پوهيدل له رويه وی کافی نه دی.

590- مسألهڅوک چی غواړی د ميت لمونځ وکړی لازم نه دی په اودس يا غسل يا تيمم وی، او بدن يا کالی ئی پاک وی او که کالی ئی غصبی وی اشکال نلری، که څه هم احتياط مستحب هغه دی چی ټول هغه شيان چی په نورو لمونځو لازم دی مراعت وکړی.

591- مسألهڅوک چی پر ميت لمونځ کوی بايد مخ په قبله وی. او هم واجب دی ميت مخامخ د هغه په شاپری باسی په هغه ډول چی سرئی د لمونځ کونکی د راستی خواته او پښی ئی د لمونځ کونکی چپی خواته وی.

592- مسألهد لمونځ کونکی ځای بايد د ميت د ځای کښته او لوړ نه وی ليکن مختصر يعنی لږ کښته او پورته اشکال نلری.

593- مسألهلمونځ کونکی بايد د ميت څه ليری نه وی ليکن هغه څوک چی د ميت لمونځ په جماعت کوی که د ميت څه ليری وی څرنګه چی صفونه يو په بل متصل وی اشکال نلری.

594- مسألهلمونځ کونکی بايد د ميت په مقابل ودريږی، ليکن که لمونځ په جماعت وسی او د جماعت صف د ميت د دواړو خوا تير سی، د هغه کسانو لمونځ چی د ميت په مقابل نه دی اشکال نلری.

595- مسألهد ميت او لمونځ کونکی په منځ بايد پرده، ديوال يا بل شی لکه د دغونه وی ليکن که ميت په تابوت او لکه د هغه وی اشکال نلری.

596- مسألهد لمونځ کول په وخت د ميت عورت بايد پټ وی او که کفن کول ئی ممکن نه دی بايد عورت ئی که څه هم په تختی، خښته او لکه د دغو وی پټ کړی.

597- مسألهد ميت لمونځ بايد په ولاړ او د قربت په قصد وکړی او د نيت په وخت ميت وټاکی، مثلاً نيت وکړی لمونځ کوم پر دغه ميت قربة الی الله.

598- مسألهکه څوک نه وی چی د ميت لمونځ په ولاړ وکړی، او د انتظار امکان هم نه وی يا مأيوس وی چی څوک راسی او وکولای سی لمونځ وکړی کيږی په ناستی لمونځ پر هغه وکړی. او که پسله هغه چی لمونځ ئی په ناست وکړل اود مخه تر ښخ بل څوک پيدا سی چی وکولای سی په ولاړ لمونځ وکړی واجب دی د ميت لمونځ دوباره په ولاړ وکړی.

599- مسألهکه ميت وصيت کړی وی چی ټاکلی څوک پر هغه لمونځ وکړی احتياط واجب هغه دی چی هغه څوک د ميت د ولی څه اجازه واخلی او پر ولی هم بناپر احتياط واجب، واجب دی چی اجازه ورکړی.

600- مسألهمکروه دی پر ميت څو پلا لمونځ وکړی، ليکن که ميت دعلم او تقوی خاوند وی مکروه نه دی.

601- مسألهکه ميت په قصد يا د هيريدل له رويه يا د يو عذر په خاطر بيله لمونځ ښخ کړی يا پسله ښځ معلوم سی، لمونځ چی پر هغه سويدی باطل ؤ، تر هغه وخت چی جسد ئی نه دی پاښل سوی واجب دی په هغه شرطو چی د ميت د لمونځ دپاره وويل سو پر قبر ئی لمونځ وکړی.

د ميت د لمانځه دستور:

602- مسألهد ميت لمانځه پنځه تکبير لری او که لمونځ کونکی پنځه تکبير په دی ډول ووائی کافی دی: د  نيت او لومړی تکبير د ويل وروسته ووائی: اَشْهَدُ اَنْ لا اِلهَ اِلاّالله وَاَنَّ مُحَمَّداً رَسوُلُ اللهِ.

او پسله دوهم تکبير ووائی: اللّهُمَّ صَلّ على مُحَمَّد وَآلِ مُحَمّد.

او پسله دريم تکبير ووائی: اللّهُمَّ اغْفِر لِلْمُؤمِنينَ وَالْمُؤمِناتِ.

او پسله څلورم تکبير که ميت نارينه وی: اللّهُمَ اغْفِر لِهذا الْميِّتِ او که ښځه وی ووائی: اللّهُمَ اغْفِر لِهذِهِ الْميِّتِ او وروسته پنځم تکبير ووائی. او ښه دی پسله لومړی تکبير ووائی: اَشْهَدُ اَنْ لا اِلهَ اِلاّ اللهُ وَحْدَهُ لا شَريكَ لَهُ اِلهاً واحِداً أَحَداً صَمَداً فَرْداً حيّاً قيّوماً دائِماً اَبَداً لَمْ يَتّخذْ صاحِبَةً وَلا وَلَداً، وَاَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَرَسوُلُهُ اَرْسَلَهُ بِالْهُدى وَدينِ الْحَقِّ، لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدّينِ كُلِّه، وَلَوْكَرِهَ الْمُشْرِكوُن. بَشيراً وَنَذِيراً بَيْنَ يَدَىِ السّاعَةِ.

او پسله دوهم تکبير ووائی: اللّهُمَّ صَلّ عَلى مُحَمَّد وَآلِ مُحَمّد وَبارِكْ عَلى مُحَمّد وَآلِ مُحَّمَداً و ارحم محمّداً وَآلَ مُحمّد كَاَفْضَلِ ما صَلَّيْتَ وَبارَكْتَ وَتَرَحَّمْتَ عَلى اِبْراهِيمَ وَآلِ اِبْراهِيمَ اِنَّكَ حَمِيدٌ مَجيدٌ وَصَلِّ عَلى جَميعِ الاَْنْبياءِ وَالْمُرْسَلِينَ.

او پسله دريم تکبير ووائی: اللّهُمَّ اغْفِرْ لِلْمُؤمِنينَ وَالْمُؤمِناتِ وَالْمُسْلِميِنَ وَالْمُسْلِماتِ الاَْحْياء مِنْهُمْ وَالاَْمْواتِ تابِعْ بَيْنَنا وَبَيْنَهُمْ بِالْخَيراتِ اِنّكَ عَلى كُلِّ شَىء قَدِيرِ.

او پسله څلورم تکبير که ميت نارينه دی ووائی: اللّهُمَ اِنَّ هذَا الْمُسَجَّى قُدّ امَنَا عَبْدُكَ وَابْنُ عَبْدِكَ وَابْنُ اَمَتِكَ نَزَلَ بِكَ وَاَنْتَ خَيْرُ مَنْزوُل بِهِ اَللّهُمَّ اِنَّكَ قَبَضْتَ روُحَهُ اِلَيْكَ وَقَدِ احْتاجَ اِلى رَحْمِتَكَ، وَأَنْتَ غَنىُّ عَنْ عَذابِهِ، اللّهُمَّ اِنّا لا نَعْلَمُ مِنْه اِلاّ خَيْراً وَاَنْتَ اَعْلَمُ بِهِ مِنّا اللّهُمَّ اِنْ كانَ مُحْسِناً فَزِدْ فى اِحْسانِهِ وَاِنْ كان مُسيئاً فَتَجاوَزْ عَنْهُ وَاغْفِرْلَنا وَلَهُ اللّهُمَّ اجْعَلْهُ عِنْدَكَ فِى اَعلى عِلّيّين وَاخْلُفْ عَلى اَهْلِهِ فِى الغابِرينَ وَارْحَمْهُ بِرَحْمِتَكَ يا اَرْحَمَ الرّااحِمينَ.

او وروسته پنځم تکبير ووائی. ليکن که ميت ښځه وی پسله څلورم تکبير ووائی: اللّهُمَ اِنَّ هذِهِ الْمُسَجَّاةَ قُدّ امَنَا اَمَتُكَ وَابْنَةُ عَبْدِكَ وَابْنَةُ اَمَتِكَ نَزَلَتْ بِكَ وَاَنْتَ خَيْرُ مَنْزوُل بِهِ اَللّهُمَّ اِنّا لانَعْلَمُ مِنْها اِلاّ خَيْراً وَاَنْتَ اَعْلَمُ بِها مِنّا اللّهُمَّ اِنْ كانَتْ مُحْسِنةً فَزِدْ فى اِحْسانِها وَاِنْ كانَتْ مُسيئةً فَتَجاوَزْ عَنْها وَاغْفِرْلَها اللّهُمَّ اجْعَلْها عِنْدَكَ فِى اَعْلى عِلّيّين وَاخْلُفْ عَلَى اَهْلِها فِى الغابِرينَ وَارْحَمْها بِرَحْمِتَكَ يا اَرْحَمَ الرّااحِمينَ.

603- مسألهدعاوی او تکبيرونه داسی پرله پسی وواېی چی لمونځ د خپل ډول څه ونوځی.

604- مسألهڅوک چی د ميت لمونځ په جماعت کوی بايد تکبيرونه او دعاوی ئی هم ووائی.

د ميت دلمانځه مستحبات:

605- مسألهڅو شی د ميت په لمانځه مستحب دی:

لومړی:  څوک چی د ميت لمونځ کوی په اودس يا غسل يا تيمم وی او احتياط مستحب هغه دی په داسی حال تيمم وکړی چی اودس او غسل ممکن نه وی، يا وبيريږی که اودس ونيسی يا غسل وکړی د ميت په لمانځه ونه رسيږی.

دوهمکه ميت نارينه دی، د جماعت امام يا هغه څوک چی فرادی پر هغه لمونځ کوی مخامخ د هغه د قد پر منځ او که ښځه وی د هغی د سينی پر مخامخ ودريږی.

دريملوڅ پښه لمونځ وکړی.

څلورمپه هر تکبير لاسونه پورته کړی.

پنځمفاصله ئی د ميت سره دومره لږ وی چی که کالی ئی باد وښوری وجنازی ته ورسيږی.

شپږمد ميت لمونځ په جماعت وکړی.

اومد جماعت امام تکبير او دعاوی لوړ ووائی او هغه کسان چی د هغه سره لمونځ کوی کښته ووائی.

اتمپه جماعت که څه هم مأموم يو نفر وی د امام وشاته ودريږی.

نهملمونځ کوونکی وميت او مؤمنين ته ډير دعا وکړی.

لسمد مخه تر لمانځه دری پلا ووائی: الصلاة.

يوولسملمونځ په يو ځای وکړی چی خلګ د ميت دلمانځه دپاره ډير هلته ورسی.

دوولسمحايض ښځه که د ميت لمونځ په جماعت کوی په يواځی صف ودريږی.

606- مسألهد ميت لمونځ کول په مسجدوکی مکروه دی ليکن په مسجد الحرام مکروه نه دی.

د ښخول احکام:

607- مسألهواجب دی ميت داسی په مځکه ښځ کړی چی بوی ئی د باندی رانسی او وحشی حيوانان هم ونسی کولای بدن ئی راوباسی او که د وحشی حيوان بيره او د هغه انسان نژدی کيدل چی د ميت د بوی څه په عذاب کيږی په منځ نه وی بيا احتياط واجب هغه دی چی د قبر ژوروالی په هغه اندازه د لوړ وی، او که بيره د هغه وی چی وحشی حيوان بدن راوباسی بايد قبر په خښت او لکه د هغه ټينګ کړی.

608- مسألهکه د ميت ښخ په مځکه ممکن نه وی د ښخ په ځای کولای سی، هغه په بنا (ساختمان) يا تابوت کښيږدی.

609- مسألهميت بايد په قبر په راسته خوا داسی پری باسی چی د بدن د مخه خوائی مخ په قبله وی.

610- مسألهکه څوک په کښتی مړ سی که جسد ئی فاسد نه سی او په کښتی پاته سی منع ونه لری بايد صبر وکړی ترڅو وچی ته ورسيږی او هغه په مځکه ښخ کړی. او که يه بايد په کښتی غسل ئی ورکړی او حنوط او کفن کړی او د ميت دلمانځه د ويل وروسته يو دروند شی په پښه ئی وتړی او په درياب کی واچوی يا هغه په خم کی کښيږدی او سرئی وتړی اوپه درياب کی واچوی او که ممکن وی بايد هغه په داسی يو ځای واچوی چی سمدستی د حيوانانو خوراک نه سی.

611- مسألهکه وبيريږی چی دښمن، د ميت قبر سوری کوی او د هغه بدن راوباسی که ممکن وی بايد په هغه ډول چی په د مخه مسأله کی وويل سو هغه په درياب کی واچوی.

612- مسألهد ميت د قبر تينګول او په درياب اچول خرڅ که لازم وی بايد د ميت د مال د اصل څه واخلی.

613- مسألهکه کافره ښځه مړه سی او اولاد د هغی په نس مړ سوی وی، که د اولاد پلار مسلمان وی بايد ښځه په قبر په چپه خوا شا په قبله پری باسی چی د اولاد  مخ د قبلی خواته وی که روح هم د هغه په بدن نه وی داخل سوی بناپر احتياط واجب بايد په دغه دستور عمل وکړی.

614- مسألهد مسلمان ښخ د کفارو په قبرستان (اديره) او د کافر ښخ د مسلمانانو په قبرستان جائز نه دی.

615- مسألهد مسلمان ښخ په هغه ځای چی د هغه سره بی احترامی وی لکه هغه ځای چی خاوری او چټلی اچوی جايز نه دی.

616- مسألهميت نه بايد په غصبی ځای ښځ کړی او ښخول په هغه ځای چی بيله د ښخول دپاره وقف سويدی لکه مسجد او حسينيی جايز نه دی.

617- مسألهد ميت ښخول د بل مړی په قبر جايز نه دی مګر داچی قبر زوړ سوی وی او دلومړنی ميت هډوکی ئی هم د منځه تللی وی او د قبر مځکه د قبرستان وقف وی يا د يو شخص ملک وی چی د دوهم ميت د ښخول اجازه ورکړی يا د مړو مځکه وی او که احتمال ورکړی چی پخوانی جنازه تر اوسه پوری په کامل ډول د منځه نه دی تللی د قبر سوری کول د نوی ښخول يا هر کار دپاره جايز نه دی ليکن که سوری سو نوی ښخول منع نه لری.

618- مسألههغه شی چی د ميت څه جلا کيږی، که څه هم وريښته، نوک او غاښ ئی وی بايد د هغه سره ښخ سی او د نوک او غاښ ښخول چی د ژوند په حال د انسان څه جلا کيږی مستحب دی.

619- مسألهڅوک که په څاه کی مړ سی او را ايستل ئی ممکن نه وی بايد د څاه سر بند کړی او هغه څاه د هغه قبر جوړ کړی.

620- مسألهکه اولاد د مور په رحم کی مړ سی او پاتيدل ئی په رحم (نس) د مور دپاره خطر ولری بايد په آسانه لار هغه راوباسی او که ناچاره سی چی هغه ټوکر ټوکر کړی اشکال نلری، او بايد د هغی د ميړه په واسطه چی پوه دی يا يوه ښځه چی پوه وی هغه راوباسی او که ممکن نه دی محرم نارينه چی پوه وی، او که هغه هم ممکن نسی نامحرم نارينه چی پوه وی اولاد راوباسی. او که هغه هم پيدا نسی څوک چی پوه نه وی کولای سی اولاد راوباسی.

621- مسألهکه مور مړه سی او اولاد په نس کی ئی ژوندی وی که څه هم د اولاد د ژوندی پاته کيدل اميد ونلری د هغه کسانو په وسيله چی په د مخه مسأله کی وويل سو چپه خوائی سوری کړی او اولاد راوباسی او دوباره وګنډی.

د ښخول مستحبات:

622- مسألهمستحب دی قبر د متوسط انسان د قد (ونی) په اندازه ژور کړی او ميت په نژدی قبرستان ښخ کړی، مګر داچی ليری قبرستان په يو خاطر ښه وی لکه داچه ښه خلګ هلته ښځ سوی وی، يا خلګ د مړی د فاتحی دپاره ډير هلته ورسی، او هم جنازه د قبر په څو زرعی، پر مځکه کښيږدی او تر دری پلا لږلږ نژدی يوسی، او په هره پلا پر مځکه کښيږدی او پورته کړی او په څلورمه پلا په قبر کی کښيږدی، او که ميت نارينه وی په دريمه پلا داسی پر مځکه کښيږدی چی سرئی د قبر کښته خواته وی او په څلورمه د سر د خوا په قبر کی کښيږدی، او که ښځه ده په دريمه پلا د قبر د قبلی وخواته کښيږدی او په آرامی جنازه د تابوت څه واخلی او په قبرکی کښيږدی او د کښيښول په وخت يو ټوکر پر قبر ونيسی، او هغه دوعاوی چی دستور ورکړ سوی دی د مخه تر ښخول او د ښخول په وخت ووائی او پسله هغه چی ميت په لحد کی کښيښول د کفن غوټی خلاص کړی او د ميت مخ پر خاوری کښيږدی او د خاوری بالښت د هغه د سر لاندی جوړ کړی، او د ميت شاته اومه خښت يا لوټه کښيږدی چی ميت په شا ونه ګرځی او د مخه تر هغه چی لحد وپوښوی راسته لاس د ميت په راسته اوږه ووهی او چپه لاس په قوت د ميت پر چپه اوږه کښيږدی، او خوله د هغه وغوږ ته نژدی يوسی او په شدت حرکت ورکړی او دری پلا ووائی: (اِسْمَعْ اِفْهَمْ يا فُلانَ ابنَ فُلانْ ) او د فلان پر ځای د ميت نوم او د پلار نوم ئی ووائی مثلاً که نوم ئی محمد او د پلار نوم ئی علی دی دری پلا ووائی: (اِسْمَعْ اِفْهَمْ يا مُحَمّدبن عَلِىّ) پسله هغه ووائی: (هَلْ اَنْتَ عَلَى الْعَهْدِ الَّذِى فارَقْتَنا عَلَيْهِ مِنْ شَهادَةِ اَنْ لااِلهَ اِلاّالله وَحْدَهُ لاشَريكَ لَهُ وَاَنَّ مُحَمَّداً صَلّى الله عَلَيْهِ وَآلِه عَبْدُهُ وَرَسوُلُهُ وَسَيّدُ النّبيّينَ وَخْاتَمُ الْمُرْسَلِينَ وَاَنَّ عَليّاًاَمِيرُالْمُؤمِنينَ وَسَيّدُ الوَصِييّنَ وَاِمامٌ اِفْتَرَضَ اللهُ طاعَتَهَ عَلَى الْعالَميِنَ وَاَنَّ الْحَسَنَ وَالْحُسَيْن وَعَلِىَّ بْنَ الْحُسَيْن وَمُحَمَّدَبْن عَلِىٍّ وَجَعْفَرَبْنَ مُحَمَّد وَموُسَى بْنَ جَعْفَر وَعلىَّ بْنَ موُسى وَمُحَمَّدَبْنَ عَلِىٍّ وَعلىَّ بْنَ مُحَمَّد وَالْحَسَنَ بْنَ عَلِىٍّ وَالْقائِمَ الْحُجَّةَ الْمَهْدِىّ صَلَواتُ الله عَلَيْهِمْ اَئِمَّةُ الْمُؤْمِنيِنَ وَحُجَجُ اللهِ عَلَى الخَلْقِ اَجْمَعينَ وَاَئِمَّتكَ اَئِمَّةٌ هُدِىَ اَبْرارٌ يا فُلانَ بْنَ فُلان) او د فلان بن فلان پر ځای د ميت نوم او د پلار نوم ئی ووائی: او پسله هغه ووائی: (اذا اَتاكَ الْمَلَكانِ المُقَرَّبانِ رَسوُلَيْنِ مِنْ عِنْدِاللهِ تَبارَكَ وَتَعالى وَسَئَلاكَ عَنْ رَبِّكَ و عَنْ نَبِيِّكَ وَعَنْ دينِكَ وَعَنْ كِتابِكَ وَعَنْ قِبْلَتِكَ وَعَنْ اَئِمَّتِكَ فَلاْ تَخَفْ وَلا تَحْزَنْ وَقُلْ فِى جَوابِهِما اللهُ رَبّى وَمُحَمَّدٌ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ نَبِيّى وَالاِْسْلامُ دينى وَالْقُرآنُ كِتابى وَالْكَعْبَةُ قِبْلَتِى وَاَمِيرُالْمُؤمِنينَ عَلىُّ بْنُ اَبِى طالب اِمامى وَالْحَسَنُ بْنُ عَلىٍّ الْمُجْتَبى اِمامى وَالْحُسَيْنُ بْنُ عَلِىٍّ الشَّهيدُ بِكَرْبَلا اِمامى وَعلِىُّ زَيْنُ الْعابِدينَ اِمامى وَمُحَمَّدٌ الْباقِرُ اِمامى وَجَعْفَرٌ الصّادِقُ اِمامى، وَ مُوسَى الْكاظِمُ اِمامى، وَعَلىُّ الرِّضا اِمامِى، وَمُحَمَّدٌ الْجَوادُ اِمامِى، وَعَلِىٌّ الْهادِى اِمامِى وَالْحَسنُ الْعَسْكَرى اِمامى وَالْحُجَّةَ الْمُنْتَظَرُ اِمامِى هؤُلاءِ صَلَواتُ اللهِ عَلَيْهِمْ اَجْمَعينَ اَئِمَّتى وَسادَتى وَقادَتى وَشُفَعْائى بِهِمْ اَتَوَلَّى وَمِنْ اَعْدائِهِمْ اَتَبَرَّءُ فِى الدُّنْيا وَالاخِرَةِ ثُمَّ اعْلَمْ يا فُلانَ بْنَ فُلان و به جاى فلان بن فلان اسم ميت و پدرش را بگويد بعد بگويد: اِنَّ اللهَ تَبارَكَ وَتَعالى نِعْمَ الرَّبُّ وَاَنَّ مُحَمَّداً صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ نِعْمَ الرَّسوُلُ وَاَنَّ عَلِىِّ بْنَ اَبىِ طالِب وَاوْلادَهُ الْمَعْصوُمينَ الاَْئِمَّةَ الاِْثْنى عَشَرَ نِعْمَ الائَمَّةُ وَاَنَّ ما جاءَ بِهِ مُحَمَّدٌ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ حَقُّ وَاَنَّ الْمَوْتَ حَقٌّ وَسُؤالَ مُنْكَر وَنَكِير فىِ القَبْرِ حَقُّ وَالْبَعْثَ حَقٌ والنُشُورَ حَقٌ وَالصِّراطَ حَقٌّ وَالْمِيزانَ حَقٌّ وَتَطايُرَ الكُتُبِ حَقٌّ وَاَنَّ الْجَنَّةَ حَقُّ وَالنّارَ حَقُّ وَاَنَّ السّاعَةَ آتِيَةٌ لا رَيْبَ فيها وَاَنَّ اللهَ يَبْعَثُ مَنْ فِى الْقُبوُرِ) نو ووائی: (اَفَهِمْتَ يا فُلانُ ) او د فلان پر ځای د ميت نوم ووائی پسله هغه ووائی: (ثَبَّتَكَ اللهُ بِالْقوُلِ الثّابِتِ وَهَديكَ اللهُ اِلى صِراط مُسْتَقيم عَرَّفَ اللهُ بَيْنَكَ وَبَيْنَ اوْلِيائِكَ فِى مُسْتَقَرٍّ مِنْ رَحْمَتِهِ پسله هغه ووائی: اللّهُمَّ جافِ الاَْرْضَ عَنْ جَنْبَيْهِ وَاصْعَدْ بِروُحِه اِلَيْكَ وَلَقّنهُ مِنْكَ بُرْهاناً اللّهُمَّ عَفْوَكَ عَفْوَك).

623- مسألهڅوک چی ميت په قبرکی ايږدی مستحب دی په طهارت، لوڅ سر او لوڅ پښه وی او د ميت د پښی د خوا د قبر څه راووځی، او بيله د ميت خپلوان نور کسان چی حاضر دی، د لاس په شا خاوری پر قبر واچوی او ووائی: (اِنّا لله واِنّا اِلَيْهِ راجِعوُن) او که ميت ښځه وی څوک چی د هغی محرم دی هغی په قبر کښيږدی او که محرم نه وی خپلوان ئی هغی په قبرکی کښيږدی.

624- مسألهمستحب دی قبر مربع يا مربع مستطيل جوړ کړی او د څلور ګوتی په اندازه د مځکی څه لوړ کړی او يوه نښه پر هغه کښيږدی چی اشتباه (خطا) ونسی او پر قبر اوبه وپاښی، او پسله د اوبو پاښيدل هغه کسان چی حاضر دی لاسونه پر قبر کښيږدی او ګوتی خلاص کړی په خاوری ننباسی او اوه پلا د انا انزلنا مبارکه سوره ووائی او د ميت د پاره د بخښښ غوښتنه وکړی او دغه دعا ووائی: (اللّهُمَّ جافِ الاَْرْضَ عَنْ جَنْبَيْهِ وَاصْعَدْ اِلَيْكَ روُحَهُ وَلَقِّهِ مِنْكَ رِضْواناً وَاَسْكِنْ قَبْرَهُ مِنْ رَحْمَتِكَ ما تُغْنِيهِ بِهِ عَنْ رَحْمَة مَنْ سِواكَ).

625- مسألهپسله تلل د هغو کسانو چی جنازه تشيع کړيدی مستحب دی د ميت ولی يا هغه څوک چی د ولی د خوا اجازه لری هغه دعاوی چی دستور ورکړ سويدی، په ميت تلقين کړی.

626- مسألهپسله ښخول مستحب دی د عزا خاوندان ته سر سلامتی ورکړی ليکن که يو مدت تير سويدی او د سر سلامتی ورکول په واسطه مصيبت د دوی په ياد راځی نه ويل ئی ښه دی، او هم مستحب دی تر دری ورځی د ميت د کورنی دپاره ډوډی واستوی او د هغو سره د هغو په کورنی ډوډی خوړل مکروه دی.

627- مسألهمستحب دی انسان د خپلوان په مرګ مخصوصاً د اولاد په مرګ صبر وکړی او هر وخت ميت يادوی ووائی: «اِنّالله وَاِنّا اِلَيْهِ راجِعُونَ» او د ميت دپاره قرآن ووائی او د پلار او مور پر قبر د خدای (ج) څه حاجت وغواړی او قبر محکم جوړ کړی چی ژر خراب نسی.

628- مسألهجايز نه دی انسان د يو څوک په مرګ مخ او بدن زخمی کړی او ځان ته تاوان ورسوی.

629- مسأله: کميس څيری کول بيله د پلار او ورور په مرګ جايز نه دی.

630- مسألهکه نارينه د اولاد يا ماندينی په مرګ خپل  کالی څيری کړی يا که ښځه د ميت په عزا خپل مخ زخمی کړی په داسی ډول چی وينی راسی يا خپله وريښته پری کړی بايد يوه بنده آزاد کړی يا لس فقيرته طعام ورکړی او يا هغو پټ کړی او که ونسی کولای بايد دری ورځی روژه ونيسی بلکه که وينی هم رانسی بناپر احتياط واجب په دغه دستور عمل وکړی.

631- مسألهاحتياط واجب هغه دی چی په ژړا پر ميت خپل آواز ډير لوړ نه کړی.

د وحشت لمونځ:

632- مسألهمستحب دی د قبر په لومړی شپه، دوه رکعته وحشت لمونځ د ميت د پاره وکړی او دستور ئی داسی دی چی په لومړی رکعت پسله حمد يوه پلا آية الکرسی او په دوهم رکعت پسله حمد لس پلا د انا انزلنا سوره ووائی او پسله سلام ووائی اللّهُمَّ  صَلِّ عَلى مُحَمَّد وَآلِ مُحَمَّد وَابْعَثْ ثَوابَها اِلَى قَبْرِ فُلانَ  او د فلان د کلمی پر ځای د ميت نوم ووائی.

633- مسألهد وحشت لمونځ په هر وخت د قبر په لومړی شپه کيږی وسی، ليکن ښه دی د شپی په لومړی پسله د ماخستن دلمانځه په ځای سی.

634- مسألهکه وغواړی ميت په يو ليری ښار يوسی يا په بل خاطر ښخ ئی وځنډيږی بايد د وحشت لمونځ ئی د قبر تر لومړی شپی پوری وځنډوی.

د قبر نبش (سوری کول) يا خلاصول:

635- مسألهد مسلمان قبر سوری کول که څه هم طفل (ماشوم) يا ليونی وی حرام دی، که بدن ئی د منځه تللی وی او خاوری سوی وی اشکال نلری.

636- مسألهد امامزادګانو، شهيدانو، عالمانو او صالحانو د قبر سوری کول که څه هم کلونه پر هغو تير سوی وی حرام دی.

637- مسألهد قبر سوری کول په څو ځای حرام نه دی:

لومړیميت که په غصبی مځکه کی ښخ سوی وی او د مځکی مالک راضی نسی چی هلته پاته سی.

دوهمکه کفن يا بل شی چی د ميت سره ښخ سويدی غصبی وی او خاوند ئی راضی نسی چی په قبرکی کښيږدی او همدارنګه که يو شی په خپله د ميت د مال څه چی ورثی ته ئی رسيدلی دی د هغه سره ښخ سوی وی او ورثی راضی نسی چی هغه شی په قبر کی پاته سی. ليکن که وصيت کړی وی چی دعا يا قرآن يا ګوتمی (انګشتری) د هغه سره ښځ کړی په داسی ډول چی وصيت ئی ډير تر يو دريم مال د هغه نه وی، ددغو د را ايستل دپاره نسی کولای قبر سوری کړی.

دريمکه ميت بی غسل يا بی کفن ښخ سوی وی ياوپوهيږی غسل ئی باطل وه يا بيله په  شرع د دستور کفن سويدی يا په قبر مخ په قبله هغه ندی ايښی چی په دی حال که د قبر سوری کول د ميت سره بی احترامی وی يعنی جنازه متعفن يا پاښل سوی وی جايږ نه دی. اما که ميت بيله لمانځه ښخ سوی وی سوری جايز نه دی بلکه پر قبر لمونځ کيږی.

څلورمکه د يو حق د ثابتيدل دپاره وغواړی د ميت بدن ووينی.

پنځمکه ميت په داسی ځای چی بی احترامی په هغه دی لکه د کفارو اديره يا يو ځای چی چټلی او خاوری اچوی ښخ کړيوی.

شپږمکه د يو شرعی مطلب دپاره چی اهميت ئی د قبر تر خلاصول ډير دی، قبر خلاص کړی لکه وغواړی ژوندی اولاد د اميدواری ښځی د نسه څه چی ښخه سويده راوباسی.

اومکه وبيريږی يو وحشی حيوان د ميت بدن څيری کړی يا سيلاب هغه يوسی يا دښمن راوباسی.

اتمکه د ميت د بدن يوه غړی چی د هغه سره ښخ سوی نه دی وغواړی ښخ کړی ليکن احتياط واجب دا دی چی د بدن هغه غړی داسی په قبر کی کښيږدی چی د ميت بدن ونه ليدل سی.

نهمکه ميت وصيت کړيدی چی جنازه ئی د مخه تر ښخ مشرف (زيارتو) ځايوته يوسی، په قصده يا په هر ډول د هغه د وصيت پر خلاف عمل سويدی جايز بلکه واجب دی قبر خلاص او جنازه په هغه ځای چی وصيت سويدی يوسی، مګر داچی بدن فاسد سوی وی يا د قبر سوری کول بی احترامی وی، او بيله دی ډول د قبر سوری کول و مشرف ځايوته وړل په خاطر، د احتياط خلاف دی هر څو وصيت کړی وی.

د محتضر احکام:

نهم: که ميت وصيت کړيدی چی جنازه ئی د مخه تر ښخ مشرف (زيارتو) ځايوته يوسی، په قصده يا په هر ډول د هغه د وصيت پر خلاف عمل سويدی جايز بلکه واجب دی قبر خلاص او جنازه په هغه ځای چی وصيت سويدی يوسی، مګر داچی بدن فاسد سوی وی يا د قبر سوری کول بی احترامی وی، او بيله دی ډول د قبر سوری کول و مشرف ځايوته وړل په خاطر، د احتياط خلاف دی هر څو وصيت کړی وی.

کلیدي کلمې:

اړونده منځپانګې