د ماشوم لومړني ښوونکي

هو! د ماشوم ذهن د يو سپين بورډ، تابلو يا د يو خالي کيسټ په څېر دی او په دغه بورډ چې دې هر څه انځور کړل يا په دغه کيسټ کې دې چې هر څه ثبت کړل، هغه پکې پاتې کېږي. اوس نو ستاسو خوښه ده، چې ښه څيزونه پرې انځوروئ او که بد.

زمونږ زياتره خلک د ماشومانو په مخکې د خپلو کړو او کارونو څه خاص خيال نه ساتي او وايي، چې دا خو ماشوم دی، نه پوهيږي. حال دا چې دا خبره بيخي ناسمه ده. د ماشوم لپاره لومړی ايډيال او بيلګه د هغه مور او پلار وي او له دې امله، چې هغه خپل پلار يا مور د نړۍ تر ټولو لوی خوراک ګڼي او د هغه ټول کارونه سم او روا ګڼي، نو په غوښتې يا ناغوښتې توګه د مور و پلار د ټولو کړو نه يوازې تقليد کوي، بلکې دغه کارونه ښه هم ګڼي، نو په کور کې په ناستې پاستې، اړيکيو، خوراک څښاک ان د ژوندانه په ټولو چارو کې مور و پلار د ماشومانو لومړني ښوونکي دي. هغه د يوه پوه خبره، چې وايي؛ د ماشوم لومړی ښوونځی، د مور غيږه ده؛.

دغو ټکيو ته په پام سره مور و پلار بايد د ماشومانو په مخکې د خپلو ټولو کړو او خو ځښتونو خيال وساتي او خپل کارونه او اخلاق دې يوازې په ځان پورې محدود نه ګڼي، بلکه دې خبرې ته دې تل پام لري، چې د دوی هر يو عمل، هره خبره او هر خو ځښت د اولاد ځيرنې او څارنې لاندې دی او که ماشوم هر څه زده کوي، له دوی څخه يې زده کوي.

که يو پلار په کور کې دروغ وايي او له ماشوم سره د دروغو ژمنې او وعدې کوي، نو دا تمه ونه ساتي، چې زوی يا لور يې په ګانده کې يو صادق او ريښتينی انسان جوړ شي، ځکه چې ماشوم دغه دورغ يا بل غلط کار ان د خبرو طريقه، غوسه، خپګان او نور ټول کارونه د ښوکارونو په خيال له پلار او موره اخلي او زده کوي يې.

ايا تاسو تر اوسه دا سوچ کړی، چې ماشوم دروغ له کوم ځايه زده کوي؟ د ماشوم دروغ ويل کېداې شي ډير لاملونه او سببونه ولري، خو يو لامل سبب يې په کور کې د مورو پلار دروغ ويل دي. د بيلګې په توګه به درته يوه کيسه وکړم.

ماشوم دروغ له کوم ځايه زده کوي   

موټر روښانه دی، پلار يې غواړي چې له کوره بهر لاړ شي، کله چې په موټر کې سوريږي، نو ماشوم يې رامنډه کوي او وايي؛ پلاره ما هم له ځان سره بوځه، پلار ورته وايي، چې نه بچيه، زه ضروري کار لرم تا نه شم بوتلای. ماشوم، چې د پلار ؛نه؛ ورته ډير اهميت نه لري په خپله خبره ټينګار کوي او پلار ته زارئ کوي، چې بويې ځي. پلار يې، چې پوه شي، ماشوم له خپلې خبرې نه اوړي، نو يو چل يې ذهن ته راشي او بچي ته وايي؛ زويه ته لاړ شه، جامې بدلې کړه، پاکې جامې واغونده، زه درته ولاړ يم بيا به دې بوځم. زوی چې په پلار طبيعي باور او اعتماد لري، په منډه لاړ شي، چې جامې بدلې کړي، خو چې راستون شي، نو نه يې د پلار څه څرک لګي او نه د موټر. يوازې د موټر لوګی ښکاري ماشوم چې دا حال وګوري، زړه يې کښي، ډير خپه شي چيغې کړي؛ پلاره ته وايي دروغجن يې، دروغجه!

ماشوم رښتيا وايي، پلار يې دروغجن دے، ستاسو په خيال داسې يو پلار خپل زوی ته ويلای شي، چې زويه يا لوري دروغ  مه وايه، دروغ ښه کار نه دے؟

زما په خيال، ماشوم بايد له خپل چاپېريال او کورنۍ زده کړي، چې دروغ ويل بدکار دی او ريښتيا ويل ښه کار.

د مور او پلار دروغو ته د ماشومانو پاملرنه

کوچنې او ماشوم وم، چې يوه ورځ مې ترور له پلار سره سلا کوله او ويل يې زما په خيال پنځوس کاله مې پوره شوي. له پېنځه پنځوسو اوړيدلی يم ماته ښکاري، چې د شپيتو شوم او بيا يې ډير په حيرانۍ وويل؛ وايي، چې؛ د شپېتو شي، نو د وېشتو شي؛ ايا زه اوس د وېشتو يم؟

د ترور له تللو وروسته مې پلار د قران مجيد په شاه زما د ترور د زوکړ نېټه راوويسته او وې ليدل، چې ترور مې کابو د اتياو کالو وه!

يوه بله ورځ مې مور د پېژند پاڼې د جوړلو پر مهال خپل عمر شل کاله وليکه مور ته مې وويل مورې زه چې دې مشر زوی يم، د دولسو کالو يم، نهه مياشته هم ستا په خيټه کې وم دا شول ديارلس او د واده پر مهال ستا عمر څوارلس کاله و، دا شول اوه ويشت کاله، دلته دې شل کاله ولې وليکل؟ ايا ته  وايي، چې دروغجن د خدای دښمن دی، نو بيا ولې دروغ وايي؟ مور مې ترخه شوه او وې وېل؛ ځه ځه ستا له دې حسابونو سره څه کار دی؛او بيا يې چې کله وليدل، چې زما خبره منطقي ده، نو وې خندل او وې ويل؛ زويه دا خو د مصلحت دروغ دي؛ دلته په رښتيا ويل کې فتنه ده.

ما وپوښتله، چې مورې فتنه يې په کوم ځای کې ده؟ وې ويل؛ تاته پته نشته که پلار دې پوه شي، چې زه د اووه ويشتو کالو يم، نو کيداې شي دا فکر يې واخلي چې زه بوډۍ شوم او بله ښځه وکړي!!!

دغو کيسو ته په پاملرنې سره، ايا مونږ ويلای شو، چې داسې ماشومان به رښتيني لوی شي او درواغ به نه وايي؟