(د ماشوم د شخصيت د درناوي ځينې لارې(۷

د ماشومانو وېرول

د ماشومانو وېرول هغه لويه ستونزه ده، چې په يو ډول ورسره د نړۍ ډېرې ټولنې مخامخ دي. دا لويه مسئله ده، چې د انسان په ژوندانه کې ډېر رول لري او د هغه ژوندانه ته ستر ګوزار ورکوي. زمونږ په پښتني ټولنې کې خورا زياته ده له بده مرغه مونږ په کوچنيتابه کې د مور و پلار او مشرانو له خوا له دوو ډول ويرولو سره مخ يو.

مونږ مور و پلار چې کله ماشوم ډېر ورړوکے وي او هر ډول پوښتنې او غوښتنې کوي، نو د هغه پوښتنو او غوښتنو ته د منطقي ځواب او پوره کولو په ځاے په ډول ډول څيزونو سره ماشومان وېروي د بېلګې په توګه که يو ماشوم ژاړي نه قلارېږي، نه ويده کېږي يا يو څيز غواړي، خو حاضر دمه په لاس کې نه وي، نو زمونږ مشران او مور و پلار د دې پر ځای، چې ماشوم پام واړوي او په سمه او منطقي ژبه يې غلی کړي له راز راز پېژاندو يا ناپېژاندو څيزونو يې وېروروي. د بېلګې په توګه غلې شه که نه وي بو، به راشي يا چپ شه که نه سپے به دې وخوري يا داسې نور.

يو خو دا وېره ده د وېرولو او ډارولو بل ډول هغه دی، چې کله کوچنيان لږ لوی او په ښه بد پوه شي، نو د هغوی په زړونو کې د مور او پلار يا نورو کسانو له خوا اچول کېږي دا بې ځايه بې منطقه او تاواني وېرې په راز راز بڼو په کوچنيتابه کې زمونږ ذهنونو ته اچول شوې وي لکه، د شپې هديره کې له تېرېدلو منعه کول، چې ګواکې پيريان او بدې ارواوې په هديره کې او سېږي يا له هړي وېره يا له پيريانو، تيارې او داسې نورو هم هغه څيزونه دي، چې په کوچنيتابه کې ترې نه مونږ دومره وېرول شوي يو، چې هم له تيارې وېرېږو هم له مړي او هم له هديرې.

د لومړي ډول وېرې زيان دا دی، چې که يو ماشوم له سپي بلا او داسې نورو څيزونو ووېرول شي او د هغو په ګاوښ سهر چوپ ياله خپلې غوښتنې واړول شي، دغه وېره د تل لپاره د هغه په زړه کې کېني او د بدو او ترهوونکيو خوبونو، خيالونو او وهمونو په بڼه راڅرګندېږي تاسو به ليدلي وي، چې کله کله په خوب کې ماشوم، ټوپ کړي او ووېرېږي د دغو وېرو او بدو خوبونو اصلي لامل همدغه د مور و پلار له خوا د ماشومانو وېرول دي.

هم دا راز د ډېرو وړو ماشومانو او په ښه بده د پوهو ماشومانو د وېرولو نور زيانونه دا دي، چې داسې کوچنيان په راتلونکي ژوندانه کې تل له ناپېژاندو ويرو سره مخامخ وي. زمونږ په ذهنونو کې له کوچنيتابه داسې بې ځايه وېرې اچول شوي وي. مونږ له همدغو وېرو سره لویيږو او تر مړينې دغه لاشعوري وېرې له مونږ لاس نه اخلي، داسې کسان د پياوړي او زړور شخصيت څښتنان نه جوړېږي.

مور او پلار بايد وپوهېږي، چې د ماشوم ذهن يې له ګواښ او ترهې سره مخامخ کړی بله دا چې د خپل اولاد بچيو شخصيت ته بې هم ګوزار رسولے.

زه چې دا ده اوس د عمر په درېيمې لسيزې کې يم او داسې نور ډېر کسان هم پېژنم، چې که ته ورته ووايي، چې د شپې له هدېرې تېر شئ دا کار په هېڅ ډول نه کوي يا له مړي سره په يوه کوټه کې بېله شپه نه شي تېرولای. دې په پرتله که ته د يوې پرمختللې ټولنې واړه زاړه راوخلې، نو هغوی د عمر په هر پړاو کې داسې بې ځايه ويرې نه لري او په هر څه ښه زړور ورځي.

مور او پلار بايد پوه شي، چې اسلام د داسې وېرولو او ډارولو اجازت نه ورکوي او هم د ارواپوهنې عمل وايي، چې ماشومان بايد په کوچنيتابه کې له راز راز حقيقي يا غير حقيقي څيزونو ونه وېرول شي، دا ناروغي په ډېرو ټولنو په تېره بيا زمونږ په پښتني ټولنه کې زياته ده او که ماشومانو ته کيسې کوي هم پکې داسې بې ځايه ويرې هغه ته ور القا کوي.

په دې هيله، چې زمونږ په ټولنه کې د ماشومانو د روزنې سم دودونه، اداب او لارې چارې عملي شي او له هغو څيزونو، چې يو رغنده شخصيت ته زيان رسوي، لاس واخستل شي.

کلیدي کلمې: