د لمانځه ځانګړنې او عظمت

دوستانو په هم داوروستيو کې  په ايران کې د لمانځه کلنۍ عمومی غونډه  تر سره شوې او يو ځل بيا د دغې لوئې  فريضې  په نامې او  ياد سره د ا يران کلتوري او معنوي فضا له په زړه پورې بوي ډکه شوې ده .هماغه ډول چې  د لمانځه دقايمولو ځيري د اسلام ګران پيغمبر په وجد کې راولي  او بلال ته يعنی  د لمانځه لپآره اذان ويونکي ته فرمائی :، اے بلاله ، زما زړه   په اذان سره  چې د لمانځه زيری دی  کرار کړه :.   د لمانځه او د هغه د لوړو موخو  يادښت ،  د خداي د مومنو بندګانو زړونو ته  تندوالی  او ولوله ډالۍ کوي  او  د هغوي له باطنه  د خپګان او سټريس تورتمې وريځې  ليرې کوي  او دا حالت  د لمانځه  له ځانګړنو راپورته کيږی چې  د زړونو د آرامښت   او په حقيقی لمونځ ګوزار کې  د روحي انديښنو د ليرې کونې سبب کيږي

دوستانو  په ايران کې د لمانځه  عمومی غونډه د ستمبر  په پنځمه او شپږمه نيټه  ترسره شوې ده ، د لمانځه د يويشتمې کلنۍ غونډې ترسره کيدا  د لمانځه  د مهمې فريضې په چوکاټ کې  په ټولنې کې  د پروردګار  د نامې او ياد  د لازياتې  دوديدا  لپاره دايران د اسلامی جمهوريت د بيلابيلو مسئولانو او اورګانونو د هڅې ښودنه کوي.

دغه غونډه د ايران په لويديځّ مرکز کرمانشاه ښار کې د څه د پاسه اته سوه  پوهانو او کار پيژاندو په شتون سره شوې ده د اسلامی انقلاب  معظم لارښود حضرت ايت  الله العظمی سيد علی خامنه ای  د دغې غونډې د ګډون والو لپاره پخپل پيغام کې  پخپل غوره ځاي کې د لمانځه راوستل  ،د اسلام آيئډئيل  او خوښ ځاي ته د ټولنې د رسولو زمينه جوړونکې وبلل   او ټينګار ئې وکړ ، : ټوله کلتوري ، هنري  هلې ځلې او روزونکي پلانونې  بايد په خلکو په تيره بيا په ځوانانو کې د لمانځه د زياتيدونکي رونق او ځلا  لپاره پلان او ا جرا شي.

د لمانځه قايمول په اسلام کې يو خورا مهمه فريضه ګڼل کيږي ،په تيره بيا  په يوه هغه هيواد کې چې  د دغه لوي الهي دين بيرغ  ئې  رپولی  او د اسلام په واکمنۍ يې وياړ کړی دی .ځکه  د ټولنيز عدالت  د تامينيدا،عمومي هوساينې ته درسيدا، په خلکو کې د سالمو ارتباطاتو او انساني اخلاقو پراختيا په څير د يوې نيکمرغه ټولنې  ډيرې موخې ها له تامينيږي چې  د خلکو په بيلابيلو پرګنو کې  شخصي تربيت او اخلاقي  تهذيب  تامين شي  او په هغې ټولنې کې  له همت او توکله  برخمن  او پاک انسانان  وده وکړي څو د دغې روحي مرستې  په ملګرتيا سره  د درنو پيټو دليري کولو توانمنۍ  ولرل شي .

که  په ټولنې اوهيواد کې دغه ډول کسان  لازيات شي، نو د هغه هيواد او ټولنې راتلونکی افق به  هم  لاروښآنه وي  او په هغې کې  د نيکمرغۍ په لور  حرکت لاآسانيږي  . بې شکه لمونځ په دغې لارې کې يو داسې اغيزشيندونکی عبادت دی چې پراخ ټولنيز آثار لري ، او هم دغه موضوع په اسلامی معارفو کې پر هغو د ټينګار بيانونکې ده . لمونځ، يو داسې غوره او برلاسه عبادت دی چې د مسلمانې ټولنې ټول خلک  معنوی  او روحي لوړتيا او اخلافي تهذيب ته رسولی شي.

 لمونځ په اسلام کې د عبادت  چورليز  او ګراف دی . بيلا بيل تعبيرونه  ډير آيتونه او روايتونه  د لمانځه  د اهميت  په باب شته دي چې  مومنان د لمانځه قايمولو ته بولي  او هغوي د دغه سترې فريضې  له پريښودو غړوي .

خداوند متعال  په قرآن پاک کې  د احزاب سورې  په ۴۱  او ۴۲ آيتونو کې فرمائي :.  يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا ـ   وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا .

ای هغه کسانو چې ايمان مو راوړی ، خداي ډير يادوئ  ، او سهار ماښام ئې ستاينه کوئ؛.  انسان په لمانځه کې له خداوند متعال سره نزدې او احساسوونکی پيوند مومي، هغه په وحدانيت يادوي  او   د هغه جمال  او  عزت  او عظمت  ځلاوې وينی، نو ځکه  په ټولو چارو کې  له هغه مرسته غواړي.

دغه ارتباط په لمونځ کونکي ا نسان کې  ډاډمن احساس  رامينځة کوي  او هغه  د خپلو کارونو  په ترسره  کولو کې لا توانمن کوي . حضرت آيت الله العظمی سيد علی خامنه ای د لمانځه غونډې ته  دخپل پيغام په يوې برخې کې  د لمانځه  د اهميت په باب وفرمايل :، د لمانځه اهميت بايد په سمه وپيژندل شي . دا چې ئې فرمايلی دي،که لمونځ  د خداي په درګاه کې ومنل شي ، نو نور ټول زحمتونه او خدمتونه  هم منل شوي دي  او که لمونځ  رد  شي ،نو هر څه ورسره رد کيږي .مونږ ته يو لوي حقيقت  راڅرګندوي ، هغه حقيقت دا دی چې  که په يوې اسلامی ټولنې کې  لمونځ  خپل غوره ځاي ته ورسول شي ، نو  ټوله  مادي او معنوي  رغنده  هڅې  خپله لاره  د آئيډيالونو په لور  پرانيزي  او  ټولنه   د اسلام آئيډئيل مقام ته رسوي، او که  د لمانځه له اهميته غافل شو نو او  بې  پروائي ورته وکړل شي  ، نو دغه لاره به په سمه کچ نه شي  او هلې ځلې  به هغو څوکو ته په رسيدا کې چې  اسلام د بشري ټولنې لپاره  انځورکړي دي، ضروری  اغيزې ونه لري .

د لمانځه يو بل  ښکلی او لوي اړخ ،په يوه خاص او  معنوي ځاي يعني په جومات کې د هغه قايمول دي، جوماتونه  د يوې ديني ټولنې  خورا مهم معنوي مرکز ګڼل کيږي چې  پکې د زياتو يو زړهّ  او متحدو خلکو شتون هغه هم په منظمو،پرتمينو او له روحانيّته په ډکو صفونو سره  دوه چنده کيږي .

د ايران په کرمانشاه کې د لمانځه يويشتمه عمومي غونډه سږکال د لمونځ او د جومات جوړونې په شعار سره  تر سره شوې څو لازيات د جوماتونو د جوړيدا په ضرورت ټينګار وکړائ شي د جوماتونو جوړول  يوه  لويه پروژه ده چې  په درستې اسلامی نړۍ کې  او په ټولو وختونو او پړاؤنو کې د لمانځه د فريضې د ترسره کولو لپاره تعقيب شوې ده.

د قرآن په تعبير، د جوماتونو آبادول په خدای او په آخرت د ايمان ځلا ده لکه څنګه چې د توبې سورې په ۱۸ آيت کې هم راغلی دي،؛ إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللّهِ مَنْ آمَنَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاَةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلاَّ اللّهَ فَعَسَى أُوْلَئِكَ أَن يَكُونُواْ مِنَ الْمُهْتَدِينَ :، الهی جوماتونه  يواځې هغه څوک آبادوي چې په خدای او د قيامت په ورځ یې ايمان راوړی، لمونځ ئې قايم کوی او زکواة ورکوی او له خدای پرته له بل چا نه ويريږي، دغه ډول ډله ممکنه ده  هدايت شي. په حقيقت کې جومات يو داسې غوره ځاي دی چې د لمانځه ټولنيز کارندوالي آسانوي. د جومات د اهميت له امله ده چې حضرت امام صادق عليه السلام د هغه د جوړونکي په باب فرمائي، هر څوک جومات جوړ کړي، خداوند د هغه لپاره په جنت کې يو کور جوړوي، د لمانځه په دغې کلتوري او ديني  غونډې کې د څيړاندو له علمي مقالو څخه په استفادې سره د جوماتونو د جوړولو او پراختيا لپآره د لمانځه د کلتور د پراختيا او پلانونې پر لارو چارو غور وشو او د وروستيو د ولسيزو د مشکلاتو او پرمختګونو په ارزونې سره د جومات د جوړونې د غورځنګ د تحقق لپاره لارې چارې هم بيان شوي دی، په دغې غونډې کې هم دا راز  د کرمانشاه د جمعې لمانځه خطيب آيت ا... مصطفی علمي  دې ته په اشارې سره چې  سږ کال د جوماتونو جوړولو غورځنګ د لمانځه د قايمولو غورځنګ تر څنګ شوی  دی  وويل ، دا يو غوره پيوند دی او له نيکه مرغه  په وروستيو څو کلونو کې  په ايران کې د جومات جوړونې  او  د لمانځه بحثونو خاصه ځلا موندلې ده، په وروستيو څو کلونو کې په ايران کې ډير زيات جوماتونه جوړ شوي او د لمونځ ګوزارو شمير هم پکښې ډير زيات شوی دی.

هيله ده  د جومات جوړونې  په چارو کې نوره هم لوئې برياوې ترلاسه شي . په کرمانشاه کې په دغې تر سره شوي غونډې کې د لمانځه د قايمونکي کميټې  مشر حجةالاسلام محسن قراءتي   هم په دغې غونډې کې پخپلې وينا کې  وويل  خداوند متعال لومړی ځاي چې  راوپنځوهّ جومات ؤ  او په قرآن پاک کې حکم ورکوي   لومړی جومات جوړ کړئ  بيا کور. روايت شوي دي چې  انسان  خپل ټول کارونه په جومات کې ترسره کړي  او د جومات خادمان د پروردګار خادمان دي .  د پيغمبر اکرم د معراج سفر هم له جوماته پيل شو  او د نړۍ د موعود حضرت امام مهدي (عج)  پاڅون هم له جوماته پيليږي .

دا  پر ټولو شيانو د لمانځه او جومات د لومړيتوب ښودنه کوي . له دې امله  په اسلامی ښار کې خلک بايد  د آذان په الله اکبر غږ سره  له خوبه ويښ شي  او  د جومات  ودانۍ بايد پکښې لوړې او غوره وي . =    خداوندمتعال  لمونځ ، په ټول عظمت او لوي والي سره له خپل باطن سره  د انسانانو د ارتباط لپاره  ګرځولی دی  څو پرمځکني ژوند، هغه  له خپل آسماني ماهيّته  جلا نه کړي.

که څه هم  د انسان له خلقته مخکې هم فرښتو، د خداوند متعال تسبيح او عبادت کاوهّ  ، خو د انسان په راپنځولو سره ئې په عبادت کې نوی مرحله  پيل  شوه چې حتی غير مسلمان پوهانو هم په دې باب خبرې کړي دي ،يو امريکائی پوهـ  او مورخ ويل ډورنټ  وائي :، د موذن څومره خوږ غږ دی چې د مسلمانانو او غير مسلمانانو په غوږونو کې انګازې کوی او په بدنونو کې محبوس او بندي (روحو) ارواوانو ته   له زرګونو جوماتونو بلنه ورکوی چې  د ژوند او عقل بخښونکي  په لور توجه وکړي  او له زړه سره ورسره يو ځای شي.

کلیدي کلمې: