د قيامت دلايل روښانه دي

شیعه باوري دِي چې د قيامت دليلونه ډير روښانه دي ځکه چې اول خو :د دې نړۍ ژوند ښيي چې دا ژوند دانسان د خلقت اصلي مقصد نه شي کيداى  چې څو ورځې راشي، په ډيرو مشکلاتو کې ژوند وکړي او بيا هر څه ختم شي او له منځه لاړ شي «أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لا تُرْجَعُونَ؛ ايا ګمان مو کړى دى چې تاسو مو چټي پيدا کړي ياست او مونږ ته به نه جاروځئ»[1]

دا دې ته اشاره ده چې که قيامت نه واى د دنيا ژوند به چټي او  عبث و .

بله دا چې: د خدای  دعدالت تقاضا ده چې نيک چاري او بدچاري چې غالبا په دې نړۍ کې په يوې ليکي کې راځي اوکله کله بدکاران مخکې وي، له يو بله جدا شي او هر يو د خپل عمل سزا  او جزا وويني  «أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ نَجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاءً مَحْيَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ؛ ايا  هغه کسان چې ګناهان يې کړي دي ګمان  کوي چې مونږ به هغوي د هغو کسانو په شان وګرځوو  چې ايمان يې راوړى دى او نيک عمل يې کړى دى؟ چې مرګ او ژوند يې يو شان وي؟ څومره بد قضاوت  کوي[2]؟!

دريمه دا چې: د خداى بې پايانه رحمت لازموي چې دهغه فيض او رحمت دانسان په مرګ سره له هغه جدا نه شي او د وړتيا لرونکو اوغوره انسانانو تکامل هماغه شان دوام ولري «كَتَبَ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ لَيَجْمَعَنَّكُمْ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ لا رَيْبَ فِيهِ؛ خداى تعالى رحمت په  خپل ځان فرض کړى دى او تاسو ټول  به د قيامت په ورځ چې شک پکې نيشته راغونډ کړي»[3]

قرآن هغو کسانو ته چې د معاد په مسئله کې شک لري وايي:

څرنګه ممکنه ده د مړيو په ژوندي کولو کې د خداى په قدرت کې شک وکړئ په داسې حال کې چې تاسو په لومړي ځل هم هغه پيدا کړي ياست هماغه کس چې په  اوله کې يې تاسو له خاورې پيدا کړئ بيا به مو هم بل ژوند ته ستانه کړي «أَفَعَيِينَا بِالْخَلْقِ الأوَّلِ بَلْ هُمْ فِي لَبْسٍ مِنْ خَلْقٍ جَدِيدٍ؛ ايا مونږ له لومړي خلقته عاجز وو (چې د قيامت د ورځې د خلقت قدرت ونه لرو) خو هغوي په دغو ښکاره دليلونو سره په بيا پيدا کولو کې شک لري![4]

«وَضَرَبَ لَنَا مَثَلا وَنَسِيَ خَلْقَهُ قَالَ مَنْ يُحْيِي الْعِظَامَ وَهِيَ رَمِيمٌ * قُلْ يُحْيِيهَا الَّذِي أَنْشَأَهَا أَوَّلَ مَرَّةٍ وَهُوَ بِكُلِّ خَلْقٍ عَلِيمٌ؛ هغه زمونږ لپاره مثال راوړ، خو خپل خلقت يې هير کړ او وې ويل :څوک به دا وراسته هډوکي ژوندي کوي؟ ووايه هماغه کس چې په اوله کې يې پيدا کړل.، او هغه له هر مخلوقه خبر دى»[5]

بله خبره دا چې ايا د انسان پيدا کول د آسمانونو او ځمکې د پيدا کيدو په پرتله لويه خبره ده ؟ څوک چې د دومره لوي جهان او دهغې د حيرانوونکو څيزونو دپيدا کولو قدرت لري له مرګه وروسته د مړيو د پيدا کولو وس هم لري . «أَوَلَمْ يَرَوْا أَنَّ اللَّهَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالأرْضَ وَلَمْ يَعْيَ بِخَلْقِهِنَّ بِقَادِرٍ عَلَى أَنْ يُحْيِيَ الْمَوْتَى بَلَى إِنَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ؛  ايا هغوي نه پوهيږي چې هغه خداى چې آسمانونه او ځمکې يې پيدا کړې او د هغو له پيداکولو ناتوانه نه شو قدرت لري چې مړي ژوندي کړي؟ هو هغه د هر څه وس لري)[6]

 

[1] . مؤمنون سوره ١١٥ آيت.

[2] . جاثيه سوره ٢١ آيت.

[3] . انعام سوره ١٢ آيت.

[4] . ق سوره ١٥ آيت.

[5] . يس سوره  ٧٨، ٧٩ ايتونه.

[6] . يس سوره  ٧٨، ٧٩ ايتونه.

کلیدي کلمې: