د قومي او نسلي امتيازاتو نفي

شیعه عقیده لرِی چې: د خدای پيغمبران په تيره بيا د اسلام پيغمبر(ص) هيڅ ډول قومي او نسلي امتيازات او توپيرونه نه منل، بلکه ټول نسلونه، ژبې او د نړې مختلف قومونه او متلونه ټول او ټول د هغوي په نظر کې يوشان وو، قرآن ټولو انسانانو ته وايي:«يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوبًا وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ؛ اي خلکو مونږ تاسو له يو سړي او يوې ښځې وپنځولئ او تاسو مو قبيلې  او تپې وګرځولئ چې يو بل وپيژنئ (خو دا د امتياز او لوړاوي معيار نه دي) په تاسو کې خدای ته تر ټولو  عزتمن کس هغه دي چې زياته تقوا ولري.[1]

له رسول الله مبارکه په يو مشهور حديث کې راغلي دي چې د مني په ټاټوبي کې (د حج په مراسمو کې) په داسې حال کې چې په اوښ سپور و خلکو ته يې مخ  کړ  او دا وينا يې و کړه: يا ايها  الناس! الا ان ربکم واحد وَ اِنّ اباکم واحدٌ اَلا لَا فضل لِعربي علي عجمي، و لَا لِعجمي علي عربي، ولا لاسود علي احمر، ولا لاحمر علي اسود، الا بالتقوي، الا هل بلغت؟! قالوا نعم! قال ليبلغ الشاهد الغائب؛ اي خلکو  پوه شئ ستاسو خدای يو دے او پلار مو يو،نه عرب پر عجم لوړاوے لري او نه عجم پر عرب، نه تور پوستي په غنم رنګي او نه غنم رنګي په تور پوستي،مګر په تقوا سره، ايا تاسو ته مې دخدای پيغام ورساوه؟ ټولو وويل: هو! وې فرمايل: دا خبره دې حاضران غايبانو ته ورسوي.[2]

 

[1] . حجرات سوره ۱۳ ايت.

[2] . تفسير قرطبي، ۹ ټوک ۶۱۶۲مخ.

کلیدي کلمې: