د قدر شپه او د انسان اختيار

که د قدر په شپه د انسان تقدير ليکل کيږي نو بيا د انسان د اختيار او هلوځلو څه معنا پاتې کيږي؟

د دغه پوښتنې د لا وضاحت لپاره دوو ټکيو ته پام ضروري دے:

۱. د انسان له اختيار سره د قدر په شپې د انسان د برخليک د ټاکل کيدو د منافاتو اوټکر شبهه يا اعتراض له کومه ځايه سرچينه اخلي؟

۲. د تقدير او د قدر په شپې د خداے تعالی له خوا د انسان د تقدير او برخليک د ټاکل کيدو مطلب څه دے؟

د پوښتنې وضاحت: دا چې د قدر په شپې د انسان د برخليک ټاکل کيدل د انسان له اختيار سره منافات لري دا خيال او توهم له هغه ځايه پيدا کيږي چې له يوې خوا داسې روايتونه لرو چې د قدر په شپه د انسان د ټول کال برخليک ټاکل کيږي او د زمانې د ولي په اختيار کې راځي او له بلې خوا همدا تقدير او تعيين د خداي په علم پورې اړه لري، په دې اساس که انسان د دغه تقدير چې د خداي له خوا ټاکل شوے او معلوم دے د بدلون وس ولري له دې هم دا لازميږي چې توبه نعوذ بالله د خداے علم جهل وي او هم يې دغه ټاکل کيدل بې معنا کيږي. او د دې لپاره چې له دغو دوو خبرو ځان خلاص کړو بايد له دې خبرې انکار وکړو چې انسان د خپل برخليک د ټاکلو او ليکلو وس لري، د دې معنا هم جبر دے نو څه کول پکار دي؟

1. د جبر او اختيار په هکله مختلف نظرونه

 د دې لپاره چې د دغې پوښتنې ځواب ښه معلوم شي ضروري ده دې ټکي ته پام وکړو چې د جبر او اختيار بحث په علم کلام کې ډير پخوانے بحث دے چې په ټولو ديني مکاتب فکر کې موجود و. په اسلام کې په دې اړه درې نظرونه موجود دي چې په دې ډول دي د مطلق جبر نظر چې دا د اشاعره مکتب نظر دے، دوهم د مطلقه ازادي او اختيار چې دا د معتزله مکتب نظر دے او ورته تفويض وايي. او دريم نظرچې «الامر بين الامرين» چې د تشيع د مکتب نظر دے.د اهل بيتو دمکتب پيروان منونکي هم د معصومو امامانو په پيروۍ او هم په عقلي دليلونو سره ثابتوي چې د مينځ لاره سمه ده.يعنې د انسان افعال او کارونه نه بلکل دهغه خپل او ازاد دي چې ګوندې خداے پکې هيڅ نه شي کولے او نه پوره د خداے له خوا دي چې ګوندې د خداے له خوا د ثواب او عذاب ورکول بې معنا شي.

د دغه دريم نظر په چوکاټ کې مسلمانو عالمانو د جبر شبهې ته دوه ځوابونه ورکړې دي چې د انسان له اختيار سره د قدر په شپې د انسانانو د برخليک د ټاکل کيدو د تضاد او ټکر شبهه هم ورسره حل کيدے شي. البته په اخره کې به دغه شبهې او اعتراض ته جدا ځواب هم ورکړو.

لومړے ځواب: خداے تعالی دا نړۍ د يو نظام په توګه پيدا کړې ده چې پکې د عليت قانون جاري دے. بې له لومړي مخلوقه چې بې له واسطې او نيغ په نيغه پيدا شوے نور ټول مخلوقات له هغو علتونو صادر شوې دي چې خداے تعالی ورپاره ټاکلې دي د مثال په توګه د طبيعت او پنځون نظام په دې ډول برابر شوے دے چې که دانه په خاصو شرايطو کې په خاورې کې کيږدول شي په بوټي بدليږي. همداراز که نطفه په رحم کې راشي نو که وغواړو او که ونه غواړو جنين او بچے ترې جوړيږي. خو ټول علتونه دومره اسان او واضح نه دي. د ځينو ښکارندو او چارو علتونه پيچلې دي او په هغه کې داسې عناصر لاس لري چې په اسانۍ سره پرې مونږ نه شو پوهيدلے. د انسان اختياري افعال هم همداسې دي په انسان کې د عليت نظام په دې ډول عمل کوي چې د انسان اختيار او اراده پکې رول لري په دې اساس د انسان اختيار د دغه نظام يوه برخه ده چې خداي تعالی جوړ کړے دے.

د دغه پوښتنې کره کتنه او اعتراض

د دغه تحليل مطابق د برخليک د ټاکل کيدو مطلب دا دے چې خداي تعالی د انسان تقدير هم هغه ته ورپريښے دے. د دې خبرې معنا همدا کيدے شي چې خداي تعالی د انسان په تقدير کې هيڅ دخالت نه لري. دا معنا که څه هم د دريم نظر په چوکاټ کې وړاندې شوې ده خو په عمل کې هماغه تفويض دے چې معتزله يې وايي. او همداراز د دغه تحليل مطابق بايد ومنو چې د انسان په اختياري افعالو د خداے تعالی علم يوازې په دې نظام د خداي د علم په حد کې دے او د انسان د کارونو له جزيياتو نه دے خبر[1] دا هماغه خبره ده چې د ځينو قديمو فيلسوفانو له کلامه يې استنباط کولے شو او علامه مجلسي له قران او سنته د خپلې دقيقې پوهې مطابق هغه د دين د ضرورت په خلاف ګڼلې ده.[2]

 دوهم ځواب:د برخليک د ټاکل کيدو د معنا دوهم تحليل دا دے چې خداي تعالی په عين حال کې چې دا نظام پيدا کړے او هغه يې د عليت په قانون برابر کړے دے داسې نه ده چې په دغه نظام کې د تصرف توان ونه لري. له همدې امله يې ويلې دي چې خداي تعالی په هماغه اندازه چې اسباب جوړوونکے دے اسباب ختموونکے هم دے. د مثال په توګه لکه څرنګه يې چې اور د سوزولو لپاره جوړ کړے دے کولے شي چې هغه مخالف اثر هم ولري يعنې په ګلستان بدل کړي. په بله ژبه، سمه ده چې خداي د عليت قانون وضع کړے خو خاص علتونه يې هم وضع کړې او جوړ کړې دي.خداي تعالی دے چې اور يې د سوزولو علت ګرځولے دے. په دې اساس هم هغه دے چې د د غه علت عليت ختمولے شي يا يې د بل څه علت ګرځولے شي.

د دغه تحليل له مخې، د برخليک د ټاکلو مطلب دے د ټاکل شويو معلولونو په لاره کې د علتونو ګرځول؛ په بله ژبه، خداي تعالی په دقيق ډول د انسان برخليک ټاکي حتی د قدر تر شپې مخکې دا برخليک د خټې او فطرت په عالم کې ټاکلے وي بلکه تر دې لوړ دخداي په ازلي او ابدي علم کې هم دا خبره معلومه اومعينه ده چې کوم کسان د نيکمرغۍ او کوم د بدمرغۍ خاوندان دي.او د عارفانو په تعبير، د هر کس په عين ثابت کې معلومه ده چې له نيکمرغۍ او شقاوت سره څه نسبت لري خو سره له دې دا چاره د انسان له اختيار سره منافات نه لري ځکه چې د اتقدير او ټاکنه د خداي تعالی له ازلي علمه سرچينه اخلي او د خداي ازلي علم د انسان د اختيار او ارادې تابع دے په بله ژبه خداي تعالی ته علم دي چې پلانکي کس به په پلانکي وخت او په پلانکي حالت کې څه اراده او کار کوي او د همدغه اختيار په اساس په خپله خپل برخليک ټاکي.

روايتونو ته په مراجعې سره پوهيږو چې د خداي تعالی له خوا د تقدير د ټاکل کيدو د حقيقت او معنا په باب همدا تحليل د منلو وړ دي:

۱. امام صادق عليه السلام فرمايي:«... له دې امله چې خداي تعالی ته علم و چې دا کار به هغوي کوي [يعنې د هغوي اراده په دې استواريږي] نو خداي ورته د دغه کار وسايل ورکړل نو کله چې دغه کار کوي توان يې لري»[3]

خداي تعالی انسان ته د کار وسيله او سبب ورکوي او هغه هم له ده سببه استفاده کوي او کار ترسره کوي. خو د يو ټاکلي کار د سبب ورکول مثلا د معصيت او ګناه د اسبابو وربرابرول په دې دليل دي چې خداي تعالی پوهيږي چې دغه کس به اخر په خپله اراده دا کار کوي.

۲. ابي بصير له امام صادق عليه السلام روايتوي چې: زه ناست وم چې يو کس له امامه د ګناهګارو د عذاب په هکله د خداي د حکم په باب پوښتنه وکړه..... امام ځواب ورکړ: خداي تعالی دا حکم وکړ او او بيا يې خپل مخلوق ته په دغه حکم د پوهيدو درک او پوهه ورکړه او د هغه کار چې وړتيا يې لرله مشقت او سختي له هغو اوچته کړه او ګناهکارو ته يې د ګناه کولو توان ورکړ، ځکه چې له مخکې خبر و چې هغوي به ګناه کوي [4]معروف الحسيني د دغه حديث په لمنه کې وايي:په دې اساس په دوي د خداي حکم، په دې خبره دخداي له حکمه سرچينه اخلي چې هغوي به د بدمرغۍ او ګناه لاره خپلوي.[5]

دغو دوو روايتونوته په پام سره په کلي توګه ويلي شو چې په ازل کې دخداي تعالی له خوا د برخليک ټاکل کيدل د خداي ازلي علم ته په پام سره، په دې خبره تقدير جوړ شوي چې انسان به په خپل اختيار کوم يو کار کوي. نو هيڅ ډول جبر او زبردستي پکې نيشته. دا خبره بالکل داشان ده چې مثلا يو کس د انسان په ارادې له ټولو اغيز اچوونکو عواملو خبر وي او په يقين سره پوهيږي چې دغه کس به په کوم وخت کې کوم کار کوي. سمه ده چې په دې مورد کې دغه کس کولي شي د يو کس د برخليک فهرست جوړ کړي او دا هم ووايي چې دغه کس به په پلانکي وخت کې دا کار کوي. خو دلته هيڅ جبر او زور نيشته ځکه چې دغه کس هر څه په خپل اختيار کوي.او څه ورباندې تپل شوې نه دي.

د قدر د شپې په هکله هم ويلي شو چې هماغه ازلي او الهي علم او فهرست چې د انسان د يوه کال د کارونو په هکله د خداي د علم په خزانو کې پروت دي نازليږي نو هيڅ جبر پکې نيشته.

2. ځانګړي ځواب

په دغه ځواب کې د جبر او اختيار له معمولو ځوابونو وراوړو او د يو موضوعي اصل په توګه منو چې د قدر په شپې يوازې د خداي له ازلي علمه د تنزل مسله مطرح نه ده بلکه په يو ډول د انسانانو لپاره د برخليک ټاکل او ليکل دي. په دې فرض سره وايوو هغه تقدير چې د قدر په شپې ټاکل کيږي هغه تقدير نه دي چې بدليدونکي نه وي په دې اساس په روايتونو کې راغلې دي چې که څوک د قدر په شپه ونه بخښل شو نو هڅه دې وکړي چې د عرفې په ورځ وبخښل شي[6] د دې خبرې مطلب دا دي چې د قدر د شپې تقدير د عرفې په ورځ يا د کال په نورو ورځو کې بدليدلي شي. له دې معلوميږي چې د قدر د شپې تقدير اساسا يو حتمي او ارو مرو تقدير نه دي او هغه علم چې د يو کامل انسان او د زماني د ولي په زړه د قدر په شپې نازليږي يو تام او حتمي تقدير نه دي؛په بله ژبه، هغه علم چې د قدر په شپې له پټ او اثبات لوحه نازليږي لږ ترلږه په دغه تحليل کې، د لوح محفوظ علم چې د ازلي الهي علم کاپي ده د زمانې ولي ته نه ورکول کيږي.ځکه چې که داسې شوې واي نو بيا به بدليدونکي نه و. له دې امله د قدر په شپې د چارو تقدير د يوه قانون د مسودې په شان دي چې انسان په خپل کوشش او زيار سرههر هغه څه چې دهغه په تاوان دي دهغه په نهايي متن کې په خپله ګټه بدلولي شي. روايتونو ته په مراجعې سره معلوميږي چې هغه چارې چې د قدر په شپه په امامانو نازليږي حتمي نه دي او بدلون په کې راتللي شي. د مثال په توګه په تفسير عياشي کې له امام صادق عليه السلام روايت لرو چې يو کس د شب قدر په هکله له امامه پوښتنه وکړه؛ امام ځواب ورکړ:

 په دې شپه پرښتې او ليکوالان د دنيا په اسمان نازليږي او څه چې ټاکل شوې وي چې په دغه کال کې وشي او په بندګانو نازل شي ليکي. خو ځينې چارې د خداي په مشيت او ارادې پورې تړلې دي نو خداي تعالی په هغو چارو کې هر څه چې وغواړي مخکې کوي يا يې وروسته کوي او څه چې وغواړي هغه پاکوي يا يې ثابت پاتې کوي او ام الکتاب د خداي په نزد دي[7] د امامانو له بياناتو هم استفاده کيږي چې دوي د خداي هغه علم نه درلود چې قطعي او نه بدليدونکي دي، په دې ډول چې دخداي مشيت ورباندې واکمن نه وي. مثلا په يوه معتبر حديث کې له امام صادق عليه السلام روايت دي چې فرمايي:
امام زين العابدين علي ابن الحسين(ع) تل ويل: که په قران کې يو ايت نه و نو تاسو به مې له هغو پيښو چې د قيامت تر ورځې کيدونکي دي خبر کړې واي؛ عرض يې وکړ کوم يو ايت؟ وې فرمايل: د خداي تعالی دا فرمايش چې «يمحوا الله ما يشاء و يثبت و عنده ام الکتاب» خداي تعالی چې هر څه وغواړي محو او ختموي او هر څه چې وغواړي ثابت پاتې کوي او ام الکتاب له هغه سره دي»[8] روايتونه په دې هکله ډير دي.

نتيجه دا چې اول: خو د جبر او اختيار په متعارفو ځوابونو سره د قدر په شپې د جبر شبهه او اعتراض حل کولي شو. په دې بڼه کې، د برخليک د ټاکلو معنا بې د الهي علم له تنزله بل څه نه ده چې هغه هم په خپله د انسان د ارادې او اختيار تابع دي.

دوهمه دا چې: که وهم منو چې هغه څه چې د قدر په شپې پيښيږي «تعيين او ټاکنه» ده نه د علم تنزل. په دې دليل چې حتمي نه دي. او انسان يې د بدليدو وس لري نو د جبر سبب نه کيږي. په اخره کې هم ضروري ده دا ټکي زيات کړو چې د قدر په شپه چې کومه مسوده ليکل کيږي هغه هم چټي اوهسې نه ليکل کيږي بلکه تيرو عملونو، اوسني حالت او نورو په زرګونو عواملو ته په پام سره چې له مونږ پټ دي ترسره کيږي.هغه عوامل چې مونږ په خپل ژوند کې په خپلې ارادې او اختيار سره کړې دي او کيدي شي بيخي مو هير وي خو دخداي په عمل کې ذخيره شوې دي.

د لا ډيرې څيړنې لپاره لاندينيو سرچينو ته مراجعه کولې شئ:

۱. د مولفانو ډله، پرسش هاي و پاسخ هاي دانشجويي (د روژې سره خاصه ګڼه) ۶۵ مخ

۲. تفسير نمونه، ۳۰ ټوک د ليلة القدر سورې په لمنه کې.

وروستے حديث:

امام رضا عليه السلام فرمايي: اميرا لمومنين (ع) به درې شپې نه اوده کيده: د روژې په درې ويشتمه، د وړوکي اختر په شپه او د شعبان د پينځلسمې په شپه. په دغوشپو کې د عمر موده ويشل کيږي او هغه څه بيانيږ ي چې په دغه کال کيدونکي دي.[9]

سرچینې

[1]. مرتضي مطهري مجموعه اثار ۱ ټوک ۴۵۳ مخ.

[2]. محمد باقر مجلسي بحارالانوار ۴ټوک ۸۷ مخ.

[3]. هماغه ۵ټوک ۴۲ مخ.

[4]. هاشم معروف الحسيني، دراسات في الحديث و المحدثين، ۱۳۹۸ سپوږميز کال ۲۲۹ مخ.

[5]. هماغه حواله ۲۲۹ مخ.

[6]. رضي الدين علي بن موسي، سيد جعفر بن طاووس، اقبال الاعمال. ۱۴۱۴ ق، ۲۸ مخ، د من لا يحضره الفقيه په حواله. ۲ټوک او کافي څلورم ټوک ۶۶ مخ.

[7]. نضر بن مسعود بن عياش سمرقندي، التفسير العياشي، تحقيق سيد هاشم رسول محلاتي، بي تا، ۲ ټوک ۲۱۵ مخ.

[8]. هماغه.

[9]. بحارالانوار ۹۷ ټوک ۸۸ مخ.

اړونده منځپانګې