د قبورونو د بیا رغونی په هکله د وهابیانو نظر

وهابيان د قبرونو بيا رغونه او په هغې باندې ګنبد جوړول او همدارنګ ګچ کاري او پخول يې منعې کوي او دا کار شرک او کفر ګڼي او د قبرونو ورانول او د ګنبدونو او د هغو خوا وشاته د ودانو ورانول واجب ګڼي. د هغوي د فتواګانو ځينې بيلګې:

1. صنعاني وايي: بارګاه د بت په شان ده؛ ځکه چې خلکو به د جاهليت په زمانه کښې کوم کار د بتانو لپاره کاوۀ "قبرونو ته تلل" هماغه کار د قبر يا ولي د زيارت لپاره ترسره کوي، دا هماغه د جاهليت د زمانې کار دے خو په يوې بلې نامې سره؛ خو د نامې په بدلولو سره له بت والي نه خارجيږي.

2. ابن قيم (د ابن تيميه شاګرد) وايي: د قبرونو ودانۍ د بتانو اود طاغوتيانو له شکله اخستې شوي دي او نماځل کيږي. د هغو ړنګول واجب دي او کله چې د هغو د ړنګولو توان ولرې نو د يوې ورځې لپاره هم د هغو پريښودل جايز نه دي؛ ځکه چې دا د لات او عزی په ځای دي او يا له لويو شرکونو دي.

3. وهابيانو شيخ الرکب المغربي ته په يو ليک کښې ويلي دي: په تحقيق سره د قبرونو د درناوي په شکل کښې چې کوم ګنبدونه او ودانۍ د نبيانو او نورو کسانو په قبرونو جوړيږي، له هغه پيښو دي چې پيغمبر(ص) د هغه په هکله خبر ورکړے دے، حضرت وفرمايل: تر هغه وخته به قيامت نه کيږي تر څو چې زما له امته زنديقيان له  مشرکانو سره يو ځای شي او زما د  امت يوه ډله د بتانو په عبادت اخته شي.

4. د وهابيانو قاضی القضات (عبدالله بن سليمان بن بليهد) په ام القری ورځپاڼې کښې وايي: له پنځمې پيړۍ وړاندې په قبرونو د ګنبد جوړولو رواج نه و او دا يو داسې بدعت دے چې له پينځمې پيړۍ وروسته شورو شو.

5. هغه ځواب چې د مدينې له عالمانو نقليږي: په قبرونو باندې د ودانۍ ممنوعيت اجماعي دے، صحيح حديثونه د دې په ممنوعيت دلالت کوي له همدې سببه يوې ډلې د قبرونو د ړنګولو فتوا ورکړه.

هغوي په دې مطلب کښې د حضرت علی(ع)  په حديث   استناد کوي چې له ابی الهياج يې نقلوي، علی ابن ابی طالب هغه ته وويل: خبر اوسه زه تا د هغه کار لپاره ليږم چې د کوم لپاره زۀ رسول الله ليږلې وم، يو تصوير هم مه پريږده مګر دا چې ختم يې کړې او هر يو اوچت قبر چې دې وليد هغه مساوي او برابر کړه.

د وهابيانو د فتواګانو کره کتنه

1. هغه اجماع چې وهابيان يې بيانوي مردوده ده؛ بلکې د هغې په خلاف فتوا چې د داسې کارونو جايزيدل دي اجماعي ده. مسلمانان له ټولو مذهبونو او په ټولو زمانو کښې – که عالم وي که جاهل، که فاضل وي که مفضول، که امير وي که مأمور، که ښځه وي که نر -  د وهابيانو له پيدايشه وړاندې، دا رنګ سيره او رواج درلود، او دا په خپله يو اجماعي عمل دی او قطعي کاشفيت لري چې د شريعت له څښتنه اخستې شوې دے.

صنعاني په خپله د مسلمانانو په دې سيرت باندې اعتراف کړے دے هغه د يوې پوښتنې په ځواب کښې وايي: دا مطلب (د قبرونو زيارت) په لويديځ او ختيځ کښې جاري دے. په داسې طريقه چې د مسلمانانو په هيوادونو کښې يو ځای هم له دې قبره او زيارته خالي نه دے. او د يو عاقل عقل هم دا خبره نه مني چې دا کار حرام وي او مسلمان عالمان د هغوي په وړاندې چپ پاتې شوي دي، بيا په خپله د دې پوښتې ځواب ورکوي: که په انصاف پوهيدل غواړې او د مخکښانو له لارويۍ لاس اوچتول غواړې او په دې پوه شې چې حق هغه څه دي چې په هغې باندې دليل راغلے دے او نه دا چې حق هغه څه دي چې نسلونو نسلونو په هغې باندې اتفاق لرلې وي او اجماع يې ورباندې کړي وي؛ نو پوه شه چې کوم عام کارونه چې له عامو خلکو ترسره کيږي او د هغوي اسلام د هغوي د پلار نيکونو تقليد دے، دا بې له څه دليله دے او يو کس هم نشته چې د دې خلکو په عملونو باندې څه نيوکه وکړي، تر دې چې کوم کسان د علم خاوندان ګڼي او د فضل دعوا لري او د قضاوت کرسۍ، مفتيان او ښوونکي دي او   يا د ولايت او معرفت خاوندان دي او يا اميران او د حکومت مشران دي، نو د کومو څيزونو چې عوام درناوې کوي نو هغوي هم د عوامو په شان عمل کوي. که څه هم رواج او د عالمانو د هغوي په وړاندې چپتيا د دې کارونو په جايزيدو څه دليل نه دے.

د صنعاني په دې خبرو کښې د مسلمانانو په سيرت – په بشپړه توګه – اعتراف شوے دے. د هغه اعتراف دا دے چې د مسلمانانو په ټولو طبقو کښې _ که عالمان او فاضلان وي که قاضيان، مفتيان، معلمان، اوليا، عارفان اميران او حاکمان په ټولو اسلامي هيوادونو کښې په دې خبره يوه خُله دي. نو له دې بل کوم يو سيرت کامل موندې شو؟ له بلې خوا هغه ويلي دي: حق هاغه څه دي چې ورباندې دليل راغلے وي! نو مونږ دا وايو: د امت اتفاق – هغه هم په ټولو نسلونو کښې – په خپله يو قطعي دليل دے او له دې بل مزبوت دليل نشته.

2. که مونږ په يو داسې حديث چې هغه صحيح دے او دلالت يې روښانه دے او ورسره په مقابله کښې بل حديث هم نشته او هغوي يې هم مني او نور يې هم مني نو ايا مونږ د همدې دليل دلالت ومنو که د هغه حديث چې يوازې د هغوي په نظر کښې صحيح دے نور يې څوک نه مني او وايي چې دا اجماعي دے؟!

3. د مدينې د عالمانو په ځواب کښې تناقض دے، ځکه چې يو ځل وايي چې ډيرو عالمانو د قبرونو د ورانولو د واجبيدو په هکله فتوا ورکړې ده او يو ځل وايي: د هغه حديث صحيح شونه چې په تحريم باندې دلالت کوي اجماعي دے. زمونږ پوښتنه دا ده: که د حديث صحيح والې اجماعي وي، نو ټولو عالمانو د قبرونوپه ورانونو باندې فتوا ولې نه ده ورکړې؟ په داسې حال کښې چې تاسو دا دعوا کوئ چې ډېرو عالمانو د قبرونو په ورانولو فتوا ورکړې ده؟!

4. دا حديث هم د سند له خوا او هم  د دلالت له خوا اشکال لري دا روايت  له هغه سند سره چې مسلم په خپل صحيح کښې راوړے دے په دې شکل دے: نقل کړ ماته يحيی بن يحيی او ابوبکر بن ابی شيبه او زهير بن حرب درې واړو دا روايت له وکيع نقل کړے او وکيع له سفيان ثوري او سفيان ثوري له حبيب بن ابی ثاب او هغه له ابی وائل او هغه له ابی الهياج اسدي نقل کړے دے چې وايي:

علی عليه السلام ماته وفرمايل: "خبر اوسه! زۀ تا ته هغه مأموريت درکوم چې د کوم لپاره زۀ  پيغمبر(ص) راليږلې وم، يو عکس پريږ نه دې مګر دا چې هغه له منځه يوسه او همدارنګ هر يو لوړ قبر چې ووينې هغه مساوي او برابر کړه".

سندي اشکال

د دې په سند کښې اشکال او اعتراض:  د دې روايت په سند کښې داسې کسان دي چې د رجالو عالمانو هغه ضعيف ګڼلي دي چې لومړۍ کس يې وکيع ابن الجراح الرواسي دے.

  1. عبدالله بن احمد بن حنبل وايي: له پلاره مې واوريدل چې ويل يې: د ابن مهدي تصحيف له وکيعه زيات دے او د وکيع غلطۍ له ابن مهدي زياتې دي.
  2. هغه په بل ځای کښې وايي:له خپل پلاره مې واوريدل چې ويل يې: وکيع په 500 حديثونو کښې غلطي کړې ده.
  3. ابن المديني وايي: وکيع په عربۍ ژبه تسلط نه لاره او که  په خپلو خبرو کښې  يې حديث وايه  نو د هغه لفظونو به انسان حيرانه و. تل به يې ويل: حدثنا الشعبي عن عائشة!
  4. محمد بن نص المروزي وايي: وکيع چې به کله حديث نقلوه، نو ټول به يې له حفظه وايه، له همدې سببه به يې د هغې الفاظ بدلول! داسې وه لکه چې په خپله حديث نقلوي؛ بلکه د حديث معنی به يې نقلوله. او همدارنګ اهل زبان نه و.له نعيم بن حمان نقل شوي دي چې ويل يې: مونږ د ماښام ډوډۍ لپاره د وکيع په کور کښې وو، وکيع وويل: ستاسو څه خوښ دي چې تاسو ته يې راوړم : د اوربشو اوبه، ( شراب) چې ځوانان يې خوښوي  يا د بوډاګانو شراب؟ ما ورته وويل: ته د دې څيزونو خبرې کوې؟ (يعنې دا خو ګناه ده) وکيع زما په ځواب کښې وويل: دا کار زما په نزد د فرات له اوبو زيات حلال دے!!. له احمده نقل شوي دي: وکيع به مخکښانو ته بد ويل او شراب به يې څښل او باطلې فتواګانې به يې ورکولې.

دويم کس چې په حديث کښې موجود دے هغه سفيان ثوري دے:

  1. ذهبي د هغه په هکله وايي: هغه به چل ول سره هغه کسان چې د رجالو عالمانو ضعيف کړي وو ،  رښتوني ښودل.
  2. ابن مبارک وايي: سفيان ثوري به حديثونه نقلول، کله چې ورورسيدم نو ومې ليدل چې د حديث په نقل کښې  غولونه  او تدليس کوي. کله چې يې زۀ وليدم نو له دې کاره وشرميد او ويې ويل: مونږ حديث له تا نقلوو.
  3. ابوبکر بن ابی شيبه وايي: له يحيی مې واوريدل چې وايي: سفيان ثوري دا کوشش کاوۀ چې يو ضعيف کس ماته تدليس کړي ( په بدل شکل کې يې وښيي) او هغه ثقه وښايي، خو ماته يې دهوکه رانه کړې شوه.
  4. يحيی بن معين وويل: د ابی اسحال په حديث باندې يو کس هم له سفيان ثوري زيات نه دے پوهه او هغه به په حديث کښې تدليس او چل ول کاوه.

بل له هغه کسانو چې د دې حديث په سند کښې دے حبيب بن ابی ثابت دے.

  1. ابن حبان وايي هغه به په حديث کښې تدليس او دهوکه کوله.
  2. عقيلي وايي: هغه له عطا داسې حديثونه نقل کړل چې په هغو باندې عمل نه کيږي.
  3. او همدارنګ وايي: ابن عون په هغه باندې د عيب نيوکه کړې ده
  4. قطان وايي: هغه له حديثه پرته له عطا داسې خبرې نقل کړي دي چې له هغوي پيروي نه کيږي او هغه خبرې مزبوتې نه دي.
  5. ابن خزيمه وايي: حبيب بن ابی ثابت به په حديثونو کښې تدليس کاوۀ.

يو بل کس چې د دې حديث په سند کښې راغلے دے ابووايل دے. هغه په زړه کښې  له علی عليه السلام سره بغض او کينه لرله. له همدې سببه په هغه باندې څنګه  اعتماد کولے شو په داسې حال کښې چې پيغمبر(ص) وفرمايل: "اے علی!  له تا سره به مينه نه کوي مګر مؤمن کس اوله تا سره دښمني نه کوي مګر منافق"

 

د حديث په دلالت کښې بحث

لومړۍ. دا شاذ دے او يوازې ابوالهياج دا نقل کړے دے. سيوطي په خپل شرح نسايي کښې وايي: په روايي کتابونو کښې يوازې دا يو حديث له ابوالهياجه نقل شوے دے.

دويم. دا حديث د هغوي په  دعوې باندې څه دلالت نه لري، ځکه چې دا حکم ورکوي چې قبرونه له  ځمکې سره يو شان کړه او له دې يې منعې کوي چې قبرونه دې له ځمکې اوچت نه وي. دا عبارت "لا قبراً مشرفا" د اوچتوالي په معنې دے البته راوتل والې او ناسموالې په خپله يو ډول اوچتوالې دے "شرف" په عربۍ کښې د اوښ قب ته وايي، (لکه څه رنګه چې فيروز ابادي په خپل لغت کښې دا څرګنده کړې ده) نو دې ته په پام سره  شرف – بې له څه قيده خپلې وضعې سره  - مطلقې بلندۍ او اوچتوالي ته وايي؛که دا اوچتوالې د اوښ د قب يا د مهي د شا په شان وي يا اوچت ځايونه او ماڼۍ وغيره وي؛ خو سوّيته (د مساوي کولو په معنی) په دې قرينه ده چې له شرفه مطلب  يعنې د  اوښ د قب يا د ماهي د ملا په شان اوچتوالې دے او له تسويې مطلب د هغې هوارول دي چې کوږ پاتې نه شي او په نورو ټکو په دې روايت کښې درې احتماله دي:

  1. هغه ودانۍ چې په قبرونو شوي دي هغه دې ورانې شي.
  2. قبرونه ځمکې سره سم کړئ.
  3. هر يو هغه قبر چې هوار نه وي او لږ اوچت وي لکه د اوښ قب يا د مهي ملا، د هغې سطح هواره کړئ.

لومړی احتمال مردود دے، ځکه چې د مسلمانانو سيرت او د اصحابو او غير اصحابو علم د دې په خلاف و چې ځينې بيلګو ته يې اشاره کوو. دويم احتمال هم صحيح نه دے ځکه چې قطعي سنت په دې دلالت کوي چې قبر دې يو لويشت له ځمکې اوچت کړے شي. او دريم احتمال چې هوارول او هم سطح کول دي او کوږوالې او اوچتوالې يې لرې   چې د اوښ د قب په شان يا د مهي د ملا په شان اوچت نه وي نو د اهل سنتو ځينې عالمانو لکه نووي او قسطلاني روايت په همدې طريقه تشريح کړے دے.

  1. وايي: قبر بايد له ځمکې اوچت  نه شي او مسنّم (يعنې د اوښ د قب يا د مهي د ملا په شان) شي بلکې بايد له ځمکې يو لويشت اوچت شي او سطحه يې برابره وي.
  2. له دې وروسته چې د قبر مسطح کول يې سنت ګڼلي دي او د هغې پريښودل يې په دې سبب چې د روافضو (شيعو) علامت دے چې قبر ځمکې سره يو شان جوړوي، جايز نه دي ګڼلي او د قبر او مسطح کولو او ابوالهياج د روايتونو تر مينځ يې څه منافات نه دے ليدلے نو ويلي يې دي: په روايتونو کښې نه دي راغلي چې قبر له ځمکې سره يو شان کړئ بلکې ويلي شوي دي چې قبر (د مسنم په مقابله) مسطح کړئ چې د اخبار تر مينځ له جمع کيدو همدې مطلب ته رسو.

دريم. د اصحابو او عامو مسلمانانو سيرت

1. د بيت المقدس په خواو شا کښې د ډيرو پيغمبرانو قبرونه دي؛ لکه د داود عليه السلام قبر په قدس کښې او د ابراهيم، اسحاق، يعقوب او يوسف قبرونه (چې حضرت موسی هغه له مصره بيت المقدس ته منتقل کړل) په   الخليل ښار کښې  او ... هغوي باندې يې ګنبدونه جوړ کړل او له اسلامه وړاندې په هغوي باندې لوي لوي کاڼې وو او تر کومې چې اسلام هغه ځای ته نه  و رسيدلے په همدې شکل کښې وو.

ابن تيميه په خپله د دې خبرې تصريح کوي وايي: هغه ودانۍ چې پکښې د حضرت ابراهيم قبر و، د فتح او  هلته د اصحابو د حاضريدو په وخت موجوده وه؛ خو د هغه ودانۍ دروازه تر 400 هجري کاله پورې بنده وه. په دې کښې څه شک نشته چې کله عمر بيت المقدس فتح کړ هغه ودانۍ يې وليده خو دا حکم يې ونه کړ چې دا دې وران شي.

بليهد دا دعوا لري: په قبرونو باندې ودانۍ  جوړول له پينځمې پيړۍ په دې خوا مرسوم شو، په داسې حال کښې چې که تاريخ ته وګورو نو د هغه د خبرې اپوټه مونږ ته په لاس راځي؛ ځکه چې ډېرې هغه بناګانې چې په قبرونو باندې شوي دي له پينځمې پيړۍ وړاندې دي او تر دې چې ځينې ودانې لومړۍ او دويمې پيړۍ ته رسي. چې د بيلګې په توګه  ځينو ته اشاره کوو:

  1. د هغه کوټې وداني چې د پيغمبر(ص) مبارک قبر په هغې کښې دے.
  2. د حضرت حمزه عليه السلام په قبر باندې د جمات جوړل.
  3. د پيغمبر(ص) د زوي ابراهيم قبر چې د محمد بن زيد بن علی عليه السلام په کور کښې و.
  4. د سعد بن معاذ قبر چې د ابن افلح په کور کښې و  او د عمر بن عبدالعزيز په وخت کښې په هغې باندې ګنبد جوړ شوې و.
  5. د زبير د قبر ودانۍ چې په 386هـ کال کښې جوړه شوه.
  6. د نذور په قبر باندې ودانۍ چې په هغه کښې د عبيدالله بن محمد بن عمر بن علي عليه السلام و چې په څلورمې پيړۍ کښې جوړه شوه.
  7. د غلام خليل الباهلي ابو عبدالله قبر (وفات کال257هـ)، ذهبي وايي: هغه په 275کال کښې له دنيا لاړ، بازار بند شو او ښځې او سړي د هغه جنازې ته راغلل بيا يې هغه په يو تابوت کښې کيښود او بصرې ته يوړې شو او هلته د هغه په قبر ګنبد جوړ شو.
  8. د امير المؤمنين حضرت علی عليه السلام په مبارکې روزې باندې وداني چې په 372 هـ کال کښې وشوه. ذهبي وايي: سلطان عضد الدوله، يو ثابت قدمې شيعه و، هغه په نجف کښې د حضرت علی عليه السلام قبر څرګند کړ. او بيا يې په هغې باندې ګنبد جوړ کړ...

 

. کشف الارتياب، 286مخ، له تطهير الاعتقاد په نقل سره.

. زاد المعاد، 611مخ، کشف الارتياب، 286مخ.

. کشف الارتياب، 286مخ

. مرحوم امين د مدينې عالمانو ته د نسبت ورکړې شوې ځواب په کشف الارتياب کښې نقل کړے دے. د هغوي د ځواب يوه برخه د پام وړ ده؛ يعنې هماغه ټکي چې پوښتنې کښې راغلي دي په ځواب کښې يې هم ځای کړي وو. هغه وپوښتل: "ما يفعله الجهال" هغوي هم دا رنګ وليکل: "ما يفعله الجهال" او په بل بيان سره کوم ځواب يې چې په خپله غوښته هغه يې په پوښتلې و: کشف الارتياب، 288مخ

. صحيح مسلم، 3ټوک، 611مخ، سنن ترمذي 2ټوک، 256مخ.

. "تصحيف"، په لغت کښې لفظ بدلولو ته وايي که نتيجه يې د معنې بدليدل وي.او د علم حديث په اصطلاح کښې هغه روايت ته ويلې شي چې هغې سند يا متن د خپل مشابه په شان شوے وي. لکه بريد يزيد لوستل او همدارنګ حريز بن عبدالله سجستاني په جرير بن عبدالله بجلي  او همدارنګ لکه دا حديث "ان النبي(ص) احتجر بالمسجد ای اتخذ حجرة من حصير" چې "احتجم" سهر تصحيف شوے دے. کله کله تصحيف د حديث په معنې کښې وي؛ کله دا حديث: "نحن قوم من عنزة صلی الينا رسول الله" د حديث نقلوونکي دا حديث چې "صلی رسول الله الی عنزه" چې مطلب يې وړه عصا وه، د خپلې قبيلې په نامه  چې عنزه دے تصحيف کړے دے: علم الحديث شانه چې، 182مخ.

. تهذيب الکمال، 30ټوک، 471مخ.

. ميزان الاعتدال 4؛ 336. يعنې ماته شعبي له عايشې حديث بيان کړے، په داسې حال کښې چې شعبي له تابعينو و اود هغه او وکيع تر مينځ ډېر وټ دے. له همدې سببه ويلې شو چې هغه به بې له کومې واسطې له شعبي حديث اوريدلے وي ځکه چې د شعبي د وفات کال 105 دے  په داسې حال کښې چې وکيع په 129 کښې زيږيدلے دے. سير اعلام النبلاء 9 ټوک، 141مخ.

. تهذيب التهذيب، 11ټوک 125مخ. تاريخ بغداد، 11ټؤک، 125مخ.

. ميزان الاعتدال، 2ټوک، 169مخ.

. تهذيب التهذيب، 11ټوک، 218مخ.

. هماغه، 3ټوک، 179مخ. ابوبکر وايي: له يحيی مې واوريدل چې ويل يې: يو ځل سفيان په دې طريقې ماته حديث نقل کړ: "حدثنا ابو سهل عن الشعبي..." هغه ته مې وويل: ابو سهل هماغه محمد بن سالم دے (چې ضعيف دے) سفيان ماته وويل: ای يحيی! ما ستا په شان څوک نه دے ليدلے يو څيز هم له تا پټ نه دے: ر. ک: تهذيب التهذيب، 4ټوک، 100مخ.

. الجرح والتعديل، 4ټوک، 255مخ.

. تهذيب التهذيب،2ټوک، 179مخ. تقريب التهذيب، 1ټوک، 316مخ.

. کشف الارتياب، 293مخ.

. ميزان الاعتدال، 1ټوک، 451مخ، تهذيب التهذيب، 2ټوک، 179مخ.

. تهذيب التهذيب4ټوک، 317مخ. شرح نهج البلاغه، 4ټوک، 99مخ. هغه عثماني وو او د حضرت علی بد به يې ويل. له هغه مطلبونو چې د هغه په بې لارۍ دلالت کوي د ابن حجر عسقلاني په تهذيب التهذيب کښې دا جمله ده: ابي وائل ته وويل شول: حضرت علی(ع) تا ته خوږ دے که عثمان؟ په ځواب کښې يې وويل: علی ماته خوږ و، خو عثمان راته زيات خوږ شو! تهذيب التهذيب، 4ټوک، 317مخ.

ر.ک: مجمع الزوائد، 9ټوک133مخ، انساب الاشراف، 6ټوک، 102مخ، قاموس الرجال 11ټوک، 54مخ.

. د شاذ مطلب دا دے چې يوازې يو راوي دا حديث نقل کړے دے. داسې حديث ته غريب ويلې شي او دوه تنه يې نقل کړي عزيز ورته ويل کيږي: علم الحديث.

. القاموس، 3ټوک 162مخ.

. "سويته" چې په حديث کښې راغلے دے د تسويه له مادې دے او د عربو په لغت کښې دوه ځايه پکاريږي؛ که دوه مفعولي وي (سوی هذا بهذا) نو د دوو څيزونو په خپلو کښې مساوات او برابرول دي. دويم استعمال يې دا دے چې: دا فعل يو مفعول ونيسي اود حرف جر سره بل مفعول ونه نيسي. داسې وخت کښې مساوات يو صفت دے چې يو څيز سره قايم دے. په حديث کښې په خپله د قبر کيفيت بيان شوے دے: سويته چې د حرف جز په وسيله يې بل مفعول نه دےاخستی نو معنی يې دا کيږي: يعنې هغه قبرونه چې هوار نه دي هغه يوشان هوار کړه که مطلب يې دا وې چې ځمکې سره يې يوشان کړه نو پکار دي چې ويلې يې وې "سويته بالارض" په داسې حال کښې چې داسې يې نه دي ويلي.  نو له همدې سببه هوارې يو داسې صفت دے چې په خپله قبر ته ورګرځي او حديث هيڅکله د دوو څيزونو تر مينځ مقايسه نه کوي چې يوه ځمکه وي او بل قبر. او مراد يې همدا وې چې ځمکه سره يې يوشان کړه نو دې حديث ولې د قبر ځمکې سره د يوشان کولو فتوا ورنه کړه، بلکه دا فتوا ورکوي: مستحبه دا ده چې د قبر خاوره دې له ځمکې يو لويشت اوچته وي.

. ترمذي دا حديث په "ما جاء فی تسوية القبور" باب کښې راوړے دے؛ هغه باب چې د قبرونو د هوارۍ په هکله راغلے دے. دا په خپله په دې خبرې دلالت کوي چې مطلب يې له تسويې د قبر د سطحې هوارې دے؛ که داسې نه وې نو بايد د هدم القبور په نامه به يې ياد کړې وې؟ په داسې حال کښې چې وهابيانو دا بيان په قبرونو باندې د ودانې په نه جايزيدو باندې دليل راوړے: کشف الارتياب، 296مخ.

. المجموع 4ټوک، 312مخ، قرطبي د سوره کهف په تفسير (2ټوک، 380مخ) کښې وايي: لهدې حديثه دا په لاس راځي چې مسطح شونه سنت دي او مسنم شونه بدعت دي.

. د اهل سنتو په رجالي او کلامي کتابونو کښې د "رافضه" يا "رافضي" ټکې زيات استعماليږي چې د هغې معنی ده پريښودونکے. او پوښتنه دا ده چې شيعو ته ولې پريښودونکے وايي؟ ځينې متعصب کسان چې د شيعو نفي کول غواړي او شيعه يو نوې مکتب څرګندو غواړي په دې خبره ټينګار کوي چې د شيعو ټولې د اول او دويم خليفه په هکله بد وايي. هغوي له زيد بن علي وغوښتل چې له هغوي تبري وکړي. خو کله چې د هغه له دې کاره ډډه وکړه نو هغه يې پريښود. له هماغه ورځې دوي ته رافضه ويل کيږي ځکه چې زيد بن علی يې په جهاد کښې پريښود! د رافضه دا تفسير د غفلت په معنې دے چې تاريخي جرړه لري او د عربو په اصطلاح کښې يو ډېر زوړ تاريخ لري،  ځکه چې ځينې ډلې د حکومت مخالفې وې او دا اصطلاح د زيد بن علی له زوکړې وړاندې، چې 87 – 120 هجري کال دے، د عربو تر مينځ رايجه وه. معاويه په خپل ليک کښې هغه کسان چې د عثمان پلويان و او د علی عليه السلام د حکومت مخالفان وو (لکه مروان بن حکم) ته رافضي ويلي دي. هغه په خپل ليک کښې داسې ليکي: "و سقط الينا مروان بن الحکم فی رافضة اهل بصرة" مروان بن حکم چې په عراق کښې د علی(ع) د حکومت مخالف و د بصرې د خلکو په مشرۍ کښې ماته راغلو: د صفين پيښه، 29مخ. ابوالجارود ، امام باقر(ع) ته شکايت وکړ او ويې ويل: پلانکې ما ته رافضي وايي، امام باقر(ع) ځان ته اشاره وکړه او ويې ويل: زۀ هم په دې ډلې کښې يم: بحار الانوار، 65ټوک، 97مخ، 32حديث. امام باقر(ع) په 114کال کښې شهيد شو او په هغه وخت زيد لا قيام نه و کړے. د سيد مرتضی په حواشي کښې راغلي دي: کله چې عبدالملک له هغه قصيدې خبر شو چېد امام زين العابدين په شان کښې يې ليکلې وه ، هغه ته يې وويل: ايا ته رافضي يې؟ فرزدق وويل: که ال محمد سره مينه کول د رافضيانو نښه وي نو زۀ هم رافضي يم. (د سيد مرتضي امالي، 1ټوک، 68مخ). نو د رفض او رافضي او رافضه اصطلاح په هغه وخت کښې يوه سياسي اصطلاح وه او د زيد د قيام نه وړاندې موجوده وه: (فرهنګ عقائد و مذاهب اسلامي، استاد جعفر سبحاني) تر دې چې له اسلامي وړاندې د حضرت موسی عليه السلام وخت ته ورګرځي. ر.ک: دررالاخبار، مرحوم ايت الله طبسي، 1ټوک، 163مخ.

. ارشاد الساري 2ټوک، 468مخ. ابن حجر عسقلاني وايي: د ابو الهياج د حديث مطلب دا نه دے چې قبر دې ځمکې سره د سطحې له مخې يو شان شي، بلکې مطلب يې دا دے چې قبر دې هوار وي، که څه هم له ځمکې اوچت وي، هماغه، 468مخ.

. سيد امين په کشف الارتياب کښې په 306مخ دې مطلب ته اشاره کړې ده په دې هکله ځينې روايتونه دي چې صحيح وي نو په دې مطلب دلالت کوي همدارنګ ر.ک: په الاخبار کښې 2ټوک، 185مخ ته او همدارنګ معالم الزلفي 108مخ ته چې په دې هکله حديثونه لري چې خدای پاک په ځمکه باندې د پيغمبرانو د بدنونو خرابول حرام کړي دي. مسند احمد، 4ټوک، 8مخ.

. کشف الارتياب، 306 – 307مخونه.

. وفاء الوفاء 2ټوک، 545مخ، کشف الارتياب، 307مخ.

. سير اعلام النبلاء، 13ټوک، 285مخ. کله چې احمد بن محمد بن غالب (چې په غلام خليل مشهور و) په 275 هجري کال د رجب په مياشتې کښې له دنيا لاړ. د هغه د مشهورتيا او محبوبيت له سببه خلکو بازارونه بند کړل او د هغه جنازه يې هغه سره په مناسب ځای کښې کيښوده. (که څه هم سره د مشهورتيا حديثونه به يې جوړول) او د هغه يې درناوي سره بصرې ته يوړ او هلته يې خخ کړ او د هغه په قبر يې ګنبد جوړ کړ. لسان الميزان، ابن حجر عسقلاني، 1ټوک، 272 – 274مخونه.

. سير اعلام انبلاء 16: 251.