د غدیر پیښه په لنډ ډول

د خداي ګران رسول(ص) ته د حضرت علی عليه السلام فضايلو ته په پام سره حکم وشو چې خلقو ته د حضرت علی عليه السلام ولايت او جانشيني څرګنده کړي او پيغمبر(ص) په بيلا بيلو ځايونو او موقعو کښې دا کار کړی دی منجمله د غدير په ورځ.

رسول(ص)د هجرت په لسم کال مکې ته د حج د فريضې لپاره لاړ. په دې سفر کښې له پيغمبر(ص) سره د ملګرو شمېر يو لک شل زره تنه ؤ. له حجه د راستنيدو په وخت هم دومره کسان د پيغمبر(ص) ملګری وؤ. د ذې الحجې په اتلسمه نيټه د غرمې په وخت دوی په "جحفه" نومې دشتې کښې غدير خم ته ورسيدل. چې کله د لمانځۀ وخت راورسيدو او بانګ وويل شو نو خلق له خپلو سورلو کوز شول، ټول راغونډ شول او په جمع يې نمونځ وکړو. بيا د اوښانو له کجاوو منبر جوړ کړی شو، د خداي رسول(ص) په منبر اوخت او د خداي پاک تر ثنا وروسته يې وفرمايل "ما ته او تا سو ته د خداي له خوا دنده او مسؤليت راکړل شوی دی، ايا داسې نۀ ده.

خلق: ګواهي ورکوؤ چې مونږ ته دې تبليغ وکړ او په دې لاره کښې دې ډيرې سختۍ وزغملې، خداي درته د ددې ښه بدله درکړه.

 

رسول مبارک (ص): ايا د خداي پاک په يووالي او د هغۀ د بنده محمد په پيغمبرۍ او د دوزخ او  جنت مرګ او په بيا راپاڅيدو ګواهي نه ورکوئ؟

خلق: ګواهي ورکوؤ.

 رسول مبارک(ص): خدايه! تۀ ګواه اوسه. بيا د خداي رسول (ص) خلقو ته مخ کړو او  وې فرمايل :ای خلقو! زه او تاسو به د کوثر په غاړه له يو بل سره کتنه کوؤ. نو اوښيار او خبر دار اوسئ. زه تاسو ته دوه ګران بيعه ملغلرې پريږدم.

خلق:ای د خداي رسوله (ص) هغه دوه ملغلرې کومې دی؟

رسول مبارک(ص): د خداي تعالی کتاب او د زما اهلبيت(ع) خداي ما ته فرمايلي دي چې دا واړه به تر هغه وخته له يو بله نۀ جدا کيږې چې د کوثر په غاړه ما ته راورسي. له دغو مۀ مخکښې کيږئ او مۀ تېريږئ ګني هلاک به شئ.بيا يې د اميرالمومنين حضرت علی عليه السلام لاس هسک کړو چې ټول يې وويني او وې پيژني. نو په همدي حالت سره يې وفرمايل " اَيُهَاالنَاسْ! مَن اَولَی النَاسَ بِاالمُومِنِينَ مِنْ اَنفُسِهِمْ" "ای خلقو! هغه څوک دي چې په مومنانو باندې تر هغوي زيات حق لري او د مومنانو ولايت او مشري دهغوي په لاس کښې ده؟

خلق: خداي او د هغه رسول (ص).

د خداي رسول (ص):خداي پاک زما مولا دي او زۀ په مومنانو مولا يم،زۀ په مومنانو باندې تر هغوي زيات حق لرم نو "مَنْ کُنْتُ مَوْلاهُ فَهَذَا عَلیٌ مَولاهُ" د چا چې زه مولا او سرپرست يم دا "علی" د هغوي مولا او مشر دي.

اي خدايه! د علی له دوستانو سره مينه ولره او ددۀ له دښمنانو سره دښمني. له هغه چا سره چې له علی سره مرسته وکړي، مدد وکړه او څوک چې ددۀ مقابلې ته پاڅې او تيري پرې وکړي هغوي ته سزا ورکړه. نو ای خلقو! کوم کسان چې موجود دي. دوي دې دا خبره غايبانو او ناموجود کسانو ته ورسوي"

خلق له خوارۀ شوي نۀ وو چې دا ايت نازل شو "اَليَومَ اَکْمَلْتُ لَکُمْ دِينَکُم وَ اَتْمَمْتُ عَلَيکُمْ نِعْمَتْی وَ رَضِيتُ لَکمُ الاسْلامَ دِينا" "نن مې ستاسو دين مکمل کړ او په تاسو مې نعمتونه تمام کړل او تاسو ته د اسلام په دين راضي شوم"[1]

1  . الغدير جلد 1 صحفه 9 تا 11