د عقایدو کلیات: د ایمان او کفر تعریف

يو سل شلم اصل

د ايمان او کفر حد د کلام له مهمو بحثونو څخه دے "ايمان" په لغت کښی، د تصديق کولو معنی لري او "کفر" د اغوستولو او پوشلو په معنی دے له همدې سببه کرونګر چې په ځمکه کښې دانې کري هغه ته هم کافر ويلے شي. خو د عقايدو او کلام په اصطلاح کښې ايمان د خدای په وحدانيت اعتقاد، د قيامت په ورځې باور کولو او د پيغمبر(ص) رسالت منلو ته وايي. البته په پيغمبر(ص) باندې ايمان ، په تيرو پيغمبرانو او آسمانی کتابونو ايمان او کوم حکمونه او تعليمونه چې پيغمبر(ص) بيان کړي دي په هغو باور لرلو ته هم شامليږي.

د ايمان اصلی ځای د انسان زړه دے لکه څنګه چې قرآن پاک فرمايي: أُوْلَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الْإِيمَانَ (مجادله /22) هغوی داسې کسان دي چې خدای ايمان د هغو په زړونو کښې ليکلے دے . هم دا رنګ د هغه اعرابو په هکله چې د اسلام د طاقت په وړاندې تسليم شوي دي خو زړونه يې د ايمان له نوره خالی دي فرمايي: وَلَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمَانُ فِي قُلُوبِكُمْ (حجرات/ 14) تر اوسه ايمان ستاسو په زړونو کښې نه دے ننوتے خو د يو کس د مسلمانۍ حکم په دې پورې تړلے دے چې په خلې ايمان څرګند کړی او لږ تر لږه د خپلې عقيدې انکار نه کوي ځکه چې که د خپلې عقيدې انکار وکړي نو بيا د هغه په هکله د ايمان حکم نه کيږي. لکه څنګه چې فرمايي: وَجَحَدُوا بِهَا وَاسْتَيْقَنَتْهَا أَنفُسُهُمْ ظُلْمًا وَعُلُوًّا فَانظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ (نمل/14) د خدای له ايتونو يې سره د دې چې په هغو يې يقين درلود او بيا يې هم انکار وکړ. په دې بيان سره د کفر حد روښانه شو. کله چې يو کس د خدای د وحدانيت يا د قيامت د ورځی يا د پيغمبر(ص) د رسالت انکار وکړي، نو بې شکه په هغه به د کفر حکم کيږي. هم دا رنګ که د پيغمبر(ص) د منلو شويو څيزونو څخه د يو څيز انکار وکړی چې دا انکار يې د پيغمبر(ص) د رسالت د انکار سبب شي نو دا هم په انسان باندې د کفر حکم کوي.

پيغمبر(ص) چې کله علی(ع) د خيبر د فتح کولو لپاره روان و نو د هغه په لاس کې يې يو بيرغ ورکړ او دايې وويل چې د دغه بيرغ خاوند به د خيبر کلا فتح کړي او بريالے به راستون شي په دغه وخت کښې حضرت علي(ع) رسول الله(ص) ته مخ کړ او ويې ويل: له هغوي سره د جنګ حد څه دے؟ پيغمبر(ص) وفرمايل: قاتلهم حتی يشهدوا ان لا إله إلا الله و ان محمد رسول الله، فإذا فعلوا ذلك فقد منعوا منك دمائهم و اموالهم الا بحقها و حسابهم علی الله[1] له هغوي سره وجنګيږه تر دې چې د خدای په وحدانيت او د پيغمبر(ص) په رسالت ګواهی ورکړي نو کله چې يې ګواهي ورکړه نو د هغوي وينی او مالونه به محترم وي مګر په هغه ځای کښې چې په حق (ووژل شي يا يې مالونه واخستل شی) او د هغوي حساب له خدای سره دے.

هم دا راز يو سړي له امام صادق(ع) پوښتنه وکړه: له ټولو کم څيز چې د انسان د مسلمانيدو سبب کيږی څه دے؟ امام ورته ځواب ورکړ: يشهد ان لا اله الا الله و ان محمد عبده ورسوله و يقر بطاعته و يعرف امام زمانه فاذا فعل ذلك فهومؤمن.[2] د ايمان تر ټولو کمه مرتبه دا ده چې د خدای په وحدانيت او د پيغمبر(ص) په بندګۍ او رسالت ګواهي ورکړي او د حق اطاعت قبول کړي او د خپلې زمانې امام وپيژني کله چې يې داسې وکړل نو هغه مومن دے.

 يوسل يويشتم اصل

که څه هم د ايمان حقيقت هماغه د زړه عقيده ده خو دا ګمان دې ونه شي چې يوازې همدومره قدر ايمان د انسان د کاميابۍ لپاره کافي دے بلکي انسان بايد د ايمان په اثارو او عملي لوازماتو هم عمل وکړي. همدا سبب دے چې په ډيرو روايتونو کښې صحيح مومن هغه کس ګڼلےشوے دے چې د زړه له ايمان سره سره د ايمان په حکمونو او په خپلو الهي دندو هم عمل کوي لکه د عصر په سورت کښې ټول انسانان په زيان کښې بللی شوي دي خو لږ غوندې کسان يې زيانکار نه دې ګڼلي فرمايی: وَ الْعَصْرِ إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ، په زمانی قسم! چې ټول انسانان په تاوان کښې دي مګر هغه کسان چې ايمان يې راوړے دے او نيک عملونه يې کړي دي او يو بل ته د حقو او صبر هدايت کوي.

امام باقر(ع) له امام علی(ع) نقلوي چې يو سړی هغه ته وويل: آيا هر هغه سړے چې د خدای د وحدانيت او د پيغمبر(ص) د رسالت ګواهی ورکړی مومن دے؟ حضرت وفرمايل: فأين فرائض الله، نو د خدای فرائض او حکمونه چرته لاړل؟!

هم دا رنګ اميرالمومنين (ع) فرمايي: لو کان الايمان کلاماً لم ينزل فيه صوم و لا صلاة و لا حلال و لا حرام. که ايمان يوازی د شهادتينو ويل وے نو روژه، لمونځ، او حلال او حرام به نه نازليدل.[3]

له پاسني حديثه دا نتيجه اخلو چې د ايمان بيلا بيلی مرتبې دي او هره مرتبه يې خپل خاص اثرات لري. يوازې په زړه سره عقيده لرل او يا لږ تر لږه د هغه انکار نه کول د ايمان له ټولو کمه درجه ده. چې په هغې د اسلام ځينې حکمونه جاري کيږي. په داسې حال کښې چې د ايمان نورې مرتبې چې انسان ورسره هم په دې دنيا کښې او هم په اخرت کښې کاميابيږي د انسان په عملي اثارو پورې تړلې دي.

د ويلو وړ ده چې په ځينو روايتونو کښې په دينی حکمونو باندې عمل کول هم د دين له ستنو او ارکانو ګڼلي شوي دي اتم امام له خپلو پلار نيکونو او هغوی هم له پيغمبره(ص) نقلوي چې هغه حضرت وفرمايل: الايمان معرفت بالقلب و اقرار باللسان و عمل بالارکان[4] ايمان د زړه معرفت، په ژبې سره اقرار کول او په غړو سره عمل کولو ته وايي. په ځينو روايتونو کښې شهادتينو سره سره نور شرطونه هم ذکر شوي دي لکه د لمانځه کول، زکات ورکول، د حج فريضه ادا کول، واجبې روژی نيول او داسې نور....[5] دا ډول روايتونه يا دې ته په پام سره راغلي دي چې د دغو عملونو په وسيله مسلمان سړے له غير مسلمانه پيژندے شي يا دا وايي چې د شهادتينو ويل هاله ګټه ورکوي چې ورسره ورسره شرعی عملونه هم په ځای راوړے شي چې لمونځ، روژه ،زکات، حج وغيره پکښې مهم دي.

پاسنی اصل ته په پام سره بايد د مسلمانانو ځينې ډلې نورې ډلې په دې خبره کافرانې ونه ګڼي چې په فرعی حکمونو کښې له يو بل سره اختلاف لري. ځکه چې د کفر نخښانه دا ده چې انسان په هغه دريو اصلونو کښې د يوۀ اصل انکار وکړي يا د يو داسې څيز انکار وکړي چې د دې دريو څيزونو د انکار سبب شي. او دا هاله کيدے شي چې د کوم څيز انکار يې کړے وي هغه دومره روښانه وي چې د هغی انکار او په اصولو اقرار له يو بل سره نه شي جمع کيدے.

له همدې سببه مسلمانانو ته پکار دي چې په ټولو مرحلو کښې اسلامی ورورولي وساتي او په هغه کارونو کښې چې له اصولو سره څه تړاو نه لري هغه د اختلاف او د يو بل د فسق او کافر بللو سبب جوړ نه کړي. او په فکري او عقيدتی اختلافاتو کښې هم د يو بل خبرې واورې او څيړنه وکړي او په همدې بسنه وکړي او له وچ او بي منطقه تعصبه او تومتونو او تحريف کولو دې ځان وساتي.

 يوسل دوه ويشتم اصل

له همدې امله چې د نړۍ ټول مسلمانان په دريو اصلونو[6] کښې يو نظر لري نو پکار نه ده چې ځينې فرقې په اصولو يا فروعو کښې د اختلافاتو په وجه يو بل تکفير کړي. ځکه چې د مسلمانانو ډير اختلافات کلامي دي چې د پيغمبر(ص) له زمانې وروسته د مسلمانانو تر مينځ پيدا شوي دي او هر يوه فرقه د ځان لپاره دليل او مدرک لري نو دې ته په پام سره، په داسې مسئلو کښې اختلاف د دې سبب نه کيږي چې په يو بل باندې دې د کفر فتوا ولګول شي او اسلامی وحدت له لاسه ورکړے شي. د دې اختلافاتو د حل له ټولو ښه لاره بحث او ګفتګو ده چې علمي خبرې له غير منطقی تعصبونو ليرې وشي.

قران مجيد فرمايي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا ضَرَبْتُمْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَتَبَيَّنُواْ وَلاَ تَقُولُواْ لِمَنْ أَلْقَى إِلَيْكُمُ السَّلاَمَ لَسْتَ مُؤْمِنًا (نساء/94) اے ايماندارو کله چې تاسو په ځمکه کښې ګرځئ نو (د مومن او د کافر په پيژندلو کښې) ځير شئ او مومن کس چې تاسو ته سلام وکړي (يعنی خپل اسلام تاسو ته څرګند کړي) نو هغه ته مه وايئ چې مومن نه يې.

پيغمبر(ص) د اسلام د ستنو د بيانولو په ترڅ کښې فرمايي: يو مسلمان دا حق نه لري چې بل مسلمان د يوې ګناه په سبب کافر وګڼي يا ورته مشرک ووايي.[7]

سرچینې

[1] . صحيح بخاری، کتاب ايمان ، 10 مخ، صحيح مسلم، 7 ټوک، د علی(ع) د فضيلتونو باب، 17 مخ.

[2] . بحار الانوار، 66/16، د کفر او ايمان کتاب، د شيخ صدوق د معانی الاخبار په نقل، د روايت سند صحيح دے.

[3] . کافی ، 2/ 33،2حدیث.

[4] . عيون اخبار الرضا، 1/226.

[5] . صحيح بخاري،1 /16، کتاب الايمان، شهادة ان لا اله الا الله و ان محمدا رسول الله و اقامة الصلاة و ايتاء الزکاة و الحج وصوم رمضان.

[6] . هغه درې اصلو نه چې د کفر او ايمان انکارول يا قبلول په هغې پورې تړلی دي هغه شهادتين ويل يعنی د خدالی وحانيت منل، د پيغمبر(ص) رسالت منل او دريم د قيامت د ورځې منل دي.

[7] . لا تکفرو هم بذنب و لا تشهدوا عليهم بشرك ، کنز العمال. 1  ټوک، 30 مخ.

کلیدي کلمې: